ډاکټر نبي مصداق: د ولسمشر برخه په حکومت کې له شلو سلنو څخه نه زیاتېږي

ډاکټر نبي مصداق د دعوت مېډیا سره په مرکه کې:

ډاکټر اشرف غني، چې د ملک منتخب ولسمشر دی؛ خو برخه یې

 په حکومت کې له شلو سلنو څخه نه زیاتېږي


بزګر: د افغانستان روان وضعیت تاسو ته څنګه ښکاري؟
ډاکټر نبي مصداق: افغانستان له ډېرو کړاوونو سره چې د تېرو څلوېښتو کالونو په جګړو او نا ارامیو کې پیدا شوي دي او لا هم دوام لري، مخامخ دی. له ټولو نه دردوونکی وضیعت دا دی چې په افغانستان کې له ډېرو خلکو نه وطن دوستي، په اخلاص خپله دنده سرته رسول او د وطن په فکر کې زیار ایستل نه دي. سره له دې چې د مهاجرتونو کړاوونه یې زغملي دي، بیا هم هغسې چې د وطن مینه، د وطن د پرمختګ هیلې او له نورو هېوادونو سره افغانستان یو ځای ته رسول پکار دي، په ډېرو خلکو کې چې که په حکومت کې دي او که له حکومت بهر دي، داسې احساس نه لیدل کېږي.

سوله به راشي، هېواد به جوړ شي؛ خو دا کلتوري زیان چې موږ ته را رسېدلې ده، تلافي به یې ډېره ستونزمنه وي.

بزګر: څه باید وشي چې افغانستان د روان وضعیت څخه ووځي؟

ډاکټر نبي مصداق: په افغانستان کې له ټولو نه مهم، د خلکو په اذهانو کې زموږ له وطن سره پخوانۍ مینه، ژمنتیا او غرور باید منځ ته راشي، د دې کار لپاره په څو برخو په جدي ډول کار پیل شي. لومړی په مطبوعاتو کې باید خلکو ته هره ورځ تبلیغ وشي چې افغانستان له هر نظره د نړۍ یو بې نظیره هېواد دی. موږ په دې کوچني هېواد کې دوه اقلیمه چې تود او سوړ دی لرو، زموږ له ډېرو ځمکو څخه په کال کې څلور فصله اخیستل کېږي، موږ روان سیندونه لرو چې ګاونډي هېوادونه ورته محتاج دي. موږ معدنونه لرو چې په هغوی باندې د نړۍ ډېرو لرو پرتو هېوادونو دوستي هم را جلب کړو او موږ بالاخره په داسې جغرافیوي خطه کې موقعیت لرو چې کولای شو سویس یا اطریش په شان د ختیځ، لویدیځ، شمال او جنوب لپاره د تګ راتګ یوه مرکزي برخه وګرځو.

د ښوونځیو په تدریسی نصاب کې باید تغیر راشي څو حب الوطن من الایمان له وړکوالي نه زموږ د اولادونو په فکر کې تزریق شي.

په جوماتونو او مدارسو کې باید زده کوونکو او مقتدیانو ته د وطندوستۍ مسؤلیت او ارزښت ور وپوهول شي.

مرکزي حکومت باید د ټولو افغانانو برسېره د ژبې او مذهب په اختلافونو برسیره نږدې شي؛ څو ګاونډي هېوادونه له هغوی نه نور سو استفاده ونه کړي. موږ نه غواړو چې د ایران لپاره د فاطمینو لښکرې جوړې کړو یا د پاکستان لپاره د طالب او داعش ترورستانو ته د فعالیت اجازه ورکړو.

بزګر: ښاغلی اشرف غنی ولې ونه شو کړای هغه ژمنې یې چې د ټاکنو مخکې له ولس سره کړې وې پلی کړي؟

ډاکټر نبي مصداق: اشرف غني ته د کرزي د ۱۳ کلن حکومت نه ډېرې ستونزې او مشکلات ور پاتې دي، اصلاً دوه درې نور حکومتونه به هم ونه شي کولای چې د کرزي د ملکۍ د دورې دا بې پروایئ او په ټولنه کې د ادلون بدلون پېښې چې ده رامنځ ته کړې، له منځه یوسي.

کله چې ولسمشر غني پکار پیل وکړ؛ ورته مالومه شوه چې په هره برخه کې دومره نیمګړتیاوې او اصلاحاتو ته رسونې موجودې دي چې دی به هیڅ کله هم دغه ټولې په یوه دوره کې رفع نکړي. د بېلګې په ډول، یوه لویه ستونزه په اردو کې ده چې هغوی قومي او سمتي تمایل یې درلود او هم دغه وزارت د فهیم د جنرالانو نه اشباع حالت ته رسېدلی و کله چې اشرف غني په اردو او دفاع وزارت کار کاوه، ورته مالومه شوه چې د کورنیو چارو وزارت او پولیس د اختلاس له غټو مرکزونو څخه و. له دې نه وروسته خلکو له قضاء نه زیات شکایت درلود، کله چې ولسمشر نور قاضیان او څارنوالان مقرر کړل، ورته مالومه شوه چې بې باکي په څارنوالۍ کې شته. له ۵۰۰ څخه زیات څارنوالان لرې شول او کوښښ وشو چې د پولیسو په برخه کې ان تر بریدمن پورې اصلاحات راولي؛ ځکه ډېر ځله همدا پولیس دي چې مجرمین نیسي او د پیسو په مقابل کې یې خوشې کوي او هم خپلې پوستې، زغروال موټر او رینجر ټول په مختلفو ولایتونو کې په دښمن پلوري او بیا دښمن د حکومت په مقابل کې ترې استفاده کوي.

