پر تن نښتى سر (لنډه کیسه)/ حیات الله ژوند

نن بیا هېندارې ته مخامخ ولاړ و. د کميس غاړه يې اوښتې وه، سمه يې کړه. د کمیس دوه پاسنۍ تڼۍ يې هم پرانیستې پاتې وې، یوه يې وتړله، بلې ته يې لاس وروړ، پرې يې ښوده، له ځان سره يې وویل: «دا همداسې ناتړلې ښه ده.»

وېښتان يې ښه شېبه مخکې ږمنځ کړي و، ږمنځ يې بیا راواخیسته، چې یو ځل بیا هم ږمنځ پرې راکش کړي؛ خو دا ځل د ږمنځ غاښونو د ده وېښتان نه شو ږمنځ کولی. چې هر څومره به يې پر وېښتانو ږمنځ ووهله؛ وېښتانو ته يې شکل نه ورکاوه.

عمراخان دا چاره بابېزه وګڼله. له ځان سره يې “لاحول” کړ او ځان يې ملامت وګاڼه، چې بې کیفیته ږمنځ يې پېرلې؛ خو دې ته يې پام نه و، چې څو شېبې وړاندې يې پر همدې ږمنځ وېښتان ږمنځ کړي هم و.  لږه شېبه په سوچونو کې ډوب و، مخ يې ښي اړخ ته واړاوه؛ خو په هېنداره کې يې دا حرکت ونه شو لیدلی، بیا يې چپ اړخ ته واړاوه، خو هېنداره همداسې بې ساه ولاړه وه. ده غوښتل خپل کجکي، غوږونه او د مخ نیم اړخ پکې وویني، چې په څه حال دي.

د ټوکر په يوې ټوټې يې هېنداره پاکه کړه؛ له ټوکره دوړه او ګرد پورته شو؛ خو هېنداره هماغسې بې ساه ولاړه وه. د ده ټول حرکات يې ښوول، یواځې کجکي، غوږونه او د مخ نیم اړخ يې نه ورښوول. ښايي د ده نور حرکتونه به یې هم نه شوی ښوولی. چې کله به ده ترې مخ واړاوه، بیا خو يې هسې هم ځان په هېنداره کې نه شوی لیدلی. هېندارې د مخ مخامخ برخه او د لاسونو او پښو حرکات جوت ورښکاره کول.

دا ټولې پېښې د خوب او ويښې تر منځ په یوه حالت کې کېږي. عمراخان له ماشومتوب راهیسې کله کله په خوب کې پاڅېده، یوه شپه نژدې سهار له کوره خوبوړی وتلی و، د خپل کلي پټیو ته چې رسېدلی و، هلته زین الدین اکا چې د دوی ګاونډی و او پټي يې خړوبول، بېرته کور ته راوستی و. د زینو اکا زړه پرې سوځېدلی او له دې وېرې چې خدا مه کړه هلک ونه وېرېږي، د خوب په حالت کې بېرته کور ته بېولی و. تر هغې راوروسته د کور ټولو غړیو د خوب پر وخت پر ده پام کاوه.

نن خو بیا په خوب کې نه دی پاڅېدلی؟ که يې سترګو ته وګورو خوبوړی برېښې؛ خو د ويښ بنیادم په شان حرکات يې سړی قانع کوي، چې خوبوړی نه دی.

عمراخان وېره نه احساسوي، د يو عادي کس په څېر لګیا دی، کوښښ کوي، چې خپل غوږونه، کجکي او د مخ نیم اړخ وویني. یوه تڼۍ چې ناتړلې یې پرېښې وه، هغه تړي، بیا وايي: «په هېندارې څه ټکه رالوېدلې، زما د مخ اړخونه ولې نه ښيي؟»

خو دی چا ته لګیا دی؟ دلته هېڅوک نشته، شاوخوا بنده زاد نه تر سرګو کېږي، شپه پخه ده، یواځې د ډنډ د چونګښو کورړا (غږونه) د شپې چوپتیا ماتوي.

عمراخان چې هر څنګه کېږي، باید د خپل مخ نیم اړخ وویني؛ خو څنګه؟ هېنداره يې ورښيي نه، پخپله يې سترګې نه وراوړي.

عمراخان په جېب کې ږمنځ کېښووه، له ګوتو يې ټکونه وباسل او ښی لاس يې تر زنې لاندې او چپ لاس يې پر سر کېښود. پر سر يې زور وکړ، سر يې له تنې جلا شو!

