شاه محمود میاخیل د دعوت سره په مرکه کې: حکومت باید حکومتولي ښه کړي ترڅو امنیت ښه شي

شاه محمود میاخیل د دعوت سره په مرکه کې:

حکومت باید حکومتولي ښه کړي ترڅو امنیت ښه شي

بزګر: د افغانستان روان وضعیت ستاسو له نظره څنګه دی؟

شاه محمود میاخیل: د افغانستان روان وضعیت د انګلیسي ژبې هغه متل  ته ورته دی چې ګیلاس د اوبو نیمایې ډک او نیمایې تش دی. که له یو اړخه حالات د ۲۰۰۲ م کال سره پرتله کړو، نو د افغانستان په سیاسي، اقتصادي، تعلیمي  او ټولنیزو چارو کې ډیر زیات مثبت بدلونونه راغلی دی. پخوا به سیاسي قدرت د زور او کودتاه ګانو د لارو نیول کیده، خو اوس سیاسي قدرت د ټاکنو د لارې تر سره کیږي. په ۲۰۰۲م کال کې افغانستان نه ملي پولیس درلودل او نه ملي اردو، خو اوس کافي ملي پولیس او ملي اردو لري او نظام یو دولتي شکل  نیولي دي. د تعلیم کچه هم ډیره زیاته اوچته تللی ده. په تیرو ۱۵ کلونو کې چې څومره بورسونه افغانانو د لوړو زده کړو لپاره اخستلي دي، د افغانستان په ټول تاریخ کې دومره بورسونه د لوړو زده کړو لپاره نه و اخستلي. ډیر زیات ښوونځي، سرکونه، کلینکونه او نورې ابادۍ په ښارونو کې شویدي چې د پخوا سره هیڅ پرتله کیدلې نشي. اما د ګیلاس نیمایې تشه برخه دا ده چې افغانانو د سلو روپو نه د یوې روپي کار اخستلي دی او ډیرې زیاتي پیسي بیځایه لږیدلې دي. تیر پنځلس کاله د افغانستان لپاره یو طلایې فرصت و خو د افغانستان حکومتونو او خلکو ترې سمه ګټه وانخستله، د یو باثباته نظام لپاره سم تهداب کېنښودل شو او افغانستان اوس هم په جنګ کې اخته هیواد دي او څه لاسته راوړنې چې شویدي، که د سم مدیریت او تدبیر نه کار وانخستل شي، هر څه بیرته له منځه تللی شي ځکه د افغانستان نظام اوس هم نوی په سلو کې په بهرنیو کمکونو او ملاتړ ولاړ دی.

بزګر: ستاسو په نظر حکومت باید کوم اولیتونه په نظر کې ونیسی؟

شاه محمود میاخیل: حکومت باید حکومتولۍ ښه کړي ترڅو امنیت ښه شي. کله چې امنیت ښه شو، اقتصادي ستونځي پخپله ښه کیدلې شي. د ښې حکومتولې لویه برخه حاکمیت د قانون دی چې هرچا ته په خپله اندازه مکافات او مجازات ورکړل شي او ولس باید د حکومت به تصامیمو کې رول ولري او با خبره وي. یعني د خلکواعتماد په حکومت ډیر مهم دی څومره چې د ولس اعتماد په حکومت زیات وي هماغومره ولس د حکومت سره په امنیت او د حکومت د پروګرامونو او پالیسیو په تطبیق کې مرسته کوي. څومره چې د ولس اعتماد په دولت کم وي، هماغومره حکومت نشي کولې چې خپل پرواګرامونه او پالیسي سمه تطبیق کړي او امنیت ښه کړي. څومره چې د ولس او حکومت ترمنځ واټن کم وي، هماغمومره حکومتولي ښه کیدلې شي.

