ازادي او مسوولیت/ نجيب منلی

0 26

د مالوماتو خپرول د قدرت د اعمال یوه مهمه وسېله ده چې د حکومت له ایجاد سره سم په بشري ټولنو کې دود شوې ده. د تاریخ په اوږدو کې د واک خاوندانو د جارچیانو، په عام محضر کې د ځړېدلو لیکنو او پستي خدمتونو «په مجموع کې د عامه خبراوي وسایلو» له لارې ولسونو ته د خپلو پرېکړو، غوښتنو او لارښوونو د رسولو چاره کړې ده. د چاپ د صنعت له پیدا کېدو سره «ګوتنبرګ، د ۱۴۰۵ زېږديز کال شاوخوا» د لیکل شویو متنونو د تکثیر اسانتیا راغله او د سیاسي دولتي مالوماتو او د فکري تولیداتو د خپراوي چاره اسانه شوه.
منظم د خبرونو د خپرولو په موخه د سټراسبورګ په ښار کې یوهان کارولوس په ۱۶۰۵ زېږدیز کال کې لومړۍ چاپي اوونیزه د «Relation aller Fürnemmen und gedenckwürdigen Historien » «د ټولو مهمو او یادولو وړ کیسو روایت» تر نامه لاندې تاسیس کړه. تر دې لومړۍ چاپي اوونیزې را وروسته په ټوله نړۍ کې په زرګونو چاپي رسنۍ خپرې شوې. د برېښنایي خپرونو شونتیا د مالوماتو او فکري تولیداتو د شریکولو امکانات نور هم پراخ کړل او د نړۍ تر ګوټ ګوټ یې ورسول.
د بیان د ازادي اصل هم د انساني ټولنو هومره پخوانی دی. انسانانو تل د خپلو فکرونو د څرګندولو هڅه کړې او د واک خاوندان بیا همېشه د فکرونو او خبرو د کنټرولولو په تکل کې وو او فیلسوفانو او سیاست پوهانو بیا د دواړو ضرورتونو د تلفیق لپاره کار کاوه. په پنځلسمه پېړۍ کې چې په اروپا کې د کلیسا استبداد مخ په ویلې کېدو شو او نويو فکرونو په ټولنه کې خپل ځای وموند د فکر او وینا ازادي د یو ټول‌منلي اصل حیثیت پیدا کړ.
د مطبوعاتو د ازادي لپاره مبارزه د نولسمې او شلمې پېړیو تر ټولو ستر ویاړ بلل کېدای شي. د بشر د حقونو د نړۍوالې اعلامیې نولسمه ماده د مطبوعاتو د ازادي بنسټ بلل کېږي.
له دې هر څه سره، تر نن یوازې اته ویشت کاله له مخه د نامیبیا په وینډهوک ښار کې په افریقا کې د ازادو، ګڼ‌پلوه مطبوعاتو د ودې په پار د ملګرو ملتونو او یونسکو له خوا په ګډه جوړ شوي سیمینار کې «د ۱۹۹۱ زېږدیز کال د اپریل له ۲۶ مې د می تر درېیمې» یوه اعلامیه خپره شوه چې د ازادو، ګڼ‌پلوه رسنیو وده یې د بشري حقونو، ډیموکراسي او اقتصادي ودې د یو اساسي شرط په حيث ومنله. بالاخره ملګرو ملتونو په ۱۹۹۳ کال کې د می د میاشتې دریمه د مطبوعاتو د ازادي د نړۍوالې ورځې په حيث اعلان کړه. په دې ورځ د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د مطبوعاتو د ازادي اصل نمانځل کېږي. په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادي وضعیت ارزول کېږي. د رسنیو له خپلواکي دفاع کېږي او د هغو ژورنالیسټانو درناوی کېږي چې د دندې پر مهال یې ژوند بایللی.
