احمدشاه بابا او د بهرنیو یرغلونو ستراتیژیک لاملونه

لیکنه: پوهاند ډاکټر علي احمد جلالي - ژباړه: محمد هاشم حسن  

0 80

هغه څه چې احمدشاه بابا له نورو افغان فاتحينو څخه بېلوي، دا دي چې ده غوښتل د نورو دولتونو په فتح کولو سره خپل دولت خوندي کړي، نه د هند د مخکينیو افغان واکمنانو او يا هوتکي پاچاهانو غوندې چې غوښتل یې د بهرنیو هیوادونو په نیولو سره امپراتوري جوړه کړي.

د احمدشاه بابا یو معاصر انګرېز مستشرق الکسانډر ډو (1735-1779) ليکي: احمدشاه بابا یوازینی رهبر و چې کولای یې شوای پر هند باندې د حکومت کولو له لارې په هند کې د پخوانيو افغان پاچاهانو برم او عظمت بيرته راژوندی کړي. (۱)

د ده په زړه کې دا هيله په داسې وخت کې راوټوکېده چې د هند سياسي او امنيتي وضعيت ډېر بحراني او د قدرت توازن د بدلون په حال کې و.

احمدشاه بابا هڅه وکړه چې پر ډهلي باندې د حکومت کولو له لارې په هند کې مخکينیو افغان پاچاهانو ته بيرته خپل پخوانی سياسي واک وسپاري او دې کار ته قانوني بڼه ورکړي.

افغان پاچاهانو د امیر تېمور قیران تر یرغل پورې د هندوستان پر پراخه سيمه باندې په عزت حکومت کاوه او خلکو په درنه سترګه ورته کتل چې له دې جملې څخه لودي او سوري پاچاهان ول.

احمد شاه بابا د خپل شپږویشت کلن حکومت په بهير کې هيڅکله د سند او آمو سيندونو تر منځ سيمو په اړه له چا سره معامله و نه کړه، ځکه ده پلان درلود چې بايد د حکومت يوه پوله يې د سيند او بله پوله يې د آمو سيندونه وي، له همدې امله يې پر شمالي هند او پارس باندې يرغل و نه کړ، که يې دا کار کړی وای، پلان ته يې زيان رسېده.

احمدشاه ابدالي په یوه شعر کې خپله ویلي دي چې:

د ډهلي تخت هېرومه چې را یاد کړم

زما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه

که هر څو مې د دنیا ملکونه ډېر سي

زما خوښ دي ستا خالي تش ډګرونه.

په هند کې د قدرت پر سر بدلونونو د تلپاتي افغان دولت ضمانت نه کاوه، آن دا چې لږ څرک يې هم نه ليدل کېده. په دې وخت کې د مغولو امپراتوري ډېره کمزورې شوې او په جنوب او ختیځ سيمو کې یې واک نه درلود، د ډکهان مرهټیان، د پنجاب سيکان، اروپایان او نورو لویې او وړې ډلې د پياوړي کېدو په حال کې وې.

د افغانستان په لویدیځ کې د افشاريانو امپراتوري د کورنيو اختلافاتو له امله د بهرني يرغل پر وړاندې د مقاومت توان نه درلود، احمدشاه بابا کولای شوای چې د خپل پياوړي او منظم پوځ په وسيله دا امپراتوري ړنګه او د خپل واک ساحه پراخه کړي، خو هغه نه غوښتل چې د مخکينیو افغان پاچاهانو تېروتني تکرار کړي، هغوی به پارس فتح کړ، خو ساتلای به يې نه شوای.

احمدشاه بابا ځکه هغه وخت د افغانستان پر لويديځو سيمو يرغل نه کاوه چې هغه وخت د افغانستان امنيتي وضعيت ډېر حساس و، ځکه يې نو له مشهد او نیشاپور پرته د لوېدیځ خوا ته خپله امپراتوري و نه غځوله.

سر جان مالکم (۱۷۶۹-۱۸۳۳) لیکي چې احمد شاه بابا کولای شوای د پارسیانو امپراتوري ړنګه کړي او د دې امپراتورۍ له ړنګولو سره ډېر څه په لاس ورتلل، خو هغه پوهېده چې د دې امپراتورۍ سره ټکر کول په لوړه بیه ورته تمامېږي.

د پارس خلک له جګړې ستړي شوي ول، هغوی له افغانانو سره د جنګ کولو په اړه ډېرې ترخې خاطرې درلودې او له افغانانو څخه يې کرکه کوله. يو دليل يې دا و چې د پارس خلک شيعه ګان او له سني مسلمانانو څخه يې کرکه کوله، ځکه په پارس کې نورو سني مسلمانانو داسې هڅې کړي وې چې شيعه ګان سنيان کړي، پارسيان ډارېدل چې د سنيانو واکمني به د دوی مذهب په اقلیت بدل کړي.

له دې خنډونو سره سره د نادرشاه د غصب هڅو د هر ولایت او هر قوم مشران دې ته هڅولي ول چې ځان ته جلا حکومتونه جوړ کړي. دا د ځوان افسر (احمدشاه بابا) ځيرکتیا ښيي چې دا حالات يې په ځير سره وڅارل، ډېر ښه پلان يې جوړ کړ، په ډېر مناسب وخت کې له خپلو وفادارو افغانانو په ملګرتیا له پارس څخه راووت او په خپل پلرني وطن کې یو پياوړي او قانوني دولت جوړ کړ، د دې دولت په جوړولو سره يې د افغانانو نوم دومره لوړ کړ چې تر دې دمه يې ساری نه و ليدل سوی. 

د ورته نظر له مخې احمد شاه بابا د امو سیند په شمال کې د افغانستان د پولې په سترګه کتل. که څه هم د امو سيند بلې غاړي ته د خيوا، بخارا او سمرقند سيمو کې د ازبکانو تر منځ د واک پر سر شخړې رواني وې او له دې امله يې دولت کمزوری شوی و، خو بيا هم احمدشاه بابا نه غوښتل چې د امو سيند ها خوا ته سيمې په خپل دولت پورې وتړي، خو پر ګاونډي دولتونو د حملو له لارې پرمختګ د افغان دولت اړتیا وه. احمدشاه بابا لکه ځيني خلک چې فکر کوي د جنګي سياست له مخې دا کار نه کاوه او نه يې د دې لپاره کاوه چې د ياغيانو پام ځان ته راواړوي، بلکې د دې لپاره يې کاوه چې دولت يې د ګاونډيانو له يرغلونو څخه خوندي پاته شي.

که دې کار ته له ریالیستیکي زاويې وګورو، د لويديځو سيمو تر ګڼ میشته سيمو او پراخو دښتونو د افغان پوځيانو تېرېدل او هلته پښې ټينګول ګران کار و، خو ختيځ لورې ته په دې اندازې خطرونه نه ول. په ختيځ کې د سند له سیند سره نږدې میشت پښتنو په خپله خوښه د احمد شاه بابا د دولت ملاتړ کاوه او د هغه واکمنۍ ته يې مشروعیت ورکاوه، يوازې بيعت نه، بلکې نظامي مرسته يې هم ورسره کوله، له همدې امله احمدشاه بابا فکر کاوه چې د پارس او منځنۍ اسيا په پرتله يې په دې سيمه کې د بري چانس ډېر وي.

دغه ډول په ليري ختیځ هند کې هم هغه پښتانه مېشت ول چې د مخکينیو افغان پاچاهانو د واکمنۍ پر مهال دې سيمو ته ورکډه شوي ول. د وخت په تېرېدو سره يې له پښتنو پاچاهانو سره د ښو اړيکو، واک نيولو او واک ساتلو پوره مهارت درلود، دوی په دې سيمه کې په طبيعي ډول د افغان دولت د متحدينو او انډيوالانو رول لوبولای شوای، کله چې د نادر افشار تر وژلو وروسته په هند کې د واک پر سر کړکېچ جوړ شو، نو دا سيمه د يوه نظامي هدف په توګه مطرح شوه، ځکه چې نور نو په دې سيمه کې د افشاريانو واک دومره پياوړی نه و چې له افغانانو سره د جګړې توان ولري، دا سيمه اوس د دفاعي سيسټم له پلوه کمزورې شوې، خو د شتمنیو له پلوه خورا بډايه سيمه وه.

نظامي پرمختګ:

د ختیځ پر لور د احمد شاه بابا د يرغل هدف د افغان دولت هغه پولې وې چې د افغاني قومونو له کلتوري بنسټ سره يې اړخ لګاوه. دا پولې تر احمدشاه بابا مخکې د هیڅ یوه پاچا په وخت کې نه وې ټاکل شوي. که څه هم د اوسني افغانستان په لوېديځو سيمو کې هم افغان قومونه اوسېدل، خو هغه قومونه ډېر د پام او حساب وړ وول چې د سیند په شاوخوا کې مېشت ول.

کله چې احمدشاهي پوځ د سيند سيمې ته ورسېد او هلته يې خپلې پښې ټينګې کړې، نو تر دې وروسته احمدشاه بابا لويدیځ ته پام واړاوه، د فراه، هرات، مشهد او نیشاپور سيمې يې هم له افغانستان سره ونښلولې.

د هغه وخت سياسي او نظامي جوړښت داسې و چې کله به د پولې ها خوا ته بې ثباتي او ګډوډي جوړه شوه، نو د افغانستان پولې هم خوندي نه پاته کېدلې.