ډېر زیات تخلف او سوء استفاه د کرزي په وخت کې په قراردادونو کې کېده. مثلاً د کابل او کندهار سړک چې لومړۍ پروژه وه، ۲۵۰ میلیونه ډالره ورته درې هېوادونو (امریکا، جاپان او سعودي) ورکړه او نقشه داسې وه چې د امریکا د هایوې په سټنډرډ به جوړېږي. همدې کرزي او د ده له ورونو را پیل د څو نورو تر منځ لاس په لاس شوه او وروستي سړي ته چې ویل کېږي دېرش میلیونه ورته پاتې شوي، داسې سړک جوړ کړ چې ډېر ژر په کنډواله بدل شو. همدا ډول د تېلو په قراردادونو کې به په میلیونو ډالره اختلاس کېده. اشرف غني د قراردادونو لپاره یو ځانګړی کمېسیون جوړ کړ چې په هغه کې بر سېره پر ده او ډاکټر عبدالله او مربوطو وزیرانو، د پارلمان، مطبوعاتو او مدني فعالان هلته موجود وي او په ډېر دقت سره قراردادیان څېړل کېږي چې یو اصلي قراردادي به پروژه سر ته رسوي. په دې ډول د رشوت او سوء استفادې لارې بندې شوي او په میلیارډونو افغانۍ په یادو قراردادونو کې سمپا شوې ده.

که د کرزي په وخت کې، داسې کسان چې له شرمه د خپل د پلار شغل خو لا پرېږده ان نوم يې نه شي اخیستلای، د میلیون ور تېر میلیارډران شول. خو د اشرف غني په دې تېرو درې کالو کې چا سر نه دی پورته کړی چې میلیونر شي.

درسته ده چې په ټاکنو کې اشرف غني ژمنه کړې وه چې یو میلیون نوې دندې به پيدا کړي او هم به په حکومت کې ژور اصلاحات راولي او افغانستان به د پاکستان د انحصار څخه را و باسي.

د نوو کارونو په لړ کې یوازې د کلیو د پراختیا وزارت په دا تېرو درې کالو کې یوڅلوېښت زره پروژې پلې کړي چې ګټه یې په مستقیم ډول ۱۲.۴۴ میلیونه افغانانو ته رسېدلې ده. په همدې ترتیب تر یو لک پورې بستونه په حکومت کې خلق شوي او هم د ښار جوړونې وزارت د لسګونه ښارګوټو په جوړولو سره تر درې لکو زیاتو خلکو ته کارونه پیدا کړي دي.

افغانستان په دې ۴۰ کالو کې د جنګ او ناامنیو له لارې دومره ناخوالې لري چې هیڅ حکومت نه شي کولای، په درې یا څلورو کالو کې هغه رفع کړي.

بزګر: د ښاغلی غني ستونزې په څه کې دي چې نشي کولای په ځینو مواردو کې غوڅ اقدام چې باید ویي کړي نه یې کوي یا یې نشي کولی، مقصد لاسونه یې په څه تړل شوی دي؟

ډاکټر نبي مصداق: د ۲۰۱۴ په ټاکنو د ورځې په پای کې ډاکټر عبدالله عبدالله ته له ډېرو ولایتونو څخه تلېفونونه وشول چې ښايي ټاکنې یې بایللې وي. کله چې رایې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له لوري وشمېرل شوې او څرګنده شوه چې اشرف غني ګټونکی دی؛ نو عبدالله د ټاکنو کمېسیون ته چلنج ورکړ چې د ثبوت لپاره باید دوی د لویې پکتیا د درېو ولایتونو رایې له سره وشمېري، ښکاره شوه چې په هغوی کې د تقلب اندازه دومره نه وه چې د ټاکنو پایلې ته تغیر ور کړي. خو عبدالله بیا هم ونه منله او ویې غوښتل چې په اوو نورو ولایتونو کې رایې له سره وشمېرل شي. هلته هم کوم د مشاهدې وړ تغیر ونه لیدل شو، بیا یې د یوویشتو ولایتونو نومونه واخیستل چې باید په هغوی کې رایې وشمېرل شي. اشرف غني چې نه یې غوښتل په دې پروسه کې د ټاکنو پایله نوره هم وځنډوي، ویې ویل چې ټولې رایې به له سره وشمېرل شي؛ د دې لپاره چې دواړو ته د دوهم ځل رایې شمېرنې پایله د منلو وړ وي؛ باید د بهرنیانو څارګرو تر څار لاندې دا کار پر وړاندې ولاړ شي. د دې رایو د بیا شمېرنې لپاره، د ملګرو ملتونو، د اروپا د ګډ بازار او د څو نورو نړیوالو بنسټونو استازو چې په ډېرو نورو هېوادونو کې د ټاکنو څارنه کوي خوښ شول. دې غټې شمېرنې، چې په هره رایه باندې بیله پرېکړه کېده، چې تقلبي ده او که نه؟ درې میاشتې په بر کې ونیولې او په پای کې، کله چې ټول د تقلب، تخلف او تخطي رایې د دواړو ایسته واچول شوې، په صافو رایو کې اشرف غني ۵۶ سلنه او ډاکټر عبدالله ۴۴ سلنه رایې ګټلې وې. دا به په هر ملک کې د نړیوال او د هغوی د قانون له مخې د منلو وړ ګرځېدلی وای؛ ځکه چې د نړیوالو تر نظارت لاندې وروستۍ شمېرنه وشوه؛ خو ډاکټر عبدالله بیا هم ونه منله.
داسې ویل کېږي چې په ۲۰۰۹ کال کې کله چې عبدالله غوښتل، د حامد کرزي په مقابل کې دویم پړاو کمپاین ته ولاړ شي، جان کیري چې هغه وخت د امریکا د بهرنیو چارو د سنا مجلس رئیس و، ورته وویل چې له کرزي سره د دې دور له کمپاین څخه تېر شي او (موږ به تاسو په ۲۰۱۴ ټاکنو کې راولو). ډېر ګمان کېږي چې ډاکټر عبدالله د ټاکنو د وروستۍ پایلې پر ضد له همدې کبله ودرېده او درې ورځې یې د کابل د لویې جرګې خیمه کې خشن آمېزه خبرې او وېرونې کولې، آن دا چې دوی به په مزار کې یو موازي حکومت اعلان کړي. اشرف غني نه غوښتل چې په افغانستان کې جنګونه او وینې تویونې لا هم دوام وکړي، کله چې په څلورمه ورځ د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري کابل ته راغی، د ګټونکي او بایلونکي دواړو لاسونه یې پورته کړل چې د ملي یوالي حکومت جوړوي.
ستاسې د سوال د یوې برخې ځواب هم همدا ده چې د موجوده حکومت ټول مسؤلیت ډاکټر عبدالله ته رجوع کېږي. ځکه برسېره پر دې چې جان کیري غوښتل یوازې په درې وزارتونو کې ډاکتر عبدالله ته برخه ور کړل شي، په هغه یې اتکا ونه کړه او په متواترو چنه وهلو کې دولت له اشرف غني سره شریک کړ چې له وزیر او سفیر نه نیولې، ان تر یو ولسوال او مدیر پورې د دواړو په خوښه و ټاکل شي. دا یو دلیل دی چې د حکومت له منځه داسې ستونزې خلق شوې؛ ځکه چې عبدالله یوازې هغه کسان چې ده او د جمعیت حزب ته ژمن ول، حکومت ته را دننه کول. بر خلاف اشرف غني چې درې ټیمونو: مطبوعات، سیاسي او تخنیکي ټیمونو دي هغه یې واک ته ورساوه؛ خو هغوی ته یې پام ونه کړ او ۹۰ سلنه ترې ولاړل. هغه کسان چې بیا ده غوښتل و ګماري، د څو نورو کسانو په مشورې سره، دلته او هلته وګمارل شول.

