میرمن شکریه بارکزۍ: که ولسمشره شم له ارګه به موزیم جوړوم

  ناروې، ډنمارک او ایسلند  له پاره د افغانستان سفیره او د ولسمشر ځانګړې استازې میرمن شکریه بارکزۍ د دعوت سره په مرکه کې:

 

په افغانستان کې که جارو په لاس کې ونیسم او سرکونه پاک کړم بیا هم ویاړم

که ولسمشره شم له ا رګه به موزیم جوړوم

دعوت زما له پاره د افغانستان د ګټو، ملي شتمنیو او ملي څېرو یو کلیکسیون دی چې باید درنښت یې وشي. زه غواړم تاسو نه مننه وکړم

په دا ستر خدمت چې تاسو یې کوئ



بزګر: لومړی ناروې ته ستړی مه شئ. په خیر راغلۍ. مننه له دې څخه چې د خپلو ډیرو بوختیاو سره مو وخت راکړ.

میرمن بارکزۍ: مهرباني، مننه

بزګر: که پوښتنه له دې پیل کړم چې ناروې کې مو وخت څنګه تیریږي، په دې تورتمونو او یخنۍ کې؟

میرمن بارکزۍ: مننه، مننه، زه هم خپل سلامونه تاسو ته، قدرمنو لیدونکو او لوستونکو ته وړاندې کوم. مننه ستاسو له راتګ څخه چې خپل سفارت ته راغلۍ او غواړئ چې زموږ سره مرکه ولرۍ.

فکر کوم مسافري ډیر ښه شئ نه دی. سړی چې دوامداره مسافر اوسي حد اقل د ځان له پاره یې یادوم، ځان ورسره ډیر هوسا نه احساسوم، وطن مې ډیر یادیږي، دوستان، عزیزان، کار، وظیفه او هر شئ چې هلته لرم. خو دلته هم چې یم دا هم زما وظیفه ده چې زه خپلو خلکو ته رسیدګی وکړم. او د افغانستان د دولت استازیتوب وکړم، خپل زیار باسم. سربیره پر دې چې د ډیرو شیانو سره وفق نه لرم دا زما په ژوند کې اولني اوږد سفر دی چې له افغانستان څخه لیرې یم.

بزګر: پر هر حال بریالیتوب مو غواړم.

میرمن بارکزۍ: خو جسماً دلته یم.

بزګر: په ناروې کې داسې څه شئ دي چې ستاسو توجه یې ځانته اړولې؟

میرمن شکریه بارکزۍ: که د ناروې طبعیت ته راشو، طبعیت یې ډیر ښکلی دی. بېنهایت. حتی زما دا یخ باد هم ډیر خوښیږي، ډیره تازه هوا لري او اوبه یې ډیرې خوندورې دی، د اوبو سره یې عادت شوې یم. ځکه چې اوبه هر چیرته مهمې وي او ماته هغه پخواني وختونه چې په کابل کې به کورونو ته په نلونو کې اوبه له پغمانه راتلې ماته هغه وختونه رایادوی. د دې تر څنګ سربیره پر دې چې یو پرمختللی هېواد دی او په قانون باندې برابر سیستم او نظام لري، ډیر جالب شیان پکې شته. یانې په دې ټولنه کې تاسو جمع یا مجموعه د اضدادو وینۍ چې یو د بل سره په ټکر کې وي خو یو د بل سره څنګ په څنګ، او اړخ په اړخ مخته ځي.

بزګر: تاسو د خپل دې کار چې په شمالي اروپا کې د افغانستان د یو مهم سفارت چې د ناروې، ډنمارک او آیسلنډ هیوادونو له پاره د افغانستان استازولي کوئ تاسو خپل دا کار او مخکې چې په ولسي جرګه کې د کابل څخه د افغان ولس استازې وئ تر کومه ځایه چې زه خبر یم د یو زیات شمیر خلکو له پاره تاسو یوه نمونه وئ، ستاسو جرئت، هلته کار کول او زړه ورتیا مو د ستاینې وړ ده، خو پوښتنه مې دا ده چې ستاسو د دې کار چې دلته د افغانستان د دولت استازې او هلته په ولسي جرګه کې د ولس استازې وئ د دواړ ترمنځ په څه کې فرق وینۍ ؟

میرمن شکریه بارکزۍ: د ولس استازیتوب ډیر د افتخار نه ډکه وظیفه او کار دی او زه فکر کوم ډیره سپېڅلې وظیفه وه او ده هر څه چې به موږ کول خلکو به لیدل. چې څه رقم خبرې کوو، دریځ مو څنګه دی، څنګه رایه ورکوو، څنګه قانون جوړوو، څنګه بودیجه تصویبوو، د حکومت څخه په څه ډول څارنه کوو، او وظیفه به مو څه وی او د خپلو موکلینو نه مو استازیتوب او نمایندګی کوو او د وطن په کچه څه ډول پرمختګ کوو او څرنګه کولی شو د اصلاحاتو په راوستو کې خپله ونډه ادا کړو.

دلته هم د دولت استازیتوب دی زما دا لومړنی کار دی حکومت سره. دلته دواړه ځایونو کې استازیتوب دی یو ځای د ولس استازیتوب او بل ځای د دولت استازیتوب. زه فکر کوم د چا خبره دا اوسني بوټان مې په پښتو کې تنګ دی، هوسا پکې قدم وهلی نه شم، ډیر ارام پکې ګرځېدای نه شم او چټک ګامونه نه شم اخیستلای.

بزګر: یانې مقصد دا چې هغه څه چې تاسو غواړئ هغه نه شئ کولای او تاسو د یو چوکاټ دننه باید خپل کارونه مخته یوسئ؟

میرمن بارکزۍ:  خبره دا نه ده، په مجموعي ډول دیپلوماسی یو بل مکتب دی د هغه مکتب نه چې ما په هغه کې تقریباً یوولس کاله کار کړی په هغه کې یو د انسان طبعیت وی چې څه رقم وي، کرکټر. او بل دا چې تاسو څرنګه چلند او برخورد ولرئ نو زما دا دوه شیانو ته چې په ځیر سره ګورم داسې وضع راته داسې معلومیږي چې کیدای شي زه به یوه ښه دیپلوماته ونه اوسم ځکه چې هر شی چې وي زه غواړم بربنډ یې ووایم، خلاص یې ووایم او کوم اصلاحات چې زه غواړم، کوم روابط چې زه غواړم هغه هم د داسې یوه هېواد له پاره چې متاسفانه ناروې ورسره مرسته کوي، د دې تر څنګ د مهاجرو ستونزه شته نو طبيعي ده هغه هېواد چې تاسو سره د بودیجې په برخه کې ډیره مرسته کوي او تاسو ډیر مهاجر هلته لرئ د چا خبره زموږ لاس د دوۍ د تیږي لاندې دی نو ځکه ډیرو شیانو کې انسان ډیر جسورانه عکس العمل نه شي ښودلای ډیر دیپلوماتیک مانورونه نشي وهلای، مګر بیا هم سربیره پر هغې د همدې له پاره موظفه یم د خپلو د خلکو د حقوقو مدافع وم، یم زما له پاره دا رسمي چوکاټ، چوکۍ او موقفونه ډیر مهم نه دي مقصد چیرته چې زما د خپل هېواد ملي ګټې وي.

بزګر: د سفارت په کارونو کې ستاسو لویې ننګونې څه شی دی؟

میرمن بارکزۍ: زه له خپلو مخکینو همکارانو نه مننه کوم، دلته یې کار کړي سفارت کې، دلته سفیران و او یا هم دلته دیپلوماتان وو، ډیر ښه کارونه هغوئ سرته رسولي دي خو ځینې شیان دي چې تازه تازه شروع شوي دی د بیلګې په ډول باندې  یو نیم دوه کلونو راپدیخوا موږ الکترونیک پاسپورتونه ورکوو چې دا هغه مخکینی کار چې سفارت درلوده صرف لاسي پاسپورتونه وو د هغې سره ډیر فرق لري. لاسي پاسپورت به چې لیکل کېده هغه به ټول د دوئ سره یوځای همدلته پروت وو نوم او فورمه به ډګېده د هغې له مخې نه به پاسپورت  ورکول کېده اوس دا ټوله داتا ټولیږي، بیا یې موږ جرمني ته لیږو د جرمني نه پاسپورتونه چاپیږي بیا موږ ته راځي بیا یې موږ خلکو ته لیږو. سربیره پردې د عکس نه نیولې د قد او د معلوماتو په فورم کې هم ډیر بدلون راغلی یانې دا نه ده چې زه ووایم زما په راتګ سره دا کار شوی نه. دا هغه ضرورت و چې د وخت په پام کې نېولو سره دا تغیرات باید راغلی وای او نن خپله سیستم جوړول یوه ستونزه ده سربیره پردې چې یو ضرورت دی یوه ستونزه ده. او دا چې د مرکز له خوا زموږ سره لږه همکاری او توجه کیږي. او کوم شیان چې موږه ورته ضرورت لرو او کوم مکتوبونه چې موږ ورته لیږو هغسې نه کیږي.

 د دې تر څنګ بله ننګونه: خپلو ټولو خلکو ته ډیر احترام لرم، مینه لرم مګر که چیرته دوی سفارته ته راځي مخکې له دینه چې سفارت ته راشي د سفارت ویبسایټ ته لاړ شي معلومات تر لاسه کړي، خپل اسنادونه پوره کړي د دوې کار  به هم په اسانۍ سره مخته لاړ شي، سربیره پر دې په هر کار کې خامخا ننګونې شته چې له هغې نه باید سړی سترګې پټې نه کړي.

بزګر: یو شی چې اوریدل کیږي ستاسو په راتګ سره د پاسپورت په اخیستلو او تمدیدولو کې چې تاسو ورته اشاره هم وکړه بعضې ستونزې شته او د اوریدو له مخې ځینې مشکلات پیدا شوي دي چې کیدای شي مراجعین پوره معلومات نه ترلاسه کوي (میرمن بارکزۍ: موږه مشکل نه دی جوړ کړی). بزګر: صبر چې زه یو ځل پوښتنه خلاصه کړم. دلته زما برداشت دا دی چې یا تاسو غواړۍ د شفافیت په خاطر کنترول ولرۍ مخکې بدبختانه ډیرې داسې پېښې په افغان سفارتونو کې شوې چې افغاني پاسپورتونه په ډیره اسانه د پردیو لاسونو ته ورغلی، ډیرو بدو خلکو ترینه استفاده کړې یا د پردیو هېوادونو اتباعو اخیستي. زه په دې باندی خوشاله یم چې څومره کنترول جدی شي، کلک شي ترڅو صحیحو افغانانو ته، هغوئ چئ مستحق دي او ضرورت ورته لري ورسول شي او ورکړل شي خو ځینې خلک وایي چې ځینې ستونزې شتون لري. زما پوښتنه دا ده چې ایا دا د شفافیت په خاطر دی او که داسې ستونزې شته؟

میرمن شکریه بارکزۍ: که چیرته د قانون پلي کول مشکل وي نو خامخا مشکلات ډیر شوي دي او که چیرته د قانون پلي کېدل سهولت وي نو سهولت ډیر شوی دی مخکې ما تاسو ته کوچنۍ اشاره وکړه چې څومره تفاوت حد اقل په دې یو پاسپورت کې راغلی مخکې د تذکرې شتون چې یوه تذکره وړاندې کړي او د تذکرې سره سم یانې دا تذکره هم باید له ثبت احوال نفوس احصایه مرکزي نه تائیدي ولري او هم د وزارت خارجه اصلاً دا خبره مطرح نه وه. ډیرو افغانانو پاسپورتونه اخیستي دي پرته له دې څخه چې تذکره ولري مګر اوس موږه پاسپورت نه شو ورکولای بغیر له دې چې دوۍ تذکره ولري ځکه دا ټول معلومات چې موږ یې دلته ټولوو دا لیږو بن ته، که چیرته په بن کې هغه یو معلومات هم کم وي، هغوئ دا نه اجرا کوي نو ځکه موږ نه غواړو خپل هېوادوال په دروغو باندې خوشاله وساتو.

مخکې چې به څوک راتلل هغه شکایتونه تر کومه حده چې ما اوریدلی دي یانې چلند او برخورد او. اوس موږ د ټولو بهانو لار بنده کړې ده هر څوک چې راځي وخت اخلی. پوهیږي چې کومه ورځ، کوم ساعت زه سفارت ته ځم. د ځینو اصلاً باور نه کیږي چې د امریکې د سفارت په رقم باندې دوئ کولی شي چې انلاین وخت د ملاقات واخلي او راشي خپل اسنادونه ورکړي او په مسقیم ډول پیسې ورکړي، یانې په سفارت کې ډیر شیان بدل شوي دي. نو ځکه بیا یې تکراروم که چیرته د افغاني هویت تثبیت له پاره کوم میتودونه چې موږ ته د مرکز نه راغلی دي هغه موږ عملي کوو په دې باندي زموږ  باید هېوادوال خوشاله شي ځکه داسې به نه وي چې هر یو، بل څوک راشي او د افغان له نوم نه استفاده وکړي. دا اوس تاسو وینۍ په اروپا کې، امریکا کې په استرالیا کې ډیر خلک د نورو هېوادونو دي، ځکه چې هغوئ افغانانو ته پناهندګي ورکوله، د افغانانو پر ځای هغوۍ (پردي) تللي دي. نو که غواړۍ چې دغه لړۍ نور هم د چا خبره د تیر په شان وي. بیا نو زما ګیله پر ځای ده بیا نو ګیله مه کوۍ چې یو څوک خراب کار وکړي او وایاست چې افغاني پاسپورت یې درلود او که چیرته غواړۍ چې اصل او نااصل سره بیل کړۍ نو بیا پریږدۍ خیر دی تاسو زموږه محترم هېوادوال لږ مشکلات وزغمۍ، فکر نه کوم چې ډیر مشکل به وي اوس د بیلګې په توګه افغانان دلته راغلي تذکره نه لري موږ کولی شو ورته غیر حضوري تذکره بارکوډ سره د افغانستان نه وغواړو چې دوئ راشي د خپلې کورنۍ د یو غړي د تذکرې په اساس باندې تذکره واخلي. حتی دې فکر باندې هم یو چې یوه لاره ورته برابره کړو د نوم او د زیږیدو د نیټه چې دا یوه لویه ستونزه ده په اروپا کې او په مجموعي ډول باندې افغانان دا ستونزه لري. په پخوانیو تذکرو کې چې هغه یې ژباړلی دي، یا نومونه دي یو څوک په کور کې په یو نوم یادېدل په رسمي اسنادو کې بل نوم، نو هغه سهولتونه چې برابر شوی دي فکر کوم که دا د پام نه وغورځول شي دا به ښه وي. خو کیدای شي تراوسه پورې مو ډیره کامیابي تر لاسه کړی نه وي زه د وطنوالو نه معذرت غواړم که چیرته په خپل وخت د دوئ خدمت نه وي شوی مګر زه دا تعهد هم لرم چې څومره چې زما په وسه پوره وي او زموږ د همکارانو له وسه پوره وي او څه چې قانون وایی د هغې د حاکمیت له پاره هلې ځلې کوو او د خپلو هېوادوالو د مرستې له پاره تیار یو.