 کله چې مغولي امپراتوري کمزورې او د احمدشاهي دولت پولې ناامنه شوې، دې وضعیت احمد شاه بابا مجبور کړ چې د خپل هېواد د پولو ساتلو لپاره ځينې سيمې ونیسي او خپل هېواد د نورو دولتونو له يرغلونو څخه وساتي. په حقیقت کې نوي جوړي شوي امپراتورۍ هغه تېز سېلاب او توپان ته ورته وي چې د ویالو ولاړې اوبه له ځانه سره وړي.

د افغانستان ختیځ سيمو ته د احمدشاه بابا يرغل دوه مهم او تاريخي هدفونه درلودل: لومړی دا چې احمدشاه بابا غوښتل پر پنجاب افغانان واکمن شي چې دې واکمنۍ د نولسمې پېړۍ تر لومړیو لسيزو پورې دوام وکړ. دوهم دا چې احمد شاه بابا غوښتل په ختیځ کې خپلې نظامي جبهې د هندوانو، مرهټیانو او هغوی د متحدینو پر وړاندې غښتلي کړي.

احمدشاه بابا وکولای شوای چې د څلورو نظامي بریدونو په نتيجه کې، ياني (۱۷۴۷-۱۷۵۶) وخت کې له پنجاب څخه بيا تر ډهلي پورې سيمو باندې واکمني ټينګه کړي.

احمدشاه بابا په اوولسمه پېړۍ کې هغه وخت له دې امله د هند پر لورې چټک نظامي يرغل وکړ چې په هند کې مغولي امپراتوري کمزورې او مرهټيانو د هند ځينې مرکزي او جنوبي سيمې ونيولې.

د هندو مبارزینو د اتحاد په ترڅ کې مرهټیانو پر جنوبي او مرکزي سیمو واکمني کوله چې د (ډیکان) ځمکې هم پکې شاملې وې. د اوسني مهاراشترا، مادهیا پردېش، ګجرات او کرناټکه سيمې يې هم په لاس کې وې.

دا امپراتوري په ۱۶۷۴ کال کې د (شیواجې) په مشرۍ جوړه شوه. شيواجې (فورټ ریګاډ) سيمه چې بمبيي څخه ۱۷۵ کېلومتره ليرې ده، د خپلې امپراتوري مرکز وټاکه. شېواجې بریالی شو چې په ۱۷۰۷ ميلادي کال کې د اورنګزېب تر مړينې پورې د مغولي امپراتورۍ د ۲۷ کلنو يرغلونو په مخ کې ودرېږي او خپلې سيمې وساتي.

د شیواجې لمسي، (شاهو ) چې د (پېشوا) په نوم مشهور شوی او د لومړي وزیر په توګه يې وظیفه اجرا کوله، په ۱۷۰۷ کال کې واک ته ورسېد. نوموړي د خپل دولت تشکيلات ښه منظم او پياوړي کړل.

مرهټیان د هغو هندوانو له خوا جګړې ته هڅول کېدل چې د هغوی پر سيمه مسلمانانو حکومت کاوه او دوی ځنې تنګ شوي ول. که څه

 هم د شیواجي پلار د یوه محلي شاهي دولت تر امر لاندې کار کاوه، خو ده نيت درلود چې پر هند باندې د مسلمانانو واکمني پای ته ورسوي او بشپړه اجتماعي او مذهبي خپلواکي وګټي.

که څه هم په لومړي سر کې د مرهټیانو خوځښت د عمومي بغاوت په بڼه نه معلومېده، خو وروسته يې ډېر ژر د هندوانو د بشپړه خپلواکۍ لپاره لوی لښکر جوړ کړ. هر څومره چې به يې پرمختګ کاوه، په هماغه اندازه به یې د هند عادي هندوان او مسلمانان د مالیو او نورو لارو ځپل.

د هند د مسلمانو پاچاهانو پر وړاندې د پوځي ځواک په موجوديت کې بیا هم په هند کې مرهټیانو د عامو خلکو پر وړاندې د خپلو ظلمونو، تکبر او افراط له کبله بد نوم درلود. که څه هم هندوان د مسلمانانو په اندازه له مرهټيانو څخه هم تنګ ول، خو مرهټيانو بیا هم له مسلمانو څخه د ازادۍ اخیستلو شعارونه ورکول، هغه مسلمانان چې پر هندوانو يې له شپږو پېړیو راهیسې حکومت کاوه.

د مرهټیانو د قوت اصلي عامل د هغوی باډیسيپلینه نظامي ځواکونه او د دښمن پر وړاندې د هغوی د چریکي جنګ مهارتونه ول. د جګړې هغه غیر منظم میتود چې شیواجې عملي کړی و، د چریکي جګړې تاکتیکونو (ګانیمي کاوا) خورا ښه نتيجه ورکړې او خلک يې راجلب کړي ول، په سيمه کې بلدتيا، په شپه کې هدفي وژني، جګ غرونه او اوږدې درې وې چې دوی ته يې د بريا زمينه برابره کړې وه.

د مغولي پوځونو پر وړاندې د شیواجې د جګړې موثریت د دې لامل شو چې اورنګ زېب شيواجې ته د غرونو د موږک لقب ورکړي. د مرهټي پوځونو په پراخېدلو سره د هغوی پوځي جوړښت د بهرنیانو په استخدام او اروپايي نظامي سیسټمونو په خپلولو سره په دې پوځ کې نوښت او قوت پيدا شو.

په داسې حال کې چې د مرهټیانو شهرت مخ پر ډېرېدو و، خو دوی خپل مخکني جنګي مهارتونه بایللي او یوازې يې د اورګاډو په لوټ او تالان اکتفا کړې وه چې دا کار ډېر ستونزمن هم و.

د مرهټیانو په پوځونو کې پلي، سپاره او توپچي ډلي شاملې وې چې د هرې ډلې شمېر جلا و. سپاره تر ټولو وړه قطعه وه چې برګیر (Bargir) يې ورته ويل او (۲۵) جنګيالي يې درلودل او قوماندان يې (حوالدار) باله.

له پنځو برګیرونو څخه جوړې شوي ډلې مشر ته يې بیا (جُمالدار) ويل. له لسو قطعو (سکواډرون) څخه یوه فرقه جوړېدله چې قومانده يې (هزاري) بلل کېده، د (ساري نوبت) بیا پر ټولو پیاده ځواکونو قومانده چلوله.

په پیاده ځواکونو کې نهه سرتېري د يوه قوماندان له خوا اداره کېدل چې (ناياک) يې باله. دغه ډول نهو وړو ډلګیو د حوالدار تر قوماندې لاندې جګړه کوله. دوو او دریو حوالدارانو د یوه جُمالدار تر امر لاندې کار کاوه او لس جُمالداران بیا د فرقې د قوماندان تر امر لاندې وه چې هزاري يې ورته ويل. یوه ساري نوبت بیا د ټولو پیاده ځواکونو قومانده پر غاړه درلوده. (۶)

د اورنګزېب تر مرګ وروسته د مغولي امپراتورۍ په کمزوري کېدو سره د مرهټه و ځواک په ناڅاپي ډول پراخ سو. په دې وخت کې مرهټيانو پر شمالي هند باندې د یرغل نيت درلود. شمالي هند په دې وخت کې د هند د مسلمانانو د سیاسي او کلتوري ځواک مرکز بلل کېده.

باجی راو چې په (1740) ميلادي کال کې مړ شوی وايي چې د مرهټيانو (پېشوا) چې ډېر قهرجن او عصبي سړی و، د شمالي هند په اړه خپله نظامي طرحه په دې ټکو اعلان کړه: ((باید ونه له بېخه و ایستل شي چې پاڼې يې ورسره مړاوي او وچې شي)). له ونې څخه يې هدف ډهلی او له پاڼو څخه يې هدف هغه ولايتونه ول چې والیان يې مسلمانان ول.

په 1756 کال کې د احمدشاه بابا له لورې د ډهلي نیول د دې لامل شول چې مرهټیان له افغان پوځونو سره په هغو سيمو کې مخامخ شي چې د دوی په لاس کې وې. په 1757 کال کې مخکې تر دې چې احمدشاه بابا کور ته راوګرځي، د مغولو پخوانی ناتوانه امپراتور (عالمګیر ثاني) يې د ډهلي پر تخت کښېناوه او خپل هندي افغان ملګری نجیب الدوله یې د هغه نایب السطنه او لوی درستيز يا نظامي قوماندان مقرر کړ. دغه ډول يې خپل زوی، شهزاده تیمورشاه د سیند او ختیځو ولایتونو مسوول او سردار جهان خان یې د هغه مرستيال مقرر کړ. (۷)

مرهټیان د ستر خنډ په توګه:

کله چې احمدشاه بابا کندهار ته ستون شو، نو مرهټه جنګيالي ډهلي ته ننوتل او د هغه له خوا مقرر شوي چارواکي يې له هغه ځایه وشړل، بيا يې د خپلو محلي متحدینو په مرسته د پنجاب پر لور حرکت وکړ او په 1758 ميلادي کال کې يې شهزاده تېمورشاه له له پنجاب څخه وتلو ته اړ کړ.