بزګر:  د حکومت اصلی ستونزې څه دی؟

شاه محمود میاخیل: هر حکومت د کورنۍ او بهرنې چیلنجونو سره مخامخ وي خو د ملي وحدت حکومت لویه ستونځه دا ده چې ډیرې لوړ پوړې دولتي چارواکي هم د حکومت په لوړو چوکیو کار کوي او هم د حکومت سره د اپوزیسون رول لوبوي چې دی کار د حکومت اعتبار ته لویه صدمه رسولی ده. د همدی متضادو نظریاتو د حکومت کارونه فلج کړې او د ولس او حکومت ترمنځ یې واټن زیات کړیدی. هره دولتي او غیر دولتي اداره همیشه په یو ښه ټیم چلول کیدلې شي خو د ملي وحدت حکومت جوړښت یو غیر متناسبه جوړښت دی چې د کاری ټیم جوګه حکومت نه دی. امید دی چې دا تجربه په راتلونکې ټاکنو کې بیا تکرار نشي.

بزګر: د ریښتنې سولې د راوستلو له پاره باید له کومو لارو کار واخیستل شی او په دې اړه افغان حکومت ته ستاسو مشوره څه ده؟

شاه محمود میاخیل: د دایمې سولی لپاره دا اړینه ده چې دولتي موسسات باید تقویه شي که هغه سیاسي موسسات وي لکه احزاب، د ټاکنو د کمیسون خپلواکې، د درې ګونو قواو استقلالیت او داسی نور او هم اداری او امنیتي بڼسټونه باید تقویه شي ترڅو قانون په ټولو وګړو باندې یو شانتي تطبیق شي. د دی کار لپاره ټولو سیاسي ډلو ته چې د حکومت نه بیرون دي، باید د فعالیت زمینه مساعده شي. سیاسي ډلې باید د قانون په چوکات کې فعالیت وکړي او باید د زور نه کار وانخلی چې قدرت ونیسي او یا یې وساتي ځکه په تیرو څلورو لسیزو کې دا جوته شوی چې په افغانستان کې په زور حکومت نه کیږي او نه هغه ډلو چې د زور له لارې قدرت نیولی ښه پایله درلوده. د لنډ مهال لپاره دا اړینه ده چې په افغانستان کې د جنګ مخه ونیول شي، ډز بند مهم دی ترڅو خبرو اترو ته زمینه مساعده شي. ترڅو چې جنګ روان وي، سیاسي خبرو اترو ته زمنیه نه مساعدیږي. فکر کوم چې اوس د دی وخت رارسیدلی چې سیاسي خبرو ته زمینه ښه مساعده ده ځکه مخالفین نشي کولی چې حکومت د جنګ د لارې رانسکور کړي او نه حکومت ټول مخالفین له منځه وړلې شي. زما په اند د جنګ دوام د حل لاره نه ده او نه په زور کلي کیږي.

