قدس شريف کلونه وړاندې د اسرايلو لاس کې وو/ قاضی باران

پرته له احساساتو څخه.
قدس شريف کلونه وړاندې د اسرايلو لاس کې وو او نن ورځ يې هم لاس کې دی.
نه د ټرمپ وينا نوې وه او نه د تعجب وړ وه او نه به زمونږ په تشو ويناوو مسجد اقصى بيرته ترلاسه شي.
فلسطين ته د يهودو رسمي ورتګ لار وروستي خليفه دوهم عبدالحميد خلاصه کړه، ورپسې د عربو شريف حسين هاشمي چې د اردن د حاکم ستر نيکه وو او ورپسې عبدالعزيز آل سعود چې د سعودي اوسني پاچا سلمان پلار وو يهودو ته رسميت سره تسليم کړو او د دې ستر خيانت اسناد يې هرڅوک کتلاى شي.
سمه ده چې په درې واړو اسلامي مقدساتو مونږ افغانان د مسلمان په توګه کړيږو خو نه مو له مقدساتو سره خيانت کړاى نه مو يهودو ته تسليم کړي او نه مو اوسمهال څه ترلاسه کېږي پرته له دعا او ښېرا څخه.
د مقدساتو د ازادۍ لومړى ګام د خپل هيوادونو له ودانولو څخه پيل کېږي.
کله مو چې د خپلو وينو تقديس وپېژاند د مقدساتو تقديس او د ازادۍ لار به هم هغه مهال وپېژنو او دا مو که حال وي نو له مقدساتو سره زمونږ خيانت هم له خاينانو څخه کم نه دی.
والله المستعان ولا حول ولا قوة الا بالله العلي العظيم

Categories: له فیسبوک څخه