افغانستان؛ د بې وزلۍ کچه او تیاره راتلونکی

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز

0 45

د خوړو خوندیتوب نړیوالې ډلبندۍ ادارې په خپل وروستي راپور کې  کښلي، چې په افغانستان کې عام وګړي د خوړو خوندیتوب له سختوننګونو او ګواښونو سره مخ دي. د دې اوونۍ په تحلیل کې په افغانستان کې د بې وزلۍ کچې او په ځانګړې توګه د خوړو خوندیتوب په برخه کې په شته او راتلونکو ګواښونو او د افغان دولت او نړیوالو مرستندویانو په راتلونکو برنامو او تیاریو ترڅنګ په یو شمېر حل لارو څېړنه شوې ده.

په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه

که لږ ځیر شو، په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو پرلپسې جګړو وروسته د هېواد اقتصاد له سترو خنډونو سره مخ شوی دی. که څه هم د ۲۰۰۰ کال را وروسته په  مختلفو برخو کې یو شمېر پرمختګونه هم لیدل کېږي مګر بیا هم د اقتصاد وزارت شمېرو له مخې ۵۵ سلنه افغانان د بې وزلۍ کرښې لاندې ژوند ترسره کوي. په افغانستان کې د وروستیو څو لسیزو راهیسې د جګړې لمنې پراخېدل او وچکالي هغه ستونزې دي چې د هېواد اقتصادي پرمختګ یې ټکنی کړی او د عامو افغانانو د بې وزلۍ کچې په لوړولو کې یې اړین رول اداء کړی. خو بلخوا کله چې د طالبانو اسلامي امارت لمن له هېواد څخه ټوله او پر ځای یې د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې یو شمېر هېوادونو ځواکونه او ادارې افغانستان ته راغلې، او ولیدل شول چې ډېری عام افغانان د بهرنیو ادارو سره په مختلفو برخو کې په کارونو بوخت شول او په توګه د بې کارۍ کچه هم په مصنوعي توګه تر ډېره ټیټه شوه. خو د ۲۰۱۴ کال را وروسته کله چې یو زیات شمېر بهرني ځواکونه او یو شمېر بهرنۍ ادارې چې په هېواد کې یې عامو خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي وو له افغانستان کې ووتې ، او ولیدل شول چې د بې کارۍ کچه یې په یو ځل او ناڅاپي توګه خورا لوړه شوه. د نړیوالو مرستندویه ادارو د مرستو ټیټوالی او د نفوسو کچې لوړ والی نورې هغه ستونزې دي چې د بې کارۍ کچې ګراف په لوړوالي کې ورځ تر بلې خپلې اغېزې رابرسیره کوي او عام افغانان د بې کارۍ له ننګونو سره مخ کوي.

د خوړو خوندیتوب او د افغانستان خلک

د خوړو خوندیتوب نړیوالې ډلبندۍ ادارې یا (Integrated Food Security Phase Classification (IPC) وروستي راپور له مخې چې د ۲۰۱۹ کال د اګست او اکتوبر میاشتو په منځ کې پرې کار شوی، راغلي چې د افغانستان د ټول نفوس درې دېرش سلنه وګړي د خوړو خوندیتوب له سخت ګواښ سره مخ دي او اړینو انساني مرستو ته اړتیا لري. د بې کارۍ کچې لوړتیا، د عامو توکو بیو لوړوالی، جګړه، سیلابونه او وچکالي هغه لاملونه په ګوته شوي چې د عامو وګړو لپاره یې د خوړو خوندیتوب په برخه کې خنډونه رامنځ ته کړي دي.

په عامه توګه که د خوړو خوندیتوب تعریف ته وکتل شي د ۱۹۹۶ خوړو نړیوالې ناستې له مخې “په هر وخت کې په فزیکي، ټولنیزه او اقتصادي توګه مناسبو او خوندي خواړو ته د عامو وګړو لاسرسي ته د خوړو خوندیتوب ویل کېږي” چې افغان وګړي د یاد تعریف له مخې ریښتیا هم د خوړو له سختو ګواښونو سره مخ دي.

