د شپېګل مجلې له خبریالې سوزاني‌کویلبل سره د ولسمشر غني مرکه

0 1,462

له جنګه ستړي يو، خو له خاورې د دفاع په قوي مورال مو درسته سيمه خبره ده

ژباړه: نجیب الله اخترزی
تبصره:
تر یو کال زیات کېږي چې ولسمشر غني د افغانستان د ولسمشر په توګه خدمت کوي. په ټاکنو کې د محمد اشرف غني بریا په ټاکنو کې د عبدالله عبدالله د تورونو په دلیل سره خچنه شوه. ولسمشر غني په امریکا کې د انسان پیژندنې او اقتصاد په برخه کې لوړي زده‌کړې کړې دي او له هېواده بهر یې ډېر وخت د استاد او بیا د نړیوال بانک د مشاور او وروسته د کابل پوهنتون د رييس په توګه کار کړی دی.
اشرف غني د حامدکرزي تر مشري لاندې له 2002 څخه تر 2004 کال پورې د مالیې د وزیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

شپېګل انګلیش په وروستیو کې له ولسمشر غني سره د یوې مرکې لپاره په کابل کې په ولسمشریزه ماڼۍ کې وخت اخیستی، چېرته چې حامد کرزي دوولس کاله حکومت وکړ.

موبل او فرنیچر شاید لا اوس هم هماغه وي، خو روحیه او حالات ډېر بدل وو. حامد کرزی ولسي مشر بلل کېده خو ډاکټر غني بیا دومره جراره نه دی بلکې یو مصروف ولسمشر دی. د مرکې په دوران کې یې هم خپلې زېړې تسبیح په لاس کې اړولې او د مرکي په منځ کې يې د خپل لمانځه لپاره وقفه واخیسته.

مرکه:
شپېګل: ښاغلی ولسمشره! د پاریس په ښار کې وروستيو ټروریسټي حملو وښووله چې ټروریسټان غواړي اروپا هم د جنګ په ډګر بدله کړي. ستاسې هېواد تر یوې لسیزې زیات د ټروریزم پر ضد جګړه کې لګیا دی، موږ ستاسې له هېواد افغانستان څخه څه زده کولای شو؟

ولسمشر: ټروریزم پر نظامونو او دولتونو باندې د خلکو په باور او عقیده حمله کوي او خلک پرې بې‌باوره کوي. مخنیوی یې کېدای شي، خو که یو موټی عمل وکړو او له دغې پدیدې سره په یو موټي او متحد ډول ځان خبر او مبارزه وکړو.

شپېګل: په واقعي او مشخص ډول ستاسې هدف څه دی؟

ولسمشر: موږ په پولو او سرحدونو سره پېژندل کېږو او پولې دي چې موږ یو له بل څخه بېلوي، خو ټروريسټان په شبکو کې راټولېږي. دولتونه ډېر بطي او سست، خو ټروريسټان ډېر تېز دې. د استخباراتي مالوماتو شریکېدل باید اوس تر منطقوي او نړیوالې کچې پورې پراخ کړل شي او تر یوه هېواده پوري محدود نه کړل شي.
موږ باید سرعت پیدا کړو او ددې پدیدي پر وړاندې په مهارت سره چابک حرکت وکړو. پخوانی او بیروکراتیک کلتور چې موږ او تاسې ته په میراث پاتې دی یو خنډ دی. اصول او سلسله مراتب شاید له داسي واقعاتو سره د مقابلي لپاره مؤثر وې خو دا د اوسنیو نړیوالو خطرونو او په چټکې سره خپریدونکو شبکو لپاره چټک ځواب نشي کیدای.

شپېګل: ایا دا زموږ د مدني ازادیو د پای یو بل پیل دی؟

ولسمشر: د مدني ازادي لپاره تعهد به په ډیرقوت سره بیرته راژوندی کړل شي. خو د مدني ازادي پر مفهوم حمله کېږي او له خوندیتوب، ناامني او خطر څخه باید زموږ تعریف او پېژندنه په اساسي ډول تغيیر وکړي.
پر مدني ازادي باندې حمله ډېره دردناکه او د احساس وړ ده او خلک ډېر په اسانه وارخطا کېږي، کله چې یې عادي ژوند او د تګ راتګ لارې له خطر سره مخ شي. موږ او تاسې د ټروریزم له بېخي نوې بڼې سره مخامخ یو، ټروريسټان د وژنو لپاره وژنې کوي.
کله چې ما د جرمني د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې د داعش په اړه خپل غږ اوچت کړ او د هغوی د جرمي اقتصاد، د هغوی د مهارت او سرچینو او ریښو په اړه مي تحلیل وړاندې کړ؛ نو ټولو فکر کاوه چې زه هغوی وېروم. مګر نن موږ له هماغه حالت سره مخ یو. که القاعده د ټروریزم دويم ورژن و، نو داعش یا اسلامي دولت یې پنځم ورژن دی.

