افغانستان ته ډالۍ شوي ډالر سم ونه کارول شول !

ډاکتر نواب وېساند

0 72

 

دا چې زما د کاري ژوند زیاته برخه  د دولتي تولیدي تصدیو د ګټې وټې  سره تړلې وه ،او په دولتي تصدیو کې د پېسو دپرځای اومؤثر لګولو او د سپما  له لارې  د ترلاسه شوو مالي شونتیاوو په مټ  د  نیم ژوبله تصدیو په پښو درول اویا له سره رغول او همداشان د نورو محتاجو تصدیو سره مالي مرسته  کول مې له نږدې تجربه او لیدلي دي  . پداسې شرایطو کې چې هیواد مو د کورني  مالي سرچینو د کمښت سره لاس او ګریوان  او یو زیات شمیر هیوادوال موله بېکارۍ رنځ وړي ، د هرې افغانۍ  پرځای لګول راته  د هیواد دسوکالۍ او ښېرازۍ  یواځنۍ غوره او معقوله لاربرېښي   . خوله بده مرغه له هغه راهیسې ، کله چې نابللي میلمانه  پرته له دې  ، چې د افغانستان له  خوا ورته کوم خطر متوجه شوی وي ،  د تروریزم سره د مبارزې په پلمه پر افغانستان تېری وکړ ، د طالبانو رژیم یې رنګ او د بن په کنفرانس کې یې د چاروواکې  بیرته همغه ټوپکسلارانو ، پاټکسالارانو ، غلو او لوټمارانو ته ، چې طالبانو یې د مخه  ټغر ټول کړی وو  ور وسپارلې  ، چې له کبله یې په تېرو اتلسو کلونو کې د دوئ له خوا د مرستې په نوم  راوړل شوي ملیاردونه   ډالر  د همدغه فاسدو لوټمارانو او بهرنیو کړیو له خوا په یوه او بله بڼه   لاس په لاس او ګټه یې عام ولس ته ونه رسېده .

 که چېرې  دغه  ډالر د وړ  او هېواد ته  ژمنو متخصص کسانو په لاس  پرځای لګول شوي وای د  هېواد   په ټولنیز ــ اقتصادي ډګر کې به مو د پاملرنې وړ بدلون تر سترګو شوی  او د تولیدي اقتصاد په ډیرو څانګو کې به مواوس په ځان د بسیاینې ځواک درلودلای  . خو داسې ونه شول  او د مالي سرچینو پاتې  برخه  هم  د ځینو  نیمګړتیاوو او ستونزو له کبله  چې لاندې یې په لنډیز سره یادونه کیږي ، په سمه  توګه ونه کارول شوه  :

ـــ د هیواد د اړتیاوو  او د مرستندویه ادارو تر منځ د همغږۍ  د نشتوالی له کبله  د پېسو لوړه کچه  بېځایه و لګول شوې  ،

ـــ د آزاد بازار اقتصاد نه د ناوړه ګټه پورته کونې سره  دولتي  تولیدي بنسټونه  له  پامه  وغورځول شول او یا   ونړول  شول،

ـــ د متوازن اقتصاد په پلمه   د لویو ملي پروژو پرځای  د سیمیزو پروژو څخه غلطه ګټه پورته شوه ،

ـــ پر خپل وخت د مرستندویانوله خوا په شوو ژمنو ډاډ شتون نه درلود ،

ـــ د سلیقوي او غیر عادلانه چلند له کبله یو شمېر سیمې له پامه وغورځول  شوې ،

ـــ د ځینو مغرضو کړیو او  بهرنیانو بې ځایه لاسوهنو ته لاره هواره شوه   ،

ـــ د پنځیزو سرچینو( کان ، اوبو او ګازو څخه ) لکه څنګه ،چې ښایي ګټه وانه خېستل شوه ،

ـــ  د یو شمیر لویو پروژو په وړاندې د دولت په اډانه کې د ګاونډیو هیوادونو د لاسپوڅو واکمنو درېدل  ،

ـــ د امنیتي ستونزونو نه  په استفادې سره د ځینوفرصت طلبه کسانو له خوا د ملي شتمنیو نه د  شخصي ګټو لپاره کار اخیستل  ،

ـــ  په تخنیکي ــ اقتصادي څېړنو کې د نیمګړتیاوو له کبله د نړیوال بانک د مرستو په جلبولو کې پاتې راتلل ،

ـــ د هیواد د ملي اقتصاد د بېلابېلو څانګو تر منځ  د بشپړېدونکو او مرستندویه  اړېکو نه سمبالول ،

