ولسمشر بېګا وویل:

– کله چې د کابل پوهنتون رئیس وم. د استادانو او محصلینو ټولو غوښتنه وه چې کابل پوهنتون دېوال نلري. ما د پوهنتون دېوال په لومړیو څلور میاشتو کې جوړ کړ. خلکو مې دا کار مسخره کړ. ویل به یې له پوهنتونه یې ګوانتانو جوړه کړه. زما ډېر کارونه شاید مسخره شي. خو زه باوري یم، یو وخت به دعا را ته کوئ.

– په تېرو لسو ورځو کې مې له ۳۰۰۰ هېوادوالو سره لیدلي. ډېر ژر به په یوه دوه زره کسیزه غونډه کې د کابل او ټول هېواد لپاره امنیتي پلان اعلان کړم. چې د ملي اجماع په ملاتړ یې عملي هم کړو.

-ژمنه کوم چې د کابل ښار ټول بند سرکونه به خلاصوم.

– دافغانستان راتلونکی روښانه دی. مونږ له خیالي او بې بنسټه اقتصاده د بنسټیز اقتصاد خوا ته روان یو. اقتصادي وده مو درې اعشاریه شپږ اټکل شوې.

-د منځنۍ اسیا هېوادونو ټولو مشرانو را ته ویل. زمونږ پرمختګ د افغانستان پورې تړلی. سترګې مو تاسې ته دي.

-د تورخم دروازه تر میاشت ډېره بنده وه. په مونږ یې ۱% اغېز هم ونکړ. دا زمونږ د اقتصادي خپلواکۍ او ښېرازۍ ثبوت دی.

– دوه کاله مخکې د نظام د بقا سوال مطرح و. ټولو د سقوط نارې وهلې. ایا چا دا ویل چې ملي ځواکونه به هېواد وساتي؟ در په یاد کړئ، د ګردي مېزونو خبرې مو.

-نړۍ له افغانستان څخه د تېښتې په حال کې وه. ایا چا دا اټکل کولی شو چې مونږ به له وارسا کنفرانسه ۱۵ ملیارده ډالر راوړو؟

– په شاوخوا هېوادونو کې یو هېواد را وښایاست چې په تېرو درې کالو کې یې درې ملیارده ډالر مرسته جلب کړې وي، مونږ ۱۵ ملیارده تر لاسه کړل. دښمن دا نشي زغملی.

-په ما تور دی چې ارګ ملیت پاله دی. لس تنه را وښایاست چې زما په څېر پښتو ووایي، لکه زه چې د دوی په څېر دري وایم. ارګ د خدمت ځای دی. د دسیسو ځای نه دی.

-په دوه کاله کې مې اداره ځوانه کړه او تر ټولو ډېر ځوانان مې و ګمارل.

-زه پایداره سولې ته ژمن یم. د سولې لپاره مې خپله ټوله سرمایه د پاکستان په مېز کېښوده. خو پاکستان اخلاص ونکړ.

-غواړم د امنیتي، اقتصادي او سیاسي انتقال ترڅنګ فرهنګي انتقال ته هم زمینه مساعده شي. ما ته داسې اداره په میراث پاتې ده چې د خدمت فرهنګ پکې نه و. د زور، امتیاز او فساد فرهنګ حاکم دی. دا ټول به د خدمت او وطندوستۍ په فرهنګ بدلوم.

-ملي یووالی مو تر برید لاندې دی. ملي یووالی و ساتئ. خلک مه ناامیده کوئ.

-دا د افغانستان جګړه نه ده، بلکې پر افغانستان جګړه ده.

-چین سره مو د نوري فایبر تړون وکړ او د واخان د لارې وصلېږو. دا کوچنۍ لاسته راوړنه نه ده.

-د حکومت په راس کې زه یم. خو تصمیمونه په یواځې سر نه نیسم. بلکې عالي شوراګانې مې ایجاد کړي. تصمیم هغوی نیسي.

-دا خبره غلطه چې زما په حکومت کې یو قوم حاکم دی. را ځئ له سفارتونو نیولې، تر قونسلګریو، وزارتونو او خپلواکو ارګانونو. حساب وکړئ چې څوک په واک کې دي. تعادل باید مراعت شي. او د هیچا حق تلف نشي.

-بدبختانه مونږ د افغانستان یو ریښتینی خادم د کافر په تور له وطنه فرار کړ. هغه سړي چې مونږ ته یې استقلال را بښلی او بنیادي خدمتونه یې کړي و. دا بیا نشي تکرارېدی.

-که څوک غواړي که نه، د غازي امان الله خان ناتمام فصل به تکمیلوو.
-تاسې ته یواځې د کابل د چاودنې چارشنبه توره ورځ وه. په ما هره ورځ توره ورځ وي چې د شهیدو او ټپي سرتېرو ارقام ترلاسه کوم.

نجیب ننګیال

0