ډاکټر صلاح الدین سعیدي: افغانستان ته د پاکستان په مقابل کې روش بالمثل عمل په کار وه او دي

ډاکټر صلاح الدین سعیدي د دعوت مېډیا سره په مرکه کې:

د سیاسي مبصر،  څېړونکي،  حقوق دان، لیکوال، د حق د لارې د کلتوري مرکز او د افغان ستراتیژیکو څېړنو د مرکز د مشر ښاغلې ډاکټر صلاح الدین سعیدي – سعید افغاني د هغې ځانګړې مرکې متن چې د « ډیورنډلاین» او سیمې په اړه پکې ځانګړی بحث شوی چې د دعوت د ټولو لوستونکو او د ځوان نسل له پاره ګټور معلومات پکې شته دی.  د دعوت میډیا اداره

افغانستان ته د پاکستان په مقابل کې روش بالمثل عمل په کار وه او دي


بزګر:  کله چې موږ د لوی افغانستان خبره کوو هدف مو د دې نه  څه دی او لوی افغانستان کومې سیمې په بر کې نیسي؟

ډاکټر سعیدي: اجازه راکړئ چې د لوی افغانستان پرځای د بشپـړ تاریخي افغانستان افاده وکاروم.  د دې افادې سره د آرامش  او دقیق والې کوم.  مونږ عظمت طلبه نه بلکې د تاریخې او واقعي اسنادو پر بنسټ د کامل او بشپړ افغانستان خبره  او د حق خبره او تأکید کوو.  د دې نامه نه زمونـږ هدف او موخه هغه تاریخي، جغرافیایی او سیاسي  واقعیت دی چې د دې سیمي ثابت موجود او هویت سره مطابقت لري. د تاریخ، واحد تاریخی او ملي کلتور او حقوقي ثابته او برحقه غوښتنه،   د زور، جبر او تاریخي ناروا په مقابل کې د مقاومت او مقابلې خواست، غوښتنه او د دې ستر ملت د مبارزو او سرښندونو لړۍ ده.

دا سیمه او دا خلک له آمو نه تر آباسینه ( اندوس ریور)، مارګلې او آټکه  پورې یوه  سیمه، د ګډ هویت، تاریخی ګډو افتخاراتو، ګډو قربانیو او ګډو سرښندنو، ګډې هدیرې، ګډو مساجدو او ثابت هویت نه خبره او بحث کوو.  دا هویت په تاریخی لحاظ ثابت وه او دی. دا واقعیت دومره روښانه دی چې حتی:

– په عام کلتور کې ورته د افغانستان سیمه روښانه وه:

پښتنه میرمن د خپل خاوند د فراق او جدایی په درد او مینه کې وايي:

تر مارګلې به در سره یم  –  په هندوستان دې خدای مل شه مسافره.

په بل ځای کې وايې: … زه به چارګل د مارګلې په کنډو ږدمه.

همدارنګه دا نقشه او منل شوي سرحدات په تاریخی نقشو کې ښکاره  په نښه دي او وجود لري.

برتانوي هند هم د دې سیمو د سرنوشت او د دې سیمو نه  د برتانوي هند په انګلیسانو باندې د حملې او نا آرامیو د مخنیوي د تنظیم په موخه د دې سیمې د واکدارانو او پادشاه، د کابل او پېښور د ارګ  د واکدار سره د  خبرو او فشار لار نیولې وه چې دا ټول ثابتوي چې دا واحد، بشپړ افغانستان وه او دی.

هو د افغان سیمو لپاره د انګلستان د هغه وخت سفیر الفنستون په خپل هغه یادداشت کې چې خپلې پادشاهۍ ته لیږلي لیکي: چې ده  خپل سفارتي کاغذات د افغانستان د پادشاه په پسرلني ارګ او دربار په پېښور کې هغوی ته ورتقدیم او وړاندې کړل.

د دې ټولو خبرو مستندات او جزئيات تاریخی اسنادو کې شته او تفاصیل به لوي کتاب ته اړتیا ولري.

مونږ په یقیني ډول دا ټول په یوه عادلانه محکمه کې په پوره توان ثابتولی شو او دا ثابتې خبرې دي.

بزګر: د « ډیورنډ لاین» په معاهده کې څه لیکل شوی دي؟

ډاکټر سعیدي: اجازه راکړئ چې څوعامو عدم دقتونو او بعضې هغو جهاتو باندې لږ او لنډ تمرکز وکړم چې د دې مفرداتو د توضیح او روښانتیا په صورت کې ستاسې د دې پوښتنې ته د بشپـړ ځواب ممد او د ځواب غنا شي.

افغان ولس او افغانان په تاریخي لحاظ هغو خلکو اویل کیـږي چې له آمو نه تر آباسینه، اټک او مارګلې پورې اوسیدل او ژوند یې کاوه او کوي.

