د غني او عطا قیصه چې څومره اوږدیږي همغومره د دولت مشروعیت او حاکمیت تر پوښتنې لاندې راځي

یو خو دا د دولتي مامورینو سیاسي ناندرۍ هیڅ خوند نه راکوي ځکه د آمر او مادون تر مینځ یې توپير ورک کړی. د غني او عطا قیصه چې څومره اوږدیږي همغومره د دولت مشروعیت او حاکمیت تر پوښتنې لاندې راځي. په زور دې یې لرې کړي. که زور یې نه رسیږي نو بیرته دې یې والي کړي او لکه کرزي دې ورسره په ډار کې وخت تیروي.
د مچیو ځالې ته اول لاس مه وروړئ. بیا چې لاس وروړئ نو یو څه تاوان ومنئ، له بیخه یې وباسئ او لرې یې وغورځوئ. په دولت کې چې قاطعیت نه وي هر بدماش ښکر کوي او ځان تر دولته لوړ ګڼي. په داسې ګډوډ حالت کې امنیتي ځواکونه په کوم زړه له دښمن سره جګړه وکړي.

اجمل ستانکزی

Categories: له فیسبوک څخه