ګناه – لنډه کيسه: ليکوال / نصيراحمد احمدي

0 428

په اوړني کې تړلې وړه نجلۍ وچونګېده، مور يې په بېړه اوړنۍ خلاص کړ، نرۍ غاړه، څلور هډوکي ډنګره کوچينۍ يې ترې را وايسته، د نجلۍ غټې، تورې سترګې بې سېکه وې.
ښځې په خواره خوله وويل:
_وه سړيه! دا نجلۍ له خولې او لمنې ده، خير دی! ډاکټر ته يې بوځه! له بېګاه راهيسې مې څو ځله پاکه کړه.
په چوتره کې غزېدلې سړي ور وکتل، د وړې نجلۍ د مخ هډوکي راوتلي ول، له خولې يې لاړې بهېدې.
سړي بېرته سر ولګاوه، ورو يې وويل:
_بلا يې نه وهي! څه بارتنګ_ مارتنګ ورکه، په خپله به ښه شي.
ښځې ماشومه ور واخيسته، کوټې ته ننوته.
اوه کلن هلک راغی، د سړي تر څنګ زړېدلی سر کېناست، په رېږدېدلي غږ يې وويل:
_ابا! يو پنځه ګون خو راکه، مکتب ته ځم، قلم نه لرم.
سړي په بېړه ور وکتل، د ماشوم زاړه بکس ته يې لاس ور واچاوه، پورته يې کړ، له ځمکې يې وويشت.
چيغه يې کړه!
_پيسې، پيسې پيسې! وه د سپي زويه! موټرې خو مې نه چلېږي، له کومه يې کم!
بېرته اوږد وغزېد.
ماشوم لړزې اخيستی و.
سړي چيغه کړه!
_له قلمه به څه زده کې! هه؟ مردار مخ دې راته نيولی دی، ورک شه!، غوا نه وينې! وږې ولاړه ده.
ماشوم لور او د وښو راوړلو څادر ور واخيست. له کوره ووت.
سړي د چيلم پر سر خانه تنباکو کېښودل، د سدرۍ له جېبه يې اورلګيت را وايست. څررررر… شو، د اورلګيت تر خلي سره لمبه راوګرځېده.
سړي خپل سږي له لوګي ډک کړل، خړې شونډې يې سره راټولې کړې، له خولې يې د لوګي ګردې سپېرې دايرې راووتې.
د انګړ له خلاصې دروازې يې د باندې وکتل، ليرې په پټي کې تراکتور ګرځېده.
سړي يوه سترګه پټه کړه، په بله سترګه يې د لوګي په حلقه کې د تراکتور موټروان راووست. په خوند يې وويل:
_چيووووووو…. ډز! اخ! تربره ! څه وخت به دې بوڅ راواړوم!
بېرته اوږد وغزېد، د راډيو ستن يې تاو کړه، سندره وه (( چې رټلی زه د هر دور قانون يم_ زما لويه ګناه دا ده چې پښتون يم…..زما لويه ګناه دا ده چې پښتون يم…..)).
له کوټې د ښځې وارخطا چيغې راغلې!
_اه! خدايه! په لورکۍ مې څه وشول. سترګې رڼې که!
سړي خپل سر خوځاوه، پر شونډو يې دوامداره سندره پرته وه:
(( ….زما لويه ګناه دا ده چې پښتون يم…زما ..)).
( پای )

Comments
Loading...