کنډواله -لنډه کېسه

فدامحمد باران

0 53
له ځایه پورته شو، چایجوس یې ور واخېست:
_دې خوا که پیاله دې!
_ نه یې څښم یاره، بیخي ډېر شو.
_ یوه پیاله اچوم.
_ نه کېږي، بس دی.

زمروت وروستی غړپ وکړ، د پیالې په څنډو یې لاس هوار کړ، بیا یې کیڼې خوا ته ایښي پتنوس کې پیاله کېښوده. د ګوړې لالبکی یې هم ور واخېست او د پتنوس خوا ته یې وڅښوه.

ذبیح د ګوړې بڅری خولې ته واچوه، بیا یې له پیالې غړپ کړ:
_ یاره چې دوولسم مې خلاص کړ، نور تر درس تېر یم، موټر اخلم او یا ملي اردو ته ځم.
زمروت وموسید، و یې ویل:
_ دوولس کاله هم غټ عمر دی، چې دومره خواري دې وکړه، څلور کاله پرې لا برسیره. کانکور ازموینه ورکړه، بریالی کېږي خو هسې، تر ننه درنه چا اول‌ نمره‌ګي نه ده وړې، ساینسي مظامینو کې هم پوهېږي، د لسانس سند واخله، بیا دې زړه ته ګوره.
_ ترې تېر یاره، څه ګټه به وکړي؟ عالم د خدای لسانسه بې‌کاره ګرځي، ډېر خو نه د دین شي نه د دونیا. د فاروق زوی هم لسانسه شو، څه ګټه یې وکړه؟
_ یاره زده کړه د ژوند لپاره وکړه، د مادیاتو لپاره نه.
_ چې پیسې وي، ژوند خپله سمیږي.
زمروت پښې وغځولې، څو شیبې یې په دیوال ځړیدلي عکس ته بیا یې د ذبیح سترګو ته وکتل:
_ خوښه دې یاره، ته په خپلو کارو تر ما ښه پوهیږې.
ذبیح له جیبه د سیګرټو کوتی را وکېښ، سیګریټ یې د مخې په غاښو کې نرم ونیوه، لایټر نه یې ټک پورته کړ، د سیګرټ سر سور وځلېد:
_ یاره زمروت لالا! له تا به یې څه پټوم، د راز او نیاز ملګری وي، خو چې پوهنتوني شوې سمانه‌ګر شوې، دریمه اونۍ شوه، چې شغله مې لېدلې نه ده، زړه بیخي پسې پرې پرې دی.
_ کومه شغله؟ د پیرک لور؟
_ هو! هماغه، ستا تره دې خدای وبښي، هر وخت به یې پیرک ته پرپړي شروع وې چې درس پرې ووایي، خو نه یې منله.
_ هو! ښه یې و نه کړل،  ورېره یې ګوره، پوهنتون یې ولوست، اوس په ښه معاش کار کوي.
_ ښه، ښه، دا خو به یې ښه عیش و عشرت جوړ وي، د کافر لور څه رقم سترګې لرلې، بیخي لکه د هوسۍ، ګردی مخ، تک سره غمبوري، نرۍ ملیه او جګ قد، د دفتر کسانو به یې خرې مزې پرې کړي وي؟
_ ګذاره یاره! دا څه وایي؟ چې دفتر ته لاړه، مانا دا نه شوه، چې هر هر څه دې کوي.
_ څه یې کوې یاره، مه پرې ټینګېږه، چې پردي نارینه سره ګوښي ښکته پورته شوه، کله پاتې کېږي.
_ خو د هغوی د شعور کچه هماغومره لوړیږي، باکرات د ژوند د راتلونکې ملګري امانت بولي، نارینه‌وو سره بیخي عادي شوي وي، پوهېږي چې باید له ځان سره څومره وفاداره و اوسي.
_ یاره تا اګر، مګر شروع کړل، شعور؟ باکرات؟ کېسه دې بیخي ګلجانۍ کړه.
زمروت وخندل. خپل لاسي ساعت ته یې وکتل:
_ ذبیح یارو! شک او تهمت ویل ګناه ده، تربور دې رووف وپوښته، پوره درې کاله کېږي، چې په خپلې ټولګیوالې مین دی، ور سره غږېږي، ګپ شف لګوي، پارکونو ته ځي. ډېر کله ګوښي کیني او پاڅېږي، په دا درو کالو کې یوه مچو پرې د قران تور ټکی کړې، چې ده به ترې اخیستې وي. زه اوس ځم. یو څه کارونه مې پاتې دي، بیا به ګپ لګوو.
ذبیح کړسندې وخندل، شپې ته د پاتې کېدو ښه کلک سات یې ورته وکړ، خو زمروت بیا بیا خپل پاتې کارونه یادول، چې باید لاړ شي. د تګ پر وخت یې ذبیح ته وویل، چې ستا د مینې شغلې کېسه هم پاتې شوه، بیا به یې بل وخت راته وایي.
په ټوله لاره د زمروت چرت خراب و، کرل ریبل یې چې د خپلو کلیوالو دا چټل او وروسته پاتې ذهنیت به یې څوک ور جوړوي. د ده مسولیت څه شی دی؟ تر کله به یې په کلیوالو دا چټل ذهنیت حاکم وي؟
کور کې هم ځمکې ځای نه ورکوه، په زړه او ذهن یې همدا اندیښنه خوره وه.
