تذکره ی شاعران پشتون / مصطفی عمرزی

0 31

تذکره ی شاعران پشتون

(معرفی کتاب تذکرة الشعراء)

مصطفی عمرزی

در قیال و قالی که از شر جهالت یک ناشناس، بیرون شدند، سعی کردند اثر تاریخی «پته خزانه» را با واقعیت تاریخی بزرگان و ادیبانی نیز دفن کنند که اگر در پته خزانه نفی شوند، در تاریخ، گم نمی شوند.

کتاب «تذکرة الشعراء» یکی دیگر از کتب بسیار مهم در معرفی ادیبانی ست که به زبان پشتو، شعر سروده اند. اهمیت این اثر در این است که قبل از معرفی کتاب «پته خزانه»، بخشی از شاعران دیرین پشتون را معرفی می کند. به قول استاد خدمتگار، پایان تالیف این کتاب، سال1320شمسی می باشد.

به دنبال تذکر یک هموطن فرهنگی در حاشیه ی نوشته ی من پیرامون زنده گی مرحوم سراج الدین سعید(جد مادری ام) که کتاب مشترکی با مرحوم صالح محمد هوتک دارد، متوجه شدم که کتاب «تذکرة الشعراء» که بالاخره به همت زنده یاد استاد عبدالله بختانی خدمتگار در سال 1366ش در کابل چاپ می شود، در راستای کوشش های صورت گرفته بود که امروزه اگر از کتاب «پته خزانه» نیز مستفید نمی شدیم، شرح حال زبان، ادب، نویسنده گان و شاعران پشتون و پشتوزبان، هرگز محدود نیست.

خرسند از این که در جست و جو برای بازخوانی حیات بزرگان در این مورد، به اثر یکی از قلم به دستان خانواده ام رسیده ام، تاکید می کنم باوجود محوریت بعضی آثار، نیاز به تبیین فرهنگی، کم نیست.

افزون بر جنبه های مختلفی که در معرفی کتب، به زبان شناسی، جامعه شناسی، مردم شناسی و روان شناسی می رسیم، نگرش صاحبان اثر و کثرت آن ها در بعضی موارد، مانع ابهام می شوند. مثلاً همین کتاب «تذکرة الشعراء»، دایره ی اندیشه پیرامون شاعران و شعر پشتو را وسعت می بخشد تا مختص به یک آدرس نماند. رشته ی نوشته را به گزیده ای از پیشگفتار زنده یاد استاد خدمتگار در همین کتاب(تذکره ی شاعران) می سپارم.

«په۱۳۶۱هـ ش کال د امیر کروړ سوری د دولس سوه پنځوسمې کالیزې په مناسبت، له دهمې نه تر لسمې هجری پیړۍ پورې د پښتنو د شعر د سمینار، بند و بست کیده. سمینار د افغانستان دموکراتیک جمهوریت د علوم اکادمی له خوا د هیواد د ټولو علمی او فرهنګی موسسو په مرسته کیده. د هیواد د ورځپاڼې د مسوول سر محرر او د پښتو ژبې او ادب د یو خدمتګار په حیثیت، ماته د سمینار د علمی مشورتی کمیسیون د غړيتوب ویاړ را په برخه شوی و. د سمینار د علمی آثارو د ټاکلو او منلو په یوه علمی کمیټه کښی، مرحوم پوهاند عبدالحی حبیبی پیشنهاد کړی و چه زمونږ په ملی آرشیف کښې د پښتو د شاعرانو یوه خطی تذکره شته چه تر اوسه لانه ده چاپ شوې او باید د دې سمینار په مناسبت، چاپ شی. نوموړی پوهاند د تذکرې د محتوا په باره کښې د معلوماتو د ورکولو سره نظریه ورکړې وه چه څرنګه چه د هیواد ورځپاڼه د پښتو ژبې او ادب د خدمت سابقه لری، نو ښايی چه دغه کتاب د دې ورځپاڼې له خوا چاپ شی او خدمتګار، هغه چاپ ته برابر کړی؛ مقدمه او تعلیقات پرې ولیکی. د لوی استاد پيشنهاد د رایو په اتفاق تصویب شو. ما هم د ځان له خوا او هم د هیواد د ورځپاڼې د مسوول په توګه، دی علمی-  ادبی خدمت ته تیاری وښود. نو ځکه مې وروسته په دې باره کښې د ا. د. ج د انقلابی شورا د رییسه هیات د دارالانشاء منظوری هم واخستله؛ له ملی آرشیف سره رسمی مفاهمه وشوه.