نو د اشرف غني لاسونه د یو رئیس جمهور په صفت کلک تړلي دي؛ ځکه حکومت نه یوازې د ډاکټر عبدالله او اشرف غني ترمنځ وېشل شوی؛ ورسره په خوا کې دوه دوه مرستیالانو هم خپلې څېرې حکومت ته را داخل کړي دي او یو شمېر د باندې څېرې لکه عطا نور او ضیا مسعود هم را دننه کړي دي.

د اشرف غني لپاره د دوی همغږي کول په تېرو درېو کالو کې ډېر لوی مشکل دی. بله ستونزه چې ولسمشر غنی ورسره مخامخ دی، په افغانستان کې د بهرنیانو موجودیت دی. امریکا د درې لکو اردو او پولیسو لګښت په غاړخ اخیستی دی. ناټو په وارسا او نورو هېوادونو په بلژیک کې د افغانستان د انکشافي بودجې او نور لګښتونه چې ۶۰ سلنه کېږي، ورکوي. ولسمشر غني اړ دی چې دا جنګ چې ورباندې پاکستان تحمیل کړی، له یوې خوا د پاکستان اصلي څېره چې د ترهګرو ماشین دی، نړۍ ته وښيي او له انزوا سره یې مخامخ کړي او له بلې خوا له بهرنیانو سره د افغانستان په اړوند پېښو کې سر وښوروي، همدا دلیل دی، هغه څه چې دی یې غواړي، ډېر کله یې نه شي کولای.

بزګر: د حکومت لومړیتوبونه څه دی؟

ډاکټر نبي مصداق: د ولسمشر غني لپاره چې په انکشافي پروژو یې پنځوس ځله د چین له حکومت سره او هم څو ځله له هند، روسیې او له یو درجن اروپایي هېوادونو سره چې اقفانستان سره یې مرستې کړي، د داسې پروژو طرحه کول دي چې له یوې خوا د پاکستان له انحصار څخه را ووځو او له بلې خوا د افغانستان لپاره د تجارت نورې بدیلي لارې له نړۍ سره پیدا کړي. له همدې امله د ورېښمو په لار افغانستان له مرکزي اسیا او له چین سره وصل شوی او د لاجورد له لارې نه چې د فاریاب له اقینې نه ترکمنستان او له هغې لارې له اذربایجان، ګرجستان او له ترکیې سره وصل شوي یو. همدا اوس د ټاپي د ګازو د نل لیکې له لارې ترکمنستان د افغانستان او پاکستان له لارې له هند سره وصل شوی او افغانستان به د دې پایپ لاین له محصول نه هر کال د ۴۰۰ میلیونو ډالرو پورې عاید ولري. بل هم د کاسا زر د برېښنا پروژه چې د قرغزستان او تاجکستان برېښنا افغانستان او پاکستان ته لېږدوي، یوه بله د عاید منبع وي. د ایران د چابهار د بندر له لارې به افغانستان د ازادو اوبو تجارت له لارې ختیځ او نورو هېوادونو سره وصل کړي.

بله لویه پروژه هم د بندونو ده چې د افغانستان ټولې اوبه به مهار شي او ګاونډیو هېوادونو ته به د نړیوالو قوانینو په اساس ور کول کېږي. بله مهمه پروژه همدا اوس د افغانستان فابریکو ته د برېښنا پیدا کول دي چې په دې برخه کې چې د لمر له وړانګو په استفادې څخه همدا اوس په کندهار او ډېر ژر ننګرهار او کابل ته د نغلونه برېښنا ورسېږي.