بهرنیانو د تاریخ په اوږدو کې پر دغه سیمه کې مېشتو خلکو ته د افغان او اپګان لقب ورکړ او دا دې اوس د دغو سیمو اوسیدونکو ته افغانان او د افغان خطاب کیږي او ویل کیږي. په دې توګه  افغان د دې خلکو د اوسېدونکو هویت شو. په دغه سیمو او خِطه کې یعنې له آمو نه تر آباسینه  ډېر شمېر افغانان او د دې سیمې اوسیدونکي پښتانه وه نو کله نا کله پښتون د افغان مترادفه کلیمه وګڼل شي او د افغان او پښتون کلیمه مترادف وکارول شي. دا حالت د دې موجب هم شوی چې افغان یعنې پښتون. در حالې چې د افغان کلیمه د دې سیمې اوسیدونکو ته بهرنیانو په کار وړې او پښتانه د هغه یوه ستره برخه ده.

کله چې امیر شیرعلي خان ( ۱۸۶۳-۱۸۶۶ز.) د روسانو نه د مرستې په هیله د مزارشریف په لارې روسانو ته د مراجعې قصد لري او سفر کوي. نو امیر شیرعلي خان د فبروري په ۲۱ نیټه  ۱۸۷۹ ز. کال  په مزارشریف کې د لنډ رڼځ وروسته  وفات کوي.

د هغه زوی شهزاده یعقوب خان (۱۸۴۹ ز کال تولد او وفات ۱۵ نوامبر ۱۹۲۳ ز. کال )  د شهزاده آیوب خان ورور، په ۲۱/۱۰/۱۸۷۹ز. نېټه ،  چې  وایي  د انګلیسانو سره د مخالفت  په تهمت او  بله بهانه د پلار لخوا یعنی امیر شیرعلیخانه لخوا د ډېر شدید او رنځوونکي آته کلن بند نه راخوشې په داسې حال کې چې حواس يې بایللي څو میاشتې د پلار د مرګ نه روسته  به بالا حصار د کابل کې په تخت کښیني. خزانه خالي او انګلیسانو له دریو خواوو پر ده مسلحانه هجوم او حمله پیل کړې وه  نو دی د پلار سخت جیل يې حواس هم خراب کړي وه  د مال او دارايي د حاصلولو او د سر د ساتلو لپاره او هڅه د انګلیسانو سره تماس او مستقییماً د هغوي قرار ګاه ګندمک تلو ته مجبوریږي او د ګندمک ننګینه معاهده په لسو مادو کې د کیوناري سره امضاء کوي. په دې توګه د افغانستان د پېړیو پېریو سیمې په ناروا او جبر انګلیسان دغه ورقه او سند تر لاسه کوي. په دې توګه سیالکوټ، فوشنج سیمې تر کوږک پورې،کُرمې سیمه ترجاجي پورې، د خیبردره تر شرقي سیمې پورې، هفت چاه  او لنډی کوتل له افغانستانه جلا او برتانوي هند پورې تړل شوې اعلانییږي. ملت دا تصمیم او توافق نه مني او اعتراضونه له ټولو سیمه پورته کېږي او شهزاده یعقوب د انګلیسانو سره یوځای فرار ته مجبوریږي او هند کې په بد حالت کې په ۱۹۲۳ کال وفات کوي.

په ټول وطن کې د جنګ او استعمار سرې لمبې بلې او د انګلیسانو هڅه دا وه چې یو امیر او  تر کنترول لاندې حاکمیت افغانستان ته جوړ کړای شي. د ملت هڅې هم منسجمې نه دي.

د پادشاهي اصلی وارث شهزاده ایوب خان (۱۸۵۷ ز. متولد او ۷/اپریل ۱۹۱۴ ز. کال لاهور کې وفات)  د امیر شیرعلیخان زوی د امیر دوست محمد خان لمسی او شهزاد یعقوب خان ورور، په هرات او میوند کې د انګلیسانو سره په غزا و جګړه بوخت دې چې د هغه د تره زوی د افضل خان زوي شهزاد عبدالرحمن خان ( ۱۸۴۴ متولد، ۱ /۱۰/۱۹۰۱ز کال وفات) له یوولس کلن د مرکزي آسیا او د روسانو له قیمومیت له هجرته (پیل اکتوبر ۱۸۶۹ز. کال)  د کابل سیمه ته رارسي (۱۸۸۰ز. کال) د کابل په شمالي کې د انګلیس لور د لیوتن سره تماس حاصلوي.  او انګلیسي جانب لیپل ګریفن او امیر عبدالرحمن خان سره لیدنه کیږي. ویل کیږي چې دوی یو سلسله توافقاتو او له هغه جملې څخه د افغانستان د خارجي سیاست په هکله د افغاني جانب سلب صلاحیت خبره او توافق ته مجبوریږي. امیر عبدالرحمن خان په تاج التواریخ کې هڅه کوي چې د انګلیسانو سره دا اړیکې ردې او د هر ډول موافقې خبر ردوي خو دا حال او د شهزاده عبدالرحمن خان د کابل د پادشاهی اعلان د میوند په ډګر کې د افغان انګلیس په جنګ کې ستر رواني بدلون راولي او شهزاده ایوب خان د میوند د غزا اتل ایران او بیا انګلیسانو ته په لاس ورځي. په دې توګه امیر عبدالرحمن خان ۲۲ جولای ۱۸۹۷ز.  کال خپله پادشاهي اعلانوي. او د انګلیسانو د وتلو پروسه له افغانستانه په ۱۸۸۱ کال پیلیږي او په دې توګه د قندهار تسلیمول هم نوي امیر ته تر سره کیږي.