د «تذکرة الشعراء» خطی نسخه در کار لپاره ماته وسپارل شوه. دا د مرحوم سراج الدین سعید او مرحوم مولوی صالح محمد هوتک، ګډ تالیف دی. زما د هیواد د ورځپاڼې کارونه بیخی دیر او وخت تنګ و. ښاغلی محترم محمد نبی سعید وفایی، د مرحوم سراج الدین سعید مشر زوی، د مهربانۍ له مخه حاضر شو چه کتاب رانقل کړی. زه ترې د زړه له کومی مننه کوم. نقل مې له اصله سره مقابله کړه. د متن د هر شاعر له معرفۍ او د شعر له نمونې نه مې وروسته، لازمې یادونې او تعلیقات پرې ولیکل. د کتاب انتقادی متن چاپ ته تیار شو.

«تذکرة الشعراء» د ۱۹۷ تنو پخوانیو پښتنو شاعرانو، لنډه تذکره ده. له هر شاعر سره د هغه د شعر نمونه هم شته. دا تذکره په هغه وخت کی لیکل شوې ده چه د پښتنو شاعرانو پخوانی تذکره، د محمد ابن داوود د هوتک «پټه خزانه» لا زمونږ د هیواد د لیکوالو پوهانو لاسونو ته نه وه ورغلې، نو ځکه دا د زیات اهمیت وړ تذکره ده.

د دې خبرې سپینول څه ګران غوندې دی چه دا تذکره دمخه لیکل شوې ده او که «پښتانه شعراء»؟ دا له هغې څخه اخستل شوې یا هغه له دې څخه؟ او یا دا چه هر یو بیل بیل کارونه دی؟

په دې تذکره کښې اکثر راغلی شاعران د پښتانه شعرا په څلورو واړو ټوکونو کښې او ځینې يې د ادبی ستوری به دواړو ټوکونو کښې معرفی شوي دی؛ له یو څو تنو پرته د نورو ټولو په باره کښې په «فرهنګ زبان و ادبیات پشتو» کښې لنډې یادونی شوی دی. داسې ښکاری چه د «پښتانه شعراء» د دوو لومړیو ټوکونو لیکوالان له دې تذکرې څخه او ددې تذکرې له هغو څخه، یو تربله سره خبر و او ښایی چه د ځینو علمی یا اداری مصلحتونو له مخه، چه ماته معلوم نه دی، په هغه وخت کښې هغه کار هم شوی دی او دا هم. مګر دواړه کارونه یو تربله سره فرق لری او درج شوی معلومات هم یو د بل په نسبت زیاتی کمی لری.

په «پښتانه شعراء» کی بحثونه نسبتاٌ مفصل دی؛ معلومات زیاد دی او د شاعرانو په شاعری هم تبصره شوی دی. د شعرونو زیاتې نمونې راغلی دی او په ډیرو برخو کښې ماخذونه هم ښودل شوی دی. په «تذکرة الشعراء» کښې د شاعرانو پیژندنه په لنډه توګه شوې ده؛ شعرونه هم کم او لنډ دی، خو په ځینو برخو کښې داسې نوی معلومات تر سترګو کیږی چه هغه په «پښتانه شعراء» یا نورو تذکرو کښې نشته. کله کله شعرونه هم نور او نوی دی.

د «پښتانه شعراء» د دریم او څلورم ټوک، د ادبی ستوری د دواړو ټوکونو او د «فرهنګ زبان و ادبیات پشتو» د مولفانو کارونه له دې تذکرې سره هیڅ ډول ذهنی ارتباط او سابقه نه لری او یو له بل نه ماوراء او مستقل کارونه دی. په «تذکرة الشعراء» کښې داسې شاعران هم معرفی شوی دی چه په نورو تذکرو کښی د هغو هیڅ تذکر نه دی راغلی او بیخی نوی دی.

په دې کتاب کښې د هر شاعر د پیژندنې په پای کښې، ما (خدمتګار) یو څه لنډې یادونې هم لیکی دی. په دې لړ کښې دا خبره ما ضروری ګڼلې ده چه د هر شاعر په باره کښې وښیم چه د هغه پیژندنه په کومه چاپی تذکره کښې شوې ده او که نه؟ نورې ضروری یادونی، په تیره بیا د شاعر د بیوګرافی په برخه کښې مې هم لیکلی دی او له مفصلو حاشیو، پرتلو او څیړنو څخه مې قصداً ډډه کړې ده، ځکه چه یو خو دا بیل کار دی او بل دا چه زما وخت هم لنډ تنګ دی او له دې څخه هم ډاریدم چه تر نیايې لمسی غټه نه شی.

