افغانستان د نړۍ لومړی طاقت

0 85

/افغان ګل بې ګناه

عن عمر بن خطاب قال، قال رسول الله ص ان الله یرفع بهذا الکتاب اقواماً و یضع به آخرین (رواه مسلم)

ترجمه: له حضرت عمر بن خطاب رض نه روایت دی چې پیغمبر ص وویل: الله ج د قرآنکریم په واسطه یوشمېر قومونه لوړوي او یوشمېر راځوړوي (راټیټوي او راپرځوي).

د حدیث مسند قرآن دی او د الله ج په کلام کې نوموړې وینا څو ځله راغلې ده.

حدیث له څو اړخه د څېړنې وړ دی.

لومړی د لفظ او معنا له اړخه: څلور اساسي کلمې دي، قرآن، لوړول، ټیټول او قوم.

قرآن موږ ټول پېژنو چې د الله ج وروستی اسماني کتاب دی او د ټولو عالمیانو او بشریت د هدایت لپاره راغلی او د بقرې سورت په لومړیو آیتونو کې یې ځان معرفي او خبره روښانه کړې ده چې په دې کتاب کې شک، شبه او دروغ نشته، هدایت دی متقیانو(وفا، عزت او حیا پالونکو اوعدالت او اندازې ساتونکو) او هغوی ته چې الله یې لیدلی نه دی او په غیبو سره یې پرې ایمان راوړی، او هغوی ته چې لمونځونه کوي او هغوی چې خپل نیازمندان نفقه کوي. او هغوی لره هدایت دی څه چې دوی ته د الله ج له خوا راغلي او څه چې له دوی نه مخکې خلکو ته راغلي وو او د آخرت، پوښتنې او محاسبې پر ورځ باور لري. همدغه خلکو لار موندلې او همدغه خلک ژغورېدونکي دي.

قرآن په لومړۍ خبره یو هدایت دی، داسې هدایت چې ثقه، له شک او شبه پرته ضمانت کوونکی، نتیجې او بریا ته رسونکی.

په همدې خبرې سره ثابتېږي چې د نړۍ او بشریت نور قوانین، سپارښتنې او کانوېنسیونونه هومره ثقه او باوري نه دي او ضمانت نه شي وړاندې کولی.

بله خبره چې په دې آیتونو کې راځي هغه د اجرایوي وجوب خبره ده چې هغه پر کافر او مبتذل انسان نه ده بلکې دا پر مومن، متقي او عادل مومن واجب ده چې دا قرآن ومني او عملي یې کړي.

په حدیث کې دویمه خبره د لوړتیا ده: قرآني، تاریخي او منطقي استدلال لري.

قرآني استدلال دا دی چې الله ج په قرآنکریم څو ځایه یادونه کړې چې په قرانکریم سره زه قومونه اعتلا او زوال ته رسوم.

دغه خبره تاریخی دلایل او اثبات هم لري. د اسلام د ظهور پرمهال دوه لوی امپراطورۍ د عربانو په ختیځ او لویدیځ کې موجودې وې. ختیځ ته د ایران د ساسانیانو امپراطوري وه چې په کېش د مزدېسنا(مجوسیان) وو او لویدیځ ته د رومیانو ستره امپراطوري وه چې عیسویان او یهودیان په کې راټول شوي وو.

هغه مهال عرب په خرافاتو او جاهلیت کې ډوب وو او له اقتصادي پلوه هم دومره کمزوري وو چې دواړو امپراطوریو ترې مخ اړولی و او په ښکېلولو هم نه ارزېدل او د دواړو امپراطوریو ترمنځ خپلواکه پاتې وو.

کله چې پیغمبر ص په پیغمبرۍ مبعوث شو او عربو اسلام ته مخه کړه نو دوی الله ج له جاهلیته واېستل او یوه متمدنه ټولنه او دولت یې رامنځته کړ چې کرار کرار دواړه امپراطورۍ یې نسکوره کړې او پخپله په لویه امپراطورۍ بدل شو.

د اسلام امپراطوري له هنده نیولې د افریقا تر لویدیځ، جبل الطارق، هسپانیې او ایټالیې پورې خپره شوه. عربان تر دې وړاندې هېڅکله داسې کوم برم ته نه وو رسېدلي.

