حامد کرزی: حکومت نه لويه جرګه را غواړي، نه لنډمهالی حکومت مني

0 132

مخکېنی ولسمشر حامد کرزی :

حکومت نه لويه جرګه را غواړي، نه لنډمهالی حکومت مني

رب العالمين ځينې ستر کارونه له ځينو خلکو نه اخلي

له خپلې راغوښتل شوې جرګې ولې پر شا شو؟

لیکوال: سيد حسين پاچا

  خوشال بابا:

هر سړی پيدا دی خپل خپل کار لره کنه.

کرزي دغه راز د افغان سولې په پروسه کې د ”روسيې“ او ”چين“ ښکېلولو غوښتنه هم کړې او ويلي يې دي چې په دې برخه کې بايد د ټولو اړخونو نظرونه واخېستل شي او د حکومت او طالبانو تر منځ پر يو شمېر مسايلو هم هوکړه وشي.

امام ابوحنيفه رحمه الله ته يو وخت چا خپل ماشوم هلک (زوی) د دم دُعا لپاره راوړ چې که څه شی (دم دُعا) يا تعويذ ورته وکړي چې له ګوړې خوړلو منعه شي. هغه مبارک ورته وويل چې زه اوس ولاړ شه او درې ورځې روسته يې راوله، نو هغه سخت خپه شو چې زه له دومره لېرې راغلم او اوس يې بيرته رخصت کړم. په ښکاره يې څه ونه ويل، ولې په زړه کې سخت خپه او ماڼيجن شو، خو بيرته خپل کور ته راغی.

پر درېمه / څلورمه ورځ بيرته راغی او ماشوم يې له ځان راوړ، نو امام صاحب مبارک ورته پر سر لاس راکش کړ او ورته ويې ويل :

((بچو، بيا ګوړه مه خوره!)).

ما شوم ورته وويل :

ښه ده، بيا به يې نه خورم.

د سړي داسې هيله وه چې امام صاحب به اوس ورته څه دم دُعا يا تعويذ وشصتونه کوي او پرهېز به راکوي، خو امام صاحب د هغه د تمې خلاف کار وکړ او ورته يې وويل چې دا کار خو تاسې مخکې هم کولای شو، نو ولې مو زه بيرته ولېږم؟ امام صاحب ورته وويل :

ما پر هغه ورځ خپله ګوړه خوړلې وه، نو ما به څنګه ماشوم ته ويلی وای چې ګوړه مه خوره. نو ځکه مې تا ته وويل چې ((اوس ولاړ شه او درې روسته يې بيا راوله)).

نو ما دا درې ورځې پرهېز وکړ، نو اوس مې ماشوم ته وويل چې ((بچو، بيا ګوړه مه خوره!))، نو هغه ومنله او ويې ويل چې ((بيا به نه خورم)).

نو زما ګرانه او قدرمنه خانزاده ولسمشره،

پوره څوارلس کاله په واک کې پاتې شوې، خو له بده مرغه چې د خپلې خانۍ او دولتي سيستم ترمينځ توپير دې ونه شو کولی او سيستم ته هغسې پاملرنه ونه شوه، لکه څنګه چې لازمه وه. د بُن له ناستې راواخله د خپلې واکمنۍ تر روستۍ لويې جرګې پورې او معاملې دې ولس په خپلو سترګو وکتل. په نورو ټکو :

خپله دې دغه ګوړه خوړلې او پرهېز دې نه دی کړی.

نو اوس به رب العالمين ستا په کړو وړو او په ويلو او کولو ((قول وعمل)) څه خير واچوي؟

د حکومت نظر په کابل کې نه اخلې، خو د طالب لپاره مسکو ته ورځغلې، نو ولې دې د دوی د قطر د دفتر په تړاو سخت غبرګون وښوولو؟ ولې د جرګه راوغوښتله او ولې د هغوی نظر ومشوره ونه منله؟ دغه لګښت او د خلکو وخت دې ولې عبث (هدر) کړ؟ ولې دومره بېثباته او پر خپله خبره نه پايېږې؟

له بده مرغه چې د ”وخت“، ”شرايطو“ او ”امکاناتو“ نه دې مناسبه ګټه پورته نه کړه او د غفلت په خوب بېده وې. بيا هم هر څه چې دې کړي موږ ورته درناوی لرو او راته محترم يې، خو ولې ګيله هم شته، خو د خپل پخواني ولسمشر او سپيروبي په توګه دا سپارښتنه هم درته کوو چې ځينې کارونه ستا له شان سره نه ښايي. دا ستاسې حيثيت ته صدمه رسوي. زما په شمول د ډېرو افغانانو هيله دا ده چې تاسې لومړی د افغانستان د حکومت دريځ ونظر هم واورئ او خپله مشوره له حکومت سره همغږي کړئ، نه دا چې حکومت شا ته کړئ او د نورو نظر رامخته کړئ.

د خپل حکومت له رسمي – ملي دريځه ملاتړ وکړئ، نه طرحې. ولس له جهادي پيره تر دې دمه ډېرې طرحې او حکومتونه ان د مجاهدينو د وخت د عبوري حکومت خونده هم څکلې ده. ستاسې د لويې جرګې او د رباني د وخت د اهل حل العقد خوند يې هم څکلی بيا يې څوک نه څکي. د تخريب ((هڅونې)) او د اختلاف نظر ترمينځ توپير شته. تاسې ځينې اخلاقي مسووليتونه هم لرئ چې هغې ته مو پام اوسي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

پر کرزي بيا چپن اوږده شوه

http://www.dawatmedia24.com/غوره-شوې-ليکنې/پر-کرزي-بيا-چپن-اوږده-شوه؛/

Comments
Loading...