نو په دغه شرایطو کې برطانوي هند د افغانستان د نوي امیر امیرعبدالرحمن خان سره د خپلو سرحداتو د امنیت له پاره چې د افغانستان جانب ته دي چې د افغانستان یوه برخه ده،  د تفاهماتو او توافقاتو د کولو هڅه کوي. امیر عبدالرحمن خان په ۱۸۸۸ کال کې اتلس میاشتي خپل شمالي مناطقو کې د امنیت پر کار مصروفیږي. هغه د مختلفو قومي جوړښتونه او له هغه جمله څخه د هزاره ګانو له مقاومت سره په مبارزه کې ښکل کیږي، کوم چې د قوي مرکزي افغانستان سره مخالفت ښکاره کوي. امیر د خپل تاج او تخت د کلکولو لپاره ټول مقاومتونه په بې رحمۍ له مېنځه وړي او تارمار او یا مهاجرتونو ته مجبوري چې کویټ، بلوچستان، مشهد د دې د مهاجرتونو لړۍ ستره ده.

هماغسې مو چې وویلې برتانوي هند غوښتل خپلې سیمې امن کړي او د پښتو او بلوڅو له سیمو پر برتانوي هند سختې جګړې او غزا ګانې روانې وې.

د انګلیسی هیأت راتګ سره اول امیرعبدالرحمن خان موافقه نه لري او یا د هغه په تأخیر اچولو هڅې کوي. یو علت هم دا دی چې هند کې د انګلیسانو هغه جنرال مؤظف دی کوم چې په قندهار شاوخوا سیمو کې د سترو حملاتو او تشدد کارنامو خاوند وه او د تشدد شخص پیژندل کیده، د افغانستان د راتګ او تفاهم مانع شي. امیر ته معلومه وه چې د دغه جنرال کاري دوره د پوره کیدو په حال کې وه او امیرعبدالرحمن خان غوښتل د انګلیسانو د نوي استازي سره افغاني لورې ته د انګلیسی مرستو او سبسایدي په هکله د ګندمک د ګروي خط د مالي مرستې په ادامه خبرې وکړي. کله چې افغان امیر د انګلیسی هیئات له راتګ سره کابل ته ممانعت وکړ چې په دې توګه برتانوي هند د افغانستان د شرقي سیمو د مجاهدینو له خوا تر دوامدار حملو لاندې پاتې شو نو انګلیسانو امیر ته وویلې چې هغه سبسایدي مو چې د ګندمک د توافق پر بنیاد کوله هغه به هم قطع کړي. نو امیرعبدالرحمن خان مجبور شو چې د انګلیسي هیئات د راتګ سره، افغانستان ته موافقه وکړي.

په ۱۸۹۳ز کال د برتانوي هند لپاره د انګلیسانو د خارجه چارو وزیر سرمار تیمر دیورند د لنډې مودې لپاره کابل ته راغی. او د  افغان شاه او هغه کس چې په خارجی سیاست کې يې آزادي نه درلوده  تفاهمات پیل کړل.

سرماتیمور دیورند  له ځانه سره د ډیورنډ لاین په نامه دوه پاڼې سند راوړی وه چې هغه سند چې اوس بدون له کوم امضاء او نشاني شد نه موجود دی په اوو مادو او دوه مخو کې په انګلیسي ژبه ده. پښتو، دري متن او امضاء نه لري.  دا چې کوم اصلی سند او کوم کې لاس وهل شوای مستندات نه شته د دې موجود سند په اول کې د هند برتانوي او افغان شاه ترمېنځ د نفوذ د ساحې د معلومولو خبر اساسي او بنسټیز هدف او موخه ده.

د خبر سرماتیمور دیورند دوه کاله وروسته په خپله مصاحبه کې وايې چې د ډیورندلاین نه هغه خوا سیمه د برتانوي هند خواته نباید د هند برتانوي سیمه وبلل شي. دا یواځې د دوو هېوادو ترمېنځ د نفوذ د ساحې په نښه کولو په مقصد شوی وه.

په دغه خاطرهغه کمیټه چې د ۱۸۹۳ نه تر ۱۸۹۷ م کال پورې په زمکه کې د دې شفاهي تفاهمنامې د نشاني کولو کار کړی وه عملی نه شو.

امیر په تاج التواریخ کې په دریو مواردو کې اعتراض کوي چې دا هغه نقشه نه ده چې سرماترتیمور دیورند ورته ښودلې وه. انګلیسي جانب د هغه د تصحیح وعده کوي خو عمل نه کوي.

په دغه تفاهمنامه کې امیر ته حق ورکول کیږي چې یواځې انګلیسي جانب ته خبر ورکوي او پوځي عملیات هلته کولای شي.

نو نتیجه دا چې که دا تفاهمنامه امضاء شوي هم وي، دا سرحدي تفاهمنانه نه دي او د  ګندمګ د لیزنګ او ګروي خط  د ادامې تفاهمنامه ده چې هغه هم د امیر لخوا نه ده امضاء شوې. او یا تر اوسه دا امضاء شوی سند چا نه دی لیدلای.