کله چې احمدشاه بابا د خپل حکومت په دروازه کې نژدې د مرهټيانو خطر وليد، نو په (۱۷۵۹) کال له يوه ستر پوځ سره راغی او له مرهټه ځواکونو څخه یې په پنجاب او ډهلي په شاوخوا کې ډېرې سيمې بیرته ونيولې.

 د احمد شاه بابا د لښکرو په لاس په پنجاب او د ډهلي کې د مرهټيانو تر ماتي وروسته مرهټیان او شمالي هند کې د هغوی متحدین ناهيلي شول. هغوی له خپل پېشوا څخه وغوښتل چې د افغان ځواکونو د ماتولو لپاره یو ستر پوځ ورواستوي او هندوانو ته دي اجازه ورکړي چې په هند کې د مسلمانانو واکمني پای ته ورسوي.

د 1760 کال په پسرلي کې (بالاجي باجي راو) یو ستر پوځ تیار کړ او د خپل کشر زوی (ويس واس راو) په مشرۍ يې د احمدشاه بابا د مقابلې لپاره واستاوه، خو د پوځ اصلي قومانده د (سدا شیو راو بهاو) په لاس کې وه. دا پوځ د دريو لکو ( 300،000) څخه جوړ شوی و چې لويه برخه يې غير جنګي عسکر او خدمتګاران ول.

دې پوځ ورور ورو حرکت کاوه چې ايله بیله د 1760 کال د اګست د میاشتې پر لومړۍ نېټه ډهلي ته ورسېد، بیا يې له هغه ځايه د شمالي هند پر لور حرکت وکړ چې پنځه میاشتي وروسته د (پاني پت) په سيمه کې له احمدشاهي پوځ سره مخامخ شول.

احمدشاه بابا له مرهټيانو سره د جګړې لپاره په هند کې له میشتو افغانانو سره يو ګډ او ائتلافي لښکر جوړ کړی و، په دې لښکر کې د (روهیلا) هغه افغانان هم ول چې د ګنګا او جمنا سیندونو تر منځ یې ژوند کاوه، په دې لښکر کې د عود نواب او شجاع الدوله هم شامل و. (۸)

د پاني پت د جګړې پيلامه:

په پاني پت کې دواړو پوځونو له يو بل سره تر دوو میاشتو زیاته جګړه وکړه، په دې بهير کې دواړو لوریو څو ځله هڅه وکړه چې يو د یو بل لوژستیکي لارې بندې کړي او په دې ډول يو بل ته ماته ورکړي. هر لوري هڅه کوله مقابل لوری په داسې حالتونو کې جګړې ته اړ باسي چې د ګټې پر ځای زيان ورورسېږي.

مرهټیانو غوښتل چې د خپلو کمپونو پر شاوخوا مېشت افغانان دې ته اړ باسي چې پر دوی باندې مخامخ بريد وکړي او دوی يې په خپلو توپونو ووژني، خو احمدشاه بابا تلوار نه کاوه.

که څه هم د احمدشاه بابا هندي مجاهدينو احمدشاه بابا ته مشوره ورکول چې ژر پر مرهټه وو باندې يرغل وکړي، خو احمدشاه بابا هغوی حوصلې او زغم ته رابلل، هغوی ته يې وويل چې زه پر يوه موثر جنګي تاکتيک کار کوم، کله چې زما پلان بشپړ شو بیا يې ستاسې سره شريکوم او د هغه تاکتيک له مخې به برید وکړو. (۹)

د مرهټیانو پوځونو څو ځله هڅه وکړه چې افغانان مخامخ جګړې ته د هغوی د لوژستیکي لارو په بندولو سره اړ باسي، خو د احمد شاه بابا کېمپ ډېر ښه موقعيت درلود، د افغان پوځونو موقعیت ځکه ښه و چې د هغو افغان متحدینو مرسته ورته رسېده چې د جمنا د سیند پر هغه بله غاړه مېشت ول.

د مرهټیانو پوځ له ځانه سره د بار وړلو ګاډي، توپونه او د کورنیو د ساتني لپاره ګڼ شمېر خدمتګاران درلودل چې له دې امله اسانه زيان وراوښتلای شوای. عیني شاهدانو ویلي چې د مرهټه وو په کېمپ کې پنځه لکه خلک ځای پر ځای شوي ول. (۱۰)

بهاو د ډهلي له لارې خپلو ځواکونو ته ضروري مواد رسول چې ډهلی د دوی د لومړي جنګي خط لوژستیکي قرارګاه وه او د لوژستیکي موادو رسولو نورې لارې د ډهلي شاوخوا ولسوالۍ وې. احمدشاهي پوځ په یوه مهم موقعیت کې پروت و، ځکه کولای يې شوای چې د دښمن دواړې لوژستیکي لارې وتړي.

د مرهټیانو ځواکونو ته د پنجاب سیک مشرانو او پټیاله راجا ګانو له لورې هم د سرهند – پټیاله له لارې لوژستیکي مواد رسېدل. احمد شاه بابا په اخیر کې وکولای شول چې د کونج پورا تر نیولو وروسته دا لارې وتړي، کونج پوره سيمه د مرهټه وو د کېمپ شاته پرته وه.

په دې ډول افغانانو وکولای شول چې د مرهټیانو هغه لويې لوژستیکي لارې وتړي چې د ډهلي او سرهند په اوږدو کې پرتې وې. احمد شاه بابا لیکلي چې د دې لارو د نیولو داخلي پلنوالی د دېرشو میلو په شاوخوا کې و. (۱۱)

له بلې خوا د مرهټه جنګياليو قوماندان د خپلو جنګياليو د شمیر او جنګي تجهيزاتو امله ډېر ډاډه و چې دا جګړه به خامخا ګټي، د دې تر څنګ په تېرو کلونو کې د هند په شمال کې خپلو څو پر له پسې پوځي بریاوو هم ډېر ډاډمن کړی او هڅولی و.

بهاو باور درلود چې د دوی سيک متحدین چې د پنجاب په مهمو ځايونو کې يې مورچلې جوړې کړي وې، په لویدیځ کې به هم د افغانانو نظامي ځواکونه وځپي او (روهیلا) او نور سرداران به له خپلو افغان متحدینو څخه جلا کړي.

محمد الحسیني چې د احمد شاه بابا رسمي مورخ و وايي چې کله به د افغان جنګياليو نظامي مرکزونو ته ستونزه پېښه شوه، نو احمدشاه بابا به ډېر ژر هغه مرکز بل ځای ته یووړ، له دې کار څخه يې هدف دا و چې يو خو  د دښمن خپلمنځي اړيکي پرې کړي او له بلې خوا د هغوی تدارکاتي کاروانونه وڅاري. (۱۲)

تر دې وروسته د احمدشاه بابا سپرو جنګياليو د دښمن پر کمپونو د شاه او څنډو له خوا بريدونه ډېر کړل. هره شپه به (5،000) افغان جنګيالي د دښمن کېمپ ته نږدې په کمين کې کېناستل او تر سهاره به یې هغوی څارل، دوو نورو سپرو ډلو چې د هغو سرتېرو شمېر هم پنځه زره و، د ښي او کيڼ لوري د دښمن د کېمپونو پر لورې حرکت کاوه او د هغوی لوژستیکي لارې یې تړلې.

 د دښمن کمپونو ته د لوژستیکي موادو هره هڅه به شنډېدله او د خدمتګارانو هغه ډلې به هم نيول کېدلې چې د شپې په تياره کې به د لرګیو او خوړو برابرولو لپاره له کېمپونو څخه راوتل. د دې شپنيو عملياتو قومانده د شاه پسند خان او سردار جهان خان په لاس کې وه. (۱۳)

د ډهلي په لار کې مېشتو افغان ځواکونو د دښمن جنوبي لوژستیکي لارې وتړلې او د شمال له لورې یې د دښمن کېمپونو ته د لوژستیکې موادو د مخنيوي هڅې جاري وساتلې.

مرهټیانو هم ورته هڅي وکړې چې د افغانانو له کېمپ سره د اړيکو ستراتیژیکي لارې وتړي. بهاو، د ګوبیند پنډیټ ته امر وکړ چې په دوآب (د جمنا او ګنګا سیندونو تر منځ پرته سیمه) کې پر مېشتو افغانانو بريد وکړي او د احمد شاه بابا د پوځونو شا ته ستراتیژیکې لارې وتړي.

د ګوبیند په مشرۍ له لسو دوولسو زرو سپرو جنګياليو د ګنګا او جمنا سيندونو تر منځ سيمو باندې بريد وکړ او تر میرُوت پورې مخ ته ولاړ. دې جګړې د افغانانو کېمپ ته د لوژيستيکي موادو رسولو بهير ټکنی کړ.

احمد شاه بابا د شاه ولي خان او حاجي کريمداد وراره عطايي خان ته امر وکړ چې له (5،000) اس سپرو سره ولاړ شي او په دوآب کې پر مرهټیانو باندې بريد وکړي.

افغان جنګياليو په بيړه حرکت وکړ. د 1760 کال د ډیسمبر پر شپاړسمه نېټه په باغ پت کې د جمنا له سیند څخه تېر شول، په شپه او ورځ کې به يې د (100) میلو په اندازه سفر کاوه. افغانان د مرهټیانو پر ناخبره پوځ د برېښنا په څیر تېز ورغلل.

