اوسنی وضعیت او را روان وضعیت/ خوشال خلیل 

0 153

په تېرو اتلسو کالو کې د هرو انتخاباتو مخکې طالبانو ولس ته ګواښ کړی چې پام ټاکنو ته لاړ نشی، کنه وبه وژل شی، خو په عمل کې ولس هر ځل په ډېرې میړانې ټاکنو کې په برخې اخېستو د طالبانو امارات ته نه ویلي دي او جمهوریت یې تاييد کړی. نن هم طالبانو هماغسې یوه اعلامیه خپره کړې او دا ټاکنې یې د اشغال لاندې نارواه بللي او د خلکو د وژلو ګواښ یې کړی دی.
اوسنی نظام، وضعیت او حالات روښانه او هر چاته معلوم دي چې موږ څه کوو او کومې خوا ته روان یوو، خو طالبان او یا د هغوی خواخوږي چې زموږ وطن ته کوم وضعیت په نظر کې نیولی هغه مبهم، تیاره او پوره وضاحت نه لري، که هر څومره وضاحت هم ورکول شي او هر څومره لابي ورته وشي بیا هم د دې ګرنټي نشته چې را روان وضعیت به هغسې چې دوی وايي پلی شي.
د نجیب د حکومت پر مهال به هم له موجوده وضعیت او نظام څخه شکایت کېده، مقابل کې د یو داسې اسلامي نظام زیری ولس ته ورکول کېده او د تنظیمونو مشرانو به ویل چې موږ داسې عادل نظام راولو لکه د عمر بن العزیز د زمانې په څیر چې مېږې او لیوان به ګډ څري او د هیچا حق به نه ضایعه کېږي. دا چې بیا څه وشول ټولو ولیدل. اوسنی وضعیت روښانه او وړاندیز شوی وضعیت تیاره او مبهم دی، اوسنی وضعیت دا دی چې له تخنیکي پلوه د ټاکنو کمیسیون تر پخوانیو ټاکنو زیاته امادګي لري، دا د بهرنیو څارونکو نظر دی، بل پلو د ټاکنو لپاره امنیتی پلان او چمتوالی هم بشپړ شوی دی، امنیتي تمرینات شوي، دفاع وزارت، ملي امنیت او پولیس د تیارسۍ په حال کې دي، که ټاکنې وشي او هر چا وګټلې همدا پولیس، اردو او ملي بنسټونه به په ځای پاتې وي، یوازې مشر به بدل یا همدا اوسنی مشر بیا وټاکل شي.
خو ځیني د سولې په پلمه غواړې ټاکنې وځنډوي او بیا د قدرت خلا رامنځته شي او دوی یو ځل بیا افغانستان کې پخوانۍ بده تراژیدې تکرار کړي. د سولې له مذاکراتو حکومت او افغانان نه دي تښتېدلي، تېښته طالبان کوي چې مخامخ خبرو ته نه حاضرېږي، زلمي خلیلزاد لس میاشتې وشوې چې طالبانو سره په مذاکراتو بوخت دی، ایله په ایله اوس خبره دې ته نږدې شوې ده چې طالبانو سره توافق وکړي چې طالبان به افغان حکومت سره مذاکرات کوي. یعنې لس میاشتې په دې ولګېدې چې دوی سره توافق وکړي چې مذاکرات به پيلوي هغه هم معلوم نه دی چې دا توافق به وشي او کنه، چې د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ یوازې په دې خبره لس میاشتې واوښتې چې مذاکرات به پیلوو، دا چې مذاکرات پيل شي هغه څومره دوام کوي هیڅ معلومه نه ده، چې کال وخت به ونیسي او که دوه کاله چې موږ یو اوربند ته ورسېږو. ځکه د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ هم لسګونه کاله مذاکرات کېږي خو نتیجه یې را ونه وتله، موږ هم د مذاکراتو د پيل به نوم په افغانستان کې ژوند او نظام نشو تعطیلولی، مذاکرات او سوله جلا پروسه ده او انتخابات جلا.
افغانان هیڅ کله نه دي حاضر چې هېواد کې یې د قدرت خلا او تشه رامنځته شي، په افغانستان کې دوه ځله د قدرت خلا رامنځته شوې ده، یو ځل په ۱۹۲۹کال کې د امان الله خان له تګ سره او بل ځل په ۱۹۹۲کې د ډاکټرنجیب له تګ سره، دوی دواړو په خپله خوښه واک پرېښود او دغه خلا یې رامنځته کړه، البته که دوی سره پیسې او امکانات وای، دوی دوام ورکاوه او د قدرت د خلا په پایلو پوهېدل که نجیب سره امکانات وای او حمایت وای ممکن تر اوسه لا په واک کې پاتې وای. اوس امکانات هم شته، افغانستان نورې لارې هم لري د قدرت د خلا هیڅ سوال نه پیدا کېږي.که خدای مه کړه په افغانستان کې د قدرت خلا رامنځته شوه او دا هېواد د یوې ورځې لپاره اعلی سرقوماندان ونه لري، څه به پېښ شي، په نظام کې دننه د ځینو پخوانيو تنظیميونو او جنګي ډلو مشران ټولو ته معلوم دي چې هر یو یې د یوې څوکۍ لپاره لږ تر لږه زر تنه وژلي دي، دوی چې د قدرت نه دباندې پاتې دي هر یو یې حاضر دی چې د قدرت د خلا په صورت کې همدومره کسان ووژني، دوی په کورنیو جنګونو کې څه ونه کړل، شاه شهید، چاراسیا، کارته نو او دارالامان کې یې څومره انسانان ووژل، د مکرویانو داسې اپارتمان نشته چې دوی په کې انسان نه وي وژلی.
زموږ لنډ تاریخ د ولس په مخ کې پروت دی او ولس نه غواړي بیا دغه ناوړه تاریخ تکرار شي، که طالبان سوله غواړي د ګواښونو، وژنو او تهدیدامیزه اعلامیو په ځای دې ولس ته په عمل کې ثابته کړي چې دوی سوله غواړي او خپلواک دي.

Comments
Loading...