نامالوم چي ښه مالوم دي! / ح حقوېش

0 26

وه سړیه نن څلورمه ده چي له کلي اوړه په پور راوړم، په کور کي کوم بل شیی هم نشته چي ګوله مو پرې لنده شي. دا واړه ماشومان دي داسي نه وي چي له لوږي راته مړه شي، ته له بورجان سره حال وکه، که یې یو څو روپۍ درته راولېږلې چي د کور لپاره يو څه خواږه او ترخه باندي واخلو؟
سړی خاموشه وو ښه تر ډیرو همداسي خاموښه ناست وو کښته يې کتل. ښځه هم له هغې خبري سره خاموشه شوه بيا يې څه ونه ويل. ښه ناوخته د سړي له خولې ورو ږغ راووت مدک او دادو ته دي چای ورکړې؟
وو ترخې اوبه یې په غاړه واړولې نه بوره وه نه ګوړه او نه وچه مړۍ وه‎ ‎چي دوه ګولې یې ورسره کړې وای.
څه شول؟
د سبقه لپاره مي ملاصېب ته ولېږل.
بیا خاموشي شوه، سړي چي ږيره، بريت او د سر وېښتان يې ښه پوره سپين وو، په وريځو کې هم سپين سپين وېښتان له ليري مالومېدل په سترګو يې سپيني غټي د نظر چشمې وې کښته يې کتل، ښځه هم سوچ په مخه کړې وه د خوني بام او کونجونو ته يې حيران حيران کتل. په خونه کي خاموشي وه هیڅ ږغ نه وو دوی دوه په دوه ناست وو. دواړه پرېښانه وو د ژوند خوند ورنه هېر وو، خپلو لمسیانو ته فکر وړي وو چي د هغوۍ راتلونکی به څنګه وي. بې مور ماشومان دي پلار یې مسافر دى چي يو څه پيسې وګټي، او زموږ د ګېډو لپاره ليږ خوراکي شيان واخلي.
سړي خپل په شاوخوا کي لاسونه وښورول، زما بيت څه شو زه به دباندي ورشم که مي څوک پيدا کړ په موبايل به مي له بورجان سره وږغوي.
ښځي دواړه لاسونه په مځكه کېښودل زور يې باندي وکړ خدايه توفيق راکړې ولاړه شوه د دېوال خواته زنګېدلې روانه شوه، بيت يې راواخيست، بيت دي دا ده. بيت يې په لاس کي سره سم کړ کيڼ لاس يې په مځكه کېښود په ښيي لاس كي بيت يې په مځكه ټينګ کړ ولاړ شو دوه قدمه مخته بيا ودرېدو. وه! هغه کتابچه(وړه کاپۍ) مي هېره شوه ته هغه راکړه د بورجان د موبايل لمبر پکښې دي.
چيري ده؟
زما له بالښته لاندي ده.
کتابچه يې په جيب کې واچوله په بيت يې زور کړ له خوني دباندي ووت په ورو ورو قدمونو د کور له وره ووت پړده يې پرېښودله په مځكه وڅخېده مړه دوړه جوړه شوه شاته يې ونه کتل ودرېدو کيڼ لاس يې په تندي ونيو په سترګو يې سايه کړه بيا يې شاوخوا وکتل په سترګو کمزورى وو خو څوک يې تر سترګو نشو. په بيت يې زور کړ په لاره روان شو. ليږ مخته يو کس په وچتو قدمونو تر مخته شو ژر يې پسې ږغ کړ دغه کوم يو يې؟ هغه قدمونه ونيول ورو شو جانک کاکا زه يم بيدالله؛
بيدالله زويه ته خو مي ستا په موبايل له بورجان سره وږغوه؟
هغه موبايل له جېبه راويست ژر ژر يې ګوتي باندي ووهلې، جانک کاکا زما په موبايل کي روپۍ نشته. زنګ نه ورته وهل کيږي.
ښه! نو سمه ده ته ورځه کار به دي وي زه به بل چاته ووايم. هغه روان شو دى هم له شا پسې روان شو خو داسي څوک په مخه نه ورغى چي دده اړتيا دي پوره کړي. په خواريو يې ځان د کلي تر دوکانه ورساوه، چي وې کتل دوکان بند دې يو څوک هم نشته بيا يې په تندي لاس ونيو يوې او بلي خواته يې وکتل خو څوک يې تر نظر نشو. ليږ ګړۍ په تمه شو چي ګوندي څوک راشي. په ولاړو ډير نشو ودرېدلى نو د دوکان تر څنګ اوږدې سايې ته کښېنست. چي څوک راشي او بورجان ته زنګ ووهي.