بزګر: ستاسو په نظر د حکومت دننه د نظام مخالفینو او د وسلوالو مخالفینو فرق په څه کې دی؟

ډاکټر نبي مصداق: د ملي یووالي د حکومت په جوړېدو سره، حکومت ته داسې کسان هم داخل شوي چې له کلونو یې له حزب اسلامي او طالبانو سره جنګونه کړي دي. که څه هم حکومت دوی ته د سولې په عالي شورا کې مقامونه ورکړي او هم په ولایاتو او مرکز کابل کې په لوړو بستونو کې ځای پر ځای شوي؛ د ډېرو په عقیده دغه چاودنې او بریدونه چې په کابل کې کېږي، له داخل څخه ورسره مرسته کېږي او تنظمېږي. ځکه چې تور دا دی چې د تورو ښيښو لنډ کروزرونه له همدوی سره دي او په هغه کې ځانمرګي هلکان له تلاشیو نه تېرېږي او هغو ځایو ته چې که ځوانکی له وزیریستان نه هم وي، ورته ممکنه به نه وي چې د چاودنو اصلي ځای ته په دومره حفاظت سره ځان ورسوي، له همدې امله د حکومت دننه او د دې کسانو په شاوخوا کې نور، د بهرنیو مخالفینو نه لا هم ګواښوونکي دي.

د حکومت باندني مخالفان په لومړي قدم کې طالبان او په دویم قدم کې اوس داعش دی. نورې ترورستي ډلې چې عبارت له چیچینیانو، د غور چین مسلمانانو، ازبکانو، تاجکانو او له قرغزستانیانو څخه دي. پخوا به یې د طالبانو تر څنګ په جنګونو کې برخه درلوده. اوس د هغوی ډېر شمېر له داعش سره یو ځای شوي؛ ځکه چې داعش د دوی ايډیالوژۍ سره مرسته کولای شي. د طالبانو پالیسي یوازې په افغانستان کې د دوی د ایډیالوژۍ خپرول او قبلول دي، حال دا چې د داعشیانو ایډیالوژي سیمه ییزه او نړیواله ده.

بزګر: د اجرائیه ریاست رول ته په کومه سترګه ګورئ زما په فکر هغوئ امتیاز او له نیم ډیر حکومت په لاس کې لري خو د مسئولیت او کار درک یې نشته تاسو په دې اړه څه وایاست؟

ډاکټر نبي مصداق: د اجراییه ریاست موقعیت د افغانستان په اساسي قانون کې نشته؛ خو لکه څرنګه چې مې مخکې وویل، اجرائیه ریاست د امریکایانو په لاس وهنې سره منځ ته راغی.

که څه هم د جمعیت حزب، چې په راس کې یې صلاح الدین، عبدالله او عطا نور دي، غوښتل چې ریاستي نظام په پارلماني نظام باندې واړوي؛ خو په وروستۍ موافقه کې چې د ډاکټر غني او عبدالله تر منځ وشوه، پرېکړه دا وه چې په دوو کالو کې به یوه لویه قانوني جرګه را غواړي؛ څو پرېکړه وکړي چې د افغانستان لپاره اداري صدارت قبلوي او که نه؟

که د فرانسې، پولینډ او ځینو نورو ملکونو په شان اداري صدراعظم د حکومت په اجراییه قوه کې راشي او حکومت یې قبول کړي؛ نو ډاکټر عبدالله ته به هماغه موقف ورکړل شي او اجرائیه ریاست به له منځه ولاړ شي.

څرنګه چې په دوو کالو کې لویه جرګه جوړه نه شوه د افغانستان د قانون دانانو په فکر، دغه ریاست چې تر اوسه دوام یې کړی، هیڅ قانوني مشروعیت نه لري.

د حکومت په تقسیماتو کې دا نه ده چې یوازې قدرت د ډاکټر غني او عبدالله ترمنځ وېشل شوی دی. په دواړو خواوو کې دوه مرستیالان دي چې هغوی هم په قدرت کې خپله برخه اخیستې ده او د ډاکټر غني ترڅنګ ضیا مسعود ته هم حق ور کړل شوی او هم د عبدالله تر څنګ د بلخ والي عطا نور هم په دې حکومت کې دوه وزیران لري.

نو په دې حساب ډاکټر اشرف غني، چې د ملک منتخب ولسمشر دی؛ خو برخه یې په حکومت کې له شلو سلنو څخه نه زیاتېږي؛ خو د حکومت د ټولو پروژو او نوښتونو مسؤلیت له ده سره دی او ډېر کم په مطبوعاتو کې د ډاکټر عبدالله او یا د دې نورو متعلقینو نوم یادېږي.

بزګر: د افغانستان راتلونکی څنګه وینئ؟

ډاکټر نبي مصداق: د افغانستان لپاره په تېرو پنځوسو کالو کې چې د انګرېزانو له خوا حکومتي چوکاټ، اردو او د ای اس ای تشکیلات تکمیل او خپله پاکستانیان ورته وروزل شول، یو لوی چلېنج اوسېدلی دی.

پاکستان په تېره بیا د طالبانو د حکومت له سقوط نه وروسته د ډېرو افغانانو په وینو لاسونه لړلي دي او هم  یې افغانستان، چې په وچه محاط دی، په خپل انحصار کې په دا تېرو پنځو لسیزو کې ساتلی دی. هر ځل که د داود خان د صدارت او یا هم د هغه وخت د رژیمونو په وخت کې و، کله به چې پاکستان وغوښتل تورخم او سپین بولدک بند کړي؛ نو د افغانستان هغه مالونه چې په کراچې کې به ول کابل ته نه را رسېدل، دلته به د بیو د لوړوالي له امله خلک اندېښمن کېدل.

د ولسمشر غني لومړیۍ موخه، چې ټینګه ملا یې ورته وتړله، دا وه چې افغانستان د پاکستان له انحصار نه خلاص کړي. د دې لپاره، ده بر خلاف ډیپلوماسۍ دی د اسلام اباد پر ځای لاهور پنډۍ ته ولاړ څو د اردو او ای اس ای له مشرانو سره وګوري او ورڅخه ژمنتیا واخلي چې نور به دافغانستان له لاس وهنو لاس واخلي. له هغې وروسته اسلام اباد ته ولاړ او له سیاسي مشرانو سره یې ولیدل.