زما ټول بدن له وېرې په لړزا شو، ما تر اوسه د یوه انسان غړی له تنې جلا نه و لیدلی، یواځې درې کاله وړاندې چې د پوهنتون دویم کال مې و، پر یوې ښځې له شګو ډک موټر ختلی و او د بدن غوښې يې له سړک سره یو شوې وې، دې پېښې څو ورځې زما روح دومره ځپلی و، چې د ژوند رنګينۍ راباندې تور تم شوې وې.

خو عمراخان ان دغه وحشناک کار ته حیرانېږي هم نه. په لاسونو کې يې په تورو وېښتو پوښلې خپله ککرۍ او ډډ مخ اړوي رااړوي.

– اوس به مې د مخ نیم اړخ ښه وشم لیدلی!

له ځان سره يې دا خبره وکړه او د تنې سر يې په لاسونو کې خپلو سترګو ته نژدې کړ. که څه هم سترګې يې په سر کې وې او سر يې په لاس کې؛ خو بیا هم ده باید له دود سره سم په لاس کې د تنې سر خپلو سترګو ته نژدې کړی وی.

د شهادت ګوته يې پر غومبري ټینګه کړه، په غومبري کې نیمه ژوره ولاړه، خوښ شو، ځکه دی په رښتینې داسې ډډ غومبري نه لرل.

د تنې سر يې ښه په لاسونه کې واړاوه راواړوه، له سترګو يې لرې کړ، په حمام کې روښانه ګروپ ته يې نژدې کړ، خپله څېره ورته تر پخوا روښانه او ښکلې وبرېښېده، له خپلې څېرې يې خوند واخیست. په زړه کې يې خوښي په څپو شوه، ځکه تر دې دمه یې خپلې ډېرې بدمرغۍ د همدې نامتوازې څېرې له کبله ګڼلې؛ خو دا خوښي ناڅاپه په ازلي غم واوښته. غوښتل يې چې خپل غوږونه وګوري، خو تر غوږو مخکې يې خپل سر ته پام شو، سر يې د هګۍ په څېر اوږد شوی و او کجکي يې هم په بېخ کې پرې شوي وو.

د سر کاسه او هډوکي يې اوږد شوي وو، بیا هم دومره خپه نه شو؛ خو د سر څرمن ته چې يې وکتل، د سر د کاسې په هډوکو پسې رسېدلې نه و. ځای ځای د سر کاسې هډوکي د ګروپ پلوشو ته ځلا کړه او په تورو وېښتانو کې له څرمنې راوتي هډوکي د عمراخان زړه ورخوړ.

عمراخان د خپل سر د هرې برخې څرمن راکشوله، چې راوتلي هډوکي پرې وپوښي. چې هر څومره يې څرمن کش کړ، د سر کاسې سپين هډوکي يې پرې ونه شو پوښلی.

ږمنځ يې له جېبه راوایسته. ويې ویل: «د سر په وېښتانو به يې پټ کړم.» چې هر څو يې ږمنځ پر وېښتانو کشوله، د ږمنځ غاښونو وېښتان ږمنځولی نه شوی او د تېر په څېر تار تار او نېغ ولاړ وو.

– په ږمنځ څه شوي؟

خو دې پوښتنې ته يې چا ځواب ورنه کړ، فضا خاموشه وه، چونګښو لا هم شپه خاموشي ته نه پرېښوده؛ دا ځل د چونګښو له کورړا (غږونو) سره د پښو ترپهار هم مل شو. د حمام دړه پرانیستل شوه. عمراخان يې له مټ ونیو، خپل ځای ته يې په زوره کش کړ. هډور سړي په لوړ غږ وویل: «بیا دې لېونتوب پيل کړی؟ په تا کې څه بلا ننوتې، په خوب کې هم ارام نه يې!»

د عمراخان سر بې اختیاره خوځېده، تا به ویل، چې په ورمېږ کې غوټ پرې دی او دا دی غورځي ترې. پښې يې یو له بله تېرېدې. عمراخان اوږد وغځول شو، سر يې پر بالښت سم کړی شو؛ خو دا ځل يې سر په تنې پورې سريښ و.

درب شو د حمام دړه وتړل شوه. ګروپ مړ شو، بیا تورتم خپور شو؛ خو چونګښو هماغسې شپه خاموشۍ ته نه پرېښوده.

۱۳۹۷/غبرګولی/۱۵

کابل: سید نورمحمد شاه مېنه

Categories: ژبه، فرهنګ، کلتور,لنډې کیسې

Tags: