!جمعیت ګوند، له اخواني ارمانونو تر قومی دریځونو

لیکنه ـ قاضي نجیب الله جامع

0 74

د بلخ د پخوانی والی او د جمعیت ګوند د اجرایه ریس عطامحمد نور پر مشری د جمعیت د رهبری شوراه له لوری پر یوه بېساری او نادره ګام کې د دغه ګوند سرپرست مشر صلاح الدین ربانی د ګوند له موقت ریاسته ګوښه او د کنګرې د اعلان له لارې یې د نوی رهبرۍ د راتګ خبر ورکړل.

همدارنګه ربانی د جمعیت د رهبری دا ګام وغندو، دوی یی فرصت طلب، ماموریت فرصت او د بن د سازشنامی مسوولین وبلل.
د جمعیت غوندی د یوه جهادی او توکمپاله ګوند دغه خپل منځی فرکسیوني کشمکشونه که څه هم اوږده مخېنه لری ولې د رهبری پر کچه بیا نوی او د ۱۳۵۵ کال د اخوانی ارمانونو سره یو مخ پر ټکر کې ښکاری.

پر افغانستان کې د سیاسي او ایډیالوژیکو ګوندونو توره مخېنه: 

که څه هم ګوندونه پر معاصرو ټولنو کې د قدرت پر ویش او د ولسونو د غوښتنو پر بیان کې تر ټولو بی بدیله ځای لری، د بېلګي په توګه سیاسي ګوندونه د ملت جوړونې او د سیاسي قدرت په اډانه کې د ملي ثبات د دوام، د قومي پرګنو د اوبدني، د ټولنیز نظم د تړلتیا او پر ټوله د استبداد د مخنیوی د خپل چارې د څارنې، په یوه محور د قدرت د راټولیدو څخه د ساتلو او پر ټوله کې د ولسواکو ارزښتونو پر بنسټ د یوه ملت د هیلو او غوښتنو استازیتوب کوی.

اما په افغانستان کې حالت په یوه بد ډول متفاوت ده، ځکه دلته ګوندونه پر لویه کې د عوام فریبانه او تیریستونکو شعارونو پر ورکولو سره رامنځته کیږی او بیا وروسته ډیر ژر د سیاسي باج اخیستنو، اقتصادی ګټو وټو، قومی اتنیکی غوښتنو او پر ټولو کې د بازاری ورځچارو بهیرونو پر بڼه بدلیږی.
د بېلګی په توګه د افغانستان د خلق ډیموکراټیک ګوند د دی پررځای چې د کور، کالي او ډوډي خپل خیالي شعارونو ته د عمل بڼه ورکړې د خپل ملت د غوښتنو پر خلاف ودریدل او لومړنی کار یی د خپل مسلمان ولس پر عقایدو او باورونو له تیری څخه پیل کړل، د ټولني پر روښانفکره برخه یې زیندانونه ډک کړل، د بیلابیلو پرګنو ولسی او دینی مشران یی قتل کړل او پر استالینی کردار سره یې د رعب او وحشت له لارې د حکومت کول پیل کړل.
ملت هم د دوی پر وړاندی پاڅون وکړل او دغه حزبی رژیم ډیر ژر شوروی قواوی د خپل ولس د ټکولو پر موخه راوبللی، لدی سره وطن اشغال شو، پر ټول افغانستان کې جګړه شروع شوه هغه چې یو اړخ ته بی دفاع ملت او بل لور ته د سرو لښکرو پر ملاتړ کې کمونیستی حکومت وو.

جهادی ګوندونو د روسانو او دهغه د لاسپوڅي حکومت له نسکورولو سره د ملی او اسلامی تر عنوان لاندی چې د ازادی ګټلو، خپلواکی او اسلامی نظام داعیه داران وو د دی پرځای چې د ملت غوښتنی عملی، د ولس د هوساینی، امن او د هیواد د جوړونی لپاره کار وکړې د یو او بل سره د قدرت د ترلاسه کولو پر لوبه سره کښیوتل او ټوله هڅه یی د ناوړه شعارونو له لارې د پردو پر اشارو د ولسی انقلاب ماتول، د کابل او هیواد ورانی، بی وزلي، د افغانانو یومخیزه کډوالی او پر ټوله کې د افغان واحد ملت ویشل پر قوم، ژبه، صمت او ګوند سره وو.

جمعیت ګوند، ایډیالوژیک ارمانونه او بدنام قومي دریځونه یې: 

په افغانستان کې د ولسواکۍ د لسیزی پرمهال یو څه چې د پام وړ او مهم بدلون پر توګه ورڅخه د یوه ملي اوښتون پر بحث کې یادونه کیدلای شي هغه د بیلابیلو سیاسي ایډیالونو، او تفاوتونو پر بنسټ د نویو ګوندونو رامنځته کیدل وو.
مګر موږ ټولو ولیدل او پر یاد مو دی چې دغه ګوندونه د وروستيو بدنامو سیاسي کردارونو پایلۍ د افغان حکومت او ملت د ماتیدو څه چې د ګران افغانستان د جغرافیی ویشني، تجزیی، نفاق او پر لویه کې د بهرني یرغل، اشغال او د یوه ملت د بنسټیزو ارزښتونو عقیدی او ګډ ملي هویت د ټوکړی ـ ټوکړی کیدو تر درشله ورسول.
د جمعیت ګوند وجودی فلسفه د ۱۳۵۱ کال د اسلامي نهضت د سیاسي اسلامپالنۍ له اخواني ـ مصری ارمانونو څخه چې د اسلامي تجدد او د مسلمانو پرګنو د ویښتابه او یوالی بحث ده سرچېنه اخلي.
مګر د دغه جریان ارمانونه ډېر ژر د کونړ د جهادی جبهی پرخلاف قومي، صمتي او حتا د ژبي او اتنیکي غوښتنو پر بنسټ بڼه بدله کړله او د کمونیستي بلاک پر خلاف د افغانانو د ملي انقلاب او دیني حماسو د تاریخی ولولو او د ګران افغانستان د تاریخي خپلواکۍ مسیر یې هیر او د افغانانو د وحدت پرځای یې د یوه قوم د مظلومیت او د بل قام د جبر ستمي او د فرید مزدک د لارویانو شعارونه بدرګه کړل.

