امريکايان د افغانستان نامرده ملګري

0 32

ملګري څو ډوله دي، نږدې، لرې، شناخته، خواخوږي، خاين، خو تر ټولو بد يې نامرده هغه دي او امريکايان د افغانانو نامرده ملګري دي.

خاين به ډک زړه درته ګرځي، وار ته به ګوري، يوه ورځ به ستا په ناپامي کې وار وکړي او بيا به خپله مخه درڅخه ونيسي، ورک به شي، خو نامرده دي، نه لاس خوشې کوي، نه دي مخې ته پرېږدي. هره ورځ به دې وهي، وخت ناوخته به دې سيال ته کم راولي او چې وس يې ورسېږي، بيا بيا به دې له پښو غورځوي.

وړمه ورځ يې د امريکا سفارت ته د افغانستان خوانين او اشراف ورغوښتي ول او بيا يې هلته په پړو تړلي ول. هغوی بېچاره ګان پوهېږي نه، خوشحاله ول چې د امريکا په سفارت کې مېلمانه دي، دوی يې عکسونه په درسته دنيا خپاره کړل چې ګواکې د افغانستان ښاغلي يې لکه څاروي او حيوانان په پړو تړلي دي.

دا يې د رشخند، توهين او سپکاوي يوه بېلګه وه، خو تر دې ورها خوا د وطن د روانو بدمرغيو يوه لويه برخه د همدې ملګريو له امله ده چې پخوا مو ورسره ملګرتيا د خولې په وعده وه او اوس ورسره د سټراټيژيک تړون په بدمرغه پړي تړلي يوو.

مجاهدين څوک دي، خو د همدې خلکو په ټوک راوټوکېدل، دوی ببر کړل، په وسلو يې بار کړل، د افغانستان د سلو کالو اردو، ادارې، نهادونه او بنسټونه يې ورباندې تالا ترغۍ کړل.

ميليونونه کسان مو د همدې توپکيانو په لاس شهيدان شول، د هوايي ځواک الوتکې مو د همدې جهاديانو له خوا چې امريکانو درنې وسلې ورکړې وې، له خاورو سره خاورې شوې.

د هغوی چې وخت ختمېده، پاکستان ته يې د طالبانو فرمايش وکړ، بې‌نظيرې په پوره اخلاص فرمانبرداري وکړه او طالب ترهګرو په ټول اطاعت افغانستان غونډ منډ امريکا ته وسپاره.

بيا چې دوی راغلل، د جومات حرامي او تور پنجاب د کابل له تخته شا ته او انکل سام پرې سپور شو، له هماغې ورځې د بدمرغيو يو نوی فصل پرانيستل شو.

هره ورځ بمبار، هره ورځ دغسې توهين، هره ورځ د وطن له دښمن سره ګوتې پټول، هره ورځ په بېله بېله توګه وژل او هره ورځ د سيال په مخ کې سپکول، لکه د دوی د ماموريت يوه برخه چې وي.

کرزی صاحب وروسته پوه شو چې انکل سام د لاس پر ځای لستوڼی ورکړی او يارانه ورسره په منافقت پالي، ځکه يې ورسره له سټراټيژيک تړونه ځان شا ته کړ.

بي‌ايس‌اې لکه څنګه چې کرزي صاحب وړاندوينه کړې وه، يوازې د افغانستان لپاره رسۍ شوه چې لاس او پښې يې ورباندې وتړل شول او لکه د قرباني پسه د امريکايي پښو ته وغورځول شو.

افغانستان او پاکستان دواړه د امريکا سټراټيژيک ملګري دي، افغانستان او پاکستان دښمن هېوادونه دي، امريکا او پاکستان نږدې دوستان دي او امريکايان بيا بېرته د افغانستان ملګري دي، خو د پتاسو دسمال يې پاکستان ته ځي او د تهمتونو ياران يې موږ يوو.

عجيبه دا ده چې د پاکستان دښمن د امريکا دښمن دی، خو د افغانستان دښمن د امريکا نږدې ملګری.

