هغه څوک و؟

شاه ولی آرین

0 99

چنارګل اکا اوه کاله د مخه د ماین په چاودنه کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړي و. له هغه نه شینکۍ میرمن، خولګۍ یوه کلنه  لورکۍ او ساریګل درې کلن ځوي پاتي و.

دوي ته له چنارګل اکا نه یوازي یو کور په میراث پاتي و. شینکۍ په کله ناکله د سیمې د شتمنو کسانو په کورونو کې کار کاوه، چې د لاسته راوړلو پیسو، دانو اوغلو له لاري به یې د خپلو اولادونو اړتیاوي لاسته راوړلې.

په اوړي او منې کې به یې وږی را ټولول او د مالوچو د ټولولو له امله به یې هم یو څه پیسې تر لاسه کولې، چې خپله او د اولادونو ګذاره یې پرې وشې.

دا چې چنارګل په ژوندون کې تل دا ارمان درلود چې ځوي او لور به یې هرومرو زده کړې کوي، نو شینکۍ هم د خپل خاوند د ارمانونو د پوره کولو په خاطر دواړه ځوي او لور په ښوونځۍ کې شامل کړل.

دغه ښوونځی چې دوی په کې لوست کاوه څو واره د یو بهرني له خوا مرستې تر لاسه کړې.ماشومانو ته یې یو څه نقدې پیسې هم ورکولې.

هغه ورځ چې یې ساریګل اوخولګۍ ته یو څه روپې ورکړی وی، ډیر خوشاله وو.

مور یې ترې وپوښتل چې چا دا پیسې درکړی. ساریګل وویل: مورې دا موږ ته یو خارجي راکړې،پزه یې پیته وه.

شینکۍ چې څو کاله د مخه په روغتون کې ناروغه وه، هغې ته هم په روغتون کې یو خارجي یوه کڅوړه درمل او یو څه تازه میوه ورکړی وه، چې د هغه مرستندوی نوم یې له یاده وتلی و.چا به چې تری تپوس وکړ، چې هغه څوک و؟ خوارکۍ ته به یې نوم نه ورته او دومره به یې ویلی چې یو خارجی و.

هغه یو رښتینی ډاکتر، د انسانیت او بی وزلو کسانو پالونکی، مرستندوې او خدمتګار و. هغه له بی وزلو افغانانو سره خورا مینه درلوده.

هغه ډاکتر، نجار، انجنیر، خټګر او معمار و. د هغه سپیره ډاګونه نه خوښیدل. نو ځکه یې د طبی ځانګړتیاوو تر څنګ د ننګرهار او کنړ د خلکو ستونزمن ژوند ته پاملرنه وکړه، کانالونه یې و کښل، شاړی یې آبادې کړې، کور په کور، پوله په پوله د یو ورور او اصلی افغان په توګه څنګ تر څنګ کیناست، د هیوادنۍ مینی، هیواد جوړونې نکلونه، کیسی اوتجربی یې خپلو همکارانو او افغانانو سره شریکی کړې.

هغه، خړې د ښتی، ډاګونه او شاړی په شنو باغونو، کرنیزو ځمکو او فارمونو بدلې کړې. هغه، د سلګونو  په پیس مرض اخته افغانانو د رنځونو درملنه وکړه.

هو، هغه، چې د لومړي ځل لپاره یې د ننګرهار په یو لرې کلي کې روغتیا ئی کلینیک جوړ کړ.

رښتیا ده، هغه چا چې د سلګونو ژورو څاګانو د ویستلو له لارې د ننګر هار ولایت خلکو ته د اوبو ښه مدیریت وکړ.

دا هغه بشر پال، انسانیت سره د مینی لوړ سمبول و چې د ننګر هار د ښیوی، بهسودو او کامې په ولسوالیو کې یې د ستر خدمت له کبله د اوبو بندونه جوړ کړل چې له برکته یې د سیمی په زرګونو جریبه ځمکه زرغونه شوه.

نن سهار چې د ننګرهار په ښار، ولسوالیو، کلو او بانډو کې د دوی د یو ستر خدمتګار د وژنې دردونکی غږ او نارې سوری جګی شوی ساریګل هم په منډه سرې سترګې د کور په دروازه را ننوت او چیغه یې وکړه: مورې، موری!

هغه یې وواژه.

هو، هغه بې رحمو قاتلانو و واژه.

شینکۍ چې د تناره تر څنګ ناسته او ډوډی یې پخوله، راجګه شوه په منډه د ساریګل خواته راغله ویې  ویل: ځویه، په خور دې څه شوي، چې دومره چیغې وهې او ژاړی؟

ساریګل په ژړا ـ ژړا ورغبر ګه کړه: نه ، نه مورې، خور مې جوړه ده، کاش چې داسې شوي وای.

مور یې بیا ترې وپوښتل: نو هغه څوک و ځویه؟

هغه و، چې څو واره یې له موږ سره مرسته کړې وه، کاکا مُراد. هو مورې، کاکا مُراد.

ټول خلک واېی چې ۷۳کلن ډاکتر تیڅو ناکامورا د جاپانی مؤسسی مشر چې ننګرهاریانو سره اوږه په اوږه زموږ د غریبو خلکو مرستې ته یې ملاتړلی وه، همغه یې نن په ګولیو سوری سوری کړ.

دادي زموږ د هیواد د دښمنانو اصلي څیرې، انساني، اسلامي او بشري ماهیت. څوک چې نیک کار کوي، دوی یې وژني.

      پای

Comments
Loading...