بزګر: ستاسو په راتګ سره دا هم اوریدل کیږي چې د سفارت په ټولو  کارونو کې مثبت بدلون راغلی خو بیا هم زیات شمیر افغانان په کمپونو کې به ډیرو ستونزو اخته دی او ډیر مشکلات یې مخې ته پراته دي هغوئ تر ډیره نه پوهیږي چې څه وکړي؟

میرمن شکریه بارکزۍ:  یانې که چیرته موږ وغواړو تیر پخوانی اسناد افغاني اسناد چې تاسو هرې ادارې ته ورکول هغوئ به نه منل او ویل به یې چې دا زموږ له پاره د اعتبار وړ نه دی او نن زموږه هر افغان چې راځي او وایی خیر  دی تاسو موږ ته یو خط راکړۍ. کله چې زه پوښتنه وکړم چې دا خط تاسو ولې غواړۍ وایی هغوئ (نارویژي مسئولینو) موږ ته ویلي چې سفارت باید  تاسوته   یو خط درکړي ځکه چې موږ د یوډی اي UDI، UNE او  IOMاو نورو دفاترو نه مسئولین راوغوښتل چې تاسو وګورئ چې دا زموږه پروسیجر څنګه مخته ځي. پرون موږ د ډنمارک نه خلک درلودل چې موږه دا خپل سیستم ورته وښیو چې نور دوۍ موږ ته ونه وایي چې په افغانستان کې فساد (کورپشن) شته یا نشته مګر کوم سیستم چې دلته روان دی روښانه سیستم دی او هر سند چې دلته ورکول کیږي هغه یو قانونی او حقوقی سند دی چې باید د هغې په اساس باندې دغه اسنادو ته کتنه وشی، دغه معتبر اسناد دی نو ځکه ځینې هېوادوال راځي او وایي خیر دی صرف یو کاغذ راکړۍ او ځینې ادارې پوهیږي چې موږ هغه یو کاغذ هم په اسانه نه ورکوو تر څو چې ضرورت نه وي.

بزګر: له سفارت څخه د مراجعینو زیاته غوښتنه څه وي، هغه افغانان چې تاسو ته راځی ستاسو څخه څه ډول مرسته غواړي؟

میرمن شکریه بارکزۍ: مختلف، مختلف. زما ګران هېوادوال خپلو کیسونو کې مرسته غواړی چې هغه زموږ له وسه بهراو اوچته خبره ده، د ناروې حکومت خپله تصمیم نیسي UDI او UNE دفترونه خپله خپل تصمیم نیسي چې څوک قبول شي او څوک رد شي یانې دا هغه څه دي چې زموږ په وسه پوره نه دی اصلاً تر دې حده پورې چې تثبیت هویت لا نه وي شوی وایی دا کوم نوم، کوم د پیدایښت نیټه چې موږ ېې تاسو ته وایو تاسو په هغه باندې ماته تذکره یا پاسپورت راکړۍ.

د بېلګې په ډول باندې زموږ یو هېوادوال دی د خپلې میرمنې سره تر اوسه سفارت ته راځي درې مختلفو تاریخونو باندې اسناد لري یو خپل پخواني پاسپورت باندې، میرمنه چې یې په کوم کال زږېدلې

بزګر: منظور مو د پېدایښت نیټه ده؟

میرمن شکریه بارکزۍ: هو د پیدایشت نیټه ده. بل سند باندې چې دوئ له افغانستان څخه تذکره لري په هغې کې بېخي بل تاریخ دی، کوم تاریخ چې دوئ دلته ثبت کړی او راجستر شوی دی او د اقامت کارت یی اخیستی په هغه کې بیل تاریخ دی او دئ زموږ څخه څلورم تاریخ غواړي چې دا هیڅ امکان نه لري څه چې د دوۍ غوښتنه ده هغه ورسره ومنم. زه مجبوره یم چې پاسپورټ ورکوم یا باید د تذکرې په اساس وي یا حد اقل تیر یا پخوانی سند چې د دوئ په پخوانی پاسپورټ او یا به کوم تاریخ چې دلته راجستر دی. نو داسې هېوادوال درې تاریخونه د ځان سره لري وایی دا درې ټول غلط دی زه بل تاریخ غواړم او هغې له پاره هیڅ سند هم نه لري . نو قضاوت دی خپله لوستونکي، لیدونکي او اوریدنکی وکړی.

بزګر: تاسو مخکې اشاره وکړه بعضې وختونه یا اکثر وخت تاسو چې کله د مرکز سره په تماس کې کیږۍ د هغې خوا څخه همکاري نه کیږي او هغوۍ په ښه شکل خپل مسئولیت چې څنګه یې باید پوره کړي نه پوره کوي ایا دا یوازې د ناروې د سفارت سره داسې چلند کیږي که د نورو سفارتونو سره هم؟

میرمن شکریه بارکزۍ: نه پوهیږم. فکر کوم چې سیستم باید لږ اسانه شي مثلاً اوس هر څوک چې د ویزې غوښتنه کوي موږه مجبور یو چې د مرکز سره په تماس کې شو که څه هم له کومې ورځې نه چې زه راغلې یم کومې ویزې چې خپله د سفیر صلاحیت دی زه یې په خپل صلاحیت او مسئولیت ورکوم او کله ناکله مثلاً د یو هېواد وزیر ځي افغانستان ته. او یوه رسمي لیدنه او کتنه لري د هغې له پاره زه مجبور یم چې انتظار وباسم تر څو له مرکز څخه هوکې راشي دا د مرکز څخه هوکې اکثر مخکې له دې څخه چې هوکې راشي زه مجبور یم کوم اخرنی تاریخ چې د دوۍ د غوښتنې دی ورته ویزه ورکړم، ځکه په دې باندې پوهیږم که چیرته زه ویزه ورنکړم دا په دې مانا باندې ده چې زموږ دیپلوماتیکې اړیکې نورې خراب شوي او یا خلاص شوي او یا مخ په ختمېدو دی. فضل د خدای دی اړیکې شته خو بیروکراسي لږه ډیره ده او یو دفتر دی چې د ټولو سفارتونو، قونصلګریو غوښتنې هماغلته ورځي نو کېدای شي د یو کس له پاره به دا ډیره مشکله وي سربیره پر هغې دا یو طرزالعمل دی او موږ باید ورسره ځان سنبال کړو. مګر کله ناکله هغې نه سرغړونه کوم هغه هم د یو مثبت کار په خاطر باندې.

بزګر: د ناروې سفارت څنګه چې تاسو مخکې هم اشاره وکړه د نورو څو هېوادونو نمایندګي هم کوي مثال د ډنمارک، ایسلنډ ایا فنلنډ هم پکې شته که څنګه؟.

میرمن شکریه بارکزۍ: فنلند هم موږ سره وو، د فنلنډ به اړه لږ جنجال پیدا شو، شخصي خبره په هیڅ ډول باندې نه وه، څنګه چې مرکز له موږ نه توقع درلوده لکه څنګه چې موږ دلته خلکو ته بغیر له قانونه د خلکو کار نه کوو نو مرکزله ما غوښتنه وکړه چې زما څخه غیر قانوني او غیر اصولي غوښتنې ونه لري. عادي پاسپورتونو باندی یو کلن مولټیپل ویزه هغه هم ایسکورت پولیسو له پاره وه کوم چې د رد شوو افغانانو سره بیرته تلل. حالانکه کوم طرز العمل چې افغان دولت وزارت خارجه موږ ته رالیږلی وو په هغه کې بل طرزالعمل وو، سربیره پر هغې وزارت خارجه څو څو ځلې وویلې چې موږ یوه استثنا قایل شو، زه فکر کوم دا زما په صلاحیت کې نه دی. سکوک، ویزې قیمت، عادي پاسپورت باندې هغه زموږ د بیت المال یوه برخه ده چې هغه زه ځان ته دا صلاحیت نه ورکوم  چې هغه  چا له پاره یې معاف کړم نو ځکه دا جنجال رامنځ ته شو او په فضل د خدای فنلند جلا شو. ځکه هم هسې هغه خلک چې له فنلند څخه راتلل د سویډن نه باید تېرېدل او ناروې ته راتلل. نو موږه هم بل سفارت لرو سویډن کې چې هغه یواځې سویډن له پاره وو اوس په فضل د خدای ښه ده چې هلته د فنلند کارونه هم مخته یوسي.

بزګر: ستاسو نور مراجعین هغه چې د ډنمارک څخه راځي د هغوئ سره څه کوئ؟

میرمن شکریه بارکزۍ:  د هغوئ سره تر کومه حده کومه مرسته چې زموږ له وسه پوره وي د بیلګې په توګه که چیرته دوۍ یواځې نه تنها ډنمارک حتی د ناروې د مختلفو سیمو څخه چې هېوادوال راځی موږه غواړو چې ژر تر ژره په هماغه ورځ د دوی کارونه په خیر سره خلاص شي او دوۍ بیرته لاړ شي اوس زه تاسو سره په مرکه کې وم مګر پوه شوم چې یو څو ضروري امضاګانې دي چې باید وشي اول مې هغه تر سره کړې له هغې نه وروسته راغلم تاسو سره مرکې ته. ځکه اول باید هغه کار شوی وای او له هغې نه مخکې یو بل رسمي دعوت وو چې هغې ته باید تللی وای. یانې اولیت هغه څه ته ورکوو، کوم چې ډیر مهم وي. 

