امرالله صالح : د جنګ پټ اړخونه څه دي؟

0 144

زموږ د جهاديانو اسلامي نظام، د طالبانو اسلامي امارت او د داعشيانو اسلامي خلافت د پنجاب دغه نامشروع غوښتنې څنګه توجيه کوي؟

موږ اوس خپله جګړه، شهادت او نظامونه څنګه توجيه کړو؟

 

 

اسفنديار وليخان :

ما ته يوه ورځ پروېز مشرف وويل که ته لاړې او تا کرزی په دې مطمئن کړ چې هغه د ډيورنډ کرښه ومني کنه، نو دا ټوله مساله ختمه ده.

ما ورته وخندل او ورته مې وويل چې جرنيل صاحب، چې ته په کومه ورځ په کشمير کې بارډر ((لاين اف کنټرول line of control or International border)) ومنه کنه، نو زه به د کرزي صاحب پسې ولاړ شم. ويل يې زه دا څنګه ومنمه، زما قوم يې مني نه، نو ما ورته وويل چې ستا قوم يې نه مني، نو د هغه قوم يې چرته (کله) مني؟

يوه پوله ده د پښتنو په سيمه راکښل شوې ده. زموږ پرې وسه نه کيږي. منل د ډيورنډ د کرښې سوال نه پيدا کيږي چې څوک دېته غاړه کښېږدي او ويې مني.

ګوره نصرالله بابر خو اوس مړ دی، خو ما ته پخپله نصرالله بابر وويل :

چې زه لاړمه کندهار ته او له ملا عمر سره کېناستم او ويې ويل چې ډوډۍ ته ناست وو او ډوډۍ مو خوړه. ما ورته وويل چې ياره امير صاحب که دا د ډيورنډ کرښه دې ومنله، نو دا ټوله مساله حل کيږي.

ويې ويل چې :

کېږده دا مړۍ دې، کېږده! او ځه! خاينه، پاڅه!

نو ما دا کيسه مشرف ته وکړه چې د پښتون لپاره دا ډېر لوی قدم دی چې له خپلې حُجرې (دېرې) نه سړي شړل پرېږده چې لا د خپل دسترخانه ورته وايی چې پاڅه!

نو ما ورته وويل چې ملا عمر خو تاسې راوستی وو او هغه تاسې په دې مجبور نه شو کړای چې هغه دې د ډيورنډ کرښه تسليم کړي، نو دی خو تاسې نه دی راوستی.

 

 

د ۲۰۱۱ ز کال د مئ مياشت کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته پاکستان افغانستان ته وړانديز وکړ چې دا وړانديز له کوم لاسليک پرته افغان حکومت ته ورکړل شو او پکې ليکل شوي وو که دا يوولس شرطونه ومنل شي، نو طالبان جګړه ختموي او سوله کوي. دا پټ شرطونه څه ول؟ دا شرطونه پر خپل ځای پاته دي، که دا د ذلت شرطونه ومنو، نو سبا هم سوله راتلای شي.

هغه شرطونه په دې ډول دي :

  • لومړی شرط :

پاکستان وايی چې تاسې هېڅکله بايد د ډيورنډ کرښه ونه وايی، بلکې سرحد ووايی. د دې سرحد د ساتنې (امن) لپاره بايد ګډ کاري کميسيون (ټيم) جوړ شي.

  • دويم شرط :

د اوبو پر سر بايد د افغانستان وپاکستان ترمينځ کومه شخړه نه وي. دواړه هېوادونه بايد يو هوکړه ليک لاسليک کړي چې کومه شخړه رامينځته نه شي. دا يو څه معقول شرط وو.

  • درېيم شرط :

د افغانستان د پوځ او ملي امنيت دېرش سلنه ( ٪۳۰ ) به په پاکستان کې وګورئ (وروزئ)،

  • څلورم شرط :

پاکستان بايد له قيد وشرط پرته منځنۍ اسيا ته لاسرسی ولري،

  • پينځم شرط :

افغان حکومت بايد [ټول] ستراتيژيک تړونونه له غرب (لويديځ) سره لغوه کړي.

  • شپږم شرط :

د افغانستان د کانونو او زېرمو په کېندنه کې بايد پاکستان، چين او افغانستان ونډه ولري او د حساب / حصار حق ولري. نورو شرکتونو ته بايد اجازه نه وي چې په افغانستان کې کانونه استخراج کړي.

  • اووم شرط :

د پاکستان او افغانستان د استخباراتو ترمينځ بايد اړيکې جوړې شي. يا په بل عبارت د افغانستان استخبارات دې د آی ايس آی يوه څانګه وګرځي.