اسلام د یوه آيين په توګه ټول تیت او پرک عرب سره په یوه رسۍ وتړل، د دوی ترمنځ یې اتفاق او یووالی رامنځته کړ، ټولو عربو له یوه الله، یوه پیغمبر، یوه کتاب او یوه قانون نه پیروي پیل کړه او همدغه یووالی یې د قوت او ځواک سبب شو.

له سیاسي پلوه هم عربو چې کومه برنامه د قرآن پر استناد نړۍ ته وړاندې کړه، ملایمه، بشپړه، متمدنه او ټولو ته د منلو وړ وه.

له منطقي پلوه هم یو ښه قانون چې وکولای شي خلک سره په یوه ټولنه کې یوځای کړي او د دوی ترمنځ تلپاتې سوله، امنیت او ورورګلوي رامنځته کړي، ښکاره ده چې هر څوک ترې ملاتړ او پیروي کوي او د یووالي او طاقت په کړۍ بدلېږي.

په دا منځ کې د عملي اثبات نور دلایل هم شته. تاسو وګورئ هغه چا چې دغه قرآن ته پخپله سینه کې ځای ورکړی، الله ج هغه ته په دنیا کې عزت او سرلوړي په برخه کړې، په آخرت کې ورته د سرو زرو تاج په سر کوي او لس کسان چې ډېر سخت ګناهکاران او دوزخیان دي د ده په شفاعت یې الله ج بښي او جنت ته یې استوي.

په هغه شپه چې دغه قرآن نازل شوی الله ج دې شپې ته پر نورو شپو ۳۰۰۰۰ مرتبې فضیلت ورکړی او په کومه میاشت کې چې نازل شوی هغه میاشتې ته یې پر نورو میاشتو زر وارې فضیلت ورکړی دی.

اوس که موږ د الله ج دغه کتاب اخلو او د خپلو چارو او ژوندانه په کړنلار او هدایت یې بدلوو، نو په دې کې به کوم شک وي چې موږ دې د نړۍ په اول درجه طاقت بدل نه شو؟

بله کلمه د قوم ده او له دې څخه معلومېږی چې انقلاب او د نظامونونو بدلول رابدلول الله ج د قومونو په تحرک پورې تړلي دي او هغه قوم به سرلوړی کوي چې د الله ج دغه کتاب اخلي او د خپل ژوندانه هدایت او کړنلار یې جوړوي.

شاید ډېری خلکو ته دغه پوښتنه پیدا شي چې په دې هېواد کې هغه څه چې ډېر اورېدل کېږی هغه د اسلام او جهاد کلمه ده، نور نو د قرآن اخیستل به څه وي؟

د دوی خبره هم سمه ده، خو تر دې سمه خبره بیا دا ده چې بې علمه شیخي نه کېږي، زه به یې یو څو بېلګې په ګوته کړم.

زموږ اساسي قانون وايي چې افغانستان یو اسلامی هېواد دی، هېڅ ډول بل قانون به په کې نه چلېږي او هر څه چې د اسلام پرضد دي هغه به نه کوي، خو که عملاً وګورو خبره  بیا داسې نه ده، سره له دې چې ټول مسلمانان یو، اسلام ته سخت ارادت هم لرو او ځینې ځینې خو ځانونه جهادي رهبران او د اسلام ټېکه داران هم بولي، سود ته وګورئ چې په ټولو بانکونو کې دود دی او بانکونه په ازاده سود کوي او زموږ یوشمېر خلک هم ورته خوشاله دي، دا په داسې حال کې ده چې سود الله ج حرام بللی دی او هغه یې منع کړی او د قانون له پلوه باید پر سودخور تعذیري جزا راشي. د ګناه له پلوه هم په یوه حدیث کې راځي، چا چې یو درهم سود وخوړ داسې دی لکه ۱۰۰ زره وارې یې په بیت الله شریف کې له خپلې مور سره زنا کړې وي.

که تاسو او یا هم حکومت له خپلې مور سره څوک په زنا ووینئ نو څه حال او رسوایي به جوړه کړئ، خو موږ ټول د بانکونو سود ته رډې رډې ګورو او هېڅ هم ورته نه وایو.

بله بېلګه، پر ځمکه حکومت او حاکمیت د الله ج دی، یعنې پاچاهي د الله ج ده او انساني پاچاهان یوازې د دې مکلفیت لري چې پر ځمکه د الله ج حاکمیت تمثیل او تعمیل کړي.