بزګر: له کومه وخته چې تاسو دلته ناروې ته راغلۍ، له هغې مخکې په افغانستان کې حکومت بدلون وموند، د لویدیځو هېوادونو په پالیسیو کې فرق راغلی ایا تاسو دا فرق احساسوئ.؟

میرمن بارکزۍ: ډیر ډیر، هو څنګه مخکې چې افغانستان د دوۍ په خبرونو کې وو، سفرونه به دوۍ ډیر درلودل افغانستان ته، د دوۍ خلک به هلته وو، پی ار ټي PRT ټیمونه وو د ناروې یا د ډنمارک، سفرونه وو د افغانستان په سر باندې به انعامونه اخیستل کېدل، توجه وه اوس افغانستان په عمومي ډول باندې د بین المللي اجندا نه لویدلی د ۲۰۱۳  او د ۲۰۱۴ کال له پایه وروسته نور افغانستان غیر له دې چې کومه خبره وشي، دوی څه وکړي او څه ووایي هغه بېله خبره ده مګر سربیره پر هغې موږه خپل ځای حفظ کړی. صحیح ده چې ناروې اوس هم هومره عسکر نه لری چې څلور کاله مخکې یې افغانستان کې درلودل، صحیح ده چې اوس دومره سفرونه، د رسمي مقاماتو تګ راتګ نشته، مګر سربیره پر هغې هم یانې تر کومه چې زموږ پر وسه باندې وه د افغانستان هویت او صلابت، حیثیت او روابط مو ساتلی.

بزګر: ستاسو په نظر افغانستان په کومه برخه کې دې ته ضرورت لري چې ناروې ورسره مرسته وکړي؟ یا کومې برخې دي چې د ناروې مرستې پکې اړینې دي؟

میرمن شکریه بارکزۍ: ناروې په هغه ستراتیژیک تړون کې ځان دې ته لیواله ګڼي چې د افغانستان سره مرسته وکړی، هغه د افغانستان د تعلیم او تربیې په برخه کې د ښځو  حقونو په برخه کې، د روغتیا په برخه کې او نور هغه کوچني موارد چې مهمې بنیادي مرستې په هغې کې نه شاملیږي او د دوو کلونو راپدیخوا چې زه راغلې یم، دوه کاله لا نه پوره کیږي زما هڅه همدا ده. زما په نظر باندې ناروې کې ډیر ښه پوتنسیل، او ډیر ښه ظرفیت او ډیر ښه فرصت له طبیعي منابعو نه ګټه ده د انرژي جوړولو له پاره. نو زما ستره هیله هم دغه ده زه که چیرته وکولی شم ناروې هېواد دې ته وهڅوم چې دوۍ دغه خپل تخنیک دغه میتود افغانستان ته انتقال کړي او یا هم په دې اړه هلته پانګونه وکړي. تاسو ته بهتره معلومه ده چې خارجي پانګه اچونه خپل ډیر شرایط لري. په اوسنیو شرایطوکې ډیرې بهرنۍ کمپنۍ نه غواړي چې افغانستان ته لاړې شي او بیا زما غوښتنه د افغانستان دولت نه هم دا وه چې تاسو د دې پر ځای چې کوچني شیان غواړۍ په هماغه پیسو باندې یوه لویه پروژه له دوۍ وغواړۍ د دې پر ځای چې له دوۍ نه د یو ورکشاپ غوښتنه یا د مشاورینو د معاش غوښتنه وکړۍ، هغه د خلکو په ژوند باندې ډیر اغیز نه کوي تاسو دوۍ نه یو څه وغواړۍ چې خپله هم یوه عایداتي منبع وي او په عمومي ډول باندې افغانستان ته نوې ټکنالوژي ویوړل شي. موږ باید د اوږد مهاله پروژو په لټه کې شو، لنډ مهالي پروژي ډیر موثریت نه لري.

بزګر: د ځنګلونو او لرګیو په ارتباط هم ناروې ډیره ښه تجربه لري.

میرمن شکریه بارکزۍ: همدغه دی یو خو دا پاکه انرژي، سولر سیستم، هغه انرژي چې دوۍ له فضلاتو جوړوي او تولیدوي، د ځنګلونو د ساتلو له پاره دوۍ ډیر ښه دي فکر کوم د خپلو طبعیي سرچنیو استخراج او مدیریت په برخه کې ناروې ښه بیلګه ده. زما هدف دا دی چې له ناروې څخه باید د بنیادي کارونو په اړه غوښتنه وشی د سمبولیکو کارونو پر ځای هغه موثریت لري مګر دومره نه. مثلاً که په افغانستان کې سولر سیستم جوړ شي په لیرې پرتو سیمو کې نو خپله د بریښنا نه هلته اتومات تغیر راځي خلک ټلویزیون ویني، تعلیم، تربیه، اجتماع، سیاست هرشی د همغې په واسطه معرفي کیږي خلکو ته.

بزګر: کله چې تاسو د نارويزي مقاماتو سره ګورئ او خبرې کوئ نو د خبرو مهم ټکي مو څه وي؟

میرمن شکریه بارکزۍ: د ناروې څخه زما لومړنۍ غوښتنه سیاسي حمایت دی ځکه چې افغانستان سیاسي حمایت ته زښته زیات ضرورت لري. سیاسي حمایت په دې مانا باندې نه دی چې دوی دې د یوې خاصې ډلې حمایت وکړي په عمومي ډول هغه څه چې د افغانستان په ګټه وي، د دموکراسۍ په ګټه وي، د خلکو په ګټه وي او هغه منطقي، مثبت او معقول دریځ چې د دولت له خوا وي د هغې سیاسي حمایت وکړي سربیره پر دې د ناروې بشري مرستې د افغانستان له پاره خورا اړینې او موثرې دي.

زه غواړم چې د ناروې او افغانستان په منځ کې صرف د سیاسي مرستو خبره نه وي ډیر شیان موږ مشترک لرو دوۍ هم په شمالي سیمو پخوانی او د غرونو ژوند لري په افغانستان کې هم د غرونو ژوند شته دی دوۍ په خپل دغه ژوند ویاړي خو موږ پرې بیا خپل ځان ملامتوو. حد اقل په داسې یو هېواد کې چې تاسو ډیر مدرن او ډیر وروسته پاتې شیان وینۍ یا هماغه پخواني شیان وینۍ. دوۍ اکثر کله چې خپلو پخوانیو کورونو ته ځي وایی موږ هلته برق نه لرو او د کوټو د ګرمولو له پاره لرګي کاروو، دا ډیر ښه شیان دي سربیره پردې د خلکو تعلقات، ټولنیز تعلقات تقویه شي خو د دې سره جغرافیایی فاصله زښته ډیره ده.

بزګر: دلته په ناروې کې یو زیات شمیر افغانان اوسیږي چې په تیرو څلورو لیسزو کې له کوم وخته چې د افغانستان غمیزه شروع شوې ده افغانان ډیرو هېوادونو ته تللی چې ناروې هم په دې کې شامله ده اوس دلته ځای پر ځای شوي او خپل ژوند مخته وړي. ستاسو پیغام دې افغانانو ته څه دی یا هغه افغانان چې دلته نوي دی ستاسو په نظر دوئ د ناروې په اړه او د خپل هېواد له پاره له دې ځایه یا دلته څه کولی شي؟

میرمن شکریه بارکزۍ: زه پوهیږم چې په کومو شرایطو باندې افغانان له افغانستان وتلي دي او په دې باندې هم ښه پوهیږم چې دوۍ څومره د خپل هېواد له پاره درد، زښته زیاته مینه او علاقه د افغانستان سره لري. زه ځانته دا جرئت ورکوم چې د دوۍ د یوې خور په صفت باندې درې ابتدایي پوښتنې ولرم او صرف نطر له دې نه چې د کوم ولایت، کومې ژبې او کوم مذهب پورې اړه لرې صرف د افغانیت په خاطر باندې د یو بل سره ودریږۍ. صرف په دې نامه باندې چې وطندار، وطنداري.