یاده اداره چې د ۲۰۱۱ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیتونه ترسره کوي د روان کال راپور یې د تېرو کلونو په پرتله یو څه هراړخیز او د هېواد په کچه چې کلیوالې او ښاري سیمې پکې هم رانغښتل شوي ترسره شوی. راپور ته په کتو د خوړو خوندیتوب په برخه کې سږ کال یو شمېر ښه پرمختګونه هم ترسره شوي دي خو بیا هم د یو شمېر نورو ستونزو ترڅنګ د نفوسو کچې لوړوالی او جګړه د هغو لاملونو په توګه ترسترګو کېږي چې کولی شي په راتلونکې کې د خوړو خوندیتوب په برخه کې عام افغانان له نورو سختو ننګونو او ګواښونو سره مخ کړي.

د یادې ادارې وروستي راپور پر بنسټ په هرو لسو کورنیو کې شپږو کورنیو د خوړو خوندیتوب په برخه کې له ننګونو او ستونزو څخه یادونه کړې. د وردګ، نورستان، بامیان، فراه، هلمند، فاریاب او غور ولایتونو وګړي بیا د هېواد په کچه د خوړو خوندیتوب په برخه کې تر ټولو ډېرو ستونزو او ننګونو یعنې له ۸۰ سلنې زیات وګړي په یادو ولایتونو کې د خوړو نه خوندیتوب څخه اغېزمن شوي دي. ۲۹ سلنه عامو وګړو خپلې کاري بوختیاوې له لاسه ور کړي او ورځنۍ عایدیې ۲۵ سلنه را ښکته شوی چې یادو دوو ستونزو تر ډېره په یادو ولایتونو کې خلک په اقتصادي توګه سخت ځپلي دي.

نږدې نیمايي (۴۷) سلنه هغو کورنیو چې د راپور جوړوونکو سره یې د معلوماتو په شریکولو کې مرسته کړې ویلي چې د کورنیو عاید یې د تېر کال په پرتله خورا ډېر راښکته شوی او یادو کورنیو ویلي چې د کورنيو عاید په ټیټوالي کې یې ۶۰ سلنې بې کارۍ او ۲۵ سلنې جګړې رول لوبولی دی.

 په افغانستان کې ۱۱.۸ سلنه وګړي د رسمي بوختیاوو ترسره کولو معاش یا تنخوا، ۲ سلنه وګړي له هغو پیسو څخه چې د کورنۍ غړي یې په بهرنیو هېوادونو کې له کار ترسره کولو وروسته خپلو کورنیو ته رالېږي، او پاتې ستره سلنه وګړي د کرنې او مالدارۍ برخه کې له بوختیاوو څخه خپل ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي.

د بې وزلۍ کچه او تیاره راتلونکی

د IPC اټکل له مخې د روان کال نومبر میاشتې څخه تر ۲۰۲۰ کال مارچ میاشت پورې ۱۱.۲۹ میلون خلک چې د هېواد د نفوسو ۳۷ سلنه جوړوي، ښايي د خوړو نه خوندیتوب له سختو ننګونو سره مخ شي.  که څه هم هېواد د ۲۰۱۸ کال له وچکالي څخه د راوتلو په حال کې لیدل کېږي، خو بیا هم په هېواد کې امنیتي ستونزې هغه څه دي چې په زیات شمېر سیمو کې یې عام وګړي له خپلو سیمو څخه نورو سیمو ته په بې ځایه کېدو او کډه کولو ته اړ کړي دي، یوازې په روان کال کې شاوخوا ۳۵۵۰۰۰ وګړي د امنیتي ستونزو له کبله بې ځایه شوي دي. او په دې توګه د هغو سیمو وګړي چې داخلي بې ځایه شوي وګړي ور کډه شوي د لا زیاتې بې کارۍ کچې سره مخ شوي او په پایله کې د خوړو خوندیتوب له ستونزو څخه سر ټکوي.

د قحطۍ د وړاندوینې سیستم شبکې (Famine Early Warning Systems Network) له مخې ښایي په هېواد کې د روان کال نومبر میاشتې څخه تر ۲۰۲۰ کال مارچ میاشت پورې د اورښتونو کچه په اوسط ډول ترسره شي، چې د اورښتونو کچه کولی شي د هېواد په مختلفو سیمو کې اغېزې ولري. د بېلګې په توګه هغه سیمې چې کېدلی شي هلته د کرنې په برخه کې عام افغانان ښې لاسته راوړنې ولري او هلته د کرنې لپاره پراخه ځمکې شتون لري، لیدل کېږي چې د هغو سیمو اوسیدونکو د جګړې له وېرې خپلې سیمې پرې ایښي او نه شي کولی هلته خپل کرنیز فعالیتونه ترسره کړي، چې دا بیا د هېواد په کرنیز سکتور نه یوازې بده اغېزه کولی شي، بلکې د هغو سیمو خلکو په بې کارۍ کې ستره ونډه لوبوي.