طالب سپين چرګ دی، په قطر، دوبۍ، اسلام‌اباد او نورو ځايو کې ورسره ګپې شپې روانې دي، خو د بلوڅو د ازادۍ اردو چې په کال کې به يې چېرته يو پاکستانی واژه، د نړيوالو ترهګرو په توګه پېژندل کېږي.

ملا برادر او نور ترهګر د ګوانتانامو او کراچۍ له زندانونو خوشې کېږي، له نامالومو ادرسونو په ناڅرګندو پاسپورټونو د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته بېول کېږي، له دوی سره د خبرو لپاره ځانګړی استازی ټاکل کېږي، داسې استازی چې که څوک تر ګل ترخه ورته وکړي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يې پر ننګه د جنګ دانه اخلي، خو بيت الله مسود، حکيم الله مسود او نور که په سمڅو او غارونو هم ننوتي وي، د بې‌پيلوټه الوتکو له بمباره ژوندي نه پاتې کېږي.

په کوټه، کچلاغ، قلعه عبدالله، مېزۍ اډه، ژوب، پښين، سرانانو، چمن، مسلم باغ، پېښور، کراچۍ، ميرانشاه او نورو سيمو کې افغان طالب ترهګر غوړې څڼې ګرځي، لوی سرايونه، د جلب او جذب مرکزونه او روزنځايونه لري، د جمعې په ورځ پر ښارونو لکه ملخان ورمات وي، په رڼا ورځ لښکر لښکر پر موټرسايکلو سپاره تر ډيورنډ رااوړي، څوک چپ نه ورته ګوري، خو په قبايلي سيمو کې هغه طالبان چې پاکستان يې بد طالبان بولي، د شپې د تېرولو ځای نه لري، نه يې هلته بې‌پيلوته الوتکې پرېږدي، نه يې تر ډېورنډ تر رااوښتو وروسته د افغانستان په غرونو کې د ټېکې ځای پيدا کېږي.

دغه تېره اوونۍ طالب ځانمرګيو پر کابل قيامت راوستی و، د ښوونځيو ماشومان لا هم له وېرې مکتب ته نه ځي، د شاه شهيد د پېښې قربانيان تر اوسه کنډې کپر ګرځي، د زنبق څلورلارې دېوالونه لا تر اوسه ويجاړه ولاړ دي، د صدارات څلور لارې پر سړک لا هماغه د موټر بم کنده تر اوسه نه ده ډکه شوې، يوازې د کابل دېوال دېوال او کوڅه کوڅه د طالب ترهګرو د وحشت، دهشت او خونخواري بېله بېله کيسه کوي، د ولسواليو او ولايتونو کيسې خو تر شمېر تېرې دي، د هر طالب داړې د دې ولس په وينو سرې دي، خو طالب نه ټروريسټ دی، نه د امريکا په تور ليسټ کې پاتې دی، نه خونړی دی، نه يې دښمن دی، اما بلوڅ ملتپال چې پاکستان ته يې يوه کمه اندازه سرخوږی جوړ کړی و، هغوی ترهګر شول، بنديزونه ور باندې ولګول شول او د امريکا دښمنان شول.

يو بام او دوه هواوې همداسې وي. د نامرده ملګري ملګرتيا همدې ته وايي.

د بمونو مور زما پر وطن راغورځي، هر بېګا زما د وطن تر ګل نازک ماشومان په درنو بمونو ويشتل کېږي، هم مړ يم، هم پړ يم، هم مې وطن ټوکر ټوکر دی، هم مې ازادي سلب ده او هم مې د سر دښمن د انکل سام بهترين ملګری دی، په دواړو مې په ګډه وژني، يو مې لاس تړي، بل وار راباندې کوي. يو مې په خوله کې يو څاڅکی اوبه راڅڅوي چې مړ نه شم، بل مې پر سينه ناست دی، پر غاړه مې چاړه راتېروي او ما بدبخته له خپلې مجبورۍ پر يوه د ملګري او پر بل د دښمن نوم ايښی.

دا ملګرتيا بايد له سره تعريف شي.

امريکايان د افغانستان نامرده ملګري دي

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...