شپېګل: داعش نړیواله پدیده ده، په داسې حال کې چې افغان طالبان محلي اهداف لري. ایا تاسې فکر کوئ چې د دوی تر منځ ورته‌والی شته؟

ولسمشر: د دوی تر منځ چې څه شی مشترک دي هغه د ویجاړولو او وژنو لپاره د هغوی اراده ده. ډېری ټروريسټان چې افغانستان ته راغلي دي د روسيې، ازبکستان، قزاقستان، سعودي عربستان، پاکستان او یا هم شمالي افریقا له هېوادونو راغلي دي. دوی له خپلو هېوادونو را شړل شوي او زموږ هېواد ته راغلي دي. افغانستان دوی د ځان لپاره د جنګ په میدان بدل کړی دی او دوی ټول د طالبانو په ګډون په جرمي اقتصاد سره ګډ دي. هیڅ یوه له دغو شبکو څخه د مخدره توکيو د شبکو، انسان تښتونې، او تېلو له قاچاق څخه پرته خپل ټروريسټي عملیات مخ ته نه شي وړلای او د دې پر وړاندې درېدل یو حقیقي نړیوال نوښتګر اتحاد ته اړتیا لري، کټ مټ داسې لکه د دويم نړیوال جنګ په وخت کې چې د جرمني د زورواکي په خلاف اتحاد وشو.

شپېګل: مګر ستاسې هېواد چې له کومو ستونزو سره مخ دی، فقط د نړیوال ټرویزم د تولید خبره نه ده، بلکې په چارو کې ستاسي د حکومت او پوځ د ناکامي نتېجه هم ده. د سپټمبر پر اته‌ویشتمه افغان ځواکونو و نه شوای کولای چې د کندوز له ښار څخه د یو څو سوو طالب جنګیالیو پر وړاندې دفاع وکړي. طالبانو د ټولو دولتي ادارو ودانۍ چې د کلونو په مودو کې جوړې شوې وې، وسوځولې. دا پېښه څنګه وشوه؟

ولسمشر: د کندوز پېښه زموږ د استخباراتي ارګان د غفلت او ناکامي له وجهې را منځ ته شوه.

شپېګل: دا څنګه امکان لري چې اوه یا اته سوه طالب جنګیالي دې د افغان امنیتي ځواکونو اوه زره عسکرو ته چې په ښو وسلو هم سمبال وو، په ساحه کې ماتې ورکړي؟

ولسمشر: دا څنګه امکان لري چې یو څو افراد دې د فرانسې ټول حکومت د خاموشۍ او چوپتیا حالت ته راوستلای شي؟

شپېګل: د فرانسې حکومت له فلج کېدو او سقوط څخه ډېر لېرې دی؛ خو په کندوز کې خلکو ویل چې استخباراتي ارګان د پراخو عملیاتو پلان درلود مګر حکومت یې د ترسره کولو اجازه نه وه ورکړې.

ولسمشر: دا خبره سمه نه ده. موږ د اصلاحاتو په راوستلو لګیا وو چې دا حملې په شمال کې ترسره شوې، نه تنها په کندوز کې بلکې په نورو ډېرو ولایتونو کې وشوې. زموږ ځانګړي ځواکونه کم دي او په یو وخت کې په ډېرو ځایونو کې د عملیاتو امکانات نه لرو. موږ باید له هرې ولسوالي څخه پرته له دې چې په اهمیت یې خبرې وکړو باید دفاع وکړو. ځکه همدا زموږ د هېواد د سیاسي او اجتماعي جوړښت تقاضا ده.
موږ شمال ته نوی قومندان لېږلی او هغه د ستونزې د جدیت او شدت په اړه موږ ته راپور راکوي. موږ له حالاتو سره په دوامداره توګه داسې ځان برابروو چې مطمين شوو چې کوم ستر ښار یا ولسوالي د دښمن په لاس سقوط و نه کړي.
خلک باید پوه شي چې افغانستان هوایي ځواک نه لري او زموږ ځمکنيو ځواکونو ته مخکې د ناټو هوایي ځواک مرسته ورکوله کوم چې اوس نه شته. موږ له ډېرو کمو منابعو څخه ډېره زیاته استفاده کوو.

