بله وبا

عبدالوکیل سوله مل

0 57

مولوي ګل اغا قران شریف بیرته په پوښ کې ونغاړه ، ښکل ېې کړ، وروسته ېې په خونه کې په جوړه تا خچه کې کیښود. له جیبه ېې تسبې راوکښلې ، وروبلې د ناستي لويي خونې ته راغی . .

 د تسپو په ذکر بوخت شو.دوهمې ځوانې میرمن ېې تا به ویل یوازې په کوټه کې نا سته ده،دمیړه په راننوتلو هیڅ ونه پوهیده ، په برسرکې په لوی میز ایښی ریمونت کنترول ېې راواخیست . دچالان بټن ېې ووهله ،

ټلویزیون په لوړ غږ چالان شو ، ملالکه ویده چې وی ، جټکه وخوړه ، سترګې ېې تلویزیون او بیا ښځې ته ونیوې ، تندی ېې ګونځې شو. په قهرېې وویل :

ـ نه ګورې چې همدا اوس مې تلاوت وکړ،

ښځې ېې د ویرې بیرته ټلویزیون مړکړ. لکه لویه تیروتنه چې ترې سرووهي ، سترګې ېې ځوړندې ونیوې ، ملابیا بړچ وهل، وېې ګواښله :

ـ که داسې ددې لعنتي په شوق کې شپه او ورځ ډوبیږې ، ورورته دې وایم چې بیرته ېې کورته یوسي.

داخبره نه وه سم ډزو چې په ښځې وشو، سترګې ېې ټیغې ونیوې ، بړوسه شوه ، په قهر له ځا یه راپورته شوه ، ملاته ېې مخ ورواړاوه :

ـ چې په ده پسې  مې ورورراغواړې ، ورته ووایه چې ما هم له ځانه سره دپلار کور ته بوځي .

ملاهم د ښځې هومره ببرشو :

ـ چې داسې ده ،همدلته ېې دړې وړې کوم . ما دې خنځیر ورورته وویل چې په دې منکراتو دې خور

مه اموخته کوه ، زه ملا سړی یم ،دا مقتدیان به مې څه وایی؟

میرمن ېې په لوړ غږ په پیغور ورغبرګه کړه:

ـ ځه نر شه اول د خپلې لورما ت کړه . کله دې دا نصیحت لور او زوم ته هم کړی دی؟

ملا لکه له میرمن چې وبیریږی او یا بې ځوابه او په خبره کې بندشي ،ورو له قهره ولوید، سترګې ېې تلویزیون ته ونیوې ، بیرته ېې میرمن ته مخ ورواړاوه .

ـ ګوره ښځې زه اوس د تلویزیون خلاف نه یم ، خو په ټلویزیون ډیرروږدوالی هم ددین زیان دی او هم ددنیا .

30 میرمن هم ارامه شوه خو لکه د میړه خبره چې ېې هیڅ اوریدلي نه وي ،ده ته او بیا په لاس کړې ګړۍ ته وکتل ،  :

ـ اته بجې دي ، د خبرونو وخت و،ځکه مې چالان کړ. .

ملا وخندل ، لکه ښځه چې ېې چل کوي :

ـ بس دخبرونوپه پلمه ېې چالانوې بیا ګرده شپه ورته نا سته ېې .

ښځې په مکیزمخ ورواړاوه :

ـ نو دا پام په څه غلط کړو ، د ا غمونه به څنګه هیرو، چې له موره زیږدلې یم همدا جګړه ده ، نن دا مړ سبا هغه مړ.

د ملا تندی ګونځې شو. سترګې ېې برګې ونیوې :

ـ ولې ددې پر ځای  په عبادت وخت نه اړوې ؟

ښځې په دیوال کې راځوړندې مصلې ته لاس ونیو:

ـ کوم لمونځ رانه قضا شوی دی. په لمانځه برسیره مې یوه ورځ څلور رکعته نفل هم نه دي پریښي . عبادت نور څنګه وي؟

ـ ولې د قران حفظ نه کوې ؟

دمیرمن په تندي کې ېې بیرته ګونځې جوړې شوې ،سترګې ېې تر ډیره رډې ورونیوې . ملاله ځایه راپورته شو:

ـ ولې ؟ بیا درباندې اور ولګید ؟

ـ ښځې اوږې پورته ونیوې خو وېې خندل :

ـ ته لکه چې غواړې له ما قارۍ جوړه کړې چې ختمونو ته یو ځای درسره لاړه شم که څنګه ؟

مولوی لکه بې ځوابه چې شي او یا د نورو خبرو او نصیحت حوصله له لاسه ورکړي ، په قهر وویل:

