ویاړ -لنډه کيسه

شمس الحق حيران

0 40

د خيرنې لمنې شا يې را واړوله، پر تندي د روانو خولو د څاڅکو بهير يې شېبه تم شو. ساه يې په زوره، زوره ایسته؛ توند ټوخي پسې واخيست شېبه وروسته يې د تخرګ په شلېدلي جيب کې ګوتې دننه کړې: “نه! تراوسه شته، رانه ورک کېداي نشي “. دېوال ته لګېدلې بورۍ يې شا ته واچوله، لږ وروسته د ګازي څپلکو څپ، څپ د څو خاورينو کوډلو په تنګو کوڅو کې ورک شو.

وړوکي بازګل په انګړ کې توشلې کولې، مرغۍ کومه غنګۍ اخيستې وه او د ژيړې چای جوشې تر څنګ د پرتو پيالو په وينځلو بوخته وه. احمدولي ساه نيولی انګړ ته راننوت، بورۍ يې په يو ګوټ کې وغورځوله، په شمېرلو ګامونو راغی “خورکې! خورکې واخله! دا راته ووينځه! هله نو ژرکوه”.

ـ څه، څه شی يادوې؟

ـ دا بوتل يادوم ته وګوره دلته يې پرې ليکلي ‏(موږ د خپل هېواد په توليداتو وياړو)
ـ وياړ د سر وخوره! په څه شي پسې تللی وې او څه دې راوړل، اوسپنې دې څه کړې؟ احمدولي خوله بوڅه کړه.
ـ خورې، خير دی دومره نه دي ککړ،  لږې اېشېدلې اوبه پرې تېرې کړه! اوسپنې مې راوړې دي خير دی. مرغۍ له ځانه سره وبوږنېده. دا ځل خو خیر خو بیا دې د شربتو دا زاړه او وراسته بوتلونه لاس کې ونه ګورم، خپلې اوسپنې راټولوه او په یوه ساه ځان تر کوره رسوه؟

ـ خورې، ته ښه وايې خو؛ پوهېږې دا مې لومړی ځل دی چې په کوم توليدي توکي د خپل هېواد نوم لولم او بله دا چې نور نو په بله پياله کې چای نه څښم بس دا مې پياله شوه. بازګل په منډه راغی:
ـ لالا، دواړه به وار کوو؟!
ـ درومه! په هرڅه کې زما شريک وې!
ـ نې، نې . . .هه،.. هه هه . . . هه دا زما دی!!!
مرغۍ په ګواښمن انداز وويل: ” غلي شئ! که نه په دېوال مې وويشتو” خو احمد ولي سر تر پايه عذر شو:
“نه، نه هيله کوم. . . مه يې ماتوه “

تر ناندريو وروسته د وړوکي بازګل پر زنه ځوړنده اوښکه راوڅڅېده؛ خو د کيڼې سترګې تر وروستۍ څنډې يې د رنجو را تاو  کرښه د تورو مېږيانو د شلېدلي قطار غوندې ښکارېده. احمدولي په مينه وويل:
ـ ورورکه، په سلو کورانو( قرآنو) سبا به ترسبا ناري وړاندې ښکته ډېرانونو ته ځم او تا ته به همداسې بوتل راوړم.
ـ لالا، چې بيا مې پرمخ دانې را وخېږي آغا همدا شربت راته راوړي؟
ـ هو.
ـ او دا به خواږه هم وي؟
ـ زښته ډېر.

***
شپه وه، د لاټين تر ژېړې رڼا څو کسان راټول وو. د باندې شړکنده باران و، کله کله به ستومانه شمال پر کړکۍ راځړيدلی پلاستيک نيمکښ کړ او سړې څپې به له خاورينو دېوالونو سره وجنګېدې، د کوټې د ځوړند چت له ښکتنۍ برخې څاکی، څاکی اوبه د وړين ليمڅي پر څنډه څڅېدې. احمد ولي د کلید مجلې د یوې زړې ګڼې ورستې پاڼې ژېړې رڼا ته اړولې، مرغۍ له پخلنځي وړوکی دېګلی راووړ، شېبه وروسته پر ديګلي د راڅڅېدونکو څاڅکو څپ څپ اورېدل کېده.

د سهار خړه لا نه وه خوره شوې، احمدولي له دوو درېيو ډېرانونو د (ميرانډا) څو چيت کوتي د خيرنې بورۍ تل ته وروغورځول خو پلټونکي نظر يې کوم بل څه لټول. هو، کوم داسې بوتل چې پرې ليکلي وي: (موږ د خپل هېواد پر توليداتو وياړو). ورو، ورو رڼا شوه پر ختيځ افق د پرتو تيارو توره غېږه د ځلانده لمر لومړيو وړانګو وڅيرله، پر سړک او واټونو د خلکو ګڼه ګوڼه په ډېرېدو وه. احمدولي په يوه تنګه کوڅه ننوت، د وړوکې غرفې ترڅنګ د پراته ډېران له سره يې څو بوتلونه او کوتي راټول کړل خو؛ په هېڅ يو يې د افغانستان درې رنګه بیرغ، د هرات د صنعتي پارکونو نوم یا د ملي تولیداتو نښه نه وه، خيرن لستوڼی يې په پوزه راتېر کړ او د عمومي سړک څنډې ته راووت.

شيبه وروسته وړوکې کړيکه پورته شوه، له سوداګريزو توکو ډک ټېلر د مخامخ واټ پرڅنډه ولګېد او تر شا يې د غوښو له څو سرو ټوټو سره ليکه  وينې پر سړک پرېښودې، د احمدولي ببر ګاړګوتي وېښتان د ګردجنې بورۍ تر څنګ پراته وو. خلک راټول او سړک د ترافيکو پر مخ وتړل شو. د ټېلر موټروان لړزې نيولی وو، ترافيک ترې را تاو وو، يوه دنګ زلمي د ترافيکو کږه خولۍ پر تندي اېښې او پر موټروان يې ور بړچ وهل:
“بې عقله!!! ړوند يې؟ که نشه؟ سلامت انسان د وواژه”
د مټروان له رنګه پاتې وينه هم وتښتېده. په تته ژبه يې وويل:
ـ صيب، ظابط صيب،…. زه يوه،… يوه خبره درته کوم. ظابط په برېتو کې موسکی شو، اوږې يې پورته واچولې او په کاوړ(غوسه) يې وويل:
ـ ووايه !!!
ـ خو،…صيب،… يوازې تاته
لږ وروسته د ټيلر بلې خوا ته د ظابط صيب له غوسې ډک غږ اورېدل کېده:
“نه، دومره ساده نه يم؛ (پنځوس زره) “.

Comments
Loading...