مرهټیان د افغانانو په ورتګ ډېر وارخطا او ډېر ژر د جګړې له میدان څخه وتښتېدل، خو افغانانو د تېښتې فرصت ور نه کړ او هغوی يې محاصره کړل. افغان جنګياليو ګوبیند پنډیټ د تېښتي پر مهال ونيو او سر یې ځنې غوڅ کړ. افغانان څلور ورځې وروسته په داسې حال کې خپل پوځي کېمپ ته راستانه شول چې د پنډت ګوبيند پرې کړی سر يې په لاس کې و. (۱۴)

د ګوبیند پنډيټ تر ماتې وروسته، بهاو یوه (2،000) اس سپاره سرتېري ډهلي ته واستول چې له هغه ځایه د خپلو لګښتونو لپاره خزانه راوړي. دې سرتېرو ته امر شوی و چې د شپې له خوا حرکت وکړي، پر نویو او پټو لارو ولاړ شي، د ډهلي له خوا چې راځي، نو هر سرتېری دي له ځانه سره (2،000) روپۍ راوړي.

د مرهټه وو دا سرتېري له کومي ستونزي پرته ډهلي ته ورسېدل، خو د راتګ په وخت کې یې مخکينۍ پلان شوي لارې ورکې کړې او د خپلو کېمپونو پر ځای د افغانانو کېمپ ته ورغلل. افغانانو هغوی محاصره کړل، ټول يې ووژل، خزانې او طلاوي یې ځنې واخيستلې. (۱۵)

(کاسي راج) چې د جګړې په ټول بهیر کې هلته حاضر و، لیکي چې احمدشاه بابا له لومړۍ ورځې څخه له کېمپ څخه دوه میله ليري د ځان لپاره یوه وړه سوربخونه خېمه درولې وه، د سهار تر لمانځه وروسته به له دې خېمې څخه راووت. پر اس به سپور شو او خپل زوی تیمورشاه او د څلوېښتو پنځوسو په شاوخوا کې آس سپاره به ورسره ول، تر ماښامه پورې به يې د افغان جنګياليو د لومړي خط ټولې نظامي پوستې ارزولې.

په دې ډول احمد شاه بابا هره ورځ سل ميله سفر کاوه، کله چې به لمر ولوېد بيرته به خپلې وړې سوربخونې خېمې ته راستون شو. احمدشاه بابا او ورسره سپرو به يې په دې وړه خېمه کې د ماښام ډوډۍ وخوړله او بیرته به خپل عمومي کېمپ ته ستانه شول.

د احمد شاه بابا له ورځنيو کارونو څخه يو کار همدا و چې هره ورځ به يې خپلې ټولې نظامي پوستې کتلې. په دې ډول به د خپلو عسکرو او دښمن له ټولو حالاتو څخه خبرېده.

احمدشاه بابا به په داسې حال کې خپلې پوستې کتلې چې هره ورځ به د دواړو خواوو پوځونه له توپونو سره له خپلو کېمپونو څخه راوتل او يو پر بل به يې ګولۍ اورولې او سرتېرو به لاس په لاس يو له بل سره جګړه کوله. کله چې به شپه شوه سرتېرې به له خپلو توپونو سره بيرته کېمپونو ته راستانه شول. (۱۶)

تر لويې جګړې مخکي، درې مهمې پیښې وشوې. لومړۍ پېښه د نوامبر پر ( 29) نېټه وشوه. کله چې د مرهټیانو یوې (15،000) کسیزې ډلې په افغان کېمپ کې د وزیر شاه ولي خان پر سیمه باندې بريد وکړ. د مرهټیانو دا بريد ډېر ناڅاپي او خونړی و، خو ډېر ژر د افغانانو کومکي ځواکونه را ورسېدل او مرهټیان تر زیاتو تلفاتو وروسته بیرته خپل کېمپ ته ستانه شول.

دوهمه پېښه د ډسمبر د میاشتې پر (۲۳) نېټه وشوه. کله چې وزیر الدوله د مرهټیانو کېمپ ته ډېر نږدې ورغی او د مرهټیانو ډېرو سرتېرو پر هغه بريد وکړ. په دې بريد کې د مرهټي جنګياليو مشري (بلمونت) کوله. په دې جګړه کې افغان پوځيان وتښتېدل او د افغان پوځيانو له جملې څخه د روهیلا جنګيالیو مشر له خپلو پنځوسو جنګيالیو سره د جګړې په ډګر کې يوازې پاته شو، خو نوموړي همت له لاسه ور نه کړ او په ډېره زړه ورتيا سره يې د کومکي ځواکونو تر را رسېدلو پورې جګړې ته دوام ورکړ. په دې جګړه کې د (1500) په شاوخوا کې افغانان ووژل شول. (۱۷)

جګړې تر ماښامه پورې دوام وکړ، په اخیر کې د مرهټه جنګيالیو مشر (بلمونت) د مچلوغزي په وار ووژل شو او افغان جنګياليو د مرهټه لښکر ليکې ماتې کړې، تر دې وروسته دواړو خواوو جګړه ودروله او خپلو کېمپونو ته راستانه شول.

په درېیمه پېښه کې د مرهټه وو له کېمپ څخه (20،000) غير جنګي عسکر راووتل چې له نژدې ځنګله څخه د سونګ لپاره لرګي او څارويو لپاره خواړه راټول کړي. دا عسکر د شاه پسند خان په مشرۍ له پنځه زره کسيزې ګزمې سره مخ او له څلورو خواوو څخه د افغان جنګيالیو له خوا محاصره شول، تر څو چې مرهټه جنګيالي خبرېدل او دوی ته يې مرستندوی پوځيان را استول افغانانو هغوی ټول ووژل.

دې تلفاتو له رواني پلوه د مرهټيانو زړونه ولړزول او په زړونو کې يې وېره خپره شوه، آن دا چې تر ټولو زړه ور (بهاو) هم وډارېد. (۱۸)

اوس نو د کېمپ ساحه ډېره محدوده شوې او مرهټه پوځ له صحي او اوسېدو له پلوه له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان و. دې وضعیت د پوځ پر روحيه ناوړه اغېز وکړ. هر څومره چې دې حالت دوام کاوه په هماغه اندازه د مرهټه پوځ په زړونو کې ډار او نارامي ډېرېدله.

احمدشاه بابا خپل کېمپ د نوامبر د مياشتې په وروستۍ اوونۍ کې څلور ميله ليري جنوب ختيځ پلو ته جمنا سیند ته نږدې د (باپاولي) نومي کلي ته انتقال کړ چې ځان له دې نفس تنګۍ او اندېښنو څخه بې غمه کړي.

دا يو داسې ځای و چې د افغانانو کېمپ ته د مرهټه وو د توپونو مرمۍ نه شوای رسېدلای. بل دا چې د جمنا سيند پر هغه بله غاړه افغانانو ته لوژستيکي مواد په اسانۍ سره وررسېدل او افغانانو د څښلو پاکو اوبو ته هم لنډه لاره وموندله.

مرهټه لښکر د افغانانو دې کار ته د افغانانو د ماتي او خپلې بريا په سترګه وکتل. بهاو د 1760 کال د ډیسامبر پر شپږمه نېټه ولیکل: ((ابداليان پر موږ باندې د بريد توان نه لري، زموږ د توپونو وارونه پر هغوی ولګېدل او د هغوې په کېمپ کې یې اسونه او سړي ووژل، ځکه نو ووېرېد، له ډاره څلور میله ليري پر شا شو او خپلې وسلې یې له ځانه سره یووړې، د دوی غيرت ورځ په ورځ کمېږي، موږ به ډېر ژر هغوی مات کړو)). (۱۹)

د لوژستیکي لارو بندېدل هغه ستونزه وه چې مرهټیانو ته يې ژورې اندېښنې پيدا کړي وې. محلي بنجاره والاوو (هندي کوچیان) په دې ستونزمنو حالاتو کې خپل محدود لوژستیکي مواد په ډېره ګرانه بيه پر مرهټه وو باندې خرڅول.

د ډیسامبر د مياشتې په پای کې د مرهټیانو په کېمپ کې اندېښنې دومره ډېرې شوې چې هغوی د غلو دانو لپاره د پاني پت میدان یووې کړ. مرهټه جنګيالي له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان شول، اخير بهاو له شجاع الدوله څخه وغوښتل چې له دوی سره سوله وکړي. اوس نو بهاو دومره وارخطا او ناتوانه شوی و چې د افغانانو هر ډول شرط ته يې غاړه ايښودله.

د افغان جنګياليو په مشرانو کې وزیر او د روهیلا په شمول نورو افغان مشرانو د سولې مخالفت نه کاوه، خو شجاع الدوله د سولې مخالف و. نوموړي ویل چې پر مرهټیانو باور کول نه دی په کار، اوس چې هغوی کمزوري شوي باید موږ له دې فرصت څخه ګټه واخلو. زما په نظر د مرهټیانو ستونزه باید د تل لپاره حل شي. مرهټیان د هندوستان د اغزیو حیثیت لري، که هغوی له لارې ليري شي، دا امپراتوري به د تل لپاره ټينګه پاته وي. هغه و چې احمد شاه بابا د شجاع الدوله دا وړاندیز قبول کړ او په خپل کېمپ کې یې له مرهټه وو سره د سولې نه کولو خبر خپور کړ.