ـــ د پرېکړنده او غوڅې ارادې   نشتوالی ،

ـــ د سپکو صنایعو او خوارکي توکو د تولیداتو د پراختیا لپاره د صنعتي نباتاتو کښت ته نه پاملرنه  ،

ـــ د تولیدي  پروژو  د لګښت د جبران د دقیقې  محاسبې نشتوالی ،

ـــ  د بهرنيو مرستندویانو له خوا د ځانګړو موخو له کبله  کورني  لمړیتوبونه  له پامه غوځول ،

ـــ د تولیدي اقتصاد پر ځای لګښتي اقتصاد ته  ترجه  ورکول ،

ـــ   د اقتصادي موسسو د بیلانسونو په کنټرول کې د مالي ادارو پاتې راتلل  ،

ـــ د اقتصاد په هره برخه کې د لګول شوو پیسو د پوره جاج اخستلو لپاره دوړ او  متخصص ارګان نشتوالی ،

ـــ د کورني تولیداتو د هڅولو په موخه د ورته واریداتي توکو په محدودولو کې د اړوندو ادارو   پاتې راتلل ،

ـــ له بهره د بې کیفیته شیانو د رانیولو په بدل کې له هېواده په سختۍ د سپما شوو  اسعارو فرار ،

ـــ د کلنۍ عادي او پروژوی  بودجې د پر ځای او په خپل وخت  لګولو کې د یو زیات شمېر مؤسسوپاتې راتلل،

ـــ  د فاسدو ، غاصیبو او مافیائي کړیو له  خوا د مرسته شوو پېسو غوښنه برخه له  هېواده بهر ته ایستل ،

ـــ د صنعتي پارکونو په نوم  د وېشل شوو ځمکو  او د لویو پروژود قراردادونو  لاس په  لاس کېدل ،

ـــ د بې کیفیته او غیر معیاري انفراسترکتور په بیا رغونه  له سره د پېسو څو ځلي لګښت  ،

ـــ  په دولتي ادارو کې د کوچنیو متشبثینو په وړاندې د فاسدو  او مافیائي کړیو له خوا ستونزې او خنډونه راولاړول  ،

ـــ  د حکومت په دننه  کې د خاورین دېوال ښورې ته ورته د نظام دمخالفینو شتون  ،

ـــ  د غیر اړینو او لوکسو شیانو په رانیولو د پېسو بېځایه لګښت    ،

ـــ  د ټاکنیزو کمپاینو  پر مهال  هر کس او ناکس ته د قرار دادونو ډالۍ کول ،

ـــ    د نورم او ستندردپه ادارو کې د خدماتو  ، تولیدي  اوواریداتي مالونو د معیارونو  د دقیقو ارزونو نشتوالی  ،

ـــ  د هیواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره  د ملي او سیمه ییزو پروژوتر منځ  د ګټورتوب د پرتلیز اکر نشتوالی  .

ـــ د اداره امور له خوا د کدرونو په ګمارلو کې ملي ګټوته د ژمنو او وړکسانو پیکه ونډه ،

ـــ  د جنګسالارانو  له خوا د کابل بانک په لوټېدو سره په بانکونو دهېوادوالو بې  باوري  کېدل ،

ـــ په دولتي ادارو کې د فساد اوشخصي ګټو په پار  د خپلولۍ او سلیقوي  اړېکو پالل  ،

ـــ  د ګاونډیو هیوادونو څخه په قاچاقي او د ګمرکي مراحلو پرته  د یو زیات شمېر توکو  راوړل ،

ـــ  د آزاد بازار اقتصاد له امله ( پلمه ) د اغیزمنو ، ګټورو ، بنسټیزو اقتصادي او تولیدي  پروژو  نه  د دولت  نه ملاتړ   .

ـــ د اړوندو ادارو له خوا د اضافي  کرنیزو محصولاتو لپاره  د بازار موندنې ( مارکیټنګ )پڅه هڅه  ،

ـــ د بهرنیانو د بې ځایه لاسوهنو له امله د حاکمیت  په ویشلو سره  د مرکزې  ادارې کمزوري کېدل ،

ـــ   تولیدي تصدیو ته په خپل وخت  د برېښنا انرژۍ نه رسول ،

که چېرې  افغان حکومت ته د ورسپارل شوو مرستونیمایي برخه هم  په اغېزمن  ډول کارول شوي وای ،  په ټولنه کې د بې روزګارانو لوړ شمېر ، په نیشه ئي توکود روږدوکسانو لوړه کچه  او د کوکنارو کښت او قاچاق نه تر سترګو کېدای   .

په درنښت

Comments
Loading...