دوکتور روستار تره کی د دعوت سره په مرکه کی

0 742

   دوکتور روستار تره کی د دعوت سره په مرکه کی

  

   ۱  ــ  هغه نظامی عملیات چه په مارجه کی جریان لری څنګه ارزوی ؟

  ځواب :  موضوع د حقوق او سیاست په ساحه کی مطرح کیږی :

  ــ  د موضوع حقوقی بنه . په مارجه کی جنګ د هغه پراخه جګړه یوه برخه ده چه د بنست نه غیر عادلانه وو او د نړیوال قوانینو د اصولو سره سمونوالی نه درلود : نړیوال حقوق جګړه د مشروع دفاع په منطق باندی مجاز ګنی . نړیوال حقوق د مشروع دفاع حق د استفادی شرایط  د م ، م  دمنشور په ۵۱ ماده کی څرګند کړی دی . نوموړی شرایط د افغانستان په جګړه کی د پام نه غورځول شوی دی .

 ــ  د موضوع سیاسی بنه : جګړه د یو مقصد د رسیدو د پاره یوه وسیله ده . نوموړی مقصد جګړی ته غیر مشروع یا مشروع بنه وکوی .

  په مارجه کی نظامی عملیات د یو مزدور ، فاسد او مختلس حکومت د ملاتړ په مقصد تر سره کیږی . بنآ مشروعیت نلری .

  په سیاسی لحاظ په یو حالت کی د مارجی جګړه د توجیه وړ ګنل کیده : د مقاومت مخالفت د سولی د هغه پلان په وړاندی چه موخه یی یو  لند مهال مسلکی حکومت جوړول وو .

  په هر حال ! د جګړی سیاسی توجیه د هغه حقوقی عدم مشروعیت تآئیدولی نشی .

 

  ۲  ــ  دعوت : په مارجه کی د نظامی عملیاتو په ترڅ کی د جګړی د حقوقو نه  سرغړونه ندی شوی  ؟

  ځواب : دغه عملیات په افغانستان کی د قومی تصفیی ( ژنوساید ) د لړی یوه برخه ده چه په هغه کی د معمولی وسلی نه نیولی تر  نسل وژنی کمیاوی توکو نه ګته پورته کیږی.

   سپین فوسفور چه مخکی د افغانستان په جنګ ځپلو سهیلی سیمو کی په وار وار استعمال شوی دی ،  د فارس خبری آژانس او د ترکیی د « واقعیت » ورځپانی په قول د مارجی په جګړه کی هم تری نه کار اخیستل  شویدی .

  په جګړه کی د سپین فوسفور استعمال د ۱۹۷۲ م کال  کانوانسیون له خواه منع شویدی . خو امریکا د نوموړی کانوانسیون غړی نده .

 

۲  ــ  دعوت : لطفآ د نژادی تصفیی په اړوند یو څه په تفصیل وږغیږی ؟

 ځواب : پروسږ کال پدغه موضوع باندی یوه اوږده تحقیقی مضمون  ( په افغانستان کی د ناتو دله ایزه وږنه او د نړیوالو حقوقو دریځ )  تر سرخط لاندی می لیکلی .  ځینی افغانی انترنتی سایتونو ته په مراجعه مضمون مطالعه کولی شی . 

  د ۸ کلونو راهیسی په سیمه کی پښتانه په فزیکی ، فرهنګی او سیاسی لحاظ  د نړیوال نظامی ائتلاف ( ن ، ن ، ا )  او د سیمی د هیوادونو په واسطه د یرغلیزی جګړی تر ګوذارونو لاندی دی:

  فزیکی  :  پدی معنی چه په پښتانه میښته سیمو کی د ۸ کلونو د اوږد مهالی جګړی په ترڅ کی اتکل ۸۰ زره افغانان وژل شویدی . په دغه ارادی وږنه چه پلان شوی سیستماتیک بنه لری د افغانستان ګاوندیان هم ونده اخیستی ده  .

  فرهنگی : پدی مفهوم چه په جنګ ځپلی سهیلی سیمو کی ، د تعلیمی موسساتو د نښتوالی یا کموالی له کبله د پوهنتونونو د کانکور په کلنی آزموینه کی د نوماندو ونده په سلو کی اتکل  ۵ ته تیته شویده . دغه ناوړه پیښه په قومی او سیاسی لحاظ د یو نا اندول اداری د رامنځته کیدو لامل ګرخیدلی دی . دغه نا اندولی هر کال شدت مومی او د یوه ژبی او فرهنگ د لازیاتی تباهی لامل ګرځی .

 سیاسی  : کوم چه پښتانه د يو با ثبات او پیاوړی واکمنی ولسی بنست جوړوی ، د دوی د فزیکی پوتانسیل په ماتولو سره لاره د یوه  کمزوری لاسپوڅی نظام د جوړیدو د پاره هواریږی . دغسی یو نظام ساتل چه په  قومی ، مذهبی  او تنظیمی متخاصمو دلو تپلو نه  چه سره په تکر کی وی جوړ شوی وی ، د مارجی د جنګی عملیاتو سره تړاو لری .

  ( ن ، ن ، ا )  د افغانستان قومی بالقوه منازعاتو ته لمن وهلی ، هغه په بالفعل دشمنی بدل کړی او د یو اړخ په ګته او د بل په تاوان دریز نیولی دی .

