د محسن داوړ ژوند او ستر ارمان! / ولي الله ملکزی

د ۱۹۸۴ کال د نومبر په ۲۵مه، د شمالي وزیرستان د میرانشاه د درپه خیلو په کلي کې یو ماشوم وزیږید چې مور او پلار یی د دوو سترو امامانو، حسن او حسین (رض) د نومونو څخه د الهام او تبرک پخاطر، پخپل زوی د محسن نوم کیښود.

څرنګه چې د محسن داوړ پلار، جاوید اقبال‌ د بریښنا انجنیر او د سوات په ښاروالۍ کې دنده درلوده نو خپل ماشوم یې همدلته په ابتدائیه ښوونځي کې شامل کړ. څلور کاله وروسته کوهاټ ته کډه او ترهغې هلته تم شو تر څو دا مشر زوی یی له لیسې څخه فارغ او بیا د مردان په کالج کې داخل کړي. محسن داوړ خپل عالي تحصیلات د ګومل پوهنتون د حقوقو په پوهنځي کې پیل او دوه کاله وروسته یی د مدني قانون په برخه کې د لیسانس او وکالت شهادتنامه ترلاسه کړه. خو پدی یی بسیا ونکړه، بلکې له ځنډ پرته یی د همدی پوهنتون د تجارت او ادارې په ډیپارټمنټ کې خپل علمي‌ سفر جاري‌ وساته او په ۲۰۰۷ کال کې یی د ماسترۍ دوره په کامیابۍ سره بشپړ کړه.

محسن لا تنکی ځلمی وو چې تخنونکي احساس او لالهندې جذبې یی په سټیج دریدل ورزده کړل. ‌د عوامي نشنل ګوند د ځوانانو د څانګې د مشر په توګه یی (حق اخیستل کیږي، نه چې غوښتل کیږي او د مرده باد او زنده باد) د شعارونو په بدرګې سره د سیاست په دنیا کې قدم کیښود. موده لا تیره نه وه چې د خپل ګوند په چوکاټ کې یی د ۲۰۱۳ کال پارلماني ټولټاکنو لپاره غورځې پرځې پیل کړې، خوچندان بریالۍ ونه ختې. ولی یوځل بیا یی د خپلواک نوماند په توګه، د تیر جولای د میاشتې په عامو انتخاباتو کې د میرانشاه له قبائلي سیمې څخه د ۴۸ تنو نورو کاندیدانو سره سیالي وکړه چې په غوڅ اکثریت سره یی انتخابات وګټل او د فدرالي پارلمان غړی شو.

ښاغلی محسن دوه اونۍ وړاندی، د کلتوري همغږۍ او تبادلې د پروګرام په ترڅ کې، د امریکا د بهرینو چارو د وزارت په بلنه د اوو قبائلي ایجنسیو د سیاسي فعالینو او ځوانانو د لس کسیز هیئت سره مل،‌ لمړی واشنګټن او بیا دلته د کالیفورنیا د سان فرانسیسکو ښار ته راغی. د هغوئ د رسمي‌ کتنو اوغونډو په پای کې ما ته یو فرصت پيدا شو چې د ترکۍ قهوې په میز له دوئ سره د یوې ګړۍ لپاره د زړه خواله او بنډار وکړم. د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ام)‌ د جوړښت، د روانو حالاتو په اړه د هغه د انګیرینې،‌ د ډیورند د لیکې په دواړو غاړو کې د څلورو لسیزو د اوږدې جګړې د لاملونو او د هغه د خپل ژوند د ټولو نه د ستر ارمان په هکله یوه مرکه تر سره او ستاسو قدرمنو لوستونکو په چوپړ کې کیږدم:

 

 د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ام) دا نوم مو کله او څرنګه خوښ کړ؟