زه غواړم خپل یو کوچنی درد تاسو ته ووایم افغانستان داسې یو هېواد دی چې متاسفانه هغې نه منفي خبرونه ډیر راځي مګر حد اقل موږ باید شریک غم، درد او خوشالي ولرو په افغانستان کې چې کومه پېښه او چاودنه چې د می په ۳۰مه باندې وشوه موږ د ماتم یا تسلیت کتاب کېښود خپله د ناروې د بهرنیو چارو وزیر تلیفون وکړ خپله همدردي یې افغانانو سره څرګنده کړه، مشخص ولسمشر، رئیس اجرائیه، پخوانی ولسمشر، وزیر خارجه او ټولو افغانانو سره. سربیره پردې باندی یې وویل چې زه درځم سفارت ته، یانې د یوه هېواد خارجه وزیر، سفارت ته راغی، کتاب یې امضا کړ او پخپله د ګلو ګېډۍ یې د تسلیت له پاره کېښوده. دلته شاوخوا زموږ ګاونډیان ټول نارویژیان دی هر یو راغی او په خپله طریقه یې تسلیت وړاندې کړ دا ګیله زه ځانته حق ورکوم زه پوهیږم چې د هر یوه افغان زړه په هغه غم باندې دردیدلی، صحیح. مګر کله ناکله موږ غواړو چې هغه خپل درد د یو بل سره شریک کړو، خپل اتحاد وښایو، چې دغه درد زموږه ګډ درد دی دا زموږ د ټولو درد دی او دغه درد ته باید نه ووایو ما هغه د نه ویل د خپلو  افغانانو نه وانورېدل، ډیر افغانان خبر شول چې دلته خاص پروګرام شته دی په دې کوټه کې ځای نه وو، زما په دفتر کې ځای نه وو، په دهلیز کې ځای نه وو، تاسو به باور نه کوۍ څومره دیپلوماتیک دفترونه چې دلته په اوسلو کې وو ټولو ګډون وکړ، سربېره پر هغې دولتي او غیر دولتي هغه خلک چې افغانستان سره د بېلګې په ډول باندې د پوهنتون پروفیسران راغلل او خپله همدردي یې موږ سره شریکه کړه او زه دې ته لېواله وم چې زه خپل هېوادول ووینم چې متاسفانه دا کار ونه شو. دریم کېدای شي زه ډیر وغږیږم دریمه پوښتنه زما دا ده هر یو د خپلې وسې، اندازې او توان سره افغانستان سره مرسته وکړي د پیسو مرسته نه یادوم، هدف مې د علم، معرفت، ټکنالوژۍ مرسته ده. تاسو د نورو هېوادونو وګړو ته وګورۍ مثلاً پاکستانیان، کله چې د دوئ هغه د چا خبره ملي ورځ کیږي د پاکستان سفیر وايي موږ هیڅ برخه نه لرو دې کې خپله د پاکستانیانو کمیونیټي دلته خپل پروګرامونه او میلې جوړوي زه ورته خپله کوربه نه یم زه د یو میلمه په صفت ورته ورځم. یانې دغه شیان باید موږ یو له بله سره شریک کړو که یو بل ته بد ووایو بیرته خدای ناکرده دغه بد هم زموږ خپل دی او که یو بل ته ښه ووایو بیا هغه ښه هم زموږ خپل دی نو دغه د خپلوۍ احساس باید ژوندی وساتو په زړونو کې ساتل یې ډیر کمال نه دی ښه دا ده چې په خوله باندې یې ووايي او په عمل باندې یې وښایي.

بزګر: اوس به د مرکې په دې برخه کې له ناروې ناروې نه لاړ شو افغانستان ته، او تاسو هلته د افغانستان یوه مشهوره میرمن یاست، یوه بریالۍ وکیله وئ، او یو زیات شمیر هېوادوال مو په ښه نوم یادوي. هغه څه چې تاسو په پارلمان کې د ملي ګټو له پاره کړی او خپل غږ مو اوچت کړی په داسې ټولنه کې چې هلته د داسې غږونو اوچتول اسانه نه دي، دې کې شک نشته چې هلته ډیر غږونه پورته کیږي، خو ډیر یې د مختلفو ډلو ټپلو پورې تړلي دي او هغه غږ چې د ملت استازیتوب وکړي او د ملت غږ وي ډیر کم وکیلان دی چې داسې غږ پورته کوي چې یوه هم له دې ډلې تاسو یاست. تاسو په خپل نظر د افغانستان راتلونکې څنګه وینئ، او د افغانستان حالات کومې خواته روان دي؟

میرمن شکریه بارکزۍ: بزګر صاحب د یو عادي افغان وګړي په صفت ځکه چې دا ټول دردونه د سترګو لیدلی حال دی او احساس کړی مې دی ځکه چې هماغلته وم نو د هيڅ ډلې ټپلې سره زه لاړه نه شوم. دا کار راته ډیر مشکل وو او له دې وروسته به هم وي. کاملاً تاسو سره موافقه یم خو داسې هم د افغانستان محیط او معاشره دومره بده نه ده که سړی ووايی هر شی ډیر بد دی. زما په رقم ښځې ته چې یې دغه ځای ورکړ، زما په رقم ښخې په دې یادوم چې د کومې ډلې ټپلې پورې نه یم، ځینې خلک د قومي هویت نه ډیر کار اخلي ما هیڅکله له قومي هویت نه کار نه دی اخیستی. ځینې خلک له نورو بهرنیو هېوادونو نه ملاتړ له ځان سره لري دغه حمایت ما نه درلوده، خلک پیسې ډیرې مصرفوي، د چا خبره شتمنه هم نه یم چې په پیسو خلک رانیسم مګر سربیره پردې دوه ځلې د کابل له ښاره  دوه ځلې پارلمان ته لاړم. نو ځکه که زه ووایم په هغه محیط کې د ښځو له پاره ځای نشته نو دابه غلطه وي، ځکه زما له پاره ځای وو او دا ځای صرف د صداقت په نامه باندې ما ګټلی وو.

افغانستان له پاره هیڅکله زه ناهیلې نه وم، هيڅکله. زما نه یادیږي چې ما ناهیلتوب ښکاره کړی وي او یا مې ویلي وي احساس کړي به مې ډیر وي چې هغه بېله موضوع ده. کله ناکله دا احساسات ډیر لنډمهاله وي هیچا به فکر نه کاوه شکل کاله مخکې یا دیرش کاله مخکې چې افغانستان به د نن حالت ته راځي چې څلویښت او یا پنځوس کاله مخکې خو اصلاً چا فکر نه کاوه چې په افغانستان به داسې حالت وي کوم چې په درې لسیزو کې یې تیر کړي.

زه فکر کوم شي ته چې افغانستان ډیر ورته ضرورت لري هغه تدبیر دی، سیاسي مدیریت، درایت، پوهه. سیاست یو کتاب نه دی چې موږ یې ولولو، سیاست یو پوهنتون نه دی چې موږ ورشو ورته، سیاست ماستري، یا دوکتورا نه ده چې موږ يې په هغې کې واخلو چې هر یو دې سیاستمدار شي نو که داسې وای دا ټول خلک دی چې د سیاسي علومو نه خلاص ول ټول به ليډران کېدل. نو مشهور او کامیابو ليډرانو هیڅکله هم سیاست نه دی لوستی. سیاست علم او هنر غواړي، پوهه غواړي، صداقت غواړي او په ډیر حساس وخت کې مشخص تصمیم نيولو ته ضرورت شته دی.

