دا پوښتنه هيچا مطرح نکړه او د دې پوښتنې ځواب هيچا و نه وايه/ نجیب ننګیال

فکر مې کاوه چې د کابل د پروسې وروسته به حکومت خپله ټوله تبليغاتي دستګاه په دې بوخته کړې وي چې هغه دی مونږ خو د سولې لپاره ملي طرحه وړاندې کړه. داسې طرحه چې د زرګونو ديني علماو، ځوانانو، ښځو، سياستوالو، قومي مشرانو، تحليلګرانو، ژورناليستانو، ليکوالانو او حتا خپله د طالبانو غوښتنې او نظريات پکې منل شوي او نړېوالې ټولنې او ټول ملت ته ابلاغ شوه.
دا وړه خبره نه وه. په تېرو ۱۷ کالو کې دا بې سابقې جرات او قېمار و چې حکومت وواهه. داسې چې حتا د طالبانو او پاکستان غوښتنې يې هم پکې ځای په ځای کړې تر څو سوله راشي. د جګړې د دوام لپاره بهانې ختمې شي. دا شکونه، تهمتونه او الزامونه هم له منځه ولاړ شي چې کابل مېشتو، قطر مېشتو او اروپا مېشتو طالبانو به ويل حکومت د سولې لپاره برنامه نلري. حکومت د جګړې درولو لپاره اراده نلري او حتا د سولې عالي شوار د منحل کولو غوښتنه يې کوله. د دې ټولو بازار يې ور سوړ کړ. د ولسمشر غني لخوا د سولې د ملي طرحې وړاندې کولو له طالبانو د جګړې د دوام لپاره ټولې بهانې واخيستې او دا جګړه يې د علماو او د ملت د ټولو اقشارو په ملي اجماع بې مشروعيته کړه. دومره نرمښت او انعطاف چې د درې نيم لک امنيتي ځواکونو اعلی سرقومندان د شل زره تيت و پرک، بې رهبرۍ، په يو درځن ډلو وېشل شويو او د زرګونو علماو لخوا مردود شوو طالبانو په وړاندې وښودل شو، شايد و بايد که بل څوک د دومره نرمۍ څرګندونه وکړي.
دا نهايت د تاسف ځای دی چې حکومت روان وضعيت په تبليِغاتي لحاظ هغسې چې پکار و کېش نکړای شو. کنه اخلاقا طالبانو ته نور د جګړې لپاره هيڅ دليل نه پاتې کېږي. او بايد د سولې ملي طرحه دومره ډېره ابلاغ شوې وای چې د هر وګړي په خوله دا پوښتنه وای، نو طالبان څه غواړي؟ غوښتنې خو يې ټولې ومنل شوې. اخر کوم شرعي، سياسي او اخلاقي دليل د سولې د مذاکراتو د پيل لپاره مانع واقع شوی دی؟ دا پوښتنه هيچا مطرح نکړه او د دې پوښتنې ځواب هيچا و نه وايه. 

Categories: له فیسبوک څخه