انساني پاچا یا د ځمکې خلیفه حق نه لري چې د الله ج قوانین بدل او یا تعدیل کړي، د اسلام عدلي او قضايي قوانین دوه ډوله دي، حدود او تعذیرات. په ځینو حدودو(قصاص) کې د حق الله او حق العباد مساله شامل ده، چې حق العباد ته یې زعیم بدلون نه شي ورکولای خو په حق الله او تعذیري قوانینو کې یې د هغه ټاکل شوې اندازې لوړ او ټیټ حد عملي کولی شي.

حدود اووه دي، قصاص، زنا، قېمار، شراب خوړل، قذف او غلا دي. زعیم نه شي کولی دغه حدود تخفیف او یا تعدیل کړي، خو زموږ اسلامي جمهوریت هغه په حبس تنفیذي (تخفیف او تعدیل)سره اړولي دي.

د الله ج پاچاهي او حاکمیت د هغه قرآن او د پیغمبر احادیث دي. یا په بله وینا، حاکمیت له څلورو اصولو او کړنلارو جوړ دی: کړنلار(قانون)، امنیت، عدالت، عزت او سعادت.

د الله ج په قرآن کې دا څلور څیزه څرګند دي، په کړنلار کې یې امر او نهي شامل دي(عدم فساد)، په امنیت کې یې د معاشرې اصول او معاملات شامل دي(عدم فساد)، په عدالت کې یې د جرم او جزا قوانین او په عزت او سعادت کې یې عبادات شامل دي. همدې څلورو خبرو ته اسلامي شریعت هم وايي.

د یوه اسلامي پاچا(زعیم) دیني مشروعیت هم همدغه څلور دندې دي، چې باید خپلو خلکو ته یې ترسره کړي، رایې او ټاکنې بیا جلا خبره او د دموکراسۍ اصول دي چې مشروعیت یې د خلکو رایې دي، خو که یو زعیم دیني یعنې شرعي مشروعیت ونه لري دا بل یې بابیزه خبره ده.

له شرعي پلوه، مشروعیت په یوه مکلفیت او تکلیف کې د واک تمثيلولو او اعمال او د دندې ترسره کولو ته ویل کېږي. که څوک ونه کړای شي چې په یوه کار کې خپل واک تمثیل او اعمال او کار ترسره کړي، هغه هېڅکله مشروعیت نه لري، که د یوې نړۍ په رایو هم راغلی وي.

د دین، ایمان، امنیت، نظم، عدالت او ټولنې ویجاړونکی ګډ او پیاوړی عنصر فساد دی، چې د دغه رکن د مضریت له کبله الله ج یې په وړاندې جهاد یو له څلورو مستوجباتو ګرځولی دی. یعنې د نړۍ او یوې ټولنې د ویجاړتیا څلور عمده علتونه دي چې الله ج یې په وړاندې جهاد فرض او اعلان کړی دی. دا څلور لاملونه په حقیقت کې د شریعت د څلورو جوړونکو څیزونو اضداد دي. د کړنلار(قانون) ضد تصرف، یرغل او اشغال، د امنیت ضد فساد، د عدالت ضد ظلم، د سعادت ضد خرافات او د دیني شعایرو مخنیوی دی.

راځئ پورته څرګندونو ته په کتنه، ځان په تله کې اچوو د غفلت له خوبه راپاڅېږو، پر چا نیوکه نه کوو له خپل ځانه یې پیلوو. همدا موږ مسلمانان، جهادي قوماندانان، چارواکي او مشران نه یو چې باډي ګاردان مو پر نورو د ظلم کولو لپاره ساتلي، یعنې د غلاوو-لوتماریو-ځمکو غصبولو-د مخالفانو د غږ وچولو-د واک او څوکۍ ساتلو-د فحشا دودولو-د سودخوریو- د حقیقت سرکوبولو-یو له بل سره د جنګولو-پر خلکو د خپلو دروغو منلو-له شریعت او قانون نه د تښتېدلو-د شرابخانو، قیمارخانو، فحشاخانو د ساتلوـد تعصب او بې عدالتۍ د دودولو-د جګړې او نورو د وېرولو او په سلګونه نور د فساد، فسق او فجایاوو د مواردو د دودولو لپاره ساتلي او دوی ته ډوډۍ او معاشونه ورکوو.

او دا موږ باډي ګاردان نه یو چې دغو ظالمانو ته مو د دغه فساد، فسق او فجور په دودولو کې لاس ورکړی او د دغو مفسدینو او ظالمانو تعاون کوو.

ایا موږ له دغو کارونو الله ج منع کړي نه یو.

