کاغذ/ عصمت الله صالح

0 23

ځوان د کتنځي ور ټک ټک کړ، سر یې وځړېد، غوږونه یې څک شول…
ډاکټر غږ وکړ:
— راځئ، مهرباني وکړئ!
ځوان د بوډۍ مړوند په لاس کې ټینګ کړ، ښۍ اوږه یې د کتنځي پر وره تخته کړه. بوډۍ زګېروی وکړ، د کتان‌ ډوله ټکري پیڅکه یې پر سیمنټي زینو څښېده…
ډاکټر سترګې کش کړې، د فشار اله یې پر ښيښيي مېز کېښوده، پوزه یې غونجه کړه، شین قلم یې د کاغذ پر ټوټه کېښود، سړي ته یې وویل:
— ځوانه! دا د مور ده؟
ځوان د واسکټ اوښتې څنډه سمه کړه، په خرېیلو برېتو کې وموسکېد، په خوښۍ یې وویل:
— هو ډاکټر صاحب مور مې ده.
شېبه پس ډاکټر په انګریزي تورو لړلی کاغذ ځوان ته ونیو او زیاته یې کړه:
— د مور دې عصبي فشار ډېر لوړ دی، واخله په دې نسخه کې مې ورته اړین درمل لیکلي.
ځوان نسخه ور ‌واخیسته، جېب ته یې لاس کړ، په چټکۍ یې کات شوی کاغذ راوویست، لنډه سا یې وکښه، کاغذ یې مور ته یې ونیو:
— مورې، ته دا درسره ونیسه، زه دوا راوړم، په یوه شېبه کې بېرته راځم…
بوډۍ په نیم‌پټ مخ ډاکټر ته وکتل.
ډاکټر زیاته کړه:
— کومه خبره نه ده؛ خو ځوانه زر راځه چې مور دې پاذاب ده.
ځوان په خوښۍ پاڅېد او په ډېره تېزۍ له کتنځي بهر شو.
پوره نیم سات تېر شو؛ خو ځوان رانغی، هله هله- یو سات، دوه ساته، آن څلور ساعته ورځ تېره شوه؛ خو بیا هم د ځوان کوم درک ونه لګېد…
ډاکټر ورخطا و، ناڅاپه یې د ښځې په لاس کې کات کاغذ ته وکتل، بیا یې زیاته کړه:
— مورې ته دا کاغذ راکړه چې څه پکې لیکلي.
بوډۍ کاغذ په لړزانده ګوتو ډاکټر ته ونیو.

د ډاکټر پر تندي کې ګونځې زیاتې شوې، سر یې داسې ګنګس شو لکه کوم چا چې د لرګي وار پرې کړی وي، د بوډۍ نیم پټ مخ ته یې وکتل، غلي یې وویل:
— پر دې کې خو لیکل شوي؛ “مورې نوره مې نه یې پکار”!!!
ښځې وټوخل، د ټکري ګونځې پیڅکه یې خولې ته کړه، وسونګېده…
ډاکټر د بوډۍ په نیم‌پټ مخ کې د یوه دروند ویر وحشي تصویر ولید، چورت یې خراب شو، غلې یې شونډې پرانیستې:
— مورې هېڅ خبره نه ده، ځه چې کور ته ځو، زه یوه مور لرم، دویمه مور به مې ته یې…

***

قضا مازدیګر ډاکټر له یوې پردۍ بوټۍ سره د خپل کور پر دروازه ننوت…
د ماسختن اذان وشو، ډاکټر له خپلې کورنۍ سره پرانیستي دسترخوان ته ناست و؛ خو د بوډۍ غبرګې ژامې نښتې وې، له دسترخوان لرې په لوړه توشکه ځوړند سر ناسته وه…
شپه مخ پر پخېدو وه، ډاکټر له ټولې کورنۍ سره یو ځای بوډۍ ته مخامخ ناست و او له هغه یې د ستړي ژوند رښتینې، اوږده او د حیرانتیا پر کاغذ لیکلې کیسه اورېده…
بوډۍ به کله وژړل، کله به یې یوه عجیبه موسکا وکړه…

***

سپېدې وچاودې، چرګان وکړسېدل، د جومات له ممبره د حق غږ وشو، ډاکټر پاڅېد، مېرمنې ته یې وویل:
— پورته شه، هغه زما نوې مور ته د اوداسه اوبه برابرې کړه…
ښځه وخوځېده، له تناره یې تودې اوبه راواخیستې، د بوډۍ کوټې ته ننوته، پرله‌پسې یې څو چیغې پرې وکړې؛ خو د بوډۍ له بړستنې کوم آواز را ونه وت…
ښځه ټیټه شوه، د بوډۍ له مخه یې نرۍ بړستن لرې کړه. ناڅاپه یې د هغه پر وچ مخ او خلاصو سترګو سترګې خښې شوې…

Comments
Loading...