بزګر: کولی شئ د خپلو کارونو په اړه د دعوت رسنۍ لوستونکو ته معومات ورکړئ؟

شاه محمود میاخیل: زما کارونه دوه اړخه لري یو یې زما رسمی دنده ده چې د متحده ایالاتو د سولي د انستیتوټ سره کار کوم او د افغانستان د برخې مسوولیت زما په غاړه دی. د دایمي سولي لپاره حاکمیت د قانون، ښه حکومتولی، ښه تعلیمي نصاب، ښه اقتصاد او عامه پوهاوی ډیر مهم او اړین دی ترڅو پوهه زمونږ په عادت او کردار کې تغیر راولي  ترڅو ولس د تاوتریخوالي پر ځای سوله ایز ګډ ژوند خوښ کړي. اوس  مونږ په شپږو عمده برخو کې کار کوو: ۱) حاکمیت د قانون برخه ده چې دولتي او غیر دولتي ادارو سره کار کوو ۲) د ښې حکومتولی په برخه کې امتحاني پروژي لرو ۳) د سولي مضمون په هکله تعلیمي پروګرامونه لرو چې فعلا په شپږو پوهنتون کې کار کوو او د سولي مضمون د دی پوهنتونونو په پنځو فاکولتو کې د دوه کریدتو مضمون په توګه منل شوی او تدریس کیږي. ۴) د نوو اډیاګانو لپاره واړه ګرینټونه یا پروژې لرو چې هغه اشخاصو او یا موسساتو سره کمک کوو کوم چې د سولي په هکله کار کوي ۵) ریسرچ او تحقیقي کارونه لرو لکه سیاسي اقتصاد، د ټاکنو په هکله ستونځي او خڼدونه، د سولي په هکله خڼدونه او عوامل یې، ښه حکومتولی او داسی نور. ۶) کومې پروژي چې مونږ تطبیقوو او یا ریسرچ کوو، د هغو په هکله لیکنې کوو او هغه د خپلې ادارې له اړخه خپرو تر څو پالیسي جوړونکې ادارې د معلوماتو پر بڼست تصمیم ونیسي ځکه زیات وخت زیادتره پالیسي جوړونکې ادارې خپلې پالیسي د مؤثقو معلوماتو پر بنیاد نه نیسي او همدا علت دی چې زیاتي پالیسي او پروګرامونه خپله موثریت نه لري. د دی نه برسره، مونږ په افغانستان کې او هم د هیواد نه بهر د افغانستان په هکله زیات کنفرانسونه، مجالس او نشرات لرو ترڅو د افغانستان مسله په نړیواله توګه مطرح وي ځکه نن سبا په نړي کې ډیر زیات مسایل شته او د دی امکان شته چې افغانستان د دنیا په ستونځو اولویت ونه لري او د پامه وغورځول شي.

زما د کارونو دویمه برخه زما شخصي فعالیتونه دي چې ارزو او امید مې دا دی چې په افغانانو کې مثبت طرز فکر رشد وکړي او مونږ باید پخپله مسوولیت پذیر اوسو ځکه مونږ همیشه د خپلو ناکامیو او ستونځو پړه په نورو اچولې ده  اما دا فکر نه کوو چې مونږ پخپله د خپل وطن او خلکو په وړاندې څه مسوولیت لرو او څه کولی شو. زیادتره مونږ دا فکر کوو که مونږ په حکومت کې نه اوسو نو هیڅ نشو کولي اما د حکومت نه بهر هم مونږ ډیر څه کولې شو که مونږ مسوولیت پذیره اوسو. زمه په اند ترڅو چې افغانان خپلې ستونځي پخپله حل نه کړي او پخپله مسوولیت پذیر نه اوسي، د افغانستان ستونځي به په خپل ځای پرتې وي. که خپل لنډ تاریخه ته متوجه شو، په تیرو څلورو لسیزو کې د شرق او غرب، د عرب او عجم ډیري پیسي، پوځونه او مرستي افغانستان ته راغلي خو د افغانستان ستونځي لا هم پرخپل ځای پاتي دي دا ځکه چې افغانانو پخپله په ځانونو کې داسي تغیر نه دی راوستي چې د خپلو ستونځو مسوولیت پخپله واخلي او مټي راونغاړي چې خپلي ستونځي پخپله حل کړي. ډیرې افغانان دا فکر کوي چې مونږ هیڅ نشو کولای او همیشه نورو ته په طمعه ناست دي او یا نور د خپلو ستونځو په هکله ملامتوي چې دا کار مونږ خپلو موخو ته نشي رسولی چې دایمي سوله په افغانستان کې ټینګه شي او حکومتولی ښه شي. په دی هکله زه همیشه لیکنې کوم او تر اوسه مې لس کتابونه او زیاتي مقالي په انګلیسي او پښتو ژبو نشر کړیدي چې زیادتره فوکس زما په ښه حکومتولۍ او مثبت فکري تغیر باندې دی. د دی نه برسیره مې په خاص کونړ ولسوالي د شاه محمود میاخیل فرهنګي او ټولنیز مرکز په دوه جریبه ځمکه کې جوړ کړیدي چې ځوانان او قومي مشران هلته غونډې کوي، سیمینارونه جوړوي او یوه وړوکې کتابتون هم لري. د مرکز لپاره ټول وسایل لکه چوکي، میزونه، کټونه، لودسپیکر او میلمنو لپاره سامان موجود دی. د دغه فرهنګي مرکز په نوم د وستل په نوم مهالنې هم چاپوو. د دی نه برسیره د تعلیم او تربیه په برخه کې مې هم ترخپله په خاص کونړ او هم ځینو نورو سیمو کې مرسته کړیده.