زه نه غواړم چې افغانستان دوهمه سوریه شي. موږ د سوریې په شان وضعیت هم ولیده، خو اوس نه غواړم هغو تورو تیارو شپو ورځو ته لاړ شو چې له هغې نه مو په سختۍ ځان ویستی دی. دا به د افغانانو له پاره د شرم ځای وي، په دې کې افتخار نشته ځکه چې موږ بل هیڅوک نه وژنو غیر له خپله ځانه. په هر نوم چې وژل کیږي هغه افغان دی او دې افغان وژنې ته باید د پای ټکی کېښودل شي، دا باید پای ته ورسیږي. نو ځکه زه فکر کوم چې یو سیاسي تدبیر په کار دی، ډیر په اسانۍ سره، سربیره پردې یوې سیاسي اجماع ته ضرورت شته. موږ باید په سیمه کې د ټکر زمینه راکمه کړو یانې په دې مانا باندې چې  افغانستان باید داسې نه وي چې نور هېوادونه هلته وجنګیږي یا نور هېوادونه د خپل دښمن له پاره هلته وجنګیږی یانې چې خپل دښمن په ګونډو کړي. نه، افغانستان باید د سیمې د هېوادونو له پاره د همغږۍ سیمه، ځای او ځاله وګرځي نسبت دې ته چې موږ یو خوا ته ډیر ځان نژدې کړو، له بلې خوانه ځان لیرې کړو. راشئ دا سیمه داسې کړو چې هر یو په یو باثباته افغانستان باندې  دغسې ایمان ولري چې د ټولې سیمې منافع به خوندي وي دا ناممکنه نه ده مګر ډیره مشکله ده، خو لاره ورته شته.

بزګر: ستاسو د دې ویرې او تشوش علت څه دی؟

میرمن شکریه بارکزۍ: ما خو تاسو سره شریکه کړه. زه نه غواړم افغانستان بیرته هماغو تورو شپو ته لاړ شي له توروشپو څخه مې هدف دا دی چې شپه خو هسې هم راځي تورې صحیح مګر هغه تیر تاریخ یادوم د کورنۍ جګړې وروستیو جنګونو تجربه لرو، د خارجي استعمار تجربه لرو، د خپلمنځی جنګ تجربه لرو، د خارجي ائتلاف تجربه لرو. بس مو دی، بالکل بس مو دی یانې موږ باید موږ شو، یو د بل شو د یو د بل په وژنه باندې که وای افغانستان به اوس سوکاله هېواد وای په هغه کوچنی نفوس چې موږ یې لرو تقریباً (۳۰) ملیونه دی حد اقل، حد اقل کم له کمه درې ملیونه انسانان وژل شوي دي ممکن لس فیصده. او څومره چې وژنه شوې په هماغه اندازه باندې ورانۍ او خرابي ډیرې شوې دي نو ځکه وژنه د حل لار نه ده. په قبرونو باندې هیڅوک نه شي کولای چې پاچایي وکړي یا حاکمیت ولري راشئ په زړونو باندې حاکمیت حاصل کړو سیاست وال باید دا هنر ولري یانې هنر دا چې څنګه تصمیم ونیسي، هنر دا نه چې څنګه خلک خپل ځان او خپلو برنامو طرف ته راجلب کړي دا ډیر د چا خبره جادوګري نه غواړي دا یوه اسانه طریقه ده، انسان باید د خپلو شخصي ګټو نه تیر شي، د خپلې ډلې ټپلې د سیاسي ګټې نه تیر شي باید په خپلو ملي ګټو باندې فکر وکړي او ښه تصمیم ورته ونیسي. ولې افغانستان نشي کولای د دې پر ځای چې موږ په سیمه کې د یوې شخړې په صفت باندې پاته شو اوس زیاتره افغانان نیم روس سره تړلی، نیم امریکا سره تړلی یو غواړي یو، بل غواړي بل اخر دا دوه طرفونه خو موږ خپل یو په دې کې بل کوم پردی نشته.

څومره نور د خلکو په وینو باندې به بلډنګونه جوړیږي بس مو دی. څومره نور به میلونر او میلیاردر جوړیږو د خلکو په وینو باندې بس مو دی.

بزګر: یوه پوښتنه که داسې وکړم مخکې له دې نه چې تاسو ناروې ته راشئ تاسو د ټاکنیزو اصلاحاتو د رئیسې په توګه وګمارل شوئ د حکومت دننه د بعضو مخالفتونو له امله (میرمن بارکزۍ: کور یې ودان هههه)، زه دوه پوښتنې لرم او ورسره په تاسو مرګونې حمله وشوه له ښه بخته تاسو سره ژوند وفا وکړه (میرمن بارکزۍ: حمله مخکې شوې وه). نو زما پوښتنه دا ده چې په تاسو حمله وشوه او بیا په دغه مشخص پوست کې ستاسو سره مخالفت وښودل شو؟

میرمن شکریه بارکزۍ: دغه حمله لومړنۍ نه بلکې موفقه حمله وه دا د موفق ټکی ځکه کاروم چې هغو کسانو غوښتل چې حد اقل تاوان ورسوي. زما په سر باندې نورې حملې هم شوي دي خو هیڅکله هغه رسنیزې نه شوې، د بېلګې په ډول باندې په ۲۰۰۳ کال کې چې هغه وخت دې حملو او ورته شیانو رواج نه درلود ما د اساسي قانون د کمیسیون غړیتوب درلود او طبعیي ده چې زما دیدلوری، زما نظر، زما سیاسي دریځ کې تر اوسه تغیر نه دی راغلی هغو خلکو سره چې موافق یم هغوئ هم پوهیږي چې څوک یم او هغو خلکو سره چې په سیاسي لحاظ مخالفه یم پوهیږي چې څوک یم یانې د سوالیې د ځای له پاره ما خالی ځای نه دی پریښی نو له دې خاطره څوک نشي کولی چې د یو چا د سیاسي دریځ له پاره یو کتاب ولولی او خپل قضاوت وکړي که ښه یم که بده یم دغه یم. اوس موږ وایو د ژبې ازادي، د بیان ازادی چې په یو ستر قیمت مو تر لاسه کړی ده او دا سختې هغو خلکو په ځان باندې تیر کړي چې په هماغه صحنو او هغه وخت کې وو نو اولنۍ حمله زموږ په دفتر باندې وه هغه وخت حتی هیومن رایټس واچ رپورټران چې افغانستان ته به راتلل دوئ خپل هویت نه افشا کاوه، مګر خپل راپورونه به یې جوړول ځکه چې په افغانستان کې تر اوسه پورې مافیایي ډلې او کړۍ شته دی چې په هر حال کې انسانانو ته ضرر او زیان رسوي هغه وخت کې یانې زه نه شم کولای ووایم چې څو ځلې زموږ په دفتر باندې حمله وشوه بیا کندز کې وم د کمیسون غړې، لاسي بم واچول شو په هغه کوټه کې چې زه وم، خو دوۍ حمله کوونکی نه پوهېدل چې پنځه ساعته مخکې زه له دغې کوټې وتلې یم او د پلخمري په لاره باندې وم.

همدارنګه نور پلانونه نیول شوی وو کابل کې به راته امنیه قوماندان تلیفون کاوه ویل به یې چې ((خواهر جان برای دیګه))  یانې تر دې حده پورې. ویل به یې چې نور نه کیږي نو وتلم به سفر به مې کولو یا کور کې به مې ځان بند ساته. په هر صورت سره د خدا (ج) نه ډیره شکر ګذاره یم هر څه چې راباندې تیر شول دا حمله هم زما له پاره د ویاړ ځای دی.

اول په دې باندې دښمن چې هر څوک دی ټول پرې پوهیږو چې څومره ذلیل دی او څومره ضعیف دی، د یوې ښخې نه چې وسله نشته ورسره، ټوپکوال نشته ورسره، ټوپکیان نه لري. ضرف ژبه لري او بیان. دومره ویره، تر دې حده پورې دا په دې مانا باندې ده چې زه خپل هدف ته ورسېدم هغه وخت چې ستا دښمن داسې فکر کوي چې ورته خطر یې، نو باید تا له منځه یوسي، یا منفي تبلیغات درپسې ډیروي، یا مختلفې ټاپې درباندې وهي. بزګر صاحب! که چیرته هغه خلکو چې په شا یا مخامخ بدې خبرې راپسې کړي دي که زه یې ولیکم زما د سر نه تر پایه پورې رسیږي. زه د هر افغان نه مننه کوم ځکه چې سختې خبرې، بدې خبرې، مخالف نظر دې حد ته ورسولم چې خپلو خلکو ته په اثبات ورسوم چې څومره قوي یم. البته دا د غرور نه، نه وایم د تکبر نه یې نه وایم ډیر په عاجزۍ یې وایم. او زما برداشت هم دا دی.

