نه هېریدونکي یادونه – (لنډه کیسه)

شاه ولی آرین

0 64

په رښتیا چې دا خو زما د ژوند یوه په زړه پورې برخه وه. او د هر چا لپاره به هم زړه وړونکې وي.

له کوچنيوالي نه مې په یاد دي چې موږ به د سپرلي د وروستیو نه بیا د مني تر لومړیو پورې د بلۍ سر ته کټونه جګول او شپه به مو هلته تېروله، خو زه به هر مازیګر تر لمر لویدو له مخه د بلۍ سرته ورختم او له هغه ځایه به مې د دوو ډېرو په زړه پورو او زړه وړونکو پیښو لیدنه کوله. کله،کله به مې ان د ژمې په هغو ورځو کې چې لمربه  و، هم دغه لیدنه تر سره کوله.

زموږ د کلي د جومات لوړ، لوړ چنارونه چې د واټونو له ورایه به یې ښکلې تکه شنه منظره ښکاریده او د خانانود جومات چنارونه بلل کېدل.له ډېر پخوانه دغه جومات او چنارونه زموږ له نیکونو راپاتې نښې نښانې دي.

د کلي لویدېز لور ته د خان آباد د سیند مستې څپې او موجونه د آمو په لور بهېـږي او دغه سیمه یې زرغونه کړې.ترې  وړاندې د کندوز د ولایت لویدېز ته جگ غرونه چې په لوړو څوکو کې یې د بازانو هستوګنځي او ترې لاندې تپو کې د پستو تکې شنې ونې چې ترې لاندې صحرانۍ ښکلې هوسۍ سره خپلو کې غاړې وهي، د زرکو او نورو راز، راز مرغانو د ترانو او اوازونو په لرلو سره کله چې مازیګر شې بیا نو تر ماښامه د دغو غرونو پر سر د لمر ژېړې وړانګې او بیا د دغو وړانګو انعکاس د سیند په تکو شنو مرواریدو شانته اوبو کې د هرچا لپاره په زړه پورې او زړه وړونکې وي.خو زه یې دومره وړی وم چې مازیګر او ماښام به نور هیڅ چېرې نه شوم تمیدی او ځان به مې هرومرو دغې نندارې ته را رساوه.

که رښتیا ووایم خدای شته چې زه خو پر دغو دواړو زړه وړونکو منظرو مین شوی وم او خورا مېنه مې ورسره درلوده.

د وخت په تېریدو سره د لمر د غروب نه هم ماته د چنارونو منظره خورا په زړه پورې شوه او هغه دا چې د لمر لویدو سره سم به ډلې، ډلې مرغان له هر لوري راتلل او په ډېرو لږو شیبو کې به د چنارونو په شاوخوا د دغو مرغانو دومره ګڼه ګونه جوړه شوه  چې زه به ورته حېران پاتې شوم.

د مرغانو رنګ، رنګ اوازونو، سازونو او ترانو به د چنارونو چاپیریال دومره په زړه پورې کړ چې د سیمې خلک خو لا پریږده، ان چې لاروي به هم ځنې وخت راتمیدل او زړه به يې نه کېده چې خپل مزل ووهي.

هو،څو شیبې وروسته به د کلي د ختیځ لوري نه دغم تور باد په دغو مرغانو را والوت او یوازې به هغوی پوهېدل چې همدا اوس څه پېښیږي.

لږ مهال وروسته به دوه تور مرغان راښکاره شول، او داسې به ښکاریدل لکه چې بیخي پردي وي. دا ځکه چې هغه دوه مرغان نه، بلکې لکه تندر داسې وو.یو ناڅاپه به راڅرګند شول او د چنارونو شاوخوا ناست مرغان به یودم کرار، تیت اوپرک شول او ټولو به یو ځلدغه ځای خوشې کړ.

دغه دواړه مرغان چې به هوا کې په تور ماښام تک تور ښکاریدل، تر هغه وخته به یې د چنارونو پر سر په خپلومنځوکې لوبې کولې، تر څو د چنارونو ناست مرغان ټول له دغه ځایه ولاړ شي. بیا به نو د چنارونو پر سر راکوز شول، خدای خبر چې شپه به یې دلته تیروله او که نه،خودا چې سهار به بېرته څه وخت تلل زه تر پایه پرې پوه نه شوم.

هو، داسې وخت ډېر کم پیښیده چې دغه دواړه مرغان به هیڅ نه راتلل، ځکه په دغه ورځ به د نورو مرغانو بازار خورا تود او دومره به یې ساز، سرور او شورماشور ډېر وو چې دغه حالت به ماته سلګونو نورې خوښۍ لکه جشنونه، اخترونه، ودونه او ورته خوشالتیاوې را یادولې.

کله، کله به زه دومره په سوچونو کې ورک شوم چې دا څومره ظلم دی چې د دغو دوو جابرو مرغانو په زړونو کې لیدل کېږي.ځکه چې په تور ماښام کې د دومره راز، راز او ګڼو مرغانو شړل او بې ځایه کول په خپله یو ناروا کار و.

دا چې دومره ګڼو مرغانو ولې د دغو دوو مرغانو نه تیښته کوله،یا دغو دوو مرغانو کوم سور یا جادو درلوده؟او یا دا چې ډېرقوي جابر او بې رحمه وو؟او که غوښتل یې چې د تل له پاره یوازې ژوند وکړی؟یا دا چې دا نور مرغان ډارن،بی زړه وو؟او که  د دغو دوو مرغانو نه یې کرکه راتله او خپله کوڅه یې بدلوله؟ یا دا چې د دغو ټولو مرغانو ترمنځ یووالی او اتفاق نه وو؟

په هر صورت دغه د ډېرو کلونومازیګری زما د ژوند یو نه هېریدونکي خاطرات او یادونه وو.

کله چې زلمی شوم او د زدکړو له پاره مې ښاري ژوند ته مخه شوه،ډېر زوریدم، ځکه چې د دغو زړه وړونکو پیښو نه یو څه لرې شوم، خو بیا به هم د اونۍ د پای ارماني وم، ځکه چې د پنجشنبې او جومې په ورځو به کلي ته راتلم او خپله مینه به مې تازه کوله. د زده کړو تر ختمېدو وروسته زما دغه ښکلې او په زړه پورې مېنه او ننداره خدایتعالی رانه واخېسته او په کال کې یو وار او که دوه واره به وتوانېدم چې کلي ته راشم او دغه ننداره وکړم.

د کلونو په تېریدو سره چې په کابل کې مې رسمي دنده تر سره کوله، په هیواد کې روانو پېښوبېخي رانه دغه امکانات واخېستل چې بیا کلي ته ولاړ شم او د هغو ښکلو پیښو او منظرو سره خپله مېنه تازه کړم.

هو!د ۱۳۷۱ لمرېز کال وروستۍ شپې او ورځې وې چې وتوانېدم یو وار بیا کلي ته ولاړ شم او د ټولو هېلو تر څنګ چې کلونه ـ کلونه راسره وې، د هغو ښکلو منظرو لېدنه هم وکړم.

خو کلي ته چې ولاړم په خواشینۍ سره هغه پاڼه بیخي بدله شوې وه. اوس نور نه هغه کلی واونه هغه مینه،نه پر بلۍ هغه کټونه او نه هغه مرغان اوچنارونه.یوازې بلۍ وه او ژېړ مازېګری، خو هغه پخوانی خوند او مینه یې نه درلودل.

نور نو د بنګي قوماندان د ټوپکو او ما شېنګڼو د ډزو له لاسه هېڅوک د بلۍ سرته نه شو ختلای او کټونه خو لا آن په کلونوچا نور بلېیو ته نه وو جګ کړی.

بنګي قوما ندان د نورو ټولو ظلمونو او کړاونو تر څنګ چې د جهاد تر نوم لاندې یې د کلي پر بې وزلو خلکو کړي وو، دا خو دې پر ځای وي،ان شنه لوړ چنارونه او د هوا مرغان هم د ده د ظلمونو له اور نه هوسا پاتې نه وو.

بنگي زموږ په کلي کې زموږ د نېکونو د کلونو،کلونو را پاتې د خدایتعالی د کور پر چنارونو هم رحم ونه کړ او د خپلو وسله والو په زور یې چنارونه هم وهلي او خرڅ کړی وو.ځکه چېله هغه سره ډېر وسله وال کسان زموږ د سیمې هم نه وو، چې زړه یې پرې سوی وای.

ريښتیا چې د هغو دوو جابرو مرغانو په زړونو کې خو یو څه رحم وو،ځکه چې کله،کله به یې پر هغو نورو مرغانو رحم کاوه او ځنې وخت به نه راتلل تر څو هغه خوارکي مرغان په چنارونو کې شپه تېره کړي،خو د بنګي قوماندان په زړه کې یوه زره رحم هم نه و.

ځکه چې هغه دا چنارونه ووهل او د ټولو مرغانو کور یې وران کړ، د جومات او د کلي کور سپکاوی یې وکړ او د دې ټولو تر څنګ یې زما د کلونو ـ کلونو مینه او ښکلا  رانه واخېستل.

پای

Comments
Loading...