ایران د جنگ پر پوله ولاړ دی

0 93

پوره ۱۶ کاله وروسته د امریکا غټې الوتک وړونکې پوځي بېړۍ چې د براهیم لینکولن په نوم یادېږي بیا په وسلو او جنګي الوتکو بار خلیج کې ځای پر ځای شوه. په دغه بېړۍ کې لسګونه جنګي الوتکې د هرموز له هغه تنګې تېرې شوې چې ایران یې وخت نا وخته امریکایانو او نړیوالو ته د بندولو ګواښونه کوي او تهران یې پر امریکایانو د فشار یوه مهمه وسېله بولي، خو له هرموز تنګي د زرګونو امریکايي سرتېريو او څه باندې سلو جنګي الوتکو تېرېدو د ایران غرور ټوټه ټوټه کړ.
له هرموزه د امریکایانو تېرېدلو ته ایراني پوځیانو چې د خمیني انقلاب ساتونکی ځواک بلل کېږي په زېړو سترګو ننداره کوله او کېدای شي په زړه کې یې دا تېره شوې وي چې همدغه بار الوتکې او پیتریات توغندي ممکن یوه ورځ د دوی خاوره په غشو وويلې. امریکا په سیمه کې د دفاعي وسایلو په زیاتولو بوخت دی او د ایران د ممکنه توغندیز برید د خنثی کولو وسایل یې خلیج کې ځای پر ځای کړي دي.
امریکا په نړۍ کې د توغندیو د خنثی کولو تر ټولو پیاوړی سیسټم لري چې ویل کېږي په کویټ، سعودي، او نورو خلیجي هېوادونو کې یې هم ځای پر ځای کړی دی. د سعودي د بهرنیو چارو وزیر په مغرورانه انداز کې رسنیو ته ویلي چې نه غواړي ایران له امریکا سره جګړې ته ور دننه شي.
د ایراني اخوندانو واڼې وتلې ښکاري او په ډاګه وايي چې له امریکا سره هیڅکله جګړه نه غواړي. په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې یې ولسمشر روحاني اروپایانو ته د ګواښ ژبه وکاروله او په ډېر غرور یې د خپل اټومي پرواګرام د بیا پیلولو خبره وکړه، خو د اروپایانو له سملاسي غبرګون وروسته یې د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په بېجینګ ور منډه کړه او د امریکايي پارېدلي غضب د سړېدو غوښتنه یې ترې وکړه. د چین نړیوال دریځ ته په کتو داسې نه ښکاري چې بېجینګ به د تهران او واشنګټن په پراخېدونکي کړکېچ کې ځان ور ښکېل کړي.
ټرمپ پر چینايي توکيو د تعرفو د لوړېدو له اړخه چین ته کافي بوختیا ور په برخه کړې او داسې نه برېښي چې د شې‌جين پینګ حکومت به د ایران لاس‌نیوی وکړي. په منځني ختیځ کې د روانو پرمختیاوو په منځ منځ کې د امریکايي بندیزونو له وېرې دوو لويو چینايي کمپنیو د ایران د تېلو په ډګر کې خپلې پانګونې او بوختیا ته د پای ټکی کېښود چې دا د ایران د بشپړ یوازې کېدو تر ټولو ښکاره نښه ده.
هغه چې وايي بده ورځ ورور نه لري، پر ایران یو ځل بیا ټولو ولیدله. سره له دې چې افغانستان په وروستۍ نیمه پېړۍ کې په وار وار د دغې ترخې تجربې مزه څکلې، خو ایران پر مسکو او چین دومره تکیه کړې وه چې د نن تنهايي يې په خوب کې هم نه لیده. پر ایران هماغه ورځ را تلونکې ده چې اته کاله وړاندې په قذافي راغله او ۱۶ کاله وړاندې د ایران په لوی دوښمن صدام حسین د ماسکو پر خوا د ټيليفون لینونه ستړي کړل، خو ویې نه شوای کولای چې په سخته ورځ کې يې پوټین ملاتړ وکړي.
په ماسکو کې د پوټین او مایک پامپیو له وروستي خبرې کنفرانس وروسته د ایرانیانو تمه د روسیې له ملاتړه هم ختلې ښکاري. د ایران کلک ملاتړي پوټین په خورا روښانه ژبه وویل چې دوی د امریکا او ایران په کړکېچ کې کوم رول نه‌شې لوبولای، ځکه چې دوی یې په را منځ ته کېدو کې رول نه دی درلودلی. د ولسمشر پوټین له څرګندونو داسې برېښېده چې ماسکو او واشنګټن د ایران پر سر یوې موافقې ته رسېدلي چې ممکن په نړیواله کچه د یوه او بل لپاره یې خطونه کش کړي او د یوه او بل له ننګولو په شا شوي دي.
ځینې داسې باور کوي چې دا ډول یوه موافقه او معامله څو کاله وړاندې د کرېمیا، یوکراین، او ان سوریې پر سر د دواړو غاړو تر منځ شوې چې د ځینو لوېدیځ‌والو په وینا هغه مهال امتیاز روسیې ته په پام کې ونیول شو او اوس د واشنګټن د ګټې پورته کولو وخت را رسېدلی ښکاري.
په داسې حال کې چې ایران نرمه غاړه او د زاریو لهجه را اخيستې، خو سیال اړخ یې د جنګ ډول نغاره ډنګوي او هره ورځ په سیمه کې د نورو پوځیانو، جټ الوتکو، بي ۵۲ او لیرې واټن ویشتونکو توغندیو ځای پر ځای کولو بوخت دی. ټرمپ وايي که اړتیا شوه سیمې ته به سلګونو زره پوځیان واستوي. هغه په عراق کې خپلو ډیپلوماټانو ته لارښوونه کړې چې له کمو اړینو هغو پرته نور کور ته ور وګرځي. موخه یې له ایران سره د احتمالي غېږ ایستلو په دوران کې له ممکنه زیانونو د هغوی بچ کول دي.
همدارنګه په وروستیو څو ورځو کې د سعودي د تېلو پر کمپنیو د ایران پلوه حوثیانو برید او د خلیج هرموز تنګي ته نږدې پر عربستاني بېړیو برید ټول داسې څه دي چې د امریکا لاسونه د ایران ګریوان ته ور نږدې کوي. سره له دې چې په ایران کې چارواکي خپلو خلکو ته د امریکا ګواښ رښتینی نه ګڼي، خو د ټرمپ پر شاوخوا د جان بولټون، پامپیو، شنهان او نورو لوړپوړیو پوځیانو ورځنۍ ناستې ښيي چې پر داسې نقشې تګ ته نږدې شوي دي چې وروستی تم ځای یې تهران ته رسېږي.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...