عمر پاڅون له دعوت سره په مرکه کې: دعوت باید په هرو درو میاشتو کې یو ځل نشر شي

استاد عمر پاڅون له دعوت سره په مرکه کې:

دعوت باید په هرو درو میاشتو کې یو ځل نشر شي

قدرمن بزګر صاحب سلامونه او ښې چارې!

پوښتنې دې د زیري سره راورسېدې. زیری پکې دا و چې پتیلې مو ده چې د دعوت  یوه فوق العاده ګڼه خپره کړۍ په دې ډیر خوښ شوم.

ستاسو څلور واړ پوښتنو ته به لنډ لنډ ځوابونه درکړم.

لومړۍ پوښتنه چې په ((دعوت کې مو څه خوښیږي؟)) یو څه به ژور لاړ شم. په پښتو کې یوه لنډۍ ده چې وایي:

د چا به یې نور شیان خوښیږي

ما یې په سترګو کې مزې موندلی دینه

په دعوت کې مې د دعوت ملي او اسلامي پالیسي خوښیږي. دعوت له پیل څخه تر ننه د خپل ملت او هېواد په خوا کې دریدلی دی. د ملت غوښتنې یې منعکس کړي دی او د پښتنو او ټولو افغانانو د حقه حقوقو څخه دفاع یې کړیده نه یواځې دا چې دفاع یې کړې ده بلکه د هېواد او ملت په دښمنانو یې د ملي مورچل څخه ډزې کړي دي د هغوئ څیرې یې بربڼډې کړي دي د ملت په بیدارولو او هوښیارولو کې یې خپل  مسئولیت ادا کړ یدی.

له بلې خوا ګورئ دعوت په خپل غیږ کې  هر چاته لکه ماشومانو، میرمنو، ځوانانو ته بیا هر رنګه  ټولنیزې، کلتوري، ادبي، اقتصادي او سیاسي لیکنې لري چې د ټولو لیکنو  څخه د خپل وطن او خپل هېواد خوشبو راځي.

بیا دعوت یواځې یوه جریده نه بلکه په ښکلې بڼه د پخو لیکوالانو د لیکنو یوه پښتو او دري ویبپاڼه، او بله د انګلیسي  ژبې ویبپاڼه او د ټلویزیون ویبپاڼه هم لرۍ چې د لسیزو راهیسې  خپل نشرات مخته بیایي.

دعوت جریده  او د دعوت ویبپاڼه په بیلابیلو ملي او نړیوالو ژبو لکه پښتو، دري، انګلیسي او نارویژي خپریږي.

همدارنګه دعوت په لس ګونو کتابونه چاپ او خپاره کړل، دعوت یوه جریده او ویبپاڼه نه بلکي یوه بشپړه اطلاعاتي میډیا ده.

دعوت سره زه له ۱۹۸۸ کال راهیسې ملګری یم په اتایمو او نویمو لسیزو کې  ماته ډیرې جریدې او مجلې رارسېدلې چې په لویدیځ کې په بیلابیلو هېوادونو کې د افغانانو له خوا خپریدې خو دې ټولو د ګوتو په شمیر د څو ګڼو له خپرولو وروسته به همدا یو خبر لوستونکیو ته لیکلی وو چې (د اقتصادي ستونزو له کبله  نشو کولی چې خپلو نشراتو ته ادامه ورکړو نو د خپلو لوستونکو سره خدای پاماني کوو)

لیکن له نیکه مرغه  دا دی دعوت د خپلو نشراتو درې لسیزې شاته پریښودې چې په ژوندۍ بڼه  خپله لاره  په کوټلی ګامونو برمخ بیایي چې دا ټول افتخار تاسې ته دررسیږي.

په لویدیځ کې  بې شمیره ډیر افغانان اوسیږي چې ډیر یې د پیسو د جوړولو په فکر کې دی خو شکر دی تاسې غوندې خلک هم شته چې پیسې نه بلکه  کیسې جوړوي ستاسې د لومړې پوښتنې ځواب به د خپل شعر په څو بیتو پای ته ورسوم.

استاد عمر پاڅون

وګړي واړه سره یو شان دي

چې سره سره تیت په ټول جهان دي

له سهاره تر بیګا پورې مشغول دي

ټول په فکر د خپل کور او د خپل ځان دی

خو یو یې محنتونه، زحمتونه، شوګیري کړي

دوئ خدمت کې د بشر او د انسان دي

ستاسو د دوهمې پوښتنې په ځواب کې چې ((د دعوت څخه څه غواړم))؟

ګرانه په دې ټول پوهیږو چې د يوې جریدې او ورسره د دریو ویبپاڼو  چلول خورا ډیر زیات کار او ډیرو مالي امکاناتو ته اړتیا لري.

ګورۍ په لویدیځ کې چې څوک یوه جریده او یوه ویبپاڼه نشروي نو یو تعمیر دفتر لري، موټرې لري، ګڼ شمیر ژورنالستان ورسره کار کوي، کمرې، فکسونه، ټلیفونونه، چاپخونې، کمپیوټرونه، سفرونه، معاشونه، هرګاه او بارګاه، کش او فش لري. خو زه ستاسې د یواځیتوب او یو سر څخه او ستاسې مالي تش لاسۍ څخه ښه خبر یم.