شپېګل: سږ کال تاسې له پاکستان سره په مذاکراتو باندې شپږ میاشتې ضایع کړې. هغه پاکستان چې استخباراتي شبکه ای ایس ای یې د طالبانو نږدې ملاتړې او حمایت کونکې ده او طالبانو په کابل کې څو ځله ګروپي او غټې حملې وکړې. ایا فکر نه کوئ چې تاسې ته دوکه درکړل شوه؟

ولسمشر: د یوه هېواد د مشر په توګه یو څوک دومره وخت نه لري چې له داسې احساساتو څخه خوند واخلي. د افغانستان خلک له جنګه ستړي او سوله غواړي او دا کار دوامداره هڅې او مقاومت غواړي. موږ له خپل هېواد څخه دفاع ته ژمن یو او د منطقې او نړۍ ټول هېوادونه زموږ په دغه حقه غوښتنه پوهېږي.

شپېګل: مخکېني ولسمشر حامد کرزي هم د داسې یو څه هڅه کوله مګر هیڅ نتېجه یې ور نه کړه. ستاسې منتقدان او سیاسي مخالفان وایي چې له پاکستان سره په مذاکراتو تر وخت تېرولو غوره دا وه چې د ښې حکومتوالۍ لپاره کار شوی وای.

ولسمشر: تاسې باید پر حقیقت ځان پوه کړئ. له بهر څخه زموږ د هېواد او حالاتو په اړه قضاوت کول ډېر اسان کار دی؛ خو لطفاً هڅه وکړئ څو درک کړئ چې موږ ته په میراث څه پاتې شوي دي. د جرمني قواوې د کندوز له حالاتو سره ډېرې ښې بلدې دي. له دوی څخه د افغان امنیتي ځواکونو د توانایي او د هغوی په لاس کې شته منابعو په هکله پوښتنه وکړئ.

شپېګل: تاسې څه ته ضرورت لرئ چې په اینده کې د کندوز په شان له بلې داسې پېښې او ماتې څخه مخنیوی شوی وي؟

ولسمشر: یو مستقل کمېسیون مې د کندوز د پېښې په خاطر ګمارلی تر څو د دې پېښې څخه په درس اخیستو د اینده لپاره د لازمو تدابیرو توصیه وکړي. اوس موږ باید ټوله هڅه وکړو چې د کندوز له پېښې څخه اخیستل شوی عبرت سم وارزوو او په اینده کې د داسې پېښې مخنیوی وکړو. څه چې موږ ورته ضرورت لرو هوایي ځواک دی. امریکا تصمییم نیولی و چې له روسیې څخه د افغانستان پوځ ته د ضرورت په اساس نظامي الوتکې او وسایل وپېري، ځکه زموږ پیلوټان او نظامي متخصیصان د روسيې الوتکو او وسایلو له استعمال سره بلدیت لري. مګر د یوکراین د ناورین په رامنځ ته کېدو د امریکا کانګرس پر روسیه بندیزونه ولګول چې په نتېجه کې زموږ لپاره وسایل پېرل هم وځنډېدل.
زه پر خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاړم. موږ قربانۍ ورکړې او تر سختو حالاتو تېر شوو خو اصلي هدف مو وساته. موږ دښمن ته اجازه ور نه کړه چې د جنګ او ټروریزم په واسطه زموږ په هېواد کې دوې سیاسي جغرافیې رامنځ ته کړي. که زموږ هوایي ځواک قوي وای، نن به د جګړې بڼه او حالات بېخي بدل وای.

شپېګل: اوس نو دا یو حقیقت دی چې د ملي وحد حکومت د یوه جوړجاړي په نتېجه کې رامنځ ته شوی، خصوصاً کله چې د مهمو کلیدي پوسټونو د وېشلو خبره کوو. ولې له ډاکټر عبدالله سره یو ځای کار کول ستاسې لپاره دومره ستونزمن دی؟

ولسمشر: تر هر څه مخکې باید درته ووایم چې یو ځای کار کول زما لپاره هیڅ ستونزمن نه دي. د ملي وحدت حکومت د هېواد ضرورت و او زه ویاړم چې مشري یې کوم. موږ په میاشتو میاشتو مذاکراتو کې بوخت وو څو یو حکومت تشکیل کړو؛ مګر بلجیم هم تر یو کال زیات وخت ونیو چې همداسې یو حکومت تشکیل کړي.
زه او ډاکټر عبدالله بحث سره کوو، په مذاکراتو کې بوختېږو، خو موږ په ګډه د بحرانونو د مخنیوي او حل لپاره کار کوو. موږ تر یو ډېر ستونزمن کال را وځو. په تېرو څلوېښتو کلونو کې یو له ډېرو ستونزمنو کلونو څخه سږ کال 2015 کال و.

