اسلام ته د منسوبو ډلو له امله ولې پراسلام نیوکه کېږي؟‎

0 61

زبیر افغان   –

له هغه وخته چې د بشر د تاریخ دوره پيل شوې ده که د انسان تاریخ مطالعه شي نو انسانانو کې داسې ډلې او افراد هر وخت وو او اوس هم شته چې قوانین، ادیان، اخلاقیات او لنډه دا چې هر راز ارزښتونه يې د خپلو خاصو اهدافو لپاره کارولې دي. په بشري قوانینو، اسماني ادیانو او د هرې زمانې د بشر په ټولنه کې ځيني اصول، ضوابط او ټولنیز کلتوری بندیزونه د همدې لپاره وو او دي چې د ځینو انسانانو د ناوړه ګټې اخیستنې مخه تر یوه حده ونیسي.

د اسلام له متونو سره طبیعي ده چې همداسې لوبه کېږي، له دې کاره هيڅ قانون او ارزښت مستثنا نه دی. دا اوس موږ په نړۍ کې ونیو چې ځينې له الهي قوانینو خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره د وسیلې کار اخلي او نور بیا له بشري قوانینو، ملي او کلتوري ارزښتتونو او د اخلاقیاتو په نوم خپلې ګټې خوندي کوي.

موږ وینو چې ګڼشمېر کسان زموږ ټولنه او نوره نړۍ کې دخپل هیواد شته قوانین هغه مهال ډېر یادوي چې ده ته يې په نافذولو کې ګټه رسېږي، کله چې يې ګټه د هغو په نقض کې وي، بیا يې تر ټولو مخکې همدا د قوانینو مدعیان ماتوي. اوس پوښتنه داده چې دا مشکل په قانون کې دی او که د انسان په خپله ټولنه، تربیه، شرایطو، سیسټم او ټولنیز عدالت کې دی چې دوی پر خپله ټولنه حاکم کړي دي؟!

په یوه ټولنه کې ټول کسان نه یو ډول فکر لری، نه یو ډول زدکړې، نه یو رنګه اقتصاد، نه تربیه، نه برداشت او نه هم زغم و صبر، له دې امله نو څوک د ټولنې مسایلو ته ښه په دقت ګوري، ځينې بیا سطحي نظر ورته کوي، څوک بیخي لاوباله وي ورځنی ژوند مخته وړي او له شاوخوا مسالو سره چندان دلچسپي نه لري، ځينې ټول شیان پر نورو ور اړوي او خپل ځانونه له مسوولیته خلاصوي، په دې شرایطو کې نو طبعا چې ټول خلک فکر نه کوي چې د قوانینو په پابندي کې به يې ګټې وي. له دې امله نو که څوک قانون ته غاړه ږدي یوه ډله به حتما وي چې له قانونه سرغړونه به ورته ښه ښکاري او په دې کې به خپلې ګټې ویني، له دې امله نو که وضعي قوانین دي او که اسماني، په انسانانو کې داسې ډلې حتما شته او پيدا کېږي به چې قوانین او ارزښتونه د خپلو اهدافو لپاره وسیله کړي او په دې ډول خپلو اهدافو ته ځانونه ورسوي.

څوک د خپلې ناپوهي له مخې داسې اعمال د دیني توجیهاتو په مټ کوي چې نه يې اصلی ماخذ په دین کې موندل کېدای شي او نه يې بشري قوانین توجیه کولای شي، دوی د خپل جهالت له امله ناوړه اعمال کوي، دا چې دیني داعیه لري، له دې امله يې اعمال دین ته منسوبېږي او طبعا دوی هم د خپلو هر ډول کارونو لپاره هڅه کوي چې یوه نه یوه ديني توجیه پيدا کړي څو د خپلې داعیې ماڼۍ پر ودانه کړي.

یوه ډله انسانان د خپلې ټولنې شرایطو دې ته مجبور کړي وي چې ځينې خشن کارونه وکړي، دا چې د ديني ټولنې وګړي وي، له دې امله نو خپلو کارونو ته ديني پوښونه ګنډي، دوی له دې څخه څو هدفه لري چې عمده يې دوه دي: یو؛ پر ټولنه د خپل تبلیغ اغېز غواړي چې نور ملګري پیدا کړي، دوه؛ خپلو اعمالو ته مذهبي جنبه ور کوي چې بیا په ټولنه کې د سرلوړۍ مجال تر لاسه کړي او په خپلو کړنو باندي شرمنده نه شي.

د نورو عواملو له امله هم ممکن نورې ډلې ځينې کارونه وکړي او د دین په رنګ يې ورنګوي. دلته يې یادول اړین نه دي. اساسي خبره داده چې که انسان د خپل انساني خواهش پر بنا له هر ډول مادي او معنوي ارزښت څخه ناسمه ګټه اخیسته، ایا دا مشکل په ارزښت کې دی او که انسان کې؟!

کله چې د انسان ګټې د سرغړونې تقاضا کوي، عیني شرایط يې همداسې جوړ شوي وي یا هر بل لامل وي چې هغوی مخالفت ته هڅوي، دلته که موږ قوانین او ارزښتونو ته مخ کړو چې دوی کې مشکل دی، ایا دا به منقطي او معقوله تګلاره وي، که مشکل خپله په انساني ټولنه او شرایطو کې يې ولټوو؟

انسان چې د قانون پابندي نه کوي، نو دې کې د قانون څه مشکل دی؟ له دینه چې انسان ناسم تعبیر د خپلو ګټو لپاره اخلې، دې کې د دین مشکل چیشي دی؟ ولې هغه نیوکه پر دین باندي وشي چې اصلا باید پر انساني فهم، درک، عمل او تعبیر و تفسیر باندي شوی وای؟

د دین په متونو کې په واضح ډول ویل شوي دي چې خدای ستاسو مشکل نه غواړي، هغه پر تاسو تکلیف نه غواړي، دین يې د مشکلاتو د ایجاد لپاره نه دی رالېږلی، هر ځای که الهي دین انسان ته د هغه د ژوند د ختمېدا یا بدني غړي د ضایع کېدای په بیه تمامېدی، نو انسان باید له دینه په مخ اړولو خپل ژوند او ځان وساتي، نه دا چې د هغه دین لپاره خپل ژوند ختم کړي چې هغه اصلا د ده ژوند ته د ارزښت ور کولو لپاره نازل شوی دی.

زموږ په هیواد کې په عمومي ډول د ترافیکي قوانینو مرعات چنداني نه کېږي، که څه هم قوانین موجود دي، سزا وې ټاکل شوې دي، خو چې انسان عمل نه په کوي نو ایا قانون وسوځوو؟ نیوکې پر وکړو؟ په دې سره موږ د مشکل حل نه شو پيدا کولای، دا يې حللار نه ده. اصلا باید د مشکل سرچینه وموندل شي او بیا يې حللار وړاندیز شي. زما په ګومان مشکل د انسانانو فهم او درک کې دی، که له دینه سم تعبیر وشي، نو دغه مشکلات چې نن د اسلامي نړۍ ځينې ملکونه پکې را ګیر دي، په ډېره اساني د وتلو لار پيدا کولای شي، ځکه اساسي متن کې ستونزه نه شته، خلکو تعبیر کړی او هغه تعبیر تر وخت تېر دی، د زمان او مکان پر شرایطو برابر نه دی، د وخت غوښتنه ده چې یوځل بیا اساسي متن ته رجوع وشی او هغه څه ترې استنباط کړل شي چې موږ ورته اړتیا لرو. په دې سره به یو لور ته سم تعبیر وړاندي شي او بل خوا به تر یوه حده دخرافاتو مخه ډب کړي او هم به ورسره دین ته منسوب خشونت کم شي چې د نیوکو سلسله به هم ور سره یا وشکېږي یا هم کمه شي.

۲۰۱۹/۸/۲۷

Comments
Loading...