خو زه به بیا هم  ستا د پوښتنې په ځواب کې په ویره ویره او ورو ورو ستاسې په غوږ کې دا وایم  که دعوت هرو درو میاشتو کې یو ځل نشر کړۍ ډیر به ښه وي. په ویره ویره مې ځکه وویله چې تاسو به وایې (چې موړ د وږي له حال څه خبر، او سپور د پلی). وروره بریښنایي میډیا، کمپیوټرونو، ویبپاڼو، فیسبوکونو، تویټرونو، رادیو ګانو او د ټلویزیونو  بیلابیلو چینلونو ګرده نړۍ په سر اخیستې ده خو بیا هم چاپي میډیا د پخوا په څیر په لوستونکو پاچاهي کوي. چاپي میډیا خپل ځای او خپل وزن پوره ساتلی دی.

اوس ستاسو دریمې پوښتنې په ځواب کې چې (د دعوت د لیکوالو، مینه والو او لوستونکو څه غواړم؟) دومره وایم چې په پښتنو کې هغه اصطلاح چې پښتانه چې پیسې لري سواد نه لري او چې سواد لري پیسې نه لري او یا  دا چې  پښتانه په جریدو، مجلو، اخبارونو او کتابونو پیسې نه ورکوي. دا خبرې پښتنو نن په ځمکه کې ښخې کړي دي. څوک چې پیسې لري سواد هم لري او څوک چې سواد لري پیسې که نه لري هم په پور پیدا کوي خو کتاب، مجله، جریده او اخبار اخلي،  تیر کال وطن ته لاړم په کابل ده بوري کې د اکسوس کتاب پلورنځي ته لاړم زه د خپلو کتابونو په لټولو کې وم چې دوه درې افغانان راغلل او پڼډ پڼد کتابونه یې، پیسې ورکړې او لاړل. ما چې خپل کتابونه د دخل پر میز کیښوول د دخل وال څخه مې  وپو ښتتل چې کارونه مو څنګه دي؟ راته یې کړه ((الحمدالله ښه دي)) د خبرو څخه یې پوه شوم چې د خپل کاروبار څخه راضي دي، زه هم د ده په رضایت خوښ شوم. د دعوت د لیکوالو څخه مې هیله دا ده چې د خپلو لیکنو پیرزوینې دې د پخوا په څیر دعوت سره  قایم او دایم وساتي.

د مینه والو او لوستونکو څخه به دا وغواړم چې خپلې مالي مرستې او د ګډون بیه د خپلې وسې برابر دعوت ته پرله پسې ولیږي تر څو د دعوت  دا شمعه تل روښانه پاتې شي. الله تعالی (ج) په قران کې فرمایي: لیس لل انسان الا ماسعی انسان تر خپلې وسې پړ دی.

ستاسې د څلورمې پوښتنې په ځواب کې چې (د ګران هېواد د اوسنۍ وضعې ارزیابي ده) د خپل ملت غوښتنې سره به خپل غږ شریک کړم هغه دا چې زموږ ګران او مظلوم ملت نور د جګړې څخه ستړی شوی دی افغان ولس د نړیوالې ټولنې څخه بالعموم، امریکایانو او طالبانو څخه بالخصوص سوله غواړي.

کاڼه امریکایان دې په خلاصو غوږونو واوري چې افغان باتور ولس، افغان دولت او حکومت، طالبان او د سیمې هېوادونو حکومتونه او ملتونه په سیمه کې سوله غواړي نه د امریکایانو، طالبانو او داعشیانو جګړې.

زموږ ولسمشر د سولې له پاره  د ټولو ګاونډیو هیوادونو دروازې وټکولې خو هیچا ورسره  د سولې له پاره  په صداقت وفا ونکړه. ډیری خپل کاري وخت یې سولې ته ورکړی دی. شپه او ورځ  د سولې له پاره هلې ځلې کوي. همدارنګه طالبان هم سوله غواړي وایي چې د طالبانو رهبر ملا محمد عمر اخوند، ملا منصور اخوند، ملا برادر اخوند د سولې قربانی شول.

زموږ ولس او زموږ ګاونډي هېوادونه پدې ویره کې دی چې  امریکا په دې سیمه کې  د جګړې غزول او پراخول غواړي. که رشتیا امریکایان  په دې سیمه کې د جګړې غزېدل غواړي مونږ خو هسې هم غزیدلی یو دوی به هم موږ سره دلته وغزیږي.

په سیمه کې چین لګیا دی یوه لار ، یو کمربند، بریښنا او ګاز لاینونه، لویې لارې او د اورګاړی پټلۍ غزوی او امریکا جنګ او جګړې. وبه ګورو چې په راتلونکو وختونو کې به په نړۍ کوم زبرځواک  پاچاهي کوي؟ او کومه لار به بریالۍ وي سوله که جګړه؟

افغان ولس امریکې ته وایي کوم په زرونو امریکایان چې په نظامی یونیفورم کې په نظامي الوتکو کې دلته راغلی دي دوئ دې په همدې نظامي یونیفورم کې خپل هېواد ته ستانه شی او بیرته دې په زرونو نه بلکې په لکونو په ملکي لباس د دوستۍ په نامه زموږ هېواد ته راشي افغان ولس به ورباندې ګلونه وشیندي. افغان ولس د امریکایانو سره په دوستۍ نه بلکې په مزدورۍ به هم افتخار وکړي خو په سوله کې نه په جګړه کې. د افغانانو کلتور دا دی چې د دوست سره په زور جنت ته هم نه ځي ولې په دوستۍ ورسره دوزخ ته هم درومي.

ښه به دا وي چې امریکایان، طالبانو سره په خبرو او راکړه ورکړه کې یوې موافقې ته ورسیږي. سوله د ټولو په خیر ده.  

 

و من الله توفیق

 

Categories: مرکې