  څو موده مخکی د فرانسی د حکومت په اشاره  سوسیالیست ګوند  د ولسمشری د انتخاباتو يو جنګ سالار کاندید ته  ( د عبداله عبداله په نوم ) ، فرانسی ته راتګ او په یوه غونده کی  د ګدون  بلنه ورکړی وه . نوموړی کاندید د ولسمشری په انتخاباتی کامپاین کی د پارلمانتریزم او فدرالیزم د ضوابطو  ( چه  بهرنیان غواړی د هغه په واسطه افغانستان د متخاصمو قومی جنګ سالارانو په فدراسیون بدل کړی )  په طرح کولو کی ، بهرنی  پیاوړی ملاتړ تر لاسه کړی وو . فرانسی ته راغلی میلمه مدیا ته په خبرو کی خپل مخکنی ژمنه تازه کړه، او د یوه سیاسی الترنتیف د جوړولو د پاره چمتو والی وښود .

  هو ! فرانسه د خپل اندیوالانو سره پدی چرت کی دی چه وروسته له دی نه چه  د  پښتون قاوم جنازه په مارجه کی خاوروته سپارل کیږی ، څه باید وشی : هغه قومی دلو ته سیاسی چانس ور په برخه کول چه د کلو کلو راهیسی ورباندی سیاسی پانګه اچولی شویدی  د  ( ن ، ن ، ا )  د پلان یوه برخه ده .

  فرانسه غواړی په مارجه کی مقاومت ته لاندی پیغام واستوی : که تاسی خپلواکی په ګرانه بیه خرڅوی موږ د پنجشیر د هتی والو سره په معامله هغه په وړیا توګه تر لاسه کولی شو .

  د پلان په جزئیاتو کی زیاتی خبری نه کوو . خو دومره وایو چه وروسته د دی نه چه مارجه فتح شو ، اداره یی د تښ په نامه ملی اردو او پولیس ته سپارل کیږی . کوم چه په اصطلاح  د ملی اردو جوړښت د نژادی تصفیی د ماستر پلان یو جزء دی ، هغه په سلو کی ۷۰ د غیر پښتنو نه ترکیب شوی ، حال دا چه پښتانه د افغانی تولنی په ترکیب کی اتکل په سلو کی ۶۰ نفوس جوړوی .

اما هغه څه چه نه ویل کیږی دا دی چه :  کوم   چه په مارجه کی  اردو د نظم او امنیت په پلی کولو کی پاتی راځی ، کړکیچ دوام مومی او په افغانستان کی د بهرنیو قواوو د حضور د دوام د پاره پلمه تر لاسه کیږی .

 

  ۳  ــ  دعوت : ولی مارجه د نړیوال نظامی ائتلاف په وسیله د یوی پراخی جګړی د میدان په توګه وتاکل شو ؟ 

  ځواب : د مارجی فتح دواړو خواوو یعنی افغانانو او بهرنیانو ته سمبولیک اهمیت لری:

  کندهار د افغانستان په معاصر تاریح کی د تول واحد افغانستان لمړنی پلازمینه ګنل کیږی .  د افغانستان د ننه د قومی اکثریت زیاتی واکمنی او د باندی د افغانانو امپراتوریګانی د کندهار په غرونو ، مورچلونو او د جګړی په دګرونو کی  جوړښت موندلی دی .

  د اشغالګرو قوتونو په تصور د مارجی فتح د قومی اکثریت د دوه پیړی د واکمنی پای او په سیمه کی د یوه حماسی تاریخ ( او احتمالآ افغانستان پوری تړلی جغرافیی )  ختم شمیرل کیږی .

  واقعیت دا دی چه که په مارجه کی د مقاومت برلاسی پای ته ورسیږی د وسله والو مخالفینو په روانی حالت کی به ناوړه اغیز ولری . اما په هیڅ دول د مقاومت پای به نه وی .

  لویدیز مدیا چه ادعا کوی مارجه د بهرنیو جنګیالیو او د نشه یی توکو د مرکزیت له کبله تر برید لاندی ونیول شو ،  خوشی چتی تبلیغاتی خبری دی .

 

 ۴  ــ  دعوت : د ملا برادر نیول د مارچی د عملیاتو سره تړاو به ولری ؟

 ځواب : هرو مرو ! ( ن ، ن ، ا ) غواړی چه د نظامی فشار د لاری مقاومت دیته اړ کړی ، هغی سولی ته غاړه کیږدی چه د بهرنیانو له خوآ وړاندی کیږی . کوم چه د بهرنیانو د سولی وړاندیز ( د اساسی قانون او د هغه نه رازیږیدل شوی نظام منل ) د وسله والو مخالفینو د پاره د منلو وړ ندی ، نو د جګړی د دوام پلمه مهاجمو ځواکونو ته ور په برخه کیږی .

  وروسته د ۸ کلونو نه موږ ته ثابته شویده چه ( ن ، ن ، ا ) د سولی اراده او پلان نلری : نوموړی ائتلاف د بوش د اداری د  «  جوړونکی ورانی » د فورمول په تبعیت ، غواړی په «  افپاک » کی  ګدودی وساتی . او د بی ثباتی او بی نظمی په فضآ کی خپل ژیوپولتیک مقاصدو ته ځان ورسوی.

  د یو بل واقعیت نه هم باید سترګی پتی نکړو : د جګړی د دوام پړه یوه لویه برخه د مقاومت په غاړه ده : وسله وال مخالفین پدی باندی ندی بریالی شوی چه د یوه اعتدالی اسلام د ضوابطو په ملاتړ او د اوسنی معاصر نړی د غوښتنی په بنیاد دریز ونیسی او د تفاهم لاره د بل لوری سره خلاص کړی .

  مقاومت پدی ونتوانید چه د یوه مذهبی بنست پالی دلی په عوض د ملی او اسلامی مقاومت یو مدرن ګوند جوړ کړی . د تعلیم یافته او رونفکرو سره د وسله وال مقاومت اړیکی د بنست پالو کړیو تر تآثیر لاندی پاتی شویدی .    « پای »

                                                  فرانسه

                                  د فروری ۲۱ د ۲۰۱۰م کال

Leave A Reply

Your email address will not be published.