د پاکستان اردو درې میاشتې وخت وغوښت؛ څو خپله د نه مداخلې ژمنه عملي کړي؛ خو نه دا چې هغه ژمنه او یا هم وروسته له هغه پینځه نورې غونډې چې په هغه کې برسېره پر افغانستان او پاکستان، چین او امریکا هم حضور درلود او غونډې به یوه په اسلام اباد او بله به په کابل کې کېدې او په وروستي ځل هغه ژمنې چې پاکستان وروستۍ غونډې ته وړاندې کړې، بیا یې هم پرې عمل ونه کړ.

ولسمشر غني په لومړیو دوو کالو کې د پاکستان د لرې مودو ستراتېژیکو ملګرو هېوادونو ته په سفرونو کې لکه چین، سعودي عربستان، عربي امارات، امریکا او اروپایي ټولنې ته سفرونه وکړل؛ څو د پاکستان د ترهګرۍ د ماشین په تولید هغوی خبر کړي.

دې ملکونو برسېره پر خپل اوږد مهاله اړیکو چې له پاکستان سره یې لرلې، په تدریج سره ترې فاصله ونیوله. پاکستان د دې انزوا په مقابل کې روسيې ته ور نېږدې شو چې ان روسیي اردو د پاکستان په داخل کې له پاکستانی اردو سره تمرینات تر سره کړل.

بل هېواد چې پاکستان لاس وروغځاوه، هغه هم ایران و؛ خو د سږکال د برکس د هېوادونو په غونډه کې چې روسیه او چین یې غړي ول، په خپله اعلامیه کې پر پاکستان غږ وکړ چې باید د ترهګرو ډلو ځالې له خپل هېواد نه محوه کړي.

د پاکستان د صدراعظم ویاند سرتاج عزیز اعتراف وکړ چې افغانستان په تېرو څلوېښتو کالو کې هم دومره قوي بهرنی سیاست نه دی درلودلی. د پاکستان اوسني صدراعظم هم په یوه مرکه کې وویل چې ولسمشر غني یوه سحر امیزه لهجه لري او هر چېرته چې ولاړ شي، مشران یې خبرو ته غوږ نیسي.

نو ډاکټر اشرف غني نه یوازې دا چې پاکستان یې له نړیوالې انزوا سره مخ کړی او اصلي څېره یې نورو ته ور پېژندلې، د افغانستان له محاصرې نه هم لاس ورته لنډ کړی دی؛ ځکه د کراچۍ پر ځای د چابهار بندر چې د هند په پیسو اباد شوی، له ایران او هند سره لاس لیک کړی او همدا اوس له هند څخه غنم او نور توکي د چابهار بندر له لارې نیمروز ته راځي.  له بلې خوا یې له منځنۍ اسیا سره د اورګاډي د پټلۍ له لارې ارتباط برقرار کړی چې نن ډېر وړه او نور خوراکي توکي، د قزاقستان، قرغزستان او درې نورو اسلامي ملکونو څخه افغانستان ته په ارزانه بیه را رسېږي.

له بلې خوا د لاجورد له لارې یې د ترکمنستان د رېیل پټلیو له لارې افغانستان ته له قفقاز، ترکیې او اروپا سره لاره خلاصه کړې ده. په نېږدې وخت کې به د نیمروز له لارې له هرات تر کندهار او کابل او بیا له هرات نه تر مزار او پلخمري پورې د جوړېدو په امکاناتو خبرې شوي دي؛ خو داسې پروژو په اروپا او نورو هېوادو کې چې پلي شوي؛ ډېر وخت او سرمایه اچونې ته اړتیا درلودلې ده.

اوس چې پاکستان خپل سرحدونه په افغانستان بند کړي، په کابل او نورو ښارونو کې خلک هیڅ اغیز نه ویني؛ خو پاکستان لکه یو بې خرده ماشوم تېر او سږکال په هغه وخت کې چې د افغانستان مېوې رسېدلې وې، تورخم او سپین بلدک ته په لاره وې، محصول یې پرې درې برابره زیات کړ؛ نو افغان تاجرانو چې له پاکستان سره به یې درې میلیارډه تجارت درلود، اوس ان له یوه میلیارډه هم را ښکته شوی دی او نور هم مخ په ښکته کېدو دی.

د افغانستان لپاره له هند او چین سره چې د نړۍ نیم نفوس جوړوي، ډېر مهم دی. پاکستان چې نه غواړي زموږ مالونه د دوی د واګۍ د وچ بندر له لارې هند ته نقل شي او هم هندي مالونه په سړک افغانستان ته را ورسېږي؛ نو ولسمشر غني هم پرېکړه وکړه چې د پاکستان د ورځې درې سوه د لوړ ټناژ مالونه به وروسته له دې په تورخم او سپین بولدک کې ښکته کېږي او له هغه ځایه به، په افغاني ټرکونو کې افغانستان او مرکزي اسیا ته وړل کېږي. د دې لپاره چې د افغانستان مېوې او سابه ضایع نه شي، حکومت له هند سره یو هوايي دهلېز پرانیستی چې په دوو میاشتو کې پینځه سوه ټنه تازه او وچه مېوه او سابه هند ته نقل شوي دي. له دې وروسته به زموږ مېوې د چابهار له لارې نه په غټه اندازه په بېړۍ کې هند ته رسېږي.

د پاکستان تجار خورا وارخطا دي چې د دوی د بې کیفیته دوا د خرڅلاو بازارونه په کابل، افغانستان او مرکزي اسیا کې له منځه ځي او هم نور پاکستاني ټوکران به افغانستان او د افغانستان له لارې منځۍ اسیا ته په مشکل سره ورسېږي.