شپېګل: اکثره افغانان دا وېره لري چې حکومت به دوام و نه کړي ځکه ستاسې په سیاسي توافق کې د لویې جرګې په جوړېدلو هم موافقه شوې وه. عنعنوي لویه جرګه، هغه جرګه چې قومي مشران او د ولسوالیو نماینده‌ګان به ګډون پکې کوي او په حکومت کې د عبدالله عبدالله په راتلونکي رول به تصمیم نیسي چې باید د صدر اعظم په توګه پاتې شي او که نه.

ولسمشر: تشویش مه کوئ، لویه جرګه به له ټاکل شوې مودې او مهال‌وېش سره دایره شي.

شپيګل: حامد کرزي 12 کاله په افغانستان کې حکومت وکړ، له هغه څخه څه ډول هېواد په میراث درته پاتې شو؟

ولسمشر: د دنیا یو له تر ټولو ستونزمن او ضعیف‌ترین اقتصادي حالت په میراث راته پاتې شو او تر هغه هم بدتر دا چې جنګ تر بل هر وخت زیات او تېز شو. مخکې فقط د هېواد په جنوب او ختیځ کې جنګ وو، خو اوس په ټول هېواد کې جنګ دی.
تر 140،000 زیات بهرني عسکر له افغانستانه ووتل چې دا نه یوازې د امنیت لپاره مهم وو، بلکې ستر اقتصادي فکتور هم و. د دوی په وتلو د خلکو ژوند سخت شو. د نړیوالې ټولنې او عسکرو د وتلو اقتصادي ضربه او تاثیر هیچا هم نه و سنجولی.

شپېګل: دغه بحران څه ډول تاثرات درلودل؟

ولسمشر: د عسکرو له وتلو سره په لکونو خلکو دندې له لاسه ورکړې. زموږ د ټرانسپورټ په سکتور کې چې د ټول هېواد د کورنیو ناخالصو عوایدو 22 فیصده تشکیلوي تر یو لک زیاتو خلکو دندې له لاسه ورکړې. د نظامي تأسیساتو رغول یو ستر لامل و او له دې سره د ملکي خدماتو سکتور تر 40 فیصدو کورني ناخالص عواید تشکیلول. سربېره په دې، یو زیات شمېر مرستې چې هر کال به له افغانستان سره کېدلې، ډېرې کمې یې د غربت په له منځه وړلو کې کارېدلې؛ ځکه حکومت پر غریب قشر باندې هیڅ تمرکز و نه کړ او د دې ټولو په نتېجه کې نن د هېواد 70 سلنه نفوس د ورځې تر 1.75 ډالره کم عاید لري.

شپېګل: تاسې څو ورځې مخکې د کار‌موندنې د ملي برنامې تر نامه لاندې د سلو زرو خلکو لپاره د موقتي کار‌موندنې اعلان وکړ چې په دې کارونو کې د ښارونو پاکول، د لویو او وړو لارو جوړول، د زراعت او اوبو لګولو په برخه کې دندې وې. ایا دا پروګرام به له هېواده د خلکو د وتلو مخنیوی وکړي.

ولسمشر: دې ستونزې ته دومره عاجل حل نه شته؛ مګر کوم اقدامات چې زه یې تر لاس لاندې نیسم او لرم هغه د دوامداره حل په موخه دي، اوږد مهاله دي. زموږ هدف دا دی چې په څلورو کلونو کې د غذایي موادو واردات صفر او یا بېخي کم کړو چې په دې سره به دوه میلیونه افغانانو ته په کور دننه د زراعت په برخه کې دندې پیدا شي.
پرون ما د 17 لویو او وړو بندونو پروژې وارزولې چې په هغو کې به یو بند په یوازې سر په یوه ولایت کې تر اتيا زره هکتاره زیاته ځمکه خړوبوي.
همدارنګه د ټاپي پروژه به هم د ډیسمبر په میاشت کې پیل شي چې له ترکمنستان څخه به طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقالوي او ددې پروژې یو ستر جانبي محصول د ریل پټلۍ ده. دواړې پروژې به له مرکزي اسیا سره زموږ اقتصادي روابط په اساسي ډول بدل کړي. همدارنګه راتلونکی کال به موږ په یوازې ځان د دومره برق د تولید ظرفیت ولرو چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې مو نه و تولید کړی.