د خوراکي توکو بازار ته د عامو وګړو نه لاسرسی او د ژمي په موسم کې د واورو ورېدو او د لویو لارو بندېدو له کبله د هېواد یو شمېر سیمي لکه د غور او بدخشان ولایتونو زیاترو سیمو اوسیدونکي نه یوازې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ کېږي، بلکې د ژمي موسم له ختمېدو وروسته د تودوخې درجې لوړوالی او وارو ویلي کېدو په پایله کې د هېواد د هغو سیمو کرنیزې ځمکې د سیلابونو ښکار کېږي چې کولی شي د عامو وګړو لپاره د خوراکي توکو په برابرولو کې اغېزمني واقع شي.

بلخوا د قزاقستان هېواد چې د افغانستان غنمو مارکیټ کې ستره ونډه لوبوي، د یاد هېواد هغه سیمې چې غنم پکې کرل کېږي ښايي د اورښتونو کچې لږوالي له امله د غنمو تولید کچه هم را ښکته شي چې په پایله کې کولی شي افغانستان ته له یاد هېواد څخه د غنمو واردولو بیه لوړه کړي، او دا کار هم کولی شي د عامو افغانانو د بې وزلۍ کچې په لوړوالي کې ونډه ولوبوي، چې افغان دولت یې باید په اړه اړین ګامونه پورته کړي، چې تر اوسه یې کوم څرک نه لیدل کېږي.

پایله

افغان دولت چې په اوس کې یې ټوله توجه د دولت مخالفینو سره د جګړې، د ترسره شویو ټول ټاکنو پایلو او افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ وروستیو ناستو او خبرو اترو ته ګرځولې، د هېواد په سطحه د بې کارۍ کچې لوړوالي او هغو ننګونو ته چې کولی شي په راتلونکې کې عام افغانان له خوراکي توکو له نور ډېر کمښت سره مخ کړي، په هغه ډول پاملرنه نه ده کړې او نه یې په راتلونکې کې کوم ځانګړی څرک لیدل کېږي. افغان چارواکي اړ دي ترڅو د بې کارۍ کچې ګراف راټیټولو ته ځانګړې پاملرنه ترسره کړي او د هغو نړیوالو مرستندویانو مرستې چې مخکې یې هم د افغانستان سره په مختلفو برخو کې انساني مرستې ترسره کړي  د هغوی مرستې او په ځانګړې توګه د کرنې په برخه کې هر اړخیزې او اغېزمنې مرستې را جلب کړي. او بلخوا یو شمېر هېوادونو په ځانګړې توګه سعودي عربستان، عربي متحده امارت، قطر … ته د رسمي وړاندیزونو کولو او هغوی سره د افغان بشري ځواک ګمارلو په برخه کې یو شمېر تړونونه ترسره کول کولی شي په لنډ مهاله کې له یوې خوا  د بې کارۍ کچې ګراف په ښه او اغېزمنه توګه را ښکته کړي او له بلې خوا د هغو زیات شمېر افغان ځوانانو ژوند چې بهرنیو هېوادونو ته د قاچاقي لارو څخه تلل غواړي هم وژغوري.  او په اوږد مهاله کې دولت او اړوندې ادارې باید د کرنې سکتور ته خپله جدي پاملرنه واړوي، دا ځکه چې هېواد کې د کرنې سکتور پیاوړي کولو لپاره له یوې خوا پراخه ځمکې او له بلې خوا د اوبو ستر نعمت شتون لري چې کېدلی شي د هر اړخیزې سولې ترسره کېدو وروسته له بهرنیو هېوادونو څخه د غنمو او نورو کرنیزو توکو لکه وریجو واردولو ځای د هېواد صادرات ونیسي، چې د هېواد د اقتصادي پرمختګ لامل  ګرځېدلی شي.

Comments
Loading...