مونږ، افغان ولس چې «ډیورنډ لاین» وایو دا په لمړي نظر کې د دې مانا ورکوي چې په همدې نامه کې مونږ دا خبراو تفاهم نه دی منلای.

معاهده کې دوه مساوي جوانب او طرفه پر یوې صریح او واضح  موضوع آزاد توافق کوي او توافقنامه  خپل شکلي او محتوایی شروط او قواعد لري.

د « ډیورنډ لاین » په نامه توافقنامه هم انساني، هم اخلاقي او هم قانوني لحاظه داسې تخلفات او خطایي لري چې هم له صفري نقطې د هغې فاسخ والی ثابتوي او بیا وروسته هم د هغې فاسخ والی ثابت او ښکاره زور ، دوکه او غلط، غیر قانوني تحمیل، هوایی او تصوري خیالي خط او حتی د کاغذ پر مخ درهغه مشروع وجود نه دی ثابت.  هم شکلي، هم محتوایی او هم له ابتدايي او هم له بعدي شکله باطله ده او محتوا یې له سره اعتبار نه لري.

 بزګر: د ډیورند توره کرښه چې دواړو خواو اوسېدونکی یې د بیلتون توره لیکه بولي، ولې دا توره کرښه افغانانو او په ځانګړي ډول ټولو پښتنو ته د منلو وړ نه ده؟

ډاکټر سعیدي: هماغسې مو چې وویلې دا یو خلک، یو ملت او تاریخی یو هیواد لرو چې دا ټول مستندات لري او

د دوی طبعي او واقعي (دیفکتو)، تاریخي، حقوقي (دی یوره) لحاظه ثابت دی. نو دا مفهوم له سره نه مني. کرښه د کاغذ پر مخ انګلیسی استعمار په خپل سر کاږلې او چیرې به یې په خپل سره کوم ځایو کې نشاني کړي وي چه اصلي حقوقي  بنسټ نه لرو او نه لري.

بزګر: آیا د ډیورند موافقه د اعتبار وړ ده  او که د اعتبار موده یې ختمه شوې ده؟

ډاکټر سعیدي: په  حقوقي، تاریخی او په انساني لحاظ دا تفاهمنامه د اعتبار وړ نه ده.

عدم اعتبار د صفري نقطې او عدم اعتبار د بعدي اصولو او تصامیمو پر بنیاد اعتبار نه لري.

اول: مو وویلې چې د دې توافق د امضاء شوي متن سند وجود نه لري.

دوهم: دا توافق موضوع او هدف د دې سند په اول کې راغلی چې د دواړو خواوو د نفوذ ساحې د مالومولو په غرض مطرح شوې ده.

درېم:  دا توافقات عملاً د انګلستان د حکومت او د افغان د لوري توافق نه وه. دا د برتانوي هند او د افغان امیر چې خارجي سیاست یې د پردو لاس کې وه د نفوذ د ساحې مالومولو هڅه وه.  امضاءشوې نه ده او تمام شواهد ښکاره کوي چې افغان لوري د هغه عدم توافقاتو له کبله چې د برتانوي هند سره په دغه برخه کې لره، امضاء نه شوه او حد اکثر یو د افغان د امیر او برتانوي هند تر مېنځ یو شفاهي او مجهول تړول وه.

څلورم: مجهول تړون، غیر مساوي خوا تړون او تفاهم، د توافقاتو نه په اساسي مواردو کې تخلف، د جبر او اکراه تفاهم، د ۹۹ کلو تېریدل، د نفوذ د ساحې  د مالومولو د تفاهم نه سرحدي تفاهم جوړول او د دې سند په نړیوالو مراجعو کې د نه ثبت، د انګلیسانو له خوا د راولپنډۍ د دوهمې ضمیمې پر بنیاد چې د انګلستان په ملي آرشیف کې د ۸۸ سند ترنامه لاندې درج او ثبت دی،  د افغانستان په اوومه شورا کې د دې او څلورو نورو تفاهمنامو فسخ اعلان او دا سند که امضاء شوی هم وي او له صفري نقطې او بعدي فسخي په  دواړه حالتو کې  فسخ، او غیر قانوني دی او د دې ټولو اختصاراتو لپاره مستندات او اسناد شته چې تفصیل یې لوی دی.

  بزګر: پنجاب ولې تل د ډیورند پر کرښه ټینګار کوی او اوس هم د اغزن سیم په واسطه چې لا یې د افغانستان نورې سیمې هم لاندې کړي رسمی بڼې ورکولو په ناکامو هڅو بوخت دی؟

ډاکټر سعیدي: پنجاب یعنی د پاکستان اصلي استابلشمنت د خپلو استخباراتي او پوځي ماشینری په زور پاکستان په مصنوعي ډول  په زور ساتل شوی.

په ۱۹۴۷ م کال کله چې برتانوي هند تقسیمده او پاکستان جوړیده، تر دغه دمه د پښتنو او بلوڅو سیمې په برتانوي هند کې شاملې نه وې. که هند ویش مطرح کیده نو هماغه برخې باید ویشل شوی وای چې برتانوي هند کې شاملې وې. د پښتنو، بلوڅو او آزادو قبایلو سیمې په برتانوي هند کې شاملې نه وې.

بزګر: ستاسو په اند د پښتنو او بلوڅو د حقه حقونو د ترلاسه کولو له پاره باید څه وشي؟

ډاکټر سعیدي: تاریخي او بشپـړ افغانستان چې بعضې دوستان ورته لوی افغانستان کاروي د آمو نه تر آباسینه، مارګلې پورې ساحه او د دې سیمې اوسېدونکي او وګړي دی. استعمار او د پنجاب شؤنیزم او تور حاکمیت له خپل تأسیسه د بابړې له خونړي ټکونې وروسته تر دا دمه ټول هغه ځواکونه او افراد چې د استقلال او کامل افغانستان او د پښتنو او بلوڅو د حقه حقوقو او د مورني وطن سره د یو ځاې کیدو او د تاریخی بلوچستان د جوړولو ډېر مبارزین، زاړه او واړه ووژل او له سترو موانعو او مشاکلو، او تباهۍ سره مواجه کړل. د افغان ولس د روس ضد جهاد نه پاکستان او پنجاب خاینانه او ناځوانمردانه او اسلام ضد سوء استفاده وکړه او دا لړۍ لا دوام لري. پاکستان وتوانیدو د تروریزم سره د مقابلې تر نامه لاندې خپل جنایات پټ کړي او ملي او وطنپال عناصر ووژني او تباه کړي. هغه آواز چې ملي آواز او د آزادۍ آواز دی خفه او په مقابل کې د خپلو نوکرانو او د پنجاب د اجنټانو او نوکرانو آواز د پاکستان په ګټه لوړ او لوړ کړي.

پاکستان وتوانیده حتي د استاد برهان الدین رباني حکومت چې د پاکستان په لاس او د پاکستان تر سخت تأثیر لاندې جوړ شوی وه، هم ورته موانع ایجاد کړ. پاکستان افغانستان ته هیڅ قوی او په ځان متکي  حاکمیت نه غواړي. جنرال اسد دراني د ای اس ای د نووېیمو کلو مشر او د افغانستان قصاب د کابل او  اسلام آباد تر مېنځ د مدني ټولنې په لباس کې د افغانستان د سولې د تحفې ورکولو خبرې او مهمه څېره ګرځولې.  پاکستان د افغانستان حاکمیت په ډېر مشکلاتو مواجه کړی او هره ورځ نوې حملې، ترور او وحشت ایجادوي او تمویلوي.

په داسې شرایطو او حالاتو کې مونږ ټولو ته په کار ده د بشپړ افغانستان قانوني او حقوقي، تاریخی او انساني اسناد او مستندات سیمه کې فرد فرد ته او نړۍ په دقیقه او وسیع او پراخه توګه ورسوو او د دې داعیې برحق اسنادو او مستنداتو نه نړۍ او خبره کړو. خپلو مېنځو کې ناسته، ولاړه او د حقایقو پرعامولو کار وکړو.

په ټولو امکاناتو د پښتو او بلوڅو هغه حلقاتو، افرادو او ټولګیو ته پوره مرسته وکړو چې نور هم لا قوي شي دا حرکت او ځواک نور هم ځواکمن کړو.

د افغان حاکمیت ته په کار دي چې په خپلو صریحو مواضعو د حق او ملي داعیې په مورد کې له شف شف ویلو خلاص او واضح مواضع وړاندې کړي او خپل وسیع، بالقوه امکانات بالفعله او د بالمثل کړونو لپاره کار وکړي.

بزګر: اوس چې بلوڅ ملتپالو د پنجابي اشغال په وړاندې سینې سپر کړی او په خپلو وینو یې د خپلواکۍ غږ پورته کړی افغان حکومت ته څه به کار دی؟

ډاکټر سعیدي: پاکستاني ستابلشمنت او اصلي پالیسي جوړونکو په تاریخی لحاظ ثابته کړه چې افغان ضد او افغانستان ضد پالیسی او اجراات يې لرل. افغانستان ته د روش بالمثل عمل په کار وه او دی. افغانستان د ۱۹۶۵ م کال کې د پاکستان هند جنګ، د ۱۹۷۱ ز د پاکستان جګړه هغه دوه ستر فرصونونه وه چې د پښتنو او بلوڅو مسأله د تل لپاره حل کیدای شوه. خو افغان حاکمیت په دغه برخه کې په موقع متناسب اقدام ونه کړ او فرصتونه له لاسه ولاړل.

افغانی لور ته په کار ده چې ټول هغه آزادی غوښتونکو سره مرسته او متناسبه همکاري وکړي کوم چې د عادلانه د آزادی جګړې که سترو قربانیو او سرښندنو ته حاضر دی. بلوڅانو همدا اوس اوس د خپلې آزادی بیرغ پورته کړی او افغان حاکمیت ته په کار ده چې اقلاُ په انساني او بشر د حقوق په برخه کې خپلې مرستې د بلوڅو د سترې داعې په خدمت کې کړي او د دیپلوماتیکو لارو د بلوڅانو د حقه حقوقو د تحقق لپاره متناسب کار وکړي.

 بزګر: د اشغالي پښتونستان پښتانه ولې د بلوڅو آزادی غوښتونکو په څیر په وسله واله مبارزه لاس نه پورې کوي او دواړه قومونه ولې دا مبارزه په ګډه مخته نه وړي، ستونزه په څه کې ده؟

ډاکټر سعیدي: پښتون ولس د بابړې له قیامه تر دا ننه د پنجاب نه د خلاصیدون لپاره زرهاو مشران او کشران شهیدان ورکړي او کوي. په تأسف سره نن سبا د ستر ظالم د بلوچانو سترې مبارزې سره مرسته کمزورې ښکاري خو …..

بزګر: بهر کې د افغان ولس، پښتنو او بلوڅو سهم او برخه د لوی افغانستان  په بیا راژوندي کولو کې څنګه ارزیابي کوې؟

ډاکټر سعیدي: بهر کې افغانان، پښتانه، بلوڅانو او نورو ملي او وطنپالو خپلې هلې ځلې جاري ساتلي. زه باور لرم چې د ملتونو د دیاسپوره نقش او رول د ملتونو په خدمت کې په تاریخی لحاظ او منطقي لحاظ ډېر مهم او بسټیز تمامیدای شي. د هجرت مسأله، د یو شمیر هیوادو د وجود مسأله د هغه هيواد د مهاجرینو لخوا د تاریخ په اوږدو کې د قدر وړ دي. د هیوادونو کادرونه او مخکښان دې په مختلفو هیوادو کې د خپل وطن په ډېرو پرهارو پټۍ کیږدي.

افغان ولس یوه ستره کتله او ډله په انګلستان کې اوسي چې دوی هم په خپل وار د وطن په خدمت کې خپل رسالت تر ډېره حده ادا کړای او لا نور کار ته اړتیا شته.

د ۲۰۱۷ز کال د نوامبر د میاشتې په ۱۲ نېټه چې د۱۳۹۶ لېږدیز- لمریز، کال د  لړم د میاشتې د ۲۱ نېټې سره سمون خورې د «ډیورنډ لاین» د ۱۲۴ تورتلین غندنه وکړه. په غونډه کې  ۱۲ فقریز پریکړه لیک تصویب شو چې د «ډیورنډ لاین» د استعماري خط په هکله په دوامداره توګه د ملت لخوا او د حاکمانو له خوا مردوده ګڼل شوې او نه ده منل شوي. له هغه وخته تر داننه ۲۶ پادشاهان، رئیس جمهوران تیرشوي چې ۱۸ يې په قطعي ډول او نورو یې هماغه تیر حالت یو ډول د ظلم او تهدید لاندې مسکوت پریښی او یا مؤقتاُ په تیر حالت دوام شوی.

په واقعیت د هند د استقلال سره چې انګلیسان له سیمې وځي دا سیمي باید خپل مور وطن افغانستان ته تسلیم کړای شوې وای چې اصولاً دا تفاهم باطل هم وه.

افغانستان په اومه شورا (اولسي جرګه او مشرانو جرګه) په ۱۹۴۹ ز. له برتانوي هند هغه توافقات او قراردادونه لغوه وګڼل چې په  ۱۸۹۳، ۱۹۰۵، ۱۹۱۹ و ۱۹۲۱ شوي وه. د ډیورنډ لاین تفاهمنامه د انګلیسانو لخوا د راولپنډۍ د توافقنامې د دوهمې ضمیمې پر بنیاد چې د انګلستان د ملي ارشیف په ۸۸ شماره کې ثبت دي ملغي اعلان شوی. د راولپنډی موافقنامه هم د درې کلو لپاره د اعتبار وړ وه چې په ۱۹۲۴ ز. کال کې ختمه شوې.

هماغسې چې جرمني، ویتنام، یمن، هانګانګ سره یوځای شول نو افغانستان هم باید خپلو طبعي سرحداتو ته بیرته ورسیږي او بشپړ افغانستان بیا احیاء شي. زمونږ له پنجاب سره د آباسین (اندوس ریور) دی.

بزګر: آیا افغان حکومت د پښتنو او بلوڅو په وړاندې خپل مسئولیت پوره کړی او یا یې پوره کوي؟

ډاکټر سعیدي: نه او ولې نه؟

افغان حاکمیت ځان نه شي ساتلای، د مشروعیت سوال يې مطرح دی او د افغانستان په مهمو لویو او جګو کړیو کې د پاکستان او ایران نوکران په قدرت کې دي.

د پښتنو او بلوڅو لپاره د تذکرو ورکول او د افغانستان په پارلمان کې برخه ورکول او د هغوی د حقه حقوقو لپاره د پراخ کار زمینه برابرول او داسې نور ډېر کارونه شته او وه چې د افغانستان حاکمیت یې نه کوي او بې کفایت حاکمیتونه نه شي کولای.

بزګر: د افغانانو ستونزې څه دی چې نشي کولای د پښتونستان له داعیې په ښه توګه دفاع وکړي؟

ډاکټر سعیدي: ښکاره د پاکستان مکاري او د افغانستان د مجاهدینو د ډېرې مودې لپاره د ای اس ای  تر ولکې لاندې سیمو کې اوسېدل او ضعیف او غیرمشروع حاکمیت او یو شمېر نور مطالب چې د دې وضع عامل  شوې دي.