د دواړو خواوو جنګي ځواک:

د دواړو لوریو لپاره د پاني پت د جګړې سیاسي ارزښت او د مرهټیانو تر ماتي وروسته د هغوی ستر ځاني او مالي زیانونه، د جنيګيالو او جنګي وسايلو په شمېر کې مبالغه شوې ده. احمد شاه بابا د مرهټه پوځونو شمېر د یو ملیون په شاوخوا کې ښيي چې شپږ لکه اس سپاره او پنځه لکه پیاده جنګيالي ول.(۲۰) د جګړې د ډګر ماهیت، ریښتینې جګړه او لوژستیکي اړتیاوو ته په کتو سره دا شمېر یو څه زیات ښکاري.

دغه ډول احمدشاه بابا ادعا کوي چې د دښمن پوځ زر توپونه او نیم میلیون توپکونه درلودل. د جګړې لګښت، د قوماندې کنترول او لوژستیکي محدودویتونو ته په کتو سره اوسني لیکوالان اټکل کوي چې د دواړو لوريو جنګيالیو شمېر له (60،000) څخه نيولې بیا تر (85،000) پورې وو. (۲۱)

خو په دې اټکل کې د بار وړونکو او خدمتګارانو شمېر نه دی حساب شوی. امکان لري چې ځینو تاريخ ليکونکو غیر نظامیان او خدمتګاران هم د جنګي ډلو په شمېر کې ګڼلي وي.

کاسي راج پنډیټ، په دې جګړه کې د شجاع الدوله د سکرتر په حیث ګډون کړی او د نواب د استازي په توګه يې د پاني پت کېمپ لیدلی و. نوموړي د مخالفو پوځونو شمېر د مرهټیانو د پوځي دفترونو د لیدلو او هلته د مسوولینو سره د خبرو له لاري شمېرلی و.

د نوموړي په وينا د افغاني ځواکونو شمېر له دوو عنصرو څخه تشکيل شوی و: (۲۴) سپاره دستې (فرقې) چې هرې قطعې (1200) اس سپاره درلودل. په دې جنګيالیو کې د احمدشاه بابا د ساتني ځانګړي قطعې هم شاملي وې.

د احمدشاهي پوځونو نور عنصرونه (2،000) اوښان ول چې پر هر اوښ دوه توپک لرونکي جنګيالي او یو زنبورک توپک بار و. همدا راز څلوېښت توپونه او د اُشتُرنال یا هم وړو توپکو زیات شمېر یې پر اوښانو بار شوي ول.

د متحدینو جبهې د شجاع الدوله له (2000) پلي سرتېرو، او شلو بېلابېلو وسلو بار اوښان درلودل، د نجیب الدوله (8،000) اس سپاره او د روهیلا (18،000) پلي سرتېري او زیات شمېر توپکونه، د احمد خان بنګښ (1،000) سپاره او (1،000) پیاده سرتېرو او یو شمېر توپونو څخه جوړ شوی و. د دې پوځونو شمېر (41،800 ) اس سپرو او (38،800) پلي او تر 70-80 توپونو پورې رسېده.

د کاسي راج اټکل د هغه غیر منظمو سرتېرو شمېر چې له پوځ سره مل ول د د ښمن تر پوځ څلور برابره ډېر ښيي. کله چې به منظمو پوځونو پر دښمن برید وکړ، نو دې غیر منظمو پوځونو به حرکت کاوه او په خپلو تورو به يې د دښمن بنديان، ټپيان او ستړي سرتېري وژل. (۲۲)

د مرهټیانو د جبهې فوځ د ابراهیم خان ګردي له (2،000) اس سپرو او (9،000) پیاده او همدا شان توپونه چې په اروپايي بڼه عیار شوي ول د توپخانو له څلوېښتو قطعو سره یو ځای او (6،000) محلي اس سپاره، (5،000) اس سپاره د (مالهار راو هولکار) تر امر لاندي، (10،000) اس سپاره ول چې قومانده يې د (جان کوجي سندهیا) په لاس کې وه، (3،000) اس سپاره چې د (داماجي ګیويک وار)، (شوماشیر بهادر) او (بالاجي جادون) تر قوماندې لاندې ول.

د (راجا بیتهول شودیو) جبهې ټول (12،000) اس سپاره درلودل. (7،000) اس سپاره چې (بلمونت راو) یې مشري کوله، (5،000) اس سپاره د (ویسوا راو) تر امر لاندې او د (آنتاجي مانکیسیر) له (2،000) اس سپرو څخه جوړ شوی و.

دې متحدینو د (24،000) په شاوخوا کې فوځ تشکیل کړی و. دې فوځ 200 توپونه او زیات شمېر راکټونه او واړه توپکونه (اُشتُرنال) درلودل. د ټول مرهټه فوځ شمېر د (79،000) اس سپرو او (15،000) پلي جنګيالیو په شاوخوا کې و. (۲۳)

له دې لښکر سره خپلې کورنۍ او خدمتګاران هم ملګري ول چې شمېر يې تر پنځه لکه اوښت.

د جګړې اوج:

د 1761 ميلادي کال د جنوري په لومړۍ اوونۍ کې، مرهټیان په خپل کېمپ کې له سختې لوږې څخه تنګ شول. د پوځ قوماندانانو (بهاو) ته زارۍ وکړې چې بايد مخامخ جګړه پيل کړو، د دې پر ځای چې له لوږې مړه کېږو، دا به ښه وي چې په مخامخ جګړه کې مړه شو. هغوی بیړه درلوده چې دا له کړاوه ډکه او پېچلې جګړه ژر يوې خوا ته شي، يا يې وګټي او يا يې وبايلي.

مرهټي سرچینو د بهاو د کېمپ تیاره برخلیک د پاني پت تر جګړې وړاندې تصور کړ. د افغانانو قوت مخ پر ډېرېدو و، خو برعکس د مرهټیانو پوځ د لوژستیکي امکاناتو د نشتوالي له امله ورځ په ورځ کمزوری کېده.

هره ورځ اسونه مړه کېدل، آن دا چې د پوځ مشران دې ته اړ شول چې پلي وګرځي. د دوی په نظر د دې کېمپ پرېښودل یوه ښه لاره وه، خو په شاوخوا کې ګڼو ځنګلونو او افغانانو کمينونو دا مانا درلوده چې مرهټيان بايد یوازې د ډهلي له لارې ووځي. (۲۴)

د (ګیلچه) لاره افغانانو بنده کړې وه، ځکه نو دا غوره وه چې د جمنا لور ته لس ميله په داسې ډول حرکت وکړي چې شا یې سیند ته او توپونه یې د ګیلچه يا افغانانو لوري ته وي.

د دوی هدف ډهلي ته رسېدل، لوژستیکي امکاناتو ته لاسرسی، د پوځ بیا منظم کول او د جمنا د سیند پر غاړه خپل کېمپ جوړول و. (هولکر) اندېښنه درلوده چې د ګیلچه لاره خو افغانانو تړلې ده، موږ به له دې لارې او کمين څخه څنګه تېر شو؟ اخير داسې پرېکړه وشوه چې بايد د (بناګاس) په ګډون هر جنګيالی جګړه وکړي او د هدف خوا ته حرکت وکړي. (۲۵)

کله چې بهاو د خپل جنرال (هولکر) وړانديز ومانه، نو يو ځل يې بيا نواب شجاع الدوله ته د ليک له لارې د سولې وړانديز وکړ او دا يې د خپل لښکر د ژغورنې لپاره وروستۍ هڅه وه.

بهاو و نواب شجاع الدوله ته وليکل: ((زموږ د صبر کاسه ډکه شوې او نور د یوه څاڅکي ځای هم پکې نشته. که تاسو څه کولای شئ، هیله ده چې ژر يې وکړئ، که نه يې شئ کولای نو موږ ته سم ځواب راکړئ، ځکه چې تر دې وروسته به د سولې لپاره د خبرو فرصت نه وي)).

کله چې دا یاداښت سهار درې بجې د افغانانو کېمپ ته ورسېد، افغانانو داسې فکر وکړ چې مرهټیان به څو ساعته وروسته بريد پيل کړي. نواب شجاع الدوله احمدشاه بابا ته ورغی، هغه يې له خوبه راویښ کړ او د بهاو له وړانديز او تازه وضعيت څخه يې خبر کړ.

عيني شاهد (کاسي راج) وايي چې احمدشاه بابا سمدلاسه له خيمې راووت او پوښتنه يې وکړه چې څه خبره ده؟ نواب ځواب ورکړ چې د توضیح لپاره وخت نشته، هيله ده چې تاسې ډېر ژر خپل آس زين، پوځ منظم او د (تيار سئ) امر ورته وکړئ!

کاسي راج زياتوي چې احمدشاه بابا هم سمدلاسه پر خپل هغه اس سپور شو چې مخکې لا د خيمې مخ ته زين کړی ولاړ و. هماغه د خوب په کاليو کې پر اس سپور يو ميل مخ ته ولاړ، بيا يې له نواب څخه پوښتنه وکړه چې دا معلومات یې له کومه کړي دي؟ نواب زما (کاسي راج) نوم ورته ياد کړ. احمدشاه بابا ډېر ژر په ما پسې يو عسکر راواستاوه او زه يې وروغوښتلم.

کله چې زه ورغلم نو احمدشاه بابا پوښتنه راڅخه وکړه چې څه خبره ده؟ ما ورته وويل چې مرهټیان تر خپل جنګي خط زموږ خوا ته راوړاندې شوي او تر لمر ختو پورې به پر افغانانو بريد وکړي.