بل برداشت همدا دی چې تر هغه وخته پورې د ۲۰۱۴ نومبر پورې زه نه پوهېدم. اوس پوهیږم هغه وخت چې سړکونه بند شول صرف د هغه خلکو له پاره چې زما عیادت ته راتلل او څومره د مینې او د هغوئ د دعاګانو له برکته زه ژوندۍ یم او د خپلو اولادو او بچیانو په سر باندې یم زه هغوئ نه ډیره مننه کوم او د خدای ډیر شکر باسم.

بزګر: ستاسود بریالیتوب راز په څه کې دی؟ دا څه چې تاسو وویل او د خلکو احساسات مو وليدل.

میرمن شکریه بارکزۍ: صداقت، هر بازار کې چې تاسو صادقه اوسئ خپلو خلکو سره، مثبت جرئت ولرۍ، اعتماد به نفس ولرۍ او خپل سیاسي دریځ وساتۍ، دا ډیر مشکل دي په افغانستان کې. په افغانستان کې دننه ژوند کول او دا ټول مشکلات په ځان باندې منل، اسانه خبره نه ده مګر فضل د خدای دی موږه هغه نسل یو د چا خبره چې جنګونو او جنجالونو کې رالوی شو.

بزګر: دغه برید ستاسو هوډ غښتلی کړ او که وډار شوې؟

میرمن شکریه بارکزۍ: نه پرته له خدایه له بنده نه ویره نه لرم، قطعاً. داسې وخت هم زما په افغانستان کې یادیږي بزګر صاحب چې زه ۱۹ کلنه وم، ما په ۱۹ کلنې کې چادري په سر کړې. هغه وخت کابل کې څلور دولته وو، د کابل په کوچني ښار کې څلور حکومته وو د ښار له یوې برخې چې به بلې برخې ته تلو مرمۍ به زما د پښو مخ ته لګېدلې ما به ویل شاته نه ځم. بل ځلې په فروشګاه کې جنګ وو د وزارت عدلیې په سر باندې حمله شوې وه نو د کرزي عسکر او نورو د امنیت نورو نه یې پریښودلو چې موږه هغې ساحې ته لاړ شو او ښځو تلیفونونه کول چې دوئ بند پاتې دي په شفاخانو کې، په بانک کې په څه کې، عسکرو ویل که لاړ شې ډزې درباندې کوم ما ویل ګوره وروره یوه هیله درنه لرم هر وخت چې دې ‌ډز راباندې کاوه غږ وکړه زه به مخ دروګرځوم. دا ډیر راته بد ښکاري چې د شا له خوا په مرمۍ ولګېږم. فکر نه کوم چې دا به زه یوازې یم، موږ هم انسانان یو جنګ د هیچا نه خوښیږي مګر دا عادت او د دې خبرې مفهوم باندې هغه نسل پوهیږي لکه ما غوندې چې په جنګ کې لوی شوي وي.

بزګر: تاسو څه فکر کوئ چې مخکې هم تاسو اشاره وکړه غواړۍ دلته کار وکړۍ او که هلته د ملت استازیتوب وکړۍ. تر کومه چې زه معلومات لرم او پوهیږم ډیر افغانان دا غواړي چې تاسو هلته د ملت استازیتوب وکړئ.

میرمن شکریه بارکزۍ: هلته هم یم داسې نه ده زه به په فزیکې ډول دلته یم هلته هم تک او راتګ لرم، هلته هم تعلقات لرم، هلته هم خلکو سره په تماس کې یم، هلته هم خلکو سره راشه درشه لرم. دغه خبره نشه چې زه ووایم د خلکو نه زه ناهیلې یم یا خلکو نه لیرې یم یا خلکو نه جدا یم او جلا یم. دغه څه چې ما وویلې زه جسماً دلته یم نوره هلته یم، فکر کوم ما خپل جواب واضح درکړ.

زما له پاره دولتي موقف او چوکۍ ډیر مهم نه دی، په هیڅ ډول په هیڅ صورت سره. په خپل ملک کې که چیرته د چوکیدار په صفت باندې کار وکړم اوکه د ښاروالۍ هغه نفر چې سرکونه جارو کوي، جارو  به په لاس کې ونیسم او سرکونه به پاک کړم بیا هم ویاړم، بیا هم ویاړم خپل ملک مې دی، خپل وطن مې دی. موثره چیرته یم نه پوهیږم.

بزګر: که له تاسو ولس اوس وغواړي چې هلته راشئ او د خلکو استازیتوب وکړۍ او حکومت له تاسو وغواړي چې په یوه بهرني هېواد کې د افغانستان استازیتوب وکړۍ ستاسو انتخاب به څه وي؟

میرمن شکریه بارکزۍ: زه چې دلته راغلې یم دا هم د حکومت مشوره وه ځکه هیڅ مور نه غواړي اولادونه یې اختطاف شي او زه خپله مور یم. وروسته  له هغه پېښې نه حکومت ماته امنیتي کسان راکړل هر چیرته چې به زه تلم دوئ به راسره وو. زما له پاره دا د فکر وړ وه ما ویل که اوس بل انتحاري راشي بیا به څومره نور ځوانان شهیدان شي او ولې؟. زما په خاطر. زما د فکر او نظر په خاطر. او ټولو نه سخته ورځ زما په ژوند کې هغه ساعت وو چې زه په هغه میز باندې ناسته وم چې کومه حادثه په ما باندې وشوه، خلک چې زخمیان وو او هغه خلک چې د فامیل غړي یې له لاسه ورکړي وو یو ځای ناست وو ما له ځانه دا پوښتنه کوله چې زه څوک یم، مجرم یم او یا مظلوم؟ دا ډیره سخته وي چې، زه نه پوهیږم د ځینو له پاره د انسان ژوند اصلاً اهمیت نه لري، خو زما له پاره ډیر مهم دی زه د سیاست په بیان باندې عقیده لرم، ټوپک باندې نه لرم، په وژنو باندې یې نه لرم، په خشونت باندې یې هم نه لرم نو ځکه دا ډیر راته مهم وو. خو تر ابده دلته نه یم ډیر ژر به ځم او هر امر او دستور چې د خلکو وي د سر په سترګو ولې نه.   

بزګر: د مثال په ډول تاسو که د افغانستان ولس مشره شئ لومړنی کار به مو څه وي؟

میرمن شکریه بارکزۍ: هههه ډیر کارونه.

بزګر: که یو او لومړنی یاد کړۍ.

میرمن شکریه بارکزۍ: ارګ نه به موزیم جوړوم. ارګ به د خلکو ملکیت، د شاګردانو د لیدلو ځای به وي دا ډیره مهمه خبره ده ځکه هر څوک چې ارګ ته ننوت په هغه دیوالونو باندې محاصره کیږي بیا باندې نه شي لیدلای.

بزګر: منظور مو دا دی چې د ولس سره یې اړیکې پرې کیږي؟

میرمن شکریه بارکزۍ: هو همدا دی، بل خو څه نه دی. هر کور خامخا دیوال لري صحیح. غږ هم ورتلای شي، خلک هم ورتلای شي او خپله دا دیوال ښیي چې د چا مالکیت دی. مهمه ده.  مګر زه فکر کوم د ارګ خاصیت داسې دی چې هلته نه غږ ورځي نه څوک وینې او نه یې اوري. نو اولنی کار به مې دا وي چې ارګ به موزیم شي.

بزګر: ژوند کې د کومو غټو ستونزو سره مخامخ شوي یاست؟

میرمن شکریه بارکزۍ: داسې یوڅه راته ووایاست چې ما نه وي تیر کړی. ههههه. زما ژوند بزګر صاحب چې ځان یادوم یانې دا خپل تیر ژوند، فکر نه کوم داسې کوم شي وي چې نه وي تیر شوي.