  • اتم شرط :

که چېرې تاسې خپل تړون له لويديځو هېوادونو سره لغوه کوئ او که تشه رامينځته کيږي، نو ژمنه کوو چې چين، پاکستان او افغانستان به يوه ستراتيژيکه هوکړه رامينځته کړو. که امريکايان وځي، نو ستونزه به پاکستان او چين حل کوي.

  • نهم شرط :

د هندوستان قونسلګرۍ چې په ولايتونو (کندهار، هرات او ننګرهار) کې دي بايد وويستل شي. او هندي شرکتونو ته بايد اجازه ورنه کړل شي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

  • لسم شرط :

هغه کسان، شخصيتونه، ميډيا (رسنۍ) او نور چې د پاکستان ضد څرګندونې کوي بايد چوپ (غلې) شي. که نه چوپ (غلې) کيږي، نو بايد وتړل شي.

  • يولسم شرط :
  • د ډيورنډ کرښې آخوا له پښتنو مشرانو سره خپلې اړيکې پرې کړئ. که افغان حکومت غواړي چې پښتنو مشرانو ته بلنه ورکړي چې پښتانه مشران افغانستان ته راشي بايد د پاکستان له حکومت څخه اجازه واخلي. موږ به هم همداسې کوو. هڅه دې وشي چې پښتانه سره بيل (جلا) شي. کوز پښتانه بايد خپله سياسي قبيله سياسي قبله اسلام اباد وګڼي او د نورو پښتنو قبيله قبله بايد کابل وي.

 

دا يوولس غوښتنې وې. که دا غوښتنې ومنل شي، نو افغانستان شا تګ ته ځي. هغه پټ جنګ کې چې موږ يې قرباني ورکوو هغه دا يوولس مسايل دي. افغانان به هېڅکله دا ذليله شرطونه ونه مني.

 

خلک وايی چې تاسې د افغانستان د پت ساتونکي نه ياستئ، خو موږ د افغانستان د وقار ساتونکي يو. که نن ووايم چې زه افغان نه يم، نو بيا پر ما باندې هېڅکله بريد نه کيږي.

 

پاکستان د افغانستان د هويت له مينځه وړل غواړي. پاکستان غواړي چې اوسنی افغان نسل له خپل تاريخه بې خبره وي. نه موږ اټومي وسلې لرو، نه پياوړی اقتصاد لرو، خو يو پياوړی هويت وبيرغ لرو چې زموږ هويت يې ساتلی دی. پاکستان غواړي چې دا د دواړه له موږه واخلي. طالبان ولې غواړي د مولانا فضل الرحمن بيرغ پر موږ باندې تحميل کړي؟ زموږ په بيرغ کې څه کم دي چې تاسې يې پر وړاندې جنګېږئ؟ تاسې د افغانستان لپاره نه جنګېږئ، ستاسې د جګړې لامل دا يوولس ذليله شرطونه دي.

 

پرون پروان کې غونډه وه. له شپينو زرو زياتو خلکو په غونډه کې ګډون کړی وو. هر يو په ډېره مېړانه او ولولې سره راغلی وو چې د افغانستان د يووالي او بيرغ لپاره يې شعارونه ورکول او طالبانو پر دوی باندې بريد وکړ او پر ځان يې د دې بريد مسووليت ومانه. طالبان له کراچۍ او اسلام اباد څخه ول. پر ما چې بريد وشو خلکو ويل دې کې د چا لاس وو؟ ما ويل زما له لاس سره کار نشته. له ما سره په راولپينډۍ کې دي. له چا سره څه مشکل نه لرم.

 

که افغان حکومت دا شرايط ومني، همدا نن به سوله راشي، خو دا د ذلت او غلامۍ سوله ده چې افغانستان به په لوی لاس د پاکستان غېږې ته ور اچول شي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

د پاکستان ۱۱ذليله غوښتنې چې امرالله صالح د کابل د سولې په کنفرانس کې رسوا کړي، دلته په دې ويډيو کې يې واورئ

https://www.youtube.com/watch?v=TpqcMNxTaaQ

امرالله صالح يو ځل بيا د پاکستان او مخالفانو دوستي رسوا کړه، دمخاليفينو مغز د‌پاکستان دپوځ لاس کې دي

https://www.youtube.com/watch?v=1whx8eaB8b4

اسفنديار ولي: مشرف راڅخه وغوښتل چې پر کرزي ډيورنډ ومنم

http://www.taand.com/archives/44945

Comments
Loading...