پر همدې بنسټ یې د نورو جهادی ( اسلامی ګوند ـ وحدت ګوند ) ډلو سره د کړې توافق خلاف کابل ونیو، د واک د انحصار او د خپلو قومي ارمانونو د پلي کولو افراطي هڅه یې وکړه.
دوی په خپل سر په فاړسی نوی بانکوټونه چاپ کړل، ملي سرود یې فاړسی کړل، سیاسې قدرت یې پر خپل میل وویشل، د مجاهدینو د مختلفو تنظیمونو سره یې پر ژمنو کې ټګي بریګي وکړله، د هېواد له اداری سیستم څخه یې د پښتو ژبی پر ورکولو پیل وکړل، کابل یې تنظیمی جګړو ته ټیل وهل، له روسانو سره یې د ډاکتر نجیب الله د ملي مصالحی د بهیر خلاف پټي هوکړې او پروتوکولونه وکړل، پر شمال او جنوب یې د هیواد د ویش نغاره وډنګوله او پر ټوله کې یې پر افغانستان کې د دوو اسلامي حکومتونو چې یو یې د افغان ولس د ملي او اسلامي انقلاب له لارې د اسلامی حکومت ناکامول او بل یې د طالبانو د اسلامي او ملي حکومت پر خلاف دامریکایی یرغل او اشغال څخه دفاع او ورڅخه ملاتړ وو.
د بېلګي په توګه استاد ربانی د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر میاشت کې د بی بی سی سره پر یوه مرکه کې له امریکایانو پر پښتون میشتو سیمو د غټو ـ غټو بمونو د غورځولو غوښتنه کړې وه.
د امریکا له یرغل او اشغال څخه وروسته دوی هر پښتون طالب او هر طالب القاعده معرفی کړل او القاعده چې پر امریکایی فتواه سره ترهګر او بی محکمي د مرګ وړ بلل شوی وو پر پښتنو یې د هېواد د ۳۴ زیندانونو سربیره د باګرام او ګونتانامو وحشي او کرغیړن امریکایی زیندانونه هم ډک کړل.

پایله:

که څه هم پر ۲۰۱۱ کال کې د برهان الدین ربانی له وژل کیدلو وروسته د پلار پرځای د زوی صلاح الدین ربانی ټاکل کیدو د دغه ګوند د خپل منځی کشمکشونو د هضم هڅه وشوه، مګر د صلاح الدین ربانی له لوری بن ته د بن د سازشنامی اصطلاح کارول دا مانا ورکوی چې جمعیت نه یوازی د ۱۳۴۷، ۱۳۵۱ او ۱۳۵۵ له عقیدویی ـ دینی او ملتپاله ارمانونو څخه خلاص او لري شوی ده بلکي د شخصي ګټو، ځانی ماموریتونو او بهرنیو استخباراتي پنډونو نشي دوی تر ډېره د خپلو قومي شعارونو او ګټو چې د پارلماني سیستم له لارې د نظام فیډرالي کول، د افغان ملي هویت قومی تعریف، د اکثریت د ماتولو هڅه او لکه د ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۹ د واک پر ګدۍ غصب او انحصار دی هم پاتي راغلي.

د ګټو او قدرت دغسي فردی لوبه، د جمعیت د اصلی او متحدی رهبری له منځه تلل، د جمعیت پر دننه کې د شخصی ثروت او قدرت د لسګونو جزیرو رامنځته کیدل، پر بدخشان او پنجشیر ولایتونو پسي د دغه ګوند محدودل، ناعادلانه امتیازات، د ګوند پر دننه کې دښځو، ځوانانو او تیکنوکرات قشر سره نه جوړتیا او پرټوله کې د سولې له لارې د نړېوال مشروعیت او ملاتړ سره د طالبانو بیا سیاسي قدرت ته راستنیدل هغه مسایل، بحثونه او پېښي دی چې جمعیت یې پاشلي، ویرولي او د دی امکانات شته چې تر سولې مخکي یا وړاندی یومخیز وپاشل شي، ټوټه ـ ټوټه شي او یا د ظاهری یوالی د حفظ سربیره ګوند پر دننه کې د شدیدو فرکسیوني سیالیو پر ترڅ کمزوری او پر غیری مواثره بڼه دوام پیداکړې.

دا ځکه چې جمعیت هېڅکله ګوند نه وو، ولي داچې تصادفی پیښو، استخباراتی مصلحتونو او د نظام پر اډانه کې کمزورتیاوو یو او بل ته پر لاس ورکولو سره دا ګډوله مجموعه ساتلي وه دا بیل بحث ده.
درنښت

Comments
Loading...