صریحاً حدیث شریف دی چې پیغمبر ص ویلي دي، ځینې مشران تاسو جنت او ځینې دوزخ ته مو هدایت کوي.

په دغو کړنو سره به دغه مشران ایا تاسو جنت ته هدایت کړای شي؟

تاسو وګورئ، د اسلام اصول دا دي چې کله حق او هدایت تاسو ته راشي، نو په وړاندې یې ووایئ چې وا مې ورېده، اطاعت کوم او له خپلې ناپوهۍ مغفرت غواړم چې په تېر کې مې درلوده.

تاسو وګورئ، زموږ هغه مشران چې د جهاد او ایماندارۍ لاپې وهي، په واک او قدرت کې دي، تر بل هر چا په ناروا او فساد کې غرق دي، تر بل هر چا مخکې د نفاق او تعصب ډګر ته رادانګي او تر بل هر چا له یوه عملي اسلامي نظام او شریعت سره مخالفت کوي. که د دوی کړنو ته وکتل شي، نو له اسلام سره یې اعمال(غصب، تعصب، فحشا، فساد، سود، ظلم او ……..) مخالف دي، شاید له اسلام سره مینه ولري، خو نه پرې پوهېږی او تش خیالي مسلمانان دي.

همدغه جهادي رهبران او قوماندانان نه وو چې د تنظیمي جګړو پرمهال یې خلک د تنظیم، قوم، ژبې(تعصب) په نوم د خپل قدرت لپاره وجنګول او د سقر کندې ته یې ورګوزار کړل. په دې اړه دوه صریح حدیثه وجود لري: په یوه حدیث کې راځي، پیغمبر ص وايي څوک چې په تعصب کې ومړ، زما امت نه دی او په بل حدیث کې راځي، څوک چې په تعصب کې مري د جاهلیت په مرګ مري.

اوس نو تاسو پخپله فکر وکړئ، هغه څوک چې د پیغمبر ص امت نه دی او د جاهلیت په مرګ مري ایا هغه مسلمان او شهید مري؟

 پوه اوسئ چې د مکر او حیلې زمانه ختمه نه ده، د یوشمېر جهادي قوماندانانو او مشرانو د فساد او جهنم ته د خلکو استولو ماشین یې لاهم پخپل ځای سالم او ګرم پاتې دی، زموږه دموکراسۍ او دولت سازیو هغه له منځه یو نه وړلای شو، ځکه چې د نړۍ شیطاني او طاغوتي ځواکونو هغه له ماتې او اضمحلاله وژغوره، اوس چې د سولې خبرې روانې دي او انشاالله چې الله ج هم افغانانو ته خپله اراده نېکه کړې، دغه د جهنم طاغوتي ماشین یو ځل بیا په غورار راغلی او د سولې د مخنیوی لپاره څوک د ټاکنو او کمپاین په پلمه او څوک د باعزته سولې او په راتلونکي نظام کې د ونډې او برخې معلومولو په نوم له دې او هغه ځایه غږ پورته کوي او ګواښ کوي چې افغانستان له وسلو ډک دی او که دغه طاغوتي واک او ځواک یې د چا له خوا ګواښل کېږي نو جګړې ته ورسره تیار دي.

زموږ مسلمان او مومن ملت باید ډاډه اوسي، ځکه د الله ج د ځواک او قدرت په وړاندې د هر طاغوتي قدرت سر ټیټ شوی، چې ښکاره بېلګې یې شورویان او امریکایان دي، انشاالله د دوی سر به هم ټیټېږي او دوی ته به دا ځل پلمه په لاس نه ورکول کېږي چې ځانونه د قومی تعصبونو ترشا پټ او مصون کړي. همدا رنګه هیله لرو چې نور دغه طاغوتان یې خپلو مریدانو ته هم بربنډ او ښکاره شوي وي او په ناحقه او تعصب له مخې د دوی ملاتړ ته راونه دانګي.

الله ج او اسلامي نظام د چا له قومیت، څېرې او رنګ سره کار نه لري، بلکې د هغوی له اعمالو سره کار لري، له غاصبه یې د غصب، له فاسده یې د فساد، له فاسقه یې د فسق، له فاحشه یې د فحش، له قاتله د مقتول، له ظالمه د مظلوم، له جنایتکاره یې د جنایت او له فاجره یې د فجور پوښتنه هرو مرو کوي. ان شاءلله

Comments
Loading...