نو ولسمشر غني افغانستان د جغرافې له مخې داسې یوه مرکزي خطه نړۍ ته وروپېژندله چې د سیمې اتیا سنله تجارت به د افغانستان د اور ګاډو او سړکونو له لارې کېږي او هم به له سړکونه، په لوړه کچه ترمیم او پرانیستل شي؛ څو د دې ټول تجارت له لارې افغانستان ته په میلیونونه ډالره عاید ورسېږي.

بزګر: ولې د وروستیو څه کم څلورو لسیزو او په ځانګړي ډول د وروستئ یوې نیمې لسیزې ټول یا ډیره برخه قربانیان پښتانه دی؟ او ولې پښتانه د هرې خوا په نښه کیږي؟ ستونزه پخپله په پښتنو کې ده که سیمه ایز او نړیوال سیاست غوښتنه د دې قوم ضعیفه کول، له منځه وړل یا څنډې ته کول دی؟

ډاکټر نبي مصداق: کله چې روسانو د خلق او پرچم له لارې ونه شو کولای چې له افغانستان څخه د خپلې پخواني طرحه شوي پلان په اساس چې باید په تودو اوبو کې دایمي بندر یا بندرونه ولري. کله چې افغانان د روسانو پر وړاندې را پاڅېدل او دغه جنګ نږدې لس کاله دوام وکړ چې اتیا سلنه قربانیان یې هم پښتانه ول؛ ځکه ډېر ماینونه د پښتنو په سیمو کې ځای پر ځای شول او هم بمبارۍ به په پښتنو باندې که هغوی د بدخشان، تخار او بلخ په ولسوالیو کې ول او که یا هم د کندوز، بغلان او پاتې جنوب، جنوب ختیځ او په جنوب لویدیځ افغانستان کې، ټول تر هوایي بریدونو لاندې راغلل او په زرګونه کورونه او کلي وران شول. ځکه هم پنځه میلیونه مهاجر چې پاکستان ته واوښتل، له اتیاسلنې زیات یې پښتانه ول. له بلې خوا، نه سکاډ تخریبوونکي توغندي او نه هم ماینونه په پنجشېر، هزاره جات، بلخ او شمالي افغانستان کې لګېدلي او یا ځای پر ځای شوي دي.

بیا کله چې امریکایان د طالبانو د رژيم له نسکورېدو نه وروسته په افغانستان کې ځای پر ځای شول، د روسانو او انګرېزانو مشوره هم د دوی له تجربو نه دا وه چې پښتانه بهرني قدرت ته په خپل ملک کې سر نه ګدي. د دوی اکثریت باید داسې تر فشار لاندې راشي او په مقابل کې لږکیو ته دومره رشد ورکړل شي چې په حکومتي چوکاټ کې له هغوی سره سیالي ونه شي کړای. ځکه هم د کرزي په دیارلسو کالو کې په هزاره ګانو او تاجکانو باندې ډېره زیاته سرمایه ګذاري وشوه او په مقابل کې د پښتنو په ولایتونو کې مکتبونه او کالجونه یا وتړل شول او یا هم وسوزول شول. ضمناً هغه برسونه چې په دغو دیارلسو کالو کې افغانستان ته ورکړل شوی ول، تر نوي سلنې زیات يې غیرې پښتنو ته ورکړل شول. داسې وخت به هم و چې په هند کې به له څو زره زده کړیالانو نه یو یا دوه سوه به پښتانه وه چې هغوی به هم په خپل شخصي لګښت په زده کړو بوخت ول.

د نورو هېوادونو له برسونو هم په همدې ډول استفاده وشوه. نه یوازې د پوهنې په برخه کې؛ خو د تجارت په برخه کې هم د میلیونونه افغانۍ قراردادونه غیر پښتنو ته ورکول کېدل. نن ټول هغه میلیونران او بیلیونران له هر لسو تنو نه یې که یو یا دوه سلنه په پښتنو کې وي؛ نور ټول د لږکیو له قومونو څخه دي.

د انګرېزانو او یا د روسانو یا امریکایانو سیاست د پښتنو په مقابل کې یو منفي نظر څرګندوي او په دې باور دي، تر هغې چې پښتانه په قدرت کې وي، د افغانستان له معدني منابعو نه چې په ۲۱ پېړۍ کې د نړۍ لپاره ډېر مهم دي. نورې کمپنۍ به ورنه د خپلې ګټې لپاره ډېره استفاده ونه کړای شي. د بېلګې په ډول، لیتیم چې له هغه نه برېښنايي بیترۍ جوړېږي او د لاسي ساعتونو نه نیولی تر کمپیوټر او موټرو پورې به ورنه استفاده وشي، همدا اوس د پښتنو په سیمو کې چې هرات، غزني او نیمروز دي، د دې ګټور عنصر لوی معدنونه دي. اوس چې د هوا د ککړتیا له مخې ټول د موټرو تولید کوونکی هېوادونه، پلانونه لري چې د تېلو پرځای یوازې د لیتیم له بیترو څخه استفاده وکړي. امریکايي جیالوژيستانو چې په افغانستان کې کار کړی وایي چې افغانستان به د لیتیم د تولید له مخې سعودي عربستان شي. نو دا معدنونه که ورنه د ملت د ګټې لپاره په تخنیکي او اقتصادي اړخونو کې د دقیقو برنامو له مخې استفاده ونه شي؛ نو په افغانستان کې به د نعمت پر ځای په لعنت بدل شي. لکه د غربي افریقا الماس او د عربو تیل چې د هغوی لپاره یو لعنتي خدای خلق کړي، لاس ته راوړنې دي. دا جنګ او نا ارامي چې له تېرو څلوېښتو کالو را په دیخوا روانه ده، په لومړي قدم کې یې تر شاه پاکستان، ایران او نور لرې پراته مملکتونه لاس لري، چې افغانستان د یوه پیاوړي اقتصاد څښتن نه شي. ځکه په هغه وخت کې به ګاونډي ورنه سوه ګټه ونه شي کولای؛ نو ځکه هم د افغانانو د وینو په تویېدو سره دې معدنونو ته چې د نړۍ د اقتصاد لپاره د ارزښت وړ دي، غواړي چې افغانان ورباندې مطلقه همغږي ونه لري.