په دې وخت کې یو څو افغاني جنګيالي اس سپاره له اسونو سره یو ځای را ورسېدل چې پر خپلو اسونو یې د ولجې (غنيمت) مالونه بار کړي وو. دوی وويل چې دا مالونه يې د مرهټه وو په کېمپ کې وموندل. دوی دا هم وويل چې مرهټیان د تېښتې په حال کې دي.

احمد شاه بابا ماته و کتل، ويل ښه ته څه نظر لرې؟ ما ورته و ویل چې تاسې به ډېر ژر پوه شئ چې زه رښتيا وايم. کله چې ما له احمدشاه بابا سره خبرې کولې، په دې وخت کې مرهټیان له خپل کېمپ څخه درې نيم ميله مخ ته راوړاندې شول او د توپونو څو ډزې هم واورېدل شوې.

د دې ډزو په اورېدو سره احمدشاه بابا قيلون چيلم خپل يوه خدمتګار ته ورکړ او په ډېر ارام ذهن يې نواب ته وويل: (( ستا د خدمتګار خبر رښتیا دی)). بيا يې سمدلاسه په وزیر اعظم او شاه پسند خان پسې سړي واستول او هغوی يې راوغوښتل. (۲۶)

افغان پوځ په داسې ډول چمتو کړل شو چې مخ یې لوېدیځ لوري ته د پاني پت پر خوا او دواړو خواوو او مینځ کې یې د احمدشاه بابا ځانګړې قطعات ول. د څنډو او مرکزي برخو تر منځ واټن د هندي متحدینو او روهیلا افغانانو ډک کړی و.

په دې ډول د پوځ لیکو هندي متحدین له افغان مشرانو سره یو ځای کړې ول، هدف يې دا و چې احمدشاهي لښکر د ټولو سرتېرو مديريت ښه وکولای شي او هره برخه يې له بلې سره وتړل شي.

دا تقسیمات له کیڼ لوري څخه په دې ډول تنظيم شوي ول: د شاه پسند خان ځواکونه، نجیب الدوله او شجاع الدوله پلي او سپاره سرتېري، اصلي دراني ځواکونه د وزیر شاه ولي خان تر امر لاندي، د احمد خان بنګش، حافظ رحمت خان، دوندي خان، امیر بېګ خان ځواکونه، پارسي ځواکونه او برخوردار خان سرتېري. پر اوښانو بار شوي توپکونه او له (۷۰) څخه نيولې بيا تر (۸۰) توپونه د سرتېرو مخ ته ځای پر ځای شوي ول.

ډېرې اسلامي سرچینې ښيي چې د مرهټیانو ځواکونو د جګړې په بهير کې خپل تشکيلات بدلول رابدلول او له بېلابېلو خواوو څخه يې پر افغان پوځ بريدونه کول، خو لومړنۍ افغان او هندي سرچینې د مرهټیانو په شمول د مرهټیانو د جنګي پلان یو بل تصویر وړاندې کوي.

دا سرچينې وايي چې کله د مرهټه وو پر کېمپ باندې د لوژستیکي موادو لارې وتړل شوي، د هغوی مشرانو د دې ستونزې د حل په اړه تر خپل منځ مشورې وکړې. بالاخره د 1761 کال د جنوري د مياشتې پر (۱۳) نېټه يې پرېکړه وکړه چې د ډهلي پر لور حرکت وکړي، دوی په ډيلي کې کولای شوای چې لوژستيکي مواد ترلاسه کړي، خپل لښکر پياوړي کړي او بيا له افغان پوځ سره جګړې ته ځانونه چمتو کړي. (۲۷)

د همدې سرچینو په حواله ابراهیم خان ګردي بهاو ته د داسې جنګي پلان وړاندیز وکړ چې په اروپا کې يې (Hollow Square) بولي. دا یوه لویه کړۍ وه چې شاوخوا يې نظامیانو ساتله او غیر نظامیان به یې په منځ کې روان ول. مرهټیانو پلي سرتېري له توپکونو او توپونو سره یو ځای د کړۍ دباندې تنظیم کړل او غیر نظامیان، کورنۍ او لوژستیکي مواد یې د کړۍ په دننه کې ځای پر ځای کړل.

مرهټيانو د داسې یوه خام ترکیب له لارې غوښتل چې د جنوب ختیځ خوا ته د پاني پت له ډګر څخه تېر شي او ځانونه اته لس ميله ليري د جمنا سیند ته ورسوي او بیا له هغه ځايه ډهلي ته ولاړ شي.

د مرهټیانو د (Hollow Square) ترکیب هدف يوازې د افغان پوځ له لیکو څخه تېرېدل و. دوی فکر کاوه چې افغانان به له دوی سره جګړه و نه کړي او د تېښتې لپاره به لاره ورکړي، ځکه دوی فکر کاوه چې افغانان هم د دوی غوندې له جګړې څخه ستړي شوي او د نورې جګړې زغم به و نه لري.

دواړه پوځونه یو له بل سره څنګ پر څنګ روان ول، په داسې حال کې چې د مرهټیانو د مخ پوځونه چې مشري یې ابراهیم خان ګردي کول د افغان فوځ له ښی جبهې سره چې د برخوردارخان او روهیلا جنګيالي ول، نږدې شول.

همدا ډول د مرهټیانو د شا له خوا لیکو د شاه پسند خان او نجیب الدوله له ځواکونو څخه څلور یا پنځه میله ليري ول. مرهټه وو داسي پلان درلود چې د افغانانو له لورې د بريد نه کولو په صورت کې به د جمنا خوا ته ځي، خو که پر پوځ بريد وشو، نو د کړۍ هغه برخه چې بريد ورباندې کېږي، بايد نظامي ځواکونه د توپکونو او توپونو په وسيله جګړه ورسره وکړي او کړۍ وساتي، مرهټيان په داسې حالاتو کې له افغان جنګياليو له ليکو څخه تېرېدل چې د درنو تلفاتو امکان يې خورا ډېر و. (۲۸)

د ابراهیم خان ګردي ښه تکړه او رزول شوې فرقې د مربع مخکینۍ ضلح تشکيلوله، دې فرقې ته وظیفه سپارل شوې وه چې د روان لښکر په مخ کې پراته خنډونه به ليري کوي او لاره به خلاصوي. (۲۹)

 بهاو ابراهيم خان ته قومانده ورکړې وه چې د انتخاب شوي لارې په اوږدو کې مستقیم مخ ته ولاړ شي. که چېرې افغانانو د (ګیلچه) لاره خوشي کړه، نو جګړې ته هیڅ اړتیا نشته، خو که هغوی مقاومت وکړ، موږ به جګړه ورسره کوو او په زور به له دې لارې څخه تېرېږو. (۳۰)

د جګړې جریاناتو ته په کتو او د لومړنیو سرچینو له مخې، جګړه د مرهټي دایرې له لورې د افغان ځواکونو له ښي لوري سره ونښته. مرهټي سرچینې لیکي چې مرهټي ځواکونو باید د جګړې لپاره خپل ښي لوري ته حرکت کړی وای، خو په نتيجه کې هغه (مربع پلان) عملي نه شو چې دوی تېره شپه جوړ کړی و. (۳۱)

د احمد شاه بابا د ځینو سرچینو له مخي د مرهټیانو مربع پلان حقیقت لري. (۳۲)

د محکمې مورخ محمود الحیسني د مرهټیانو هڅو ته له محاصرې څخه د تښتېدلو او ډهلي ته د مرستې لپاره د رسېدو په سترګه ګوري. (۳۳)

د مرهټیانو جنګي ترتیب د توپونو له اوږده قطار څخه په تېرېدو سره مخ د ختیځ پر لور حرکت وکړ. د هغوی جبهې په عمودي ډول له مخ څخه شاته په دې ترتیب جوړې شوي وې: ابراهیم خان ګردي، داماجی ګیک وار، شو دیو پټيل، بهاو او ویس واس راو له محلي ځواکونو سره، جسوانت راو فووار، شوما شیر بهادر، مالهار راو، جان کوجي سندهیا او نور. دواړه لوري یو له بل سره مستقیما مخ په مخ ول، د مرهټیانو کیڼ لوری د افغانانو له ښي لوري سره مخ و.

د 1761 ميلادي کال د جنوري د مياشتې تر (۱۴) نېټې پورې د جګړې په اتو ساعتونو کې شپږ مهمې پېښې د بحث وړ دي. لومړی دا چې جګړه د مرهټیانو له لورې پیل شوه، دوی هڅه کوله چې د پاني پت له میدان څخه تېر او د جمنا سیند جنوب ختیځ پر لور حرکت وکړي.

 څرنګه چې توپونه لوی، درانه او د حرکت په حال کې وه، ځکه يې نو هدف ښه نه شوای ويشتلای، ډېر وارونه یې د افغانانو د جبهې یو یا دوه میله شا او مخ ته ولګېدل. د وزیر له توپونو پرته چې د لښکر په منځ کې ول، د افغانانو محدودو توپونو د دښمن لوری ښه په نښه کاوه. د افغانانو د جبهې جوړښت د نیمه دایرې په بڼه تنظیم شوی و چې ښی اړخ یې د مرهټیانو له مخکیني جبهې سره مخامخ شوی و.

دوهم دا چې کله مخالفو ځواکونو هغه څو کېلومتره واټن واهه چې دواړه کېمپونه یې یو له بل سره بېلول، د مرهټیانو هغو مخکينیو قطارونو چې ابراهیم خان ګردي یې مشري کوله، د افغانانو د ښي اړخ پر وړاندې پرمختګ وکړ. ګردي دوه کنډکونه د افغانانو د هغو سرتېرو لپاره موظف کړل چې مشري یې برخوردار خان او امیر خان کوله، ګردي دې کنډکونو ته امر کړی و چې بايد د برخوردار خان او امير خان جنګياليو ته يې پام وي چې پر دوی بريد و نه کړي.

ګردي وروسته خپل اووه نور کنډکونه د هغو روهیلا جنګياليو سره د جګړې لپاره موظف کړل چې مشري یې دوندي خان او حافظ رحمت خان کوله. په دې وخت کې مرهټیانو افغان ځواکونه دې ته اړ کړل چې ښي اړخ ته پر شا شي، افغان جنګيالي يې روغ رمټ پر شا تګ ته مجبور کړل، خو و یې نه ځپل.

 هغه دوه کنډکونه چې ګردي له افغان جنګياليو سره د مخ کېدلو لپاره موظف کړي ول، افغان جنګياليو يې مخه ونيوله. د دې درې ساعته سختې جګړې په بهير کې د ګردي خان اووه مهم کنډکه جنګيالي تقریباً ټول ووژل شول، خپله ګردي خان هم څو ځایه ټپي او افغان جنګياليو ژوندی ونيو.

داماجی ګیک وار، چې د ابراهیم پر ښي اړخ جګړه کوله، د ماتو شویو مرهټیانو د مرستي لپاره ور ودانګل. د داماجي دا هڅه د دې لامل شوه چې د مرهټیانو په لیکو کې د ده تر ټپي کېدو پورې د مرهټه جنګياليو ليکې ثابته پاته شي. په دې وخت کې د افغان جنګياليو زرګونه روهیلایي سرتېري هم ټپيان او ووژل شول.

دریم دا چې کله د افغانانو ښی اړخ د ابراهیم ګردي سره په جګړه اخته و، د افغانانو د مرکزي لیکو ښی اړخ چې مشري يې وزیر شاولي خان کوله، له ستونزو سره مخ شو.

له دې حالت څخه مرهټيانو ګټه واخيسته، د مرهټیانو د مرکزي لیکو جنګياليو چې مشري یې بهاو او ویس واس راو کوله د افغانانو پر مرکزي لیکو بريدونه وکړل او هغه خط يې مات کړ چې (10،000) اس سپرو، (7،000) پارسي توپک لرونکو او (1،000) هغو اوښانو څخه جوړ شوی و چې په زنبورک توپکونو بار ول.

 په دې بهير کې درې زره افغان جنګيالي ټپيان او ووژل شول. د دې وژل شویو جنګياليو په لړ کې يو هم د شاه ولي خان وراره عطايي خان و چې د ګوبیند پینډیټ تر وژلو وروسته يې ډېر شهرت پيدا کړی و.

کله چې د مرکز لیکي یو له بل سره ګډې شوې، جګړې څو ساعته په نورو برخو کې هم دوام وکړ. د مرکزي لیکو ښی اړخ د نواب شجاع الدوله د (2،000) سپرو، (1،000) توپک لرونکو سرتېرو، شلو لويو او توپونو او وړو توپکونو له لارې خوندي شو. کله چې دا جبهه منظمه شوه، دښمن بيا د بريد هڅه ورباندې و نه کړه چې دې حالت د افغان لښکر مرکزي لیکې خوندي او ثابته وساتلې.

څلورم دا چې د افغانانو په کیڼ اړخ کې د نجیب الدوله (8،000) پلي او ( 6،0000) اس سپرو سرتېرو د مرهټیانو په ښي اړخ کې چټک پرمختګ وکړ. د مرهټيانو د لښکر دا برخه د جان کوجي سندهیا تر مشرۍ لاندې او د افغانانو له ښي اړخ څخه څلور پنځه ميله ليري وه.

افغان جنګياليو ډله ييز پرمختګ وکړ او د پلي سرتيرو لپاره یې د بیل دارانو (بېلچه لرونکو) ډلو په مرسته په هر ځای کې درېدل اسانه کړ. کله چې دا ډلي د توپکو او راکټونو مهمو لیکو ته ورسېدې، نو د نجیب الدوله جبهې د توپکو او راکټونو په وسيله پر مرهټه وو داسې باران جوړ کړ چې په یوه وخت کې يې د دښمن پر وړاندې دوه زره ډزې کولې.

د نجيب الدوله دې کار نه یوازې دا چې د دښمن اسونه ووېرول، بلکې د هغه د راکټونو او توپکو وېروونکي غږ د دښمن پر وړاندې یو ډول وېره خپره کړه او د هغوی د پرمختګ مخه يې ونيوله. دغه ډول نجیب الدوله د مرهټيانو د جبهې ښي اړخ ته پرمختګ وکړ او د روهیلا یانو هغه بهرنۍ لیکې يې پياوړي او خوندي کړې چې شاه پسند خان يې مشري کوله.

پنځم دا چې ماښام مهال احمد شاه بابا پرېکړه وکړه چې له خپلو احتیاطي سرتېرو څخه کار واخلي، هدف يې دا و چې د مرکزي او ښي اړخ هغه لیکي پياوړي شي چې د مرهټیانو تر فشار لاندې وې. احمدشاه بابا په دې کار سره غوښتل چې د خپل لښکر کيڼ اړخ یې پرمختګ وکړي او دی د خپلې جبهې شا ته پر مرهټه لښکر باندې کلک بريد وکړي.

احمدشاه بابا خپل شاهي سرتېري را وغوښتل او د یوه پياوړي بريد تابيا يې وکړه. ده (4،000) سرتېري د دې لپاره وګومارل چې د جبهې ښی اړخ وساتي او (10،000) نور سپاره یې د وزیر شاه ولي خان په قومانده وګومارل چې په خپل ټول توان سره پر دښمن باند بريد وکړي. دغه ډول يې نجیب الدوله او شاه پسند خان ته امر وکړ چې په ورته وخت کې د دښمن د پوځونو پر کيڼ اړخ هم برید وکړي.

پر یوه بجه د احمدشاه بابا احتیاطي سرتېرو جګړې ته ورودانګل. وزیر شاه ولي خان د دښمن پر هغو لیکو بريد وکړ چې خپله (بهاو) یې مشري کوله. د يادونې وړ ده چې دريو زرو شاهي سپرو د توپکونو او توپونو په ډزو د شاه ولي خان ملتیا کوله.

پر مرهټه لښکر باندې له ټولو خواوو بريدونه پيل شول او د مرهټه لښکر تلفات وار په وار پسې ډېرېدل. په دې وخت کې نجیب الدوله او شاه پسند خان خپل بريدونه پيل کړل. په مرکزي ليکو کې جګړې یو ساعت دوام وکړ، په دې جګړه کې دواړو خواوو په خالي لاسونو، تورو، تبرونو او خنجرونو یو له بل سره جګړه کوله.

تر دوو بجو وروسته، (ویس واس راو) د توپک په مرمۍ ولګېد او مړ شو. مرهټیانو چې تر دې مهاله د مذهبي عقيدې له مخې په تشه ګېډه جګړه کوله، روحيه بايلوله او ماتي ته نژدې شول، نیم ساعت وروسته خپله (بهاو) هم ووژل شو.

شپږم دا چې د دریو بجو پر شاوخوا د جګړې برخلیک هغه وخت معلوم شو چې د مرهټیانو ټول پوځ د جګړې له ميدان څخه وتښتېد او مړي يې په ميدان کې پاته شول.

کاسي راج وايي کله چې مرهټیانو میدان پرېښود، نو افغان جنګيالي په هغوی پسې شول او پرله پسې يې وژله، آن دا چې په مرهټه جنګياليو پسې يې 25-30 میله منډه وکړه. د راپورونو له مخې د مرهټیانو پنځه لکه نارينه، ښځې او ماشومان بنديان يا ووژل شول. (۳۴)

دغه ډول (جان کوجي سندهیا او (ابراهیم خان ګردي) د جګړې په ډګر کې ژوندي ونیول شول او بيا د افغان جنګياليو په کېمپونو کې سزاګاني ورکړل شوې. د (ویس واس راو) او (بهاو) مړي د جګړې په ډګر کې پيدا او افغانانو د هندوانو د ديني مراسمو سره سم وسوځول.

تر جګړې یوه ورځ وروسته احمدشاه بابا د جګړې ډګر وکوت، ويې ليدل چې د افغانانو (۳۲) ډلګۍ جنګيالي د جګړې پر مهال یو له بل سره ډېر نږدې وژل شوي ول، دغه ډول يې وليدل چې د مرهټیانو په کېمپ او شاوخوا ځنګلونو کې د مرهټیانو مړي پراته دي.

افغانانو ته د مرهټیانو په کېمپ کې خورا ډېر غنيمتونه په لاس ورغلل. پر ملیونونو روپیو او خزانو سربېره (50،000) اسونه، (200،000) غوايي، زرګونه اوښان او پنځه سوه فیلان په لاس ورغلل. (۳۵)

د راپورونو له مخې یو افغان پر آس سپور لیدل شوی و چې په قیمتي شيانو بار اته یا لس اوښان ورسره ول. له دښمن څخه لاسته راغلي اسونه په رمو کې د پسونو په بڼه پوول کېدل.

د مرهټیانو دا حیرانوونکې ماتې ډېر ژر په ټول هندوستان کې خپره شوه. پېشوا (بالاجي باجي راو) چې د خپل پوځ له وژل کېدو څخه ناخبره و، غوښتل یې د نرمادا له سیند څخه تېر شي او خپلو سرتیرو ته مرسته ورسوي.

په دې وخت کې یوه ستړي قاصد دا پیغام ورووړ چې دوې مرغلرې (د ده زامن، ویس واس راو او بهاو) او (۲۷) طلایي سيکې (ستر مشران) وژل شوي او د سپینو زرو او ميسو (سرتېرو) د شمېر اندازه بيخي معلومه نه ده.

د پېشوا د زړه دا درد تر مرګه پورې ارام نه شو چې د پاني پت د جګړې له امله ورته رسېدلی و. تر دې وروسته پيشوا پونا ته ولاړ، هلته يې د یوه ناروغ په توګه د پاراوتي هیل (Paravati Hill) په معبد کې استوګنه پيل کړه او هلته مړ شو.

پنځمه ورځ احمد شاه بابا ډهلي ته ولاړ. شجاع الدوله ټول هغه تښتېدلي مرهټیان چې ده ته یې پناه راوړې وه، د جټانو تر واک لاندې سيمو ته په عزت او روغ رمټ واستول.

د ټولو توقعاتو خلاف، احمد شاه بابا پر هندوستان باندې د حکومت کولو او ډهلي پر تخت باندې کښېناستل و نه منل. هغه له خپل هیواد او حکومت سره ډېره مينه درلوده او نه یې غوښتل چې د هند د حکومت په پېچلو لانجو کې ښکېل شي.

احمدشاه بابا مغولي حکومت خپل د دولت د دوست په توګه وساته او د وژل شوي عالمګیر ثاني زوی (علي ګوهر) ته یې د شاه عالم لقب ورکړ او د ډهلي پر تخت يې کښېناوه.

 شجاع الدوله يې د وزیر او نجیب الدوله يې د فوځ د لوی درستيز په توګه وټاکل. احمدشاه بابا د 1761 کال د مارچ د مياشتې پر شلمه نېټه له ډهلي څخه روان او بيرته کندهار ته ستون شو.

د پاني پت دریمې جګړې ته په نړۍ کې د یوې برخليک ټاکونکي جګړې په سترګه کتل کېږي. افغانانو د مرهټیانو د مخ ته تګ مخنیوی وکړ او د هند د نيمې وچې تر ټولو پياوړی لښکر يې مات کړ او په دې ډول يې د هندوستان تاريخ ته د تل لپاره بدلون ورکړ.

دا جګړه د مرهټیانو لپاره ډېره ګرانه تمامه شوه، تر دې وروسته هغوی په شمالي هند کې خپلي ټولې سیمې پرېښودلې او مجبور شول چې د یوه نوي مشر او نوي نوم لرونکي خوځښت لپاره کلونه کلونه انتظار وکړي.

یو نسل وروسته د هغوی د لږ ارامۍ وروسته يې بيا هم و نه کولای شوای چې امپراتوري جوړه کړي، تر پنځوس کلنې کورنۍ جګړې وروسته بريتانیا ته فرصت په لاس ورغی چې هند ونيسي.

پاني پت د روډیارډ کیپلینګ د شعر (With Scindia to Delhi) د الهام سرچینه وه:

زموږ لاسونه او دسمالونه د نا امیدۍ د نښي لپاره په زعفران رنګ شوي ول

کله چې موږ پاني پت ته د ملیچا سره د جګړې لپاره ولاړو،

هو، موږ له پاني پت څخه بیرته راغلو او هلته مو سلطنت پرېښود.

د احمد شاه بابا لپاره دې جګړې ډیر ستر ارزښت درلود، ځکه د نوموړي لپاره دا جګړه یو ډېره لویه نظامي سوبه او بريا وه. د نوموړي دې کار نه یوازې دا چې په هند او پارس کې دده نوم لوړ او شهرت ډېر کړ، بلکې  افغانستان ټولي نړۍ د يوه پياوړي هيواد او سترې امپراتورۍ په نوم وپېژاند.

ماخذونه:

[1] Dow, Alexander Esq., The History of Hindustan, the Third Edition, in three volumes, vol. II, John Murray, London, 1792, pp. 408-409.

[2] Nama-ye Ahmad Shah Baba Banam-e Sultan Mustafa Thales Osmani (Ahmad Shah’s letter to the Ottoman Sultan Mustafa III), Jalali, G. Jailani, edAfghanistan History Society, Kabul 1967, P. 15

[3] Ahmad Shah, Diwan-i Ahmad Shah Abdali (Collection of Ahmad Shah Abdali Pashto Poetry), Kabul, 1963.

دډیلی تخت هیرومه چی را یاد کړم

زما د ښکلی پښتونخوا د غرو سرونه

که هر څو می ددنیا ملکونه ډیر سی

زما خوښ دی ستا خالی تش ډګرونه

[4] Sir John Malcolm, Major General, The History of Persia from the Most Early Period Containing an Account of the Religion, Government and Character of the Inhabitants of that Kingdom, Vol. II, London: John Murray 1829, PP. 56-57

[5] Grant Duff, James, A History of the Mahrattas, Vol. I, London: Longman, Rees. Orme, Brown and Green, 1826, pp. 357-358; Vol. III, pp. 427-428.

[6] Alfred David, Indian Art of War, Delhi 1953, P. 21.

[7]Ibid, p. 12.

[8] Rohilkand was a region in the northwestern Indian state of Uttar Pradesh that was named after Afghan highlanders, known as Rohilla (mountaineers) who had settled in the area during the reign of Shah Jahan (1628-1658) and later. The area included the cities of Bareily, Moradabad, and Rampur, Bijore, Farahabad, Shahjahanpur and others. Their major leaders in the middle of 18th Century were Najib ud-Daulah, the governor of Saharanpur, Hafiz Rahmat Khan, Dundi Khan, and Ahmad Khan Bangash.

[9] Kasi Raj P. 26

[10] Kasi Raj Pundit, p. 40.

[11] Nama-ye Ahmad Shah, p. 64.

[12] Mahmud al-Husseini al-Munshi, Tarikh-I Ahmad Shahi (1753), rotograph of the manuscript, Ed. Sayed Muradov, Moscow: Nauka Press, 1974, Vol. II, pp. 938, 940, 942, 952, 958.

[13] Kasi Raj, p. 25.

[14] Ganda Singh, p. 235; Kasi Raj, P. 23; Faiz Mohammad, Seraj u-Tawarikh, Vol. I, p. 24.

[15] Sultan Muhammad Barakzai, Tarikh-i Sultani, Bombay, P. 140; Kasi Raj, p. 24.

[16] Kasi Raj, pp. 24-25.

[17] An account of Najib ud-Daulah, pp. 44-45.

[18] Joglekar, Jaywant D., Decisive Battles India Lost (326 BC to 1083 AD), First Marathi edition, Somaiya Publications Ltd., English version, Lexington, KY, 2012, pp. 90-91

[19] Sardesai GS, Selections of the Peshwa dater, Vol. 2, P. 134, op. cit. Uday S. Kulkarni, P. 185

[20] Nama-ye Ahmad Shah, pp. 55-56.

[21] Ganda Singh, pp. 256-257; Reisner, Razviti Fiodalizma u abrazavani Gosodrstva Afgantsef, [the Development of Feudalism and the Establishment of the Afghan State], Moscow, p. 284;

[22] Kasi Raj Pundit, pp. 17-19.

[23] Ibid, PP. 19-20.

[24] Gilcha is seemingly a local pronunciation of Ghilzai Pashtuns who were among the major players in the medieval Indian history. They were instrumental in founding and ruling several Muslim dynasties in India including in the southern provinces. The Marathas referred to all Afghans (Pashtuns) including the Abdalis as gilcha or the Ghilzais (Ghiljais). Apparently for this reason they called Ahmad Shah and his tribes the gilcha (See Chapter Nine)

[25] Bhausaheb-anchi Kaifiyat, P. 33 , Hervadkar Rv, 1990. op. cit. Uday S. Kulkarni, P. 195

[26] Kasi Raj, PP 31-32.

[27] Joglekar, Jaywant P.92.

[28] Uday S. Kalkarani, Solstice at Panipat 14 January 1761, Pune: Mula Mutba Publishers, , 2011, pp. 198-199.

[29] Kalkarani, Solstice at Panipat 14 January 1761, pp. 194-198.

[30] Ibid, p. 198.

[31] Bhausaheb Bakhar, cit. Uday S. Kkalkarani, p. 201.

[32] Nama-ye Ahmad Shah, pp. 65-76

[33] Mahmud al-Husseini al-Munshi, Tarikh-i Ahmad Shahi (1753), rotograph of the manuscript, Ed. Sayed Muradov, Moscow: Nauka Press, 1974. Vol. II, PP. 965-966.

[34] Kasi Raj, P. 40.

[35] Azad Bilgrami, Mir Ghulam Ali, Khizanah-i-‘Amirah, Indian publication, Kabul Public Library, P.109; Seraj u-Tawarikh, Vol. I, p. 25.  

Comments
Loading...