“افغانستان د امپراتوریو که د افغانانو د ککریو هدیره؟”

ضمیر ساپی

0 57

پوره ۴۰ کاله وړاندې د مرغومې یا جدې په شپږمه د شوروي اتحاد ځواکونو له نړیوالو اصولو او قوانینو تر پښو لاندې کولو سره پر افغانستان یرغل وکړ چې دا ورځ ډېری افغانان د افغانستان په تاریخ کې یوه تر ټولو تیاره او بدمرغه ورځ بولي.

افغانان دا ورځ ځکه د خپل هېواد او هېوادوالو لپاره یوه بدمرغه او تیاره هغه بولي چې له همدې ورځې راپدېخوا د افغانستان د لسیزو غمیزه پیل شوه؛ کور په کور ورته جنازې کېښودل شوې، پیاوړی نظام او ټولې زېربناوې له بېخه ختمې شوې او تر ټولو بده لا دا چې د افغانستان د احتیاج او اړتیا ټوله تکیه د پاکستان او ایران په څېر پر ظالمو ګاونډیو هېوادونو وتړل شوه.

دې جګړې افغانستان لکه د قربانۍ ګډوري په څېر پاکستان او ایران ته په لاس ورکړ او دې هېوادونو هم د کورنیو جګړو جنګ‌سالارانو او تش په نوم مجاهدینو په مرسته افغانستان د پنجاب او تهران په چړو داسې ټپي – ټپي کړ چې د بهېدلیو وینو رنګ یې تر اوسه پورې د کابل او هلمند سیندونه؛ پاکستان پنجاب او د ایران سیستان بلوچستان ته بهوي.

مجاهدینو ته د کورنیو جګړو ور سپارل شوی رسالت لا ختم نه و چې د پنجاب پالیسي جوړوونکیو د خپل «ب» پلان عملي کولو ګام پورته کړ او پر افغان خاوره یې د ملا په جامه کې د طالب حکومت رامنځ ته کړ.
که څه هم هغه وخت چې ټول افغانان له کورنیو جګړو تر پزې راغلي وو، په پیل کې ورته طالبان لکه سپینې کوترې ښکاره شوې، خو په اصل کې دوی سپینې کوترې نه، بلکې له پنجابه را الوتي تور کارغان وو چې د افغانانو غوښې يې په مښوکو، پنجو او ججورو کې خپلو ځالو ته یوړې او لا هم لګیا دي.

که څه هم دا برید زموږ لپاره تر ټولو ستر تېری بلل کېږي، خو ځینې غربي هېوادونه په تېره امریکا افغانستان ته د سرو لښکرو راتګ د خپل ځان او متحدینو لپاره یو زرین فرصت وګاڼه، ځکه له دویمې نړیوالې جګړې راپدېخوا په وېتنام جګړه کې د امریکا له ماتې وروسته دا هېواد په ځوړ، خو شوري اتحاد پورته روان و چې دا چاره د لوېدیځ بلاک لپاره هېڅ د زغم وړ نه‌ وه.

په افغانستان کې د سرو لښکرو ښکېلتیا امریکا ته فرصت برابر کړ چې له شوروي اتحاد څخه د وېتنام غچ په افغانستان کې واخلي، ختیځ بلاک دړې وړې او خپل لوېدیځ بلاک پیاوړی کړي چې امریکا د خپلو متحدانو په مرسته همداسې وکړل، شوروي اتحاد یې دړې وړې کړ او د وېتنام په جګړه کې له سترې ماتې وروسته يې ځان یو ځل بیا د نړۍ ستر ځبر ځواک جوړ کړ.

اوس چې امریکايي او طالب استازیو د سولې خبرې ښې تودې روانې کړي او له ۲۰۱۴م کاله راپدېخوا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو خبرې لا پسې تودې شوي، ځینې نړیوال لیکوالان بیا د شوروي ځواکونو له ماتې وروسته افغانستان ته د «امپراتوریو هدیره» عبارت ډېر زیات کاروي چې دا عبارت په ځینو کتابونو کې هم لیکل شوی دی.

که څه هم لوېديځ د دې جګړې معنوي امتیاز تر ډېره هغه افغان مجاهدینو ته ورکوي چې په دې جګړه کې یې رغنده رول لوبولی او سر ښندنې یې ورکړي، خو راځئ نن یوه لنډه محاسبه وکړو چې ایا افغانستان په رښتیا د «امپراتوریو هدیره» ده او که په دا ډول کلماتو یوازې افغان جنګیالیو ته روحیه ورکول کېږي چې په دې هېواد کې په اصطلاح نیابتي یا د پردیو جګړې تودې وساتي؟

په افغانستان کې د شوروي اتحاد ځواکونو د ۱۹۷۹ میلادي کال د ډېسمبر میاشتې له ۲۴مې څخه د ۱۹۸۹ میلادي کال د فبرورۍ میاشتې ۱۵مې پورې یانې ۹ کاله، یوه میاشت، درې اوونۍ او یوه ورځ داسې جګړه وکړه چې د افغانستان هېڅ ګوټ د روسانو له توپونو او بمباریو روغ پاتې نه‌شو.