بزګر: اوس که داسې یوه بله پوښتنه وکړم د ژوند تر ټولو ښه خاطره مو څه ده؟

میرمن شکریه بارکزۍ: ډیرې ښکلې خاطرې لرم خو یوه خاطره چې ډیره یې ودردیدلم او ډیر یې وژړولم هغه کله چې موږه په نیپال کې فوټبال وګاټه هغه زما ډیره ښکلې خاطره ده ځکه چې یو ملت چې هویت یې ورنه اخیستل شوی وو، وحدت یې اخیستل شوی وو، خوشالي ورنه اخیستل شوې وه، صرف دغه د فوټبال میدان یو سالم رقابت بیرته یې ورته په برخه کړ. او کله چې له نیپال نه کابل ته راغلم هغه د خلکو شور، هغه د خلکو خوشالي، د خلکو مینه، ژړاګانې، ماشومان، سپینږیري، ښخې پرته له دې نه چې کوم سیاسي مشر ورته ووایي، یا یو هنرمند ورته ووایی چې راشئ کنسرت دی. د سیلاب په رقم باندې خلک سرکونو ته راوتي وو او هر یو خوشاله. پرته له دې نه چې ووایي چې ولې. یانې موږه دومره خوشالۍ ته تږي وو او دومره زموږ په زړونو کې یو د بل له پاره د مینې موج شته دی چې په ډیر اندک شي باندي هم سره یو ځای کیږو. تاسو وینۍ هر چیرې چې افغانان وګټي څنګه سره یو کیږي. نو دغه ډیره ښکلې خاطره وه خدای دې همدغه شان زر وارې د هر افغان پرمخ باندې د خوشالۍ اوښکې راولي.

بزګر: په افغانستان د ښځو راتلونکې څنګه وینۍ؟  

میرمن شکریه بارکزۍ: د هغه وخته چې له افغانستان بهر راغلې یم داسې راته ښکاري چې یا کیدای شي هغه وخت چې هلته وم دغه احساس مې نه درلود خو اوس فکر کوم چې موږ ډیر شیان نه دی ګټلی او د لاسه یې ورکوو. خو په دې باندې باور لرم  چې زموږ نوی نسل، بل نسل دی بیرته به یې دوئ ګټي خو وخت به نیسي. خو بیا هم ډير ګرنټی شوی حقوق ښخو له پاره لرو خو بیا هم ښخو له پاره بېداري په کار ده، تنبلی نه ده په کار. هر یو باید خپل حق له پاره وجنګیږي داسې دې نه شي چې دا وظیفه لسو، شلو ښځو ته پریښودل شي. هر یو باید خپل ملک جوړولو له پاره، ځان جوړولو له پاره، خپل تعلیم له پاره او خپلو حقوقو له پاره باید وجنګیږي.

بزګر: په افغانستان کې موږ دا اورو چې جنګسالار دی، فساد دی دا دی او هغه دی (میرمن بارکزۍ: تاسو وایی نه دی؟). بزګر: زما هدف دا دی چې هیڅوک نه وایی چې فساد څوک کوي او جنګسالار څوک دی، رشتخور څوک دی، ټول لګیا دي. هغه د پیشو او موږک کیسه ده.

میرمن شکریه بارکزۍ: نوم اخیستل هغه صورت کې ضرورت وي چې خلک یې نه پیژنی د دوۍ په یادولو د خلکو ذهن ته اتومات څو څیرې راځي چې نوم یا واخلې یا وانخلې هههه یانې دومره مشهورې څیرې دی چې اتومات دغه نومونه او څيرې د خلکو ذهن ته راځي خو متاسفانه چې دا لست اوږد شوی لنډ شوی نه دی. دا یې ډیره د خفکان خبره ده.

بزګر: تاسو چې مخکې دوه دورې د خلکو استازې یا د کابل د ولایت استازې وئ دا ډیر ویل کیږي چې د ولسي جرګې وکیلان یادیږي چې هلته رشوت دی او وکیلان رشوت اخلي او ډیر څه د پیسو په بدل کې دی ایا دا خبره سمه ده؟

میرمن شکریه بارکزۍ: دغه هم خلکو ته معلوم دي یانې که موږه داسې فکر کوو چې د افغانستان خلک نه پرې پوهیږي ټولو ته معلوم دی اکثرو خلکو به ویل چې کلش بیا وروسته به یې ویل چند نفر خوب است یانې زما چې یادیږي اوس هم خلک په کلي ډول باندې، عامه توګه باندې دا خبره کوي مګر استثنا پکې راولی کیدای شي دا استثنا ډیره محدوده وي.

بزګر: افغانستان په اوس وخت کې څه شي ته ضرورت لري افغانان باید څه باید وکړي. د یوې افغانې په صفت خپلو خورو افغانانو ته څه پیغام لرئ؟

میرمن شکریه بارکزۍ:  افغانستان همغږۍ او مینې ته ډیر ضرورت لري بېنهایت. مینه چې وایم مقصد مې مینه خپل هېواد سره، مینه خپلو خلکو سره، مینه خپل وطن سره، مینه خپل فرهنګ او کلتور سره دا ډیره مهمه ده. ګورۍ که تاسو کور کې پخلی هم کوئ که په مینې سره یې کوئ خوند یې بل شی دی. که په مینې باندې سبق وایاست نتیجه به یې بل رنګ وي. که ډیر په مینه باندې تاسو یو ګل ته اوبه ورکوئ نتیجه به یې بل شی وي نو ځکه مې وویلې همغږۍ او مینې ته ضرورت لري او یو بل څه چې باید ستره حوصله ولرو یو بل که ښه دی که بد دی او زموږ نه یې زړه تور دی، د سترګو تور دی زموږه، باید ویې منو. په نفې باندې انسان نه لویږي په جذب باندې د انسان لویي ثابته کیږي.

بزګر: که وروستۍ پوښتنه درنه وکړم د دعوت د خپرونې ۲۹ کاله پوره کیږي په همدې میاشت کې یې کلیزه ده نه پوهیږم تاسو تر کومه حده معلومات لرئ ایا لوستلې مو ده که نه؟ نو ستاسو پیغام، او مشوره؟.

میرمن شکریه بارکزۍ: ډیر وخت نه کیږي چې زه ووایم چې  لوستونکي یې یم. اول غواړم چې مبارکي یې تاسو ته ووایم ځکه چې هر ادبي او کلتوری فعالیت د هېواد نه د باندې ډیر سخت دی ډیرې ستونزې لري دننه په افغانستان کې یې هم لري خو بهر ډیر دی زما له پاره د خوشالۍ ځای همدا وو چې په هره صفحه کې یو نوی، نوم او یو نوی فکر سره اشنا کیدم سربیره پردې چې هغه پخواني لیکوالانو، شاعرانو او سیاستوالو نومونه هم وو، زما له پاره دا ډیر د خوشالۍ ځای دی. اوس مې پریږدۍ چې لږ رښتیا هم ووایم بی بی سی فارسي چې وینم کله ناکله فکر کوم چې ولې دا د ایران خلک هر چیرته چې دي د پوهنتون استادان دي یا څومره څه لري او افغانان څه نه لري. مګر ستاسو نشریې دا راته وښودله چې نه موږ یې هم لرو خو متاسفانه داسې چینلونه نشته چې خلک دعوت کړي او وخت ورته ورکړي چې دوۍ خپل نظریات وړاندې کړي او بل د خوشالۍ خبر دا وو  چې نوي ځوان لیکوالان ستاسو د نشریې له خوانه معرفي کیږي دا زما له پاره ډیر د خوشالۍ ځای دی یا کیدای شي چې زه ډیره د خارج نه لیرې وم دننه وطن کې وم نو ډیر به د دې  نه خبره نه وم چې زموږ څومره ملي، او معنوي شتمنۍ د هیواد نه بهر دي دا زما له پاره فکر کوم دا زما له پاره یو کلیکسیون د افغانستان د ګټو او ملي شتمنیو، څیرو او ملي څيرو نه دی چې باید درنښت یې وشي او باید خلکو ته وروپیژندل شي زه غواړم تاسو نه مننه وکړم په دا ستر خدمت چې تاسو یې کوئ.

بزګر: مننه کور ودان

میرمن شکریه بارکزۍ: مهرباني، رښتیا وایم ما له اوله تر پایه دروغ مې نه دي ویلی زما له پاره دعوت ډیر جالب وو.

بزګر: مننه اوکور ودان

دا مرکه د دعوت په ۲۳۴-۲۳۵ ګڼه کې خپره شوې ده

Categories: غوره شوې لیکنې,مرکې

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.