بزګر: ډاکټر صاحب مصداق! تاسو د خپلو نورو لویو کارونو تر څنګ درې خورا مهم کتابونه چې احمد شاه درانی (په انګلیسي ژبه)، افغانستان: سیاسي کمزوري او بهرنۍ مداخله (انګلیسي) او پښتو انګلیسي قاموس لیکلي. پوښتنه مې دا ده اوس چې دا ډیر وخت د هېواد دننه یاست له رسمي دندې پرته په کومو فعالیتونو بوخت یاست او ولس ته به مو بله ډالئ څه وي؟

ډاکټر نبي مصداق: د لوی احمد شاه د ۲۵۰ تلین له کبله رانه په لندن کې د افغانانو ټولنې چې لوی ترتیبات یې په پام کې ول، غوښتنه وکړه چې که یو کتاب ورباندې ولیکم. ما د برج برتش موزیم په کتابتون کې د لومړیو قلمي نسخو او قلمي کتابونو نه په استفادې سره په انګلیسي ژبه دغه کتاب ولیکه، تر اوسه پورې له انګلسي څخه ژباړل شوی نه دی؛ خو غواړم دلته په کابل کې نور معلومات او عکسونه ورسره کړم او په پښتو ژبه یې ژباړه چاپ کړم.

زما د افغانستان سیاسي کمزوري او بهرنۍ مداخلې کتاب چې په انګلسي ژبه لیکل شوی و اوس هم له لندن او نیویارک څخه خپرېږي او هر څوک کولای شي چې د امازون له لارې واخلي. دا کتاب په کاناډا کې ډاکټر صمد په پښتو ژبه وژباړه او په کابل کې د ارشاد د مرکز له خوا په ۲۰۰۰ ټوکو کې چاپ او پلورل کېږي.

پښتو انګلسي قاموس ته هره ورځ نوي لغتونه ټولوم او په دا نوي نشر کې به د پښتو د لغاتو مجموعي شمېر له پنځوسو زرو څخه تېر شي. د دې نوي نشر لپاره، له نومونو سره رنګه عکسونه به هم ولرم. څنګه چې ډیکشنري د ټول عمر کار دی؛ نو په وروستۍ نشریه کې به ټول لغتونه په جملو کې هم وکاروم.

په لویدیځ کې خلک د افغانستان په اړه داسې فکر کوي چې هلته له جنګ او نارامیو پرته افغانان په بل څه نه پوهېږي. د دې طرز فکر د بدلولو لپاره تر یوه حده ما د پښتو داسې ټوکې چې د غربیانو په کلتور کې د خندا وړ ګرځي ژباړلي او دانش خپرندویه ټولنې په یو جلد کې چاپ کړي دي.

همدا اوس مې د یوه امریکايي لیکوال یو کتاب چې ۷۵ کاله وړاندې یې لیکلی او په متواتر ډول چاپ شوی او هم پکې ځوانانو ته ډېر انتباهات شته، ژباړلی او ډېر ژر به بازار ته راووځي.

ما یو نیم کال له قومونو سره کار کړی؛ څو د قومونو اواز په معاصر ډول، حکومت، امریکایانو او نړۍ ته ورسېږي، د دې لپاره موږ لومړی د لویې پکتیا درې ولایتونه سره یو ځای کړل؛ خو څرنګه چې همدا حرکت مو په لوی کندهار او لوی ننګرهار کې هم پیل کړی و او دا چې په کندهار کې شپږ ولایتونه او په ننګرهار کې څلور ولایتونو زونونه جوړ شوي ول؛ موږ له لویې پکتیا سره غزني، میدان وردګ او لوګر هم یو ځای کړل، بیا کوچیان هم را سره یو ځای شول او د زون نوم مو جنوب ختیځ وباله. زه د دې زون د کلتوري کمېټې رییس یم.

په نظر کې ده چې دا درې لوی زونونه یوه اجرایه شورا جوړه کړي او له هر ولایت نه په دې زونو کې یوولس تنه شورا ته وروپېژندل شي چې بیا به شورا خپل یو مشر وټاکي؛ کله چې یو مشر غږ پورته کړي، په دې ټولو ولایتونو کې به تر ولسوالیو پورې خلک اواز پورته کوي او راوځي به. د اجراییه شورا په تشکیل باندې لا هم کار روان دی. برسېره پر دې زه د څو ډلو ځوانانو سره هم په تماس کې یم او له هغوی سره چې د ملک د پنځه شپېتو نه زیات سلنه نفوس جوړوي او د افغانستان راتلونکي مشران به وي، په بحثونو او غونډو کې په مسؤلیتونو او د افغانستان د داخلي کړاوونو په حل او د ملک په پرمختګ باندې خبرې کوو.

بزګر: تاسو چې د ژوند ډیره برخه مو په رسنیزو چارو کې تیره کړې افغاني رسنیو په اړه څه ویلی شئ؟