شپېګل: تاسې مخکې څو ځله ویلي چې تاسې به ټول کارونه د پخواني ولسمشر څخه به مختلف ډول تر سره کړئ، مثلاً له فساد سره مبارزه، ښه حکومتداري او نور… مګر بیا تاسې عبدالرشید دوستم خپل معاوین وټاکه، په داسې حال کې چې اکثره خلک هغه د یوه جنګې مجرم په توګه پېژني او تاسې د ماليې پخوانی وزیر زاخېلوال چې په فساد تورن و خپل مشاور وټاکه.

ولسمشر: زه غواړم تاسې ته واضحه کړم چې دوستم مخکې له دې چې له ما سره اتحاد وکړي، په کورنیو جنګونو کې د ښکېلتیا په خاطر له ملته عمومي بخښنه وغوښته او پښېماني یې څرګنده کړه. ددې تر څنګ، ایا جرمني له دويمې نړیوالې جګړې وروسته نازیان محاکمه کړل؟ نه هیڅکله نه. بلکې تاسې هغوئ ته په حکومت کې دندې ورکړې. نورو ته تر ګوتې نیولو مخکې خپل تاریخ ته مراجعه وکړئ. له یوه هېواده چې لا هم په جنګ کې ښکېل دی د څه ډول اقداماتو توقع لرئ؟ زما دنده دا ده چې باید خپل هېواد متحد او یو موټی وساتم او د دې کار لپاره زموږ د هېواد او خلکو قربانۍ باید په نظر کې ونیول شي.

شپېګل: د پنجشنبې په ورځ تاسې جرمني ته سفر لرئ او پلان دی چې له صدراعظمې انېګلا مرکل سره هم وګورئ. تاسې به د هغې دې پوښتني ته چې ولې د نړیوالو له 14 کلن حضور او مرستو وروسته هم په دومره زیات شمېر افغانانو جرمني ته مخه کړه، څه ځواب ورکړئ؟

ولسمشر: لومړی اجازه راکړئ چې مننه درڅخه وکړم. جرمني او افغانستان د سلو کلونو د دوستي جشن ولمانځه او دا زما لپاره شخصاً ډېره مانا لري ځکه زما نیکه په جرمني کې د افغانستان لومړی سفیر و. همدارنګه جرمني لکه د امریکا ولسمشر بارک اوباما، دا څو ورځې مخکې وعده وکړه چې زموږ سره به پاتېږي او دا زموږ لپاره ډېر اهمیت لري. زه او مېرمن مرکل به د منطقې د ستونزو د حل پر نویو لارو چارو ډېر ښه او په جزیاتو بحثونه ولرو.

شپېګل: د بیا رغونې په دې پروسه کې به تاسې له هېواد څخه بهر ته د وتونکيو ځوانانو د استعداد او ظرفیتونو د کمي احساس و نه کړئ؛ ځکه ډېری ځوانان له هېواده بهر وتلي او یا د وتلو هڅې کوي؟

ولسمشر: موږ په یوه تړلې او یو پر بل تکیه نړۍ کې ژوند کوو او هیڅوک نه شي کولای د چا د تګ مخنیوی وکړي. هغه څه چې موږ یې کولای شو او باید و یې کړو دا دی چې باید د فرصتونو د رامنځ ته کولو هڅې وکړو. همدارنګه ډېری ځوانان بېرته هم راځي.
مثلاً د محمد قیومي مثال در واخلئ، هغه د امریکا په کلفورنیا کې د سن جوز د پوهنتون ریيس و، خو اوس یې هغه دنده پرېښي او په ساختماني او زیربنايي برخه که زما د مشاور په توګه دنده ترسره کوي. هغه بېرته هېواد ته د خدمت لپاره راغی، مهاجرت نړيواله ستونزه ده او دواړو طرفونو ته په حرکت کې دی. موږ به خپلې هڅې وکړو او مطمين یم چې جرمني په هم خپلې هڅې وکړي.

شپېګل: ښاغلی ولسمشر محمد اشرف غني، له تاسې څخه مننه چې د مرکې لپاره مو وخت راکړ.
ولسمشر: مننه.

‫#‏سرخط‬ ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.