که د یوې سمبولیکې یادونې له محدودې ليږ بهر شو؛ نو د مطبوعاتو ازادي او په ټوله کې د بشر اساسي حقونه د نړۍ په ټولو هېوادونو کې، په یو نه یو ډول هره ورځ تر ګواښ لاندې دي. له همدې امله د مطبوعاتو د ازادي د دفاع لپاره د ټولو ډیموکراټيکو ځواکونو، حلقو او فکرونو مبارزه باید د هرې ورځې توده موضوع وي.
هغه ګواښونه چې د زور او قدرت د خاوندانو له خوا مطبوعاتو ته متوجه دي، اسانه تشخیص کېدای شي او پر وړاندې یې غږ پورته کول، اخلاقي جرات غواړي، خو چندان ګران کار نه دی. حکومتونه که هر څومره استبدادي هم شي، پوښتنه ترې کېدای شي. یو شمېر ناحکومتي سیاسي، جنایي او جنګي کړۍ هم په خپلو ټولو امکاناتو د مطبوعاتو د ازادي په لار کې خنډونه جوړوي چې د هغو پېژندل هم اسانه دي او پر ضد یې غږ پورته کېدای شي.
خو د مطبوعاتو د ازادي پر وړاندې یو بل ډول ګواښونه هم شته چې هم یې پېژندل ګران دي او هم یې پر وړاندې مبارزه دقت، پوهه، جرات او قرباني غواړي. دا ګواښونه په خپله مطبوعات را منځ ته کوي چې دلته یې دوو بڼو ته مختصره اشاره کول غواړم؛
۱.د درواغجنو او غلطو اطلاعاتو خپرول چې شعوري او غیر شعوري په ټوله نړۍ کې باب دي. یو متل وایي تر څو چې رښتیا څرګندېږي درواغو به کلي وران کړي وي. د نړۍ ټول استخبارات او همدارنګه د سیاسي، تولنیز او اقتصادي واک خاوندان د ناسمو، درواغجنو او غلطو مالوماتو د خپرولو له لارې هڅه کوي چې عامه افکار پر خپله نفع وڅرخوي. دغه مالومات چې پروپاګنډ هم ورته ویل کېږي د «ډېس انفارمېشن «Disinformation» یا مالوماتي بې‌لاري په موخه خپرېږي.
۲.د مالوماتو د بې‌موقع خپرولو له لارې د مطبوعاتو د ازادي په نامه د هېوادونو، ولسونو، افرادو او بشري ټولنو فزیکي او ذهني امنیت ته صدمه رسول چې کله د مشخصو کړیو له خوا شعوري کېږي او کله د رسنیو د کارکوونکيو له خوا غیر شعوري کېږي، دغه دوه ډوله ګواښونه د مستقیمو، له تشدده ډکو ګواښونو په پرتله د مطبوعاتو ازادي ته ژر او ډېر زیان رسوي. پېژندل یې اسانه نه دي او پر وړاندې یې مبارزه خورا ستونزمنه ده. د دې ګواښونو د نسبي مخنیوي لپاره یوازنۍ وسېله د رسنیو د کارکوونکيو د مسلکي مسوولیت احساس دی.
که د رسنیو کار کوونکي د خبرې مسابقې په نوم، د لنډمهالو، مقطعي منافعو په خاطر د خبر په خپرولو کې لازم دقت و نه لري؛ نو اسانه له دغو دوو ستونزو سره مخ کېږي. ډېر یې حتا دې ټکي ته متوجه کېږي هم نه چې دا کړنې یې څومره خطرناکې دي او پر خپلو کړنو ویاړي هم.
له مسوولیت پرته ازادي د استبداد یو ډول دی. د رسنیو په ډګر کې کار کول د ویاړ ځای دی خو که په دې چاره کې د ژوند په هره لحظه کې د پردې شاته مسوولیتونو ته توجه و نه شي؛ نو د بربادي لامل هم کېږي.

Comments
Loading...