ډاکټر نبي مصداق: په افغانستان کې په دې تېرو ۱۷ کالو کې په ټولو رسنیو کې، که هغه چاپي دي، غږیز دي او که تصویري دي، ډېر زیاتوالی راغلی دی. همدا اوس په کابل کې درې څلوېښت تلوېزیونونه دي او په همدې اندازه ورځنۍ، اوونیزې او درې میاشتنۍ، (ورځ پاڼې، مجلې او جریدې) خپرېږي. په هر ولایت کې ملي رادیو بر سېره دوه یا درې شخصي تلوېزیونونه او یو شمېر جریدې نشرېږي. دا په رسنیو کې مثبت بدلون دی چې په دومره کمه موده کې دومره پرمختګ د قدر وړ دی. له بلې خوا په منفي اړخ کې ډېر تلوېزیونونه له خارج څخه تمویلېږي. طلوع ته د امریکایانو کمک او هم د هغوی پانګه اچونه د امریکې په لور برابر نشریات کوي. نور تلوېزیونونه له ایران څخه تمویلېږي او هم ځینې پښتو تلوېزیونونو ته پاکستان د مصارفو لګښت ورکوي. همداسې مرستو ته د ورځپاڼو او جریدو چلوونکي هم د پردیو نظر او مفکورو ته په افغانستان کې توسیعه ورکوي. په ضمن کې زموږ د پخوانۍ دري فارسي او د ایراني فارسي ترمنځ سخته مجادله روانه ده. په رسنیو کې پردي پال د دري په ښکلو او پر ځای نومونو او لغتونو باندې شرمېږي او پر ځای یې د زړې پهلوي ژبې لغتونه او هم د اوسني ایران له ماشین څخه راوتلي الفاظ کاروي. د بېلګې په ډول د اردو او پولیسو لپاره چې د امیر شیرعلي خان له وخت نه را په دېخوا موږ د دې مسلکونو د هرې کچې لپاره پېژندل شوي، رایج او خلکو ته ګران او منلي نومونه شته، دوی یې پر ځای په خپلو رسنیو کې ایراني نومونه کاروي. په همدې ډول په قضا، څارنوالۍ او پوهنتون کې.

یو شمېر تلوېزیونونه کله چې کارمندان استخداموي، شرط یې همدا دی چې په ایراني لهجه به خبرې کوي؛ خو د افغانستان خلک په دې نوو الفاظو او نومونو نه پوهېږي او په بحثونو کې هم، پردی پال ژورنالستان به په ایراني لهجه پوښتنې کوي خو د مېز ډېر ګډون وال په خپله لهجه ځوابونه ورکوي. ځکه خو بي بي سي پرېکړه کړې چې که تاجکان خپله ژبه کاروي، د ایران په فارسي کارونه یې جریمې ایښې دي؛ نو که افغانان، دري وایي په خپله رښتینې نوم، چې دري فارسي ده ورته وایي.
خو اوس بي بي سي د ستمیانو د مخالفت له یوه موج سره مخامخ ده چې ولې ورته یوازې لکه چې په ایران کې فارسي ویل کېږي، په افغانستان کې نه ویل کېږي؟

خو د ژبې په پاکولو کې د دې پلورل شوو عناصرو څخه ډېرو تکړه رژیمونو لکه هټلر چې غوښتل یې الماني له لاتین څخه پاکه کړي، مصطفی کمال چې غوښتل یې ترکي ژبه له فارسي او عربي لغاتو څخه پاکه کړي او د ایران شاه چې غوښتل یې د عربي پر ځای ټول فارسي ایراني لغات استعمال شي، یو هم ونه شو کولای چې خپل مرام ته ورسېږي. زموږ پرديپال هم ناکامه دي؛ خو ضمناً موږ دلته په کابل کې تر اوسه داسې جدي اقدام د خپلې ژبې او ترمینالوژۍ په ساتلو کې، چې د افغانستان په اساسي قانون کې ځای لري، نه دی کړی. په هر حال په ډاډ سره هغه د فارسي متل دلته هم صدق کوي: (زمستان تیر می شه، روی سیاګی به زغال میمانه.)

بزګر: اوس چې د دعوت خپرونې ۲۹مه کلیزه ده، او تاسو چې له پیله تر دې دمه د دعوت لوستونکی، قلمي همکار او ملاتړ کوونکی یاست پیغام مو د دعوت لوستونکو او د دعوت د لیارې افغان ولس ته څه دی؟

ډاکټر نبي مصداق: د دعوت جریده چې اوس نهه ویشت کلنه شوه د افغاني اخلاص او زموږ د ادبیاتو په منډ روانه ده، او په دې درې لسیزو کې خپل اواز لوستونکو ته په پنځه قارو کې چې اروپا، اسیا، استرالیا، افریقا او امریکا دي، رسولی دی.

دا هم یو مخلص او د ژبې او وطن یو مین ځوان (محمد طارق بزګر) چې په خپلو ډېرو محدودو مالي امکاناتو یې دغه جریده پیل کړه، نن یې د دعوت د رسنیو په خپرنیز مرکز باندې تبدیله کړې ده چې څو نورې برخې هم پکې شاملې دي

زموږ ځوانان باید داسې ونه وایي چې هغوی امکانات نه لري او نه شي کولای چې دا یا هغه کار د وطن لپاره ترسره کړي. که دوی په هر ځای کې چې وي، پنځه یا شپږ تنه هم سره یو ځای د افغانستان د ابادۍ لپاره لاس ورکړي، بیا به ورته څرګنده شي چې د دوی قوت محدود نه؛ بلکې لا زیاتې لاسته راوړنې درلودای شي. زموږ ځوانان چې د افغانستان د نفوس ۶۵ سلنه کېږي، باید ځانونه د راتلونکي مسؤلیتونو او رهبرۍ لپاره چمتو او په خپلو مټو باوري وساتي.

وطن زموږ دی او که موږ دا ټول قومونه او مذاهب چې په دې وطن کې شته، سره یو ځای نه شو، هیڅوک به هم زموږ د پرمختګ او هوساینې لپاره کار راته ونه کړي. زموږ د تېرو څلورو لسیزو جنګونو او نا امنیو بېلګه باید زموږ په مخ کې وي چې په بې اتفاقۍ، بې پروایئ او د پردیو له لمنې څخه نیول موږ ته هیڅ ګټه نه ده کړې.

ومن الله توفیق

دا مرکه د دعوت د ۲۹مې کلیزې په ویاړ په فوق العاده ګڼه  ۲۳۴-۲۳۵ کې خپره شوې ده

Categories: مرکې

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.