د زمروت رخصتۍ مخ په خلاصېدو وې، باید بېرته پوهنتون ته تللی وای. ټولې رخصتۍ کې ډېر وخت به یې مور سره څنګ کې تېروه او کارونو کې به یې مرسته ور سره کوله. مازدیګر به لاندې د سنګیړ پټو ته په چکر وته.
د پټي په غاړه ناست و، ونې کې ناستو مرغیو ته یې کتل، چا یې په سترګو لاسونه ور کېښودل. ده یې په لاسونو خپل لاس وواهه. و یې ویل:
_ ذبیح؟
ذبیح وخندل، څنګ کې یې کېناست. له زمروت یې د تګ پوښتنه وکړه، چې بېرته به کله پوهنتون ته ځي؟ زمروت د سبا وویل خو وې یې چې کلي پسې ډېر خپه کېږي.
د کلي په ښکلا او د کلیوالي ژوند په خوندونو غږېده، بیا یې له ذبیح د شغلې په اړه پوښتنه وکړه، چې دی هم ورته ګران دی؟ که یوازې په لاره د تېرېدو پر وخت ورته مزاحمت کوي؟
ذبیح په خندا وویل:
_ ولې زه درته دومره بدرنګ ښکارم؟
_ نه یاره، خو تا ویل چې دا ډېره موده مې لېدلې نه ده؟
_ پلار یې پرې شکي شوی، دومره پوی شوم، چې پلار یې ډېره سخته وهلې، مور یې هم بد ترې وړي، رنډۍ یې بولې، وایي چې لا اطمیناني نه یو، کنه سر به یې له تنه ور پرې کړي.
_ اه! ولې؟ دا له اوله همداسې شکي او خوشې انسان و، وړه یې په سَتر کړه، له نورو ماشومانو سره به یې لوبو ته هم نه پریښووه. ولې یې وهي؟
_ یاره خبره دې تا سره امانت وي، وروستی ځل یې چې کور ته ور واوښتم، د غواوو غوجلې کې یې وو. نه پوهېږم چې د درد به و که د خوند؟! خو په تېز غږ یې اه کړل. پلار یې لکه چې غږ واورید که څه بلا، خو چې د پښو کړپا مې یې واوریده، له کړکۍ مې را ټوپ کړ. نه د پښو په درد پوی یم او نه د خپلې تېزې منډې په اړه، چې په څو دقیقو کې مې د رحمت الله دوکان شاه ته کنډوالې ته ځان رسولی؟
 د زمروت ټنډه تروه شوه، په غوسه یې وویل، بس که! ته سړی یې؟ څه اپلتي غږوې؟
زمروت وموسېد:
_ خو تا ویل چې ورته ګران یې؟ چې نه وای په اول ځل لېدو را سره د څېړیو ونو شاه ته کېده؟
_ دا څه څه وایي؟
_ څه وایم؟  خو ریښتیا وایم یار، غره ته لرګیو پسې تګ خو یې مجبوري وه، که ښوونځي ته یې نه پرېښوده هم. هملته مې دوه ځله لاس د دې پر بدن ومښلوه، څه یې و نه ویل، ورو مې سینو ته لاس وروړ، غلې وه. مازې په یوه اشاره را سره د څیړیو شاه ته شوه.
_ چوپ که بې وجدانه! دا نو ګرانښت شو؟ که لوده‌ګي؟
_ نو ګرانښت تور وي که سپین؟
_ بس یې که بس! د وجدان په نوم څه لري؟ غیرت پیژنې؟ د دې راتلونکې په اړه دې فکر کړئ؟
_ هههه. ظالمه! ته وا ټول کلي کې هیڅ هم نه کېږي. یوازې همدا ما داسې کړي یا یوازې شغله راتلونکی لري، د کلي نورې نجونې ایېنده نه لري.
خبریږي نه که ته پخپله ځان نه خبروې؟ دا دوه میاشتې وړاندې د تنګي خوړ کې حرامونی د چا پروت و؟
زمروت له ځایه پاڅېد. پرته له خدای پاامانۍ او نور څه ویلو روان شو. غوسې نه سور ژېړ اوړېده. په ټوله لاره ځان سره بنګېده: ” محرومې یې ساتئ، دومره چې ماشومتوب ترې اخلئ، لس کلنې ته مو چادرۍ ور اغوستې وي. ښوونځي ته یې نه پرېږدئ، خو غره نه باید لرګي درته راوړي، خود به لونډان پرې سپر…. لا حول ولا .
همداسې ښه یئ، تاسو به ذلیل وی، چې د غواوو غوجلې پرې پاکوئ، کینارابونه باید را پاک او ګنده‌ګي مو تر پټیو ورسوي، خو په عزت دې دنده نه کوي، چې کفر کېږي. لویو کلاوو کې خو به یې بندې وساتئ خو چې په کېنارابو او غوجلو کې درته پرې سنډګان خیژي، څنګه کوئ؟ د اولاد روزنه به همداسې کېږي؟ وزېږوه، غټو دیوالو کې یې بندې کړه، په نه خبره ورټه او وډبوه؟”
تر کوره ځان سره ګړېده او داسې غرق روان و، ویلي به دې نه و، چې دوه بوتله یې څښلي نه دي او دریم یې په سر اړولی نه دی.
Comments
Loading...