افغانستان کې د بوکری تاریخي مخینه / همایون دوست

0 94

په ړمبي ځل بوکره یا چادری د افغان – انګلیس «۱۸۳۸-۱۸۴۲م.» نښتی په ترڅ کې، په سپین رنګ کې د هند له نیمي وچی څخه، د انګریزانو په نیغې سپارښتنه پلازمینی کابل ته راوړل شوه او د ټاکلو روحانیونو په ترو یې ښځو له پاره د حجاب په نامه شرعي رنګ ورکړ، مستوری افغانانی چې په ټولنه کې د زرګونو ګلنو راهیسی د منل شوی دود، یانې د زړوکی (ټیکری) پسرولو په ستتر روږدی وی او بوکره ورته پرادی او نااشنا پدیده ښکاره کیدله، نو د اغوستلو به یې تل ډډه کوله، له بله اړخه نوموړی پدیدی چې د اسلامي (عربي) حجاب سره هم په هیڅ بڼه اړخ نه لګوله، نو د انګریزانو په لاس ګومارل شوو روحانیونو ته هم ناشونی وه چې اغوستل جبری اعلام کړی، نو ځکه به په ښار کې اکثراً انګریز څارګرو او د زاړه ښار «کوچه خراباد» کنچنی بازار بدلمنو ښځو ځان په کې پوښه؛ ورسته بیا امیر حبیب الله خان په ۱۹۰۶م. کال کې د شیخ المشایخ حضرت عمر مجددی په توصیه، په یوه رسمی فرمان صادرولو سره، د بوکری پخوانی سپین رنګ په خړ رنګ بدل او پرته د خامک دوزی یا په بله بڼه سینګاره، اغوستل جبری کړل. ځکه چې مجددیانو د وچکالی پړه، په کابل کې د بې پرده مخو په ښځو وراچوله.
پاتی دی نه وی چې په دی تړاو بیا غازی امان الله خان د خپل پلار فرمان باطل او د بوکر اغوستل او نه اغوستل یې د خپلی خوښی کار وګاڼه خو، افغانی زړوکی نږه دود او یا اسلامی حجاب یې د بوکری غوره بدیل ګاڼه؛ چې ورسته شوربازاری حضرتانو یې دا عمل هم غیر اسلامی وءګاڼه.
وسمهال کې بوکری څخه، نه مازی د پخوانیو جهادیانو! په دود د نن جهادیان ( طالب او داعش) له خوا د شرارت خپرولو په موخه کار اخستل کیږی، بلکې د بدلمنو ښځو او جنایې مجرمینو له پاره هم د پرده پوښی مناسب نقاب دی.

Comments
Loading...