په شعرونو کښې که کومه غلط یا بې وزنی په نظر راغلی ده، هغه مې د چاپی منابعو له مخه سمه کړې ده او له ځانه مې څه خوشخطی په کښې نه ده کړې. څه چه ډیر ارزښت لری، هغه د کتاب د اصلی متن چاپول دی.

دې کتاب سره د پښتو ادبیاتو په چاپی ذخیره، په تیره بیا د شاعرانو په تذکرو کښې یوه بله اضافه کیږی چه د اوسنیو او راتلونکو ادب څیړونکو او د ادبیاتو د تاریخ لیکونکو ته په کاریږی. زه نور څه نه وایم او ګران او ښاعلی لوستونکی د دې اثر له مولفانو سره اشنا کوم.

سراج الدین سعید:

مرحوم سراج الدین سعید د ملا منهاج الدین آخوند زوی او د ملا عین الدین لمسی دی. د دوی کورنی د ننګرهار د روداتو د ولسوالی د مزینې په ایساکر کښې یوه درنه مشهوره کورڼی ده چه د دینی علومو د خدمتونو له امله، خلکو کښی محبوبیت لری. د دوی کلی «آخوند کلی» نومیږی.

سراج الدین سعید د۱۳۱۹هـ ق د محرام الحرام په میاشت د کابل ښار په ده افغانانو کښی زیږیدلی دی. په دی وخت کښې د هغه پلار په کابل کښې رسمی وظیفه درلودله.

سراج الدین سعید، لومړنی زده کړه په کابل کښې د خپل پلار تر نظر لاندې کړې ده. بیا پلار دی ننګرهار ته خپلې پلرنۍ سیمې ته استولی دی چه هلته هم د دینی علومو زده کړه وکړی او هم د اولس له دود دستور، اخلاقو، عاداتو او راشه درشه سره بلد شی. ده هلته د ایسارک په زاړه کلی کښې له ملا احمد جان څخه: فقهې، حدیث، تفسیر او همدرانګه صرف، نحو، منطق، د دینی علومو ادب او بلاغت درسونه و ویل. ملا احمد جان د هغې سیمې د دینی علومو نومور عالم او مدرس و چه د ننګرهار د اکثرو سیمو طالب العلمان د دینی علومو د زده کړی لپاره ورته راتلل. سراج الدین سعید هلته له هغه سره هم درس وایه او هم د خپل کورو کلی د خلکو له اجتماعی، اقتصادی او کولتوری ژوند سره اشنا کیده. هغه دولس کاله وروسته کابل ته راغی. په دې وخت کښې شپاړس کلن و. له مرحوم شاه محمد کندهاری سره یې د خارجه چارو په وزارت کښې د شاګرد په ټوګه په کار پیل وکړ. (په هغه وخت کښی مکتبونه دومره نه وو. باسواده ځوانان په رسمی ادارو کښی یو څه موده د شاګرد په توګه کار کاوه. له کارنو سره تر بلدتیا وروسته په رسمی وظایفو مقرریدل.)

له نوموړی څخه یی د لیکوالی چاری هم زده کولې. وروسته هغه خپله لور هم سعید ته په نکاح ورکړه. په دې وخت کښې سعید له قاری عبدالله ملک الشعراء څخه هم د ادبی علومو زده کړه کوله.

د س. سعید لومړنۍ رسمی وظیفه د کابل د عربی مدرسې د لیک او املا معلمی وه. څه موده وروسته بیا د خارجه چارو د وزارت د سرحدی چارو د مامور په توګه وټاکل شو.