له ۲۰۱۴ کال راهیسی،‌ منظور پښتین،‌ علي وزیر او ما پخپله،  د قبائلي سیمو د محرومو خلکو د حقوقو د ترلاسه کولو او د هغوئ  د روا غوښتنو د ملاتړ پخاطر، مونږ جلا جلا ډلې او ناستې پاستې درلودې. خو کله چې د روان کال د جنورۍ په ۲۶ مه، ‌ په کراچۍ کې د نقیب الله محسود د وژنې پیښه رامنځته شوه، نو مونږ دری واړو د نورو همفکره ځوانانو سره یوځای، په اسلام آباد او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې سترې غونډې او مظاهرې وکړې. د فبرورۍ په میاشت کې مونږ په صوابۍ کې یوه لویه غونډه درلوده، د دغې کامیابې جلسې په آخره کې د هغه ځای یو سپين ږیری کاکا ځمونږ خوا ته راغی او وړاندیز یی وکړ چې تاسو ټول باید د بیلا بیلو ډلګیو او ګروپونو په ځای د یوې جنډې،‌ یو شعار او یوې متحدې جذبې لاندی کار وکړئ او دی غورځنګ ته نوی نوم او یوه تګلاره غوره کړئ.‌ د دغه مشر دا مشوره په مونږ ښه ولګیده، نو مونږ دا خورې ورې هڅې د یو چتر لاندې را ټولې او نوم مو ورله،  د پښتون تحفظ مومنټ  کیښود.

 

آیا تاسو لدی نظر سره موافق یاست چې ستاسو غورځنګ یو خود جوشه حرکت او یواځی د احساساتي ځوانانو یو خوځښت دی چې ګرمي یی ورو ورو په کمیدو ده؟

نه جې دا بلکل صحیح نده، ځمونږ غورځنګ یو ملي حرکت دی، دا د وخت غوښتنه او د انصاف پخاطر یوه کړیکه ده. کله چې مونږ په اسلام آباد کې یو اوږد پرلت ترسره کړ،‌ نو ټولې نړۍ ولیدل چې هلته یواځې ځوانان نه وو، بلکې ښځې،‌ ماشومان،‌ سپین ږيري، د ځینو سیاسي ګوندونو مشران او حتی د نورو صوبو سیاسي فعالین او ژورنالستان هم په هغو یخو شپو کې ځمونږ په څنګ ولاړ وو. ځمونږ کاروان په مخه روان دی، لوړې ژورې، یخني او ګرمي د ولسي‌غورځنګونو له تقدیر سره تړلی وي خو دا تم کیدونکی ندی.

 

داسی ګونګسې دي چې تا د غورځنګ له مشر، منظور پښتین څخه خپله لار جلا او د هغه له مشورې پرته پارلمان ته تللې یی؟

زه نن هم منظور پښتین خپل مشر ګڼم او په ټاکنو کې ګډون او پارلمان ته د تګ تصمیم ما د پي، ټي،‌ ام له جوړیدو څخه ډیر پخوا نیولی وو. زه چې هر چیرې یم، ناره او مطالبه به می هماغه وي کومه چې پخوا وه.

 

آیا تاسو خپل غورځنګ د سیاسي ګوند په نوم راجستر کړی او په لیکلې بڼه کومه اساسنامه یا مرامنامه لرئ؟

نه، ځمونږ غورځنګ تراوسه له کوم رسمي جهت سره د سیاسي ګوند په نوم ندی ثبت شوی او تر دی دمه لیکلې اساسنامه هم نلري، خو پریکړې مو په ډله ایزې او مشورتي بڼه کیږي.

 

ستاسو د غورځنګ ځانګړتیا په څه کې ده؟

زه فکر کوم تر ټولو غټ خصوصیت یی همدا دی چې دا خوځښت په مطلق ډول یو سوله ایز او ولسي حرکت دی. ځمونږ مبارزه  د رڼا پخاطر ده او د ترږمیو په وړاندی را پاڅیدلي یو. دلته د انتقام، وینې او ټوپک خبره هیڅ مطرح نده. مونږ د حق غوښتنې ناره پورته کړې کومه چې د ټول قام او سیمې مطالبه ده.

 

نژدی څلور لسیزې کیږي چې د جنګ لمبې د همدې خاورې له تنوره پورته کیږي او د دریدو څرک یی نه لګي،څه فکر کوې چې لامل به یی څه وي؟

بنیادي لامل یی ددی خاورې جغرافیه او طبیعي موقعیت دی. بله وجه یی له دین سره ددی ځای د خلکو ژور تړون او عقیدت دی. دریم  دلیل یی ددی ځای د خلکو فقر او څلورم علت یی د تعلیم کمښت دی. نو ځکه خو په ډیرې آسانۍ سره د دوئ له ښه باور څخه بده ګټه اخیستل کیږي او همیشه د وسیلې په توګه کارول کیږي.