د پاکستان بهرنۍ ستره لابی او هڅې د ترور او دهشت ساتل او افغانستان په جنجالونو اخته کول او اوس دا دی د پاکستان د استراتیژی پر بنیاد عملا د ۵۰ کیلومترو په ساحه کې د پښتو له سیمه  په خپله خوښه د ډیورندلاین تر نامشروع نامه لاندې د فاصل خط او سرحد جوړولو کار چې عملاً روان دی او افغان حاکمیت يې د مانع کیدو توان نه لري او یا پرې تحمیل شوې ده.

بزګر: د محکوم پښتونستان او بلوچستان اوسېدونکو مسؤولیت څه دی باید د خپلې خپلواکۍ له پاره څه وکړي؟

ډاکټر سعیدي:  ګډ ستر تاریخی مبارزه او د هغه لپاره د یو ستر چتر جوړول او ځواکونه سره ګډول دي.  پښتنو او بلوڅو د بنو له خونړي قیامه تر دا ننه قرباني ورکوي او دا پروسه لادوام لري. د بلوڅو باتور ملت د خپلې آزادۍ چیغه په پوره میړانه جګه ساتلې او پنجاب دلته او هلته د پښتنو یو شمیر مشرانو په غولونه، ډارونه، تطمیع او دوکې بوخت دی. اما پښتون ملت خپله مبارزه روانه ساتلې ده.

دلته د بشپړ افغانستان کامل سیمه او هغه کې میشت پښتانه، بلوچ او ستر افغان ولس خبره ده.

که پاکستان وتوانیږي په زور، تطمیع او فشار یو شمیر خلکو ګمراه کړي او یا د واحد افغانستان آواز ضعیف کړي. نو زمونږ ملي داعیه پر خپل ځای پاتې او د بشپړ افغان ناره په پوره قوت روانه وي او ده. ډېر ستر او با شهامته مبارزین په دې لار کې قرباني شول او ډېر مشران او کشرانو لا دا بېرق په پوره میړانه جګ نیولای او پر مخ روان دي.

 بزګر: نړیواله ټولنه ولې تر ډیره په دې مسئله ګونګه ده؟

ډاکټر سعیدي: نړیواله ټولنه نوې درد سر نه خلاصوي دوی مشکلات زیاد لري او پاکستان امریکې او انګلستان ته وايی چې دا توان لرو ستاسې اهداف او موخې او سیمه کې د هر چانه ښه ترلاسه کړو او ستاسې خدمت وکړو. د پاکستان امنیتي ځواکونه د هغه کارو کوونکي دي او کړي چې نورمال با شرفه او باعزت انسان هغه نه شي کولای. پاکستان توانیدلای د جنرال پرویز مشرف د عربو مجاهدین او قهرمانان ښځینه سر و خريی او بوجیو کې واچوي او بهرنیانو ته  د ۵۰۰۰ زرو ډالرو په مقابل کې په خپلو هوایی ډګرو کې بهرنیانو ته تسلیم کړي. پاکستاني جنرالانو د جنرال ضیاءالحق نه تر داننه په عربي هیوادو کې د عربو فلسطین مسلمانانو او د نورو عربي حاکمیت ضد مقاومتونو قاتلان او جنایت کارانه اعمالو اجراکوونکي دي. دا او داسې نور جنایات چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د نورو په امر کړي او کوي. پاکستان د دې جنایاتو سره  د نړۍ د زبر ځواکو هیوادونو په خدمت کې دي . نو په دغه خاطر نړیوال قوي ځواکونه نه غواړي د پاکستان استبلشمنت او د پنجاب حاکمیت خفه کړي او افغانستان کې ملې ځواکونه ضعیف کړای شوي او حاکمیت ډېر ضعیف او ملت، هېواد او خلکو د منافعو او ګټو پرځای د خپلو څوکیو او جیبو  په فکر کې دي.  

اکثر هغه افغانان او یا مجهول الهویه افراد د افغان په نامه د تبارز او حاکمیت کې د قوت او قدرت امکانات لري چې د بهرنیو استخباراتي کړیو خدمت کې شي او یا د کوم ټوپک سالار او قاچاقبر او جنایتکار تر سیوري او تعهد لاندې راشي. د قوم او سمت تاجر شي چې مطرح شي. هغه چې د خاینانه تعهد پر بنیاد، د قومي او استخباراتي تعهد پر بنیاد د افغانستان په حاکمیت کې مطرح شي، نو هغه به څنګه په عمل کې د دې حلقې نه ځان وباسي او د افغانستان او افغان ولس منافعو او ګټو ته اولویت ورکړي؟ ځواب ښکار او روښانه  منفي دی.

تېر کال د اروپا د اتحادیې معاون په تمام قوت د پښتنو او بلوڅو د حقه حقوقو او د ډیورند لاین د ناروا والي په هکله په پوره میړانې اظهارات وکړل او د حق د عامولو پروسه لا روانه ده.