په هغو ورځو کښې چه علی احمد خان د افغانستان او برتانیې ترمنځ د جګړي د متارکې او د افغانستان د استقلال په باره کښې د خبرو لپاره هند ته تللی و، س. سعید د هغو لیکونو د استولو مسوول او موظف و چه د افغانی حکومت له خوا علی احمد خان ته لیږل کیدل. همدارنګه کله چه د پورتنیو خبرو لپاره محمود بیګ طرزی موظف شوی و، س. سعید به د هغه لیکونه هم موظفو مقاماتو ته او د مقاماتو رسمی لیکونه هغه ته استول. نوموړی یو کال په دې وظیفه کښی پاته و. بیا د امان الله شاه دفتر ته وبلل شو او د وزیرانو د شورا په دارالانشا کښې ماموریت او وظیفه ور په غاړه شو. دې وظیفې يې څو کاله دوام وموند. کله چه د امان الله شاه قدرت مخ په ځوره شو او کله چه د حبیب الله(د سقاو د زوی) طرفداران د کلات په سیمه یرغل وکړ او د کندهار د حکومت واګی علی احمد خان ته وسپارل شول، نو س. سعید د هغه د منشی په حیث مقرر شو. له علی احمد خان سره يې اریکې یوه ورځ کار وکړ. بیا ترې پټ شو. له ځینو ملګرو سره له کندهار نه د ریګ په لار چمن ته، له هغه ځایه کویټی ته او بیا کراچی ته ولاړ. هلته يې دوه میاشتې تیرې کړې او بیا ایران ته ولاړ. کله چه د اغتشاش دوره تیره شوه، بیرته هیواد ته راستون شو او د دولت د مامور په توګه يې په کار پیل وکړ.

په۱۳۴۲هـ ش کال د ده د رسمی وظیفو ۳۳ کاله تیر و و او د لومړی معین لومړی رتبې ته رسیدلی و. د همدې کال د قوس په میاشت وفات او د کابل د شهدای صالحین په هدیره کښې په درناوی، خاورو ته وسپارل شو.

مرحوم سراج الدین سعید، سر بیره پر دینی علومو، دخپل وخت د اجتماعی پوهنو پراخه مطالعه هم درلودله. په پښتو او دری ژبو د خواږه او روان قلم خاوند و. په عربی، ترکی او اردو ژبو ښه پوهیده او له انګریزی نه يې هم استفاده کوله. د ده همزولو همعصر و افغانی پوهانو او لیکوالو ورته دیو پوه او فاضل انسان په حیث په درانه نظر کتل.

د «اوسنی لیکوال» د کتاب مولف، د س. سعید له وفات نه یوه دوه کاله دمخه د هغه په باره کښی لیکلی دی:

«ښاغلی سعید، یو مخی، خوش صحبته، خنده رویه او آشناپرسته سړی دی. مجلس، ښه تودولای شی او له بد نیت، کینې او حسد سره آشنا نه دی.

ښاغلی سعید، شعر نه وايی، خو نثر يې ډیر پوخ دی. د پښتو ژبې د نهضت او پرمخ تګ ټینګ طرفدار دی او په دې لاره کښې د ده نظریه دا ده چه په پښتو کښې باید ښه نثرونه ولیکل شی او د پښتو لیکوالو ترمنځ د ادبی وحدت روحیه ټینګه شی او پښتانه لیکوال زیار وباسی چه د پښتو سوچه او زاړه لغات راژوندی کا.»

د س. سعید د لیکنو او آثارو په باره کښی به د ده له هغې اتوبیوګرافی نه څو کرښې وړاندې کړو چه «اوسنی لیکوال، دوهم ټوک،۱۳۴۱» کښی چاپ شوې ده.

«له عربی، ترکی، اردو څخه په فارسی او پښتو ښه ترجمه کړای شم، خو د دغو ژبو په محاوره کی مرنۍ نه يم.

زه دوه کتابونه په پارسو او ځينی افسانی په پښتو د ځانه سره لرم، چه لا تر اوسه د هغو د چاپ او خپرولو، موقع په لاس راغلې نه ده.

زما زياتی مقالې په پاړسو او پښتو په اصلاح او انيس او نورو اخبارو کی چاپ شوی او ځينی مقالې او افسانې د کابل په مجله او په ځينو سالنامو  کی شته دی.

که څه هم زه په خپله چنديانی سړی نه يم او عقلی څيره می لکه ظاهری قيافه د کتلو وړ نه ده، خو بيا هم زما ليکنی انتقادی خواوې ډيری لری، نو ځکه لکه شړل شوی مامور، څوک ورته په خپلو اخبارو کی ځای نه ورکوی.»…

د س. سعيد يو ګټور اثر، دغه «تذکرة الشعراء» کتاب دی چه له مرحوم مولوی صالح محمد هوتک سره يې په ګډه لیکلی دی، خو د هغه په باره کښې يې نه په خپله څه یادونه کړی ده، نه د «اوسنی لیکوال» او نه کوم بل لیکوال. هغه نور تالیفات هم لری، لکه دری ژبه کښې: ۱- پرسش و پاسخ، ۲- اصول تربیت او نور.