بزګر: تاسو په دې وروستیو مختلف اروپایي هېوادونو ته سفرونه درلودل او ستاسو په ویاړ ځینې غونډې جوړې شوې وې، تاسو ته ستاسو د کار له امله ستایلیکونه هم درکړل شول کولی شئ په اړه زموږ سره خپل نظر او معلومات شریک کړۍ؟

شاه محمود میاخیل: مننه! په بلجیم کې د بشري حقوقو یوې ادارې سږکال درې کسو لپاره ایواردونه تعین کړې و چې یو یې د فلسطین و او بل کس د بلجیم د حقوقو د بشر ادارې مشره وه (Amnesty International Watch)  او زه یې د افغانستان نه نومولی وم. د دی ترڅنګ ما په جرمني، ډنمارک، سویډن، پراګ او اطریش د افغانانو سره لیدنې کتنې درلودی او زیادتره مو د سولي په اړوند د فرصتونو او ستونځو په هکله د دوی سره خبري وکړي. د دی لیدنو او کتنو هدف دا و چې څنګه مونږ کولای شو چې د جنګ په عوض د سولي داعیه لپاره کار وکړو او عامه ذهنیت باید په افغانستان کې د دایمي سولي لپاره تغیر وکړي. همدا شان سږکال ما ته د متحده ایالاتو د سولي انستیوت په افغانستان کې زما د کارونو په خاطر د دغه ادارې د ټولې نه لوړه جایزه چې د Sam Lewis Award په نوم یادیږي راکړه.

بزګر: تاسو یو وخت د کورنیو چارو وزارت مرستیال دنده هم سرته رسولې. په درې ګونو امنیتي ارګانونو ولې اړین اصلاحات نه راځی. لا تراوسه د دغو مهمو امنیتي ارګانومهمې چوکۍ د یوې محدودې سیمې او غیر مسلکې کسانو په اختیار کې دی؟ او ولې په امنیتي ارګانونو کې لومړیتوبونه او د جنګی سیمو د امیتي قواو ضرورتونه په ښه شکل په نظر کې نه نیول کیږی؟

شاه محمود میاخیل: لکه څنګه چې ما مخکې وویل، د افغانستان حکومت او خلک باید یوازې د بهرنیانو په طمعه کینني او پخپله باید د خيل هیواد د شرایطو په بنیاد کار وکړي او اداره ښه کړي. کله چې جلالي او ما په ۲۰۰۳م کال کې په کورنیو چارو وزارت کې کار پیل کړ، د وزارت په داخل کې مونږ پولیس او غیر پولیس افراد نه پیژندل، د ملي پولیسو ورحیه او تشکیل موجود نه و، په ټول وزارت کې مونږ دوه دری کسوایمیل درلوده او زیادتره کسان د انترنیت او ایمیل سره اشنا نه و، تشکیلاتي او بودجودي ډیرې ستونځي موجودي وي ځکه جرمني ډیر محدونه کمکونه د پولیسو سره کول که څه هم د پولیسو د بیا زغونې دنده هغوي ته سپارل شوي او امریکا د کورنیو چارو د وزارت سره مرسته نه کوله ځکه دا یې د ملت جوړونې یوه برخه ګڼله او هغوي ویل چې دوی د تروریزم پرضد د جګړي لپاره افغانستان ته راغلي دي نه د ملت جوړوني په خاطر. د افغانستان یوثلث ولسوالانو او قوماندانانو د کورنیو چارو د وزارت سره هیڅ رابطه نه درلوده او په ډیر ولایتونو کې والیان د خپلې سیمي خود مختاره واکداران و او همداسي نورې ستونځي زیاتي وي چې یو څه تفصیل یې ما د کورنیو چارو وزارت د یاداشتونو په کتاب کې چې د کورنیو چارو وزارت: لاسته راوړنې اوخنډونه نومیږي ذکر کړیدی. مونږ د ملي پولیسو اساس کیښود، په محلي ادارو کې مو کافي تغیر راوسته خو عمده ستونځه دا وه چې جناب کرزي همیشه زمونږ کارونه د سوال لاندې راوستل چې یوه عمده بیلګه یې دا ده چې مونږ د ډیرو هلو ځلو په نیتجه کې څلور والیان د هرات، نیمروز، کندهار او بدخشان د دندو نه لرې کړل خو کرزي صیب هغه والیان په کابینه د وزیرانو په توګه مقرر کړل. امریکا هم د پولیسو سره د څلور کلونو نه وروسته خپله مرسته شروع کړه چې د يولیسو دا خلا جهادي قواناندانو، مافیایې او سازمانیافته جنایې کړیو ډکه کړه او ولس سره د دوی د بد چلند له امله طالبانو بیا سر رااوچت کړ او همدا سلسله تر اوسه روانه ده. مونږ ته بله چاره نه وه هماغه و چې جلالي صیب او ما په ۲۰۰۵م کال کې د کورنیو چارو د وزارت نه استعفا وکړه. که خبره خلاصه کړم، دا مهمه نه ده چې امنیتي قواوي زیاتي وي که کمي، مهمه دا ده چې د امنیتي ګواښونو کچه باید راټیټه شي. د بیلګي به توګه په جرمني کې د پنځه سوه کسو په سر یو پولیس دی اما په افغانستان کې د شلو کسو په سر یو امنیتي کس موجود دی خو بیا هم امنیت خراب دی. دا فرموله چې زیات امنيتی پوځ او یا زیاتي سلاوي به امنیت راولي، سمه نه ده ځکه خبره بیا هم د حکومتولی ښه والی او د خلکو اعتماد او همکاری ته اړتیا ده. بي د ولس د اعتماده او همکاری نه په یو ملک کې هیڅکله امنیت نشي ښه کیدلي.

بزګر: تاسو چې په مختلفو ملي او نړیوالو ادارو کې مو کار کړی، مخکې د حکومت لوړرتبه مامور هم وئ ولې اوس په حکومت کې نه یاست؟ تاسو نه غواړۍ او که له تاسو غوښتل شوی نه دي؟

شاه محمود میاخیل: زه همیشه د دی پلوې یم چې د حکومت سره باید سړی کار وکړي په دی شرط چې هلته کار کول موثریت ولري. تر اوسه که څه هم یو څو مشخصي دندې ماته ویل شویدي خو ترکومه حده چې ما فکر کړې په موجوده دنده کې زما موثریت زیات دی چې خپلو خلکو ته کار وکړم. هدف باید دا وي چې یو کس څومره ښه کار چیرته کولی شي که په حکومت کې څوک موثره کار کولی شي، په حکومت کې دنده مهمه ده او که په حکومت کې څوک موثره نه وي، نو بهر د حکومته باید کار وکړي. هدف باید چوکۍ او مقام نه وي بلکې هدف باید خدمت وي.

بزګر: تاسو هم د یو محروم ولایت څخه یاست که د هېواد د نورو سیمو سره په مقایسه وویل شي ولې د دغه ولایت رسیدلی او پوه قشر ته د نورو سیمو په څیر په حکومت کې ونډه نه ورکړل شوې؟

شاه محمود میاخیل: د افغانستان ډیرې نورې سیمي د کونړ نه هم محرومه دي. په هره سیمه کې یو څو کسه ډیر چاغ شویدي اما اکثریت ولس د ستونځو سره مخامخ دی. که حکومتولۍ ښه شي نو پخپله ټولینز عدالت د افغانستان په ټولو سیمو کې تامین کیدلې شي.

بزګر: کونړ چې یو وروسته پاتې، سرحدی او د مکار دښمن سره د جګړې مرکز دی او تل د پنجاب د راکټونو په اور لمبه کیږي خو د دې ټولو سره سره د مرکز له خوا ورته لازمه توجه نه کیږي ستونزه چیرته ده؟ په کونړیانو، حکومت او که په قانون کې، او اصلی لامل به یې ستاسو په نطر څه وي؟ د دې پوښتنې نه مقصد یوازې د کونړ او نورو محرومو ولایتونو او سیمو یادول او توجه ورته اړول دي.

شاه محمود میاخیل: د خدای فضل دی چې د کونړ د خلکو او محلي پولیسو په مرسته، د کونړ ولایت نن سبا د افغانستان د ډیرو سیمو نه ښه دي. لکه څنګه چې د مخکنې سوال په ځواب کې وویل ټولنیز عدالت هغه وخت ښه تامیندلی شي چې په یوې ټولنه کې حکومتولۍ ښه وي. حکومتولۍ د تصمیم نیولو، مشارکت او احتساب پروسي ته وایې چې ولس باید په تصمیم نیولو په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه برخه ولري او هم احتساب باید موجود وي ترڅو قانون په مساوی او عادلانه توګه عملي شي. زما په اند په ونډونو او سهیمي نظام ښه کیدلې نشي. د پاکستان سره ستونځه د افغانستان عمومي ستونځه ده او افغانستان باید د دغه ستونځی لپاره سم سیاسي حل ولټوي. د ګاونډیو هیوادونو سره مونږ چاره نه لرو چې باید ښه روابط ولرو په دی شرط چې د یو بل مشروع غوښتونکي په نظر کې ونیول شي او غیر مشروع غوښتنې باید ونه منل شي.

بزګر: د دعوت خپرونه خپله ۲۹مه خپرنیزه کلیزه لمانځي خوښ به شو چې تاسوچې ډیر وخت په رسنیو کې کار کړی خبل نظرراته د دعوت په اړه څرګند کړئ.

شاه محمود میاخیل: تاسي ته د دعوت د خپرونې دا اوږد سفر چې نه ویشت کلونه یې ونیول، د زړه له کومي مبارکي وایم. دا اسانه کار نه دی چې یو څوک دی خپرونه دومره کلونه وچلوي دا واقعاً یو تعهد او مینه د خپل وطن او خلکو سره غواړي. زه د دعوت خپرونه د ډیرو زیاتو کلونو نه تعقیبوم او کله کله مې تاسي ته مضمون هم لیکلی دی. پخوا د دی خپرونې چلول چې نه انترنیت و او نه دومره امکانات خو د دی ترڅنګ تاسي دی نیک کار ته دوام ورکړ او فکر کوم چې هغه وخت په اروپا کې دا دویمه خپرونه وه چې افغانانو ترې د نړۍ په نورو هیوادونو کې ګټه اخستله. تاسي بیا هم هڅه وکړه چې د انترنیت او سوشل میډیا د رامنځته کیدو سره، د دی خپرونۍ شکل ته تغیر ورکړ او د نوی شرایطو سره مو دی خپرونې ته دوام ورکړ او اوس هم دعوت خپل مینه وال لري. تاسي د دی ستر بریا اجر د الله تعالی د درباره غواړم او امید دی چې خپل همدی هوډ او کلک تعهد ته دوام ورکړي او په دی لاره تاسي د الله تعالی د درباره لا زیات توفیق غواړم.

 

Categories: مرکې