بزګر: انګریزان چې د دې ټول جنایت او افغان ولس سره د ستر خیانت بار یې په اوږ پروت دی اوس لاهم د پنجاب له ګټو دفاع او د پښتنو او بلوڅو د حقه حقوقو مخالفت کوي ولې؟

ډاکټر سعیدي: استعماري انګلیس او اوس عصر فرق کوي.

د تاریخ بې عدالتیو وجود مونږ ته نباید د ملتونو سره د نفرت او تنفر روحیه او احساس مېنځ ته راولي. مونږ ته پکار ده خپل حق او منافعو نه دفاع وکړو او د انګستان خلک او حاکمیت هغه ناروا مواضعو ته متوجه کړو چې هغه د انساني اصولو، دحق او د عدالت په مقابل او خلاف خط او نقطه کې قرار لري. دې ته باید وسیع کمپاین او کار وشي او د انګلستان د پارلمان او حاکمیت سره باید متناسب تنویري کار او د عدالت د آواز د جګیدو فشار راوستل شي.

په نړۍ او جهان کې او په متواتره توګه او له هغه جملې څخه  په انګلستان کې هرکال د یو شمېر بادرده او حق پالونکو منورینو او افغانانو او  د ۲۰۱۷ کال د لندن د ۱۲د نوامبر د میاشتي تنویري او اعتراضیه غوڼډه او سیمینار د هغو هڅو لړۍ ده چې په هغه کې په حضوري توګه او د مدرن تخنیک پر مټ د «ډیورنډ لاین» په نامه د افغان ولس د جدا کولو فرضي، تحمیلی، غیرمشروع، اوغیر قانوني کرښې په اړه په پراخه توګه بحث او خبرې وشې او نړۍ ته مستندات وړاندې شول او بیا یو پریکړه لیک کې په دري، پښتو او انګلیسي ژبه مستندات او پریکړه وړاندې شوه چې د تنویري او فشار اچونې د کارو یوه برخه ده. دا هڅې باید همغږې او نور هم قوت ومومي. هغوی چې یواځې اعتراض او ګوټ څنډنه کوي دوی ته په کار ده  په دغه برخه کې د خپل سهم او رسالت د اداءپه اړه ګزارش ورکړي.

بزګر: د افغاني رسنیو مسئولیت د خپلو ملي ګټو، ملي او تاریخی غوښتنو او د پښتونستان د داعیې پر وړاندې څنګه دی؟

ډاکټر سعیدي: په دیموکراسئ ټاکنې د اصولو یو اساسي برخه ده. انتخابات، ټاکنې او د مشروع حاکمیت مېنځ ته راوستل د دیموکراسئ او د خلکو د ارزښتونو سره برابر قوانینو تصویب او انفاذ مهم اقدامات دي چې باید وشي. په تأسف او تأثر د دیموکراسۍ تر نامه لاندې په دې برخه کې ډېرې نیمګړتیاوې شته چې پوره دقت او د مدرنو اصولو سره برابرول او د افغانستان د ملي ګټو په نظر کې نیول باید د کار په لمړې قدم کې وي. په دې برخه کې افغاني رسنۍ لا پوره قانوني پوخوالي ته نه دي رسیدلي او د آزادۍ او دیموکراسۍ نه په ناوړه ګټه اخیستو ډېر ځلي ابتذال او بې مسؤلیته جوانبو ته سوق کړای شوي. دا یو بل لوی مشکل دی چې هراړخیز پام ته ضرورت او اړتیا لري.

بزګر:  د دعوت خپرونه خپله ۲۹ کلیزه لمانځي کولای شئ د دعوت په اړه راسره خپل نظر شریک کړئ؟

ډاکټر سعیدي: دعوت په خپل دعوت او رسالت کې د افتخار وړ او د میډیا  د کورنۍ یوه با مسؤولیته  برخه ده. د لمر حیثیت لري. هغه لمر چې د هغه په راختو سره د نورو ستورو  وجود کم رنګه او يا ډېر ضعیفوي.

زه د دعوت د ویبپاڼې سره له  یوې لسیزې زیات ډېر کلک روابط او علایق لرم او د دې پاڼې او نشراتو نه مو پوره پوره ګټه اخېستې او په ټولنه کې د هغې مقام ستر او د افتخار وړ بولم او دی.

الله (ج) دې د دعوت ټولو کارکوونکو او تنظیمونکو  ته او په ځانګړي توګه  جناب محمد طارق بزګر تاسې ته اوږد عمر، کامل صحت او نورې بریاوې په برخه کړه. ستاسې با مسؤولیته او ستر تنویري کار د الله (ج) او افغان ملت، افغانستان او انسانیت په ګټه، سولې او ښه تفاهم په ګټه،  د قدر وړ، انشاء الله د ستر اجر موجب او ستر کار دی.

اجازه راکړئ ستاسې نه د حق دلارې د کلتوري مرکز او د افغان ستراتیژیک مرکز د علمي شورا په نمایندګۍ او د ځان لخوا مننه او قدر داني وکړم. الله  ( ج) مو نور هم  کامیاب او بریالي لره.   ومن الله التوفیق

 

 

Categories: مرکې

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.