 

پدی سیمه کې ځینې داسی پاخه ګوندونه شتون لري چې تل یی د قوم او ژبې سیاست پرمخ وړی دی، خو داسی بریښي کوم مزل چې تاسو پدی کال دوو کې وواهه ډیر ګړندی او ویښوونکی وو،راز یی په څه کې دی؟

اصل خبره داده چې دلته یوه تشه موجوده وه او د وخت په تیریدو سره د ولس تنده مخ په زیاتیدو شوه. بس مونږ یوه چغه وکړه، خلکو  ورته لبیک وویلو او خبره په دومره چټکۍ سره د هرچا غوږ ته ورسیده چې د ویرې او ترهې ټول سرحدونه یی مات او تالا ترغۍ کړل.

 

د شهرت په کومه پوړۍ چې ته نن ولاړ یی،آیا کله دی هم داسې انګیرله چې یوه ورځ به دی ځای ته رسیږې؟

هیڅکله نه. دا هغه څه دي چې ځما په تصورکې هم نه راتلل، دا ځما د ولس بی بریده مینه او پیرزونه ده، ځکه چې له اخلاصه څه خلاص ندي. بس دا حالات دي چې د انسان تربیه او پالنه کوي او لیدلوري ته یی جهت او شاخص وربښي.

 

 ستا د ژوند تر ټولو بد خبر چې ته یی هیڅکله هم نشی هیرولی او تا همیشه ځوروي؟

د هربیګناه انسان وژل او ربړول ما ځوروي،‌ خو په پيښور کې د لس ګونو بیګناه شاګردانو مظلومانه قتلان او له محاکمې پرته د افغانستان د پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله په دار ځړول، هغه خبرونه دي چې هیڅکله یی نشم هیرولی.

 

تر ټولو ښه او په زړه پوری خاطره دی کومه ده؟

منم چې زمونږ په وړاندی یو اوږد مزل پروت دی خو منزل را ته لری نه ښکاري. سره ددی چې زه خپل ځان د قوم پوروړی ګڼم،‌ خو د خپل ولس بالخصوص د ځوانانو په سترګو کې چې نن د بیدارۍ او جرئت کومه څپه ګورم، دا ځما د ژوند تر ټولو ښه خاطره او لاسته راوړنه ده.

 

یو څو اونۍ وروسته به ته ۳۴ کلن شی خو لا دی واده ندی کړی،کومه خاصه وجه؟

واده کول او د کور ودانول نه یواځی دا چې یوه فطري غوښتنه ده بلکې دا ځما د مور پلار خواهش هم دی. خو د ولس سره بی کچه مینه،‌ د مبارزې تودې سړې او سیاسي مصروفیتونه ددی لامل شوي چې تر اوسه می واده ندی کړی،‌ خو داسی هم نده چې ګوندی زه به هیڅکله واده نه کوم.

 

د وروستۍ پوښتنې په عنوان،د ژوند ستر ارمان او هیله مو څه ده؟

زما د ژوند غټ مقصد او همیشنی ارمان دادی چې د ډیورند د دواړو غاړو ځوانان او پیغلې، د راروانو پنځو پیړیو لپاره د ټوپک شپیلۍ غلې او پڅې او د قلم نوکې تیرې کړي. لکه د نورو مهذبو او پرمختللو ولسونو په څیر یی نسلونه په سوله کې لوی شي او د ژوند له رنګینیو څخه خوندونه واخلي. ماشومان یی له یرې او ترهې پرته ښوونځیو ته ولاړشي او په بکسو کې د بمونو او باروتو په ځای قلمونه او کتابچې په شا کړي. ضمیرونه یی ويښ او د شعور مورچې جوړې کړي.  کنه نو ددی سیمې دا پراخه پرګنې به تل همداسی ځپلې،‌ همیشه محرومې او ټول عمر محکومې وي.

Categories: پښتون خوځښت,مرکې,مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي

Tags: ,

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.