ـ بس بس ، کفر مه غږوه ، ځه چالان ېې کړه چې خبرونه رانه تیر نشي

ښځې بیرته ریمونت کنترول راوخیست ، د چالان بټن ېې بیرته کیښکوده . ټلویزیون پړک وهل ، دخبرونونیما یی برخه تیره وه ، د تلویزیون په پرده د لوېې غونډې راپور خپریده . خلک په یوه لوی

هال کې راغونډوو، په غونډه کې ناست کسان که څه هم یو له بله لیرې ناست وو او تر منځ ېې پوره واټن ووـ خوبیا هم  ګردو د حجاب لرونکو میرمنو غوندې ماسکونه اغوستي وو. دمولوی چې سترګې څنګه د خلکو په ما سکونو ولګیدې ، دواړه لاسونه ېې تلویزیون ته ونیول . میرمن ته ېې مخ ورواړوه:

ـ دخدای غضب خو وینې ؟ چې څنګه ېې د خروغوندې کوري ورواچول.

میرمن ېې خوله وازه ونیوه ، هکه پکه شوه ، مولوی بیا تلویزیون ته سترګې ونیوې

ـ دا کڅوړې ټول د خدای غضب دی

دمیرمن له خولې ېې نا ببره ووتل :

ـ څنګه ؟

، دا د ږیرود خریلو عذاب دی ، او بل پوهیږې ولې ؟

میرمن چې دده خبرو ته سودا وړې وه سروخزاوه :

ـ نه ولې ؟

ـ هما غسې چې نارینه د ښځو په سینګار راپاریږی ، داشان ددوی چټې ږیرې ستا سو دشهوت رنګونه تخڼوي . تاسو که په سلو حجابو کې هم پټې شئ بیا به هم دومره لار ته نه ګورئ لکه څومره چې دې ږیرکلو نارینوو ته

ښځه وشرمیده ، په سترګوېې لاس کیښود، مولوی مخ ورواړاوه :

ـ ولې شرمیږې ؟داسې نه ده ؟

ښځه غلې شوه ، فکر کې لاړه چې څه ځواب ورکړي ، نا ببره ېې وویل :

ـ زه وایم خدای به زموږ زړونو ته کتلی وی

ـ هغه څنګه؟

ـ هغه داسې چې نارینه هم وپوهوی چې په حجاب او څادري کې څومره د ښځو په زړه بوج راځي .

 ملاشونډه په خوله کې ونیوه ، سرېې لاړ او راغی .

ـ تا سې ښځې څومره ځان مظلومې ګڼئ ؟ ته وا ددنیا ټول ظلم په تاسې روان دی.

میرمن ېې وخندل :

ـ نوته دې کې شک لرې ؟

بیا ېې خبره واړوله :

ـ نوته واېې چې دا مرض به نو تر قیا مت پورې وي چې نارینه به دا پردې په مخ راځړوي؟

ملا اوږې پورته ونیوې ،:

ـ ترهغې چې دا بې لارې شوی مخلوق لار ته راځي ، ترهغې به دا وبا هم ګډه وي .

ښځه بیرته د تلویزیون په ننداره شوه ، ملا هم غلی شو ، تلویزیون کې لا هم خبری سرویس روان وو.بیا بله حکومتي نا سته راڅرګنده شوه ، یوه تن چې د یو لوی میز سرته ناست وو او د غونډې مشري ېې کوله ، د تورې ټوټې پرځای داسې ښیښی ما سک اغوستی وو، چې تر لاندې ېې ټول مخ ښکاریده. میرمن ېې خاوند ته مخ ورواړوه :

ـ نودې کې څه وایی ؟ دده خو هر څه له ورایه ښکاري ؟

ـ غم مه کوه خدای به دا ځل داسې وبا راولی چې په مخ به شیشه او پطری هم ذهر وګرځوي.

 میرمن ګوته په غاښ پا تې شوه :

ـ ته وا ږیره کلول دومره لویه ګنا ه ده ؟ نوږیره پریښودل څه سنت نه ده ؟

ـ سنت ده، خو په سنت ملنډې وهل کبیره ګنا ه ده ، ته نه وینې چې دا ذلیل خلک څه کوي ؟یو کال ېې اوږده پریږدي ، بل کال یی چټه کله کړي .

په میرمن ېې خبرو اغیز وکړ،فکرکې لاړه ، نه پوهیده څه ووايي او څنګه روان بحث ودروي ؟نا ببره ېې له خولې ووتل :

ـ خدای دې ورته د نیکۍ هدایت وکړي .

ملا ورسره بدرګه کړه :

ـ امین یا رب العلمین ، کنه نو د وچو له غمه به لامده هم د خدای په قهر کې لولپه شي او خدای به بله وبا نازله کړي..

لندن ـ انګلستان

دمازیګر ـ ۴بجې او ۳۰دقبقې

د ۲۰۲۰میلادی کال داکتوبر ۲

Leave A Reply

Your email address will not be published.