لکه څرنګه چه س. سعید په خپله لیکلی او ما په خپله لیدلی او لوستلی دی، د نوموری لیکوال زیاتې اجتماعی مقالې، ادبی نثرونه او افسانې(داستانونه) د هیواد په مطبوعاتو، په تیره بیا په «کابل» مجله او «کابل کالنۍ» کښې چاپ شوی دی. څومره به ښه وی که زمونږ ځوان ادب څیرونکی نسل، هغه راټول او له څیړنو او تبصرو سره چاپ کړی.»

هرچند مقاطع تاریخی، ویژه گی عددی دارند، اما زبان و ادبیات، بحث یک شبه نیستند. زبانی که امروزه به نام پشتو می شناسیم و دارای تداخل لغوی از زبان های دیگر نیز است، در حالی به یک وسیله ی مهم افهام و تفهیم مبدل شده که برای رسیدن به این جا، حداقل نیازمند هزار سال تحول، پالایش و استحاله بود. کلمات زیادی اند که از زبان های دیگر در پشتوی امروزی تحلیل می روند و با تاثیر از مصوت ها و مخرج ها، شکل پشتویی به خود می گیرند.

ما می دانیم که بر اثر نبود ذهنیت های شدید عصبیت قومی در گذشته ی ما، زبان و ادب پشتو بیشتر در برابر زبان های دری، ترکی و عربی که در کنار عرصه ی سیاست، مورد     استفاده ی انسانی نیز داشته اند و دارند، در مقاطعی تنها در حد مصرف قومی می مانند؛ یعنی تا زمان نیاز به عمومیات معارف که با مکتب و پوهنتون توام می شوند، زبان و ادب پشتو بیشتر در خانه ها، خلوت ها و مخاطبان خاص(قوم) مانده اند. به این لحاظ، واکاوی زبان و ادب پشتو را در زمینه ی قومی، ژرفتر دنبال کنیم. من یقین دارم هنوز خیلی زود است به آثاری برسیم که در خلوت های قومی ما از قرن ها باقی مانده اند و چون در رسمیات سیاسی، تبادل نمی شدند، مدفون گشته اند.

تشهیر کنونی زبان و ادب پشتو به این دلیل نیز است که مصرف سیاسی دارد. در برآمد سیاسی- تاریخی بزرگان ما، آن چه به ویژه گی می افزاید، توانایی های فرهنگی اکثریت قریب به اتفاق بزرگان پشتون است که در هر نوع نقش اجتماعی و سیاسی، تبحر و    احاطه ی خود به فرهنگ را نیز به نمایش گذاشته اند. فکر کنید اعلی حضرت احمد شاه بابا که به چند زبان آگاهی داشت و شاعر بزرگ زبان های پشتو و دری است، می توانسته مفاهیمی را کتمان کند که در رابطه به تخلیق قومی، میراث فرهنگی او در شعر پشتو اند؟ اگر تخلیق ادبیات قومی آنان مخاطب نمی داشت، باید تحت تاثیر رسمیات زبان های دری، ترکی و عربی، چنانی که بسیاری از ادیبان دیگر مشهور اند، مهارت ادبی خویش را وقف زبان های دیگر می کردند. عمده ی آثار مولانای ترک، به زبان دری می باشد. ابو علی سینا، اکثر آثار خویش را به عربی نوشته است.

نمی توان گرایش به حُب قومی را نادیده گرفت. ضرورت به تخلیق قومی در میان بزرگان ما حتی در شرایطی که خواننده منوط به دربار، حلقه و جرگه بود(یعنی بسیار عام نبود) از عوامل مهم رشد ادب و زبان پشتو شمرده می شود.

خوشحال بابا با هیجان و علاقه ای پشتو می گوید که در ورای اشعار او، توجه به مخاطبانی که مشتاق ادبیات زبان خودشان بوده اند، قرن ها بعد از آن زمان که پشتو، یکی از دو زبان رسمی افغانستان می شود و به مهمترین وسیله ی افهام و تفهیم در پشتونخوای بزرگ مبدل شده، دیگر هرگز حاشیه یی نشده است.

از طریق لینک زیر، کتاب «تذکرة الشعراء» را رایگان دانلود کنید!

https://www.ketabton.com/book/12787

Comments
Loading...