د رسمي خپرو شویو ارقامو له مخې، په دې خونړۍ جګړه کې څه باندې ۱۴ زره د شوروي اتحاد عسکر ووژل شول او شاوخوا ۵۴ زره نور ټپیان شول، خو په مقابل کې نږدې سل زره افغان مجاهدین وژل شوي او له دې زیات ټپیان شوي وو.

همداراز، په دې خونړۍ جګړه کې شاوخوا دوه مېلیونه ملکي افغانان شهیدان او نږدې درې مېلیونه ټپیان شوي وو او د دې تر څنګ ۵ مېلیونه افغانان له هېواده بهر او دوه مېلیونه نور په هېواد کې دننه د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي وو.

له دې مالومېږي چې د شوروي اتحاد او افغانانو تر منځ د تلفاتو کچه لکه ځمکه او اسمان توپیر لري. دا خو یوازې ځاني تلفاتو وو؛ د دواړو هېوادونو مالي تلفات په هېڅ صورت د پرتلې وړ نه‌دي.
په افغانستان کې د سرو لښکرو جګړې وروسته اوس په دې هېواد کې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه روانه ده او د طالبانو له رهبرۍ سره د سولې تودو خبرو په لړ کې د امریکايي ځواکونو له وتلو سره هم‌مهاله یو ځل بیا هغه کلمه چې «افغانستان د امپراتوریو هدیره» ده، د ډېرو پر ژبه ګویا ده.

د امریکا د براون پوهنتون د څېړنو له مخې چې د واشنګټن پوست ورځپاڼې له‌خوا خپره شوې، د دې ښودنه کوي چې د افغانستان نږدې دوه لسیزو جګړې مرګ‌ژوبله څه باندې ۱۵۷ زره تنه ده.
د دې څېړنې له‌مخې د ۲۰۰۱م کال د اکټوبر له اوومې راهیسې ۴۳٫۰۷۴ ملکي کسان، ۶۴٫۱۲۴ افغان پوځیان، ۴۲٫۱۰۰ مخالف وسله‌وال، ۳٫۸۱۴ امریکايي قراردادیان، ۲٫۳۰۰ امریکايي پوځیان او ۱٫۱۴۵ په افغانستان کې د ناټو او ایتلافي ځواکونو پوځیان وژل شوي دي.

بلخوا د براون پوهنتون څېړنې ښيي چې د افغانستان په جګړه کې ۴۲۴ د بشري حقونو فعالان او مرسته رسوونکي او ۶۷ تنه خبریالان او د رسنیو کارکونکي هم وژل شوي دي.
ځینې افغانان یوازې دې ته خوشاله وي چې بې‌ځایه صفت یې وشي، خو حقیقت د دوی په خلاف وي. مثلاً ځینې په دې خبره د غرور او ویاړ احساس کوي چې «افغانستان د امپراتوریو هدیره» ده، اما دا هغه ډول سپین دروغ دي لکه خپلې ۸۰ کلنې نیا ته چې ووایې، نن ډېره ځوانه ښکارې.

سمه ده چې د تاریخ په اوږدو کې به دلته امپراتورۍ د نورو پیاوړیو قدرتونو په مرسته ړنګې شوې وي، خو ګټې یې موږ ته نه، بلکې درېیم او څلورم هېواد ته رسېدلې.

هغوی پرې د اټومي وسلو، پیاوړي اقتصاد، پوځ او نظام څښتنان شوي، خو برعکس زموږ پیاوړي نظامونه، پوځ، ټولې زېربناوې او ټول شته په‌کې له منځه تللي دي.

موږ تل د امپراتوریو په ړنګولو کې لکه د خاشاکو په څېر سوځول شوي یو، خو زموږ له لمبو نورو په سړه هوا کې ځانونه گرم کړي او په توده هوا کې یې پرې د خپل هېواد د ابادۍ لپاره خښتې پخې کړي دي.
د افغانانو پر خاوره چې هر وخت د انقلاب سېلاب راغلی، زموږ د نا پختګۍ له کبله یې زموږ رسېدلي زرغون فصلونه وړي، خو نورو پرې خپلې کروندې اوبه کړي دي.

نو ځینې افغانان دې، دې رڼو او سپینو درواغو ته نه خوشالېږي چې «افغانستان د امپراتوریو هدیره» ده، ځکه که حقیقت ته وګورو دا خپله د افغانانو د ککریو هدیره ده چې پراخوالی یې د غرونو له لمنو اوس د ښارونو تر لمنو راورسېد.

Comments
Loading...