مخامخ له کوره يو کس راووت او دده لوري ته راروان شو تر رارسېدو له مخه يې باندي ږغ کړ خمټ يې؟
يا جانک کاکا بډنګ يم، څه کوې چي دومره وختي له کوره راوتلى يې؟
زويه له بورجان سره مي حال کاوو که دي په موبايل ورسره وږغولم، يو څه روپۍ مي ورنه راغوښتې چي په کور کي يو شيى هم نشته.
زما موبايل خو دا څو ورځي کيږي چي خراب دې ميستري ته مي ورکړى ده.
خاموشي شوه بډنګ يو دوه دقيقې په تمه شو بيا يې مخه وکړه او ولاړى.
جانک کاکا نن د څېښتن تعالاﷻ په دې لويه نړۍ کي يواځي يوه هيله لرله هغه د موبايل هيله وه، په خپل تېر عمر يې متبره خوله د هر چا په وړاندي د لېږ څه لپاره خلاصه کړې وه څو يوڅوک يې خبره ومني او د خپل زوى بورجان سره يې په موبايل وږغوي، او هغه دده له اوږو يو دروند بار ليري کړي، او څو ورځي بيا په ورين تندي او په خندي له خپلو لمسيانو سره تيري کړي، څو هغوۍ ته د مور غم ورپه ياد نشي، او ځانونه ناهيله نه کړي. که څه هم ده او مېرمني يې هڅه کوله چي تل د مور په څېر مينه ورکړي، خو بيا هم مور مور وي چي غېږه يې د ټولي نړۍ د پاچاهي څه غوره ده.
جانک کاکا په خاورو کي ناست وو ښيئ پښه يې غځولې وه او کيڼه پښه يې ورټوله وه بيت په مځكه ورته پروته وو سايې ته يې کتل، د دوکان مخته چي به څوک ودرېدو اوږده سايه به يې تر ليري پوري وه. جانک کاکا به سايي ته کتل چي هره سايه به ښه تر ډيرو پوري تېره شوه او اخر به يې پښې رانژدې شوي نو ږغ به يې باندي وکړ. په تمه وو چي د يوه کس سر په سايه کي راښکاره شو، لېږ مخته راغى اوږې يې ښکاره شوې په هم هغه ځاى ودرېدو، ورپسې يوه بله سايه هم پسې راغله سره ودرېدل په خپلو کي ږغېدل خو جانک کاکا يې ږغ سم نه اورېده يواځي دومره پوهېده چي دوه کسان سره ږغېږي. هغه په خپلو کي په خبرو وو خو د جانک کاکا انتظار ورته ونشو ورږغ يې کړ، دغه کوم ځينې ياست؟
هغوۍ حيران حيران سره وکتل جانک کاکا! هرومرو لکه چي خبر شوى دى. ژر ورته راغلل روغبړ يې ورسره وکړه، جومک په دوه تلې ورته کښېنست په حيرانتيا يې ورنه وپوښتل، جانک کاکا په ګهيځ وختي کي خير ده چي دلته ناست يې؟
وو زويه خير ده په کور کي د خورک يو شيى هم نه وو نو دلته راغلم چي د چا په موبايل له بورجان سره خبري وکړم که يې يوڅه روپۍ راولېږلې.
جومک زړه نازړه موبايل له جېب څخه راويست، ګوتې يې باندي تيري کړې، موبايل يې غوږ ته ونيو جانک کاکا په غور ورته کتل، جومک ژر موبايل له غوږ څخه رالير کړ دا خو کار نه کوي. جانک کاکا خاموشه وو څه يې ونه ويل. جومک خبره ورغبرګه کړه جانک کاکا که موبايل کار شروع کړ بيا به اړيكه ورسره ونيسو.
جانک کاکا د وو په ډول سر ورته وښوراوو. جومک ولاړ شو بادام ګل ته يې په سترګو اښاره وکړه روان شول، له جانک کاکا ليري ودرېدل. د بادام ګل رنګ زېړ وارخطايي وو جومک ته يې ناهيله لاسونه کاږه کړل تا اوس دا سپينږيرى کاکا ګوره چي هر څه يې له وسه تېر دي او دغه يوه زوى ته يې تمه وه چي يو دوه ګولې مړۍ به يې ورته پيدا کوله هغه هم ظالمانو ورته شهيد کړ، د هغه هم دوه يتيمان ورته پاتي شول. اوس به په دې تېر عمر د ځان، لمسيانو او د کور لپاره څه برابر کړي. خداىﷻ موږ پښتانه څومره بدبخته پيدا کړي يو، چي مړه مو هم کړي او قاتل مو هم پيدا نشي.
جومک:  همدغه نامالومه قاتل ښه راته مالوم دى، خو زموږ ملا ماته ده بيا هم وايو (پاک فوج کو سلام) هم دغه فوج زموږ قاتل دى.
بادام ګل:  اوس به جانک کاکا تر څو دلته په تمه وي چي بورجان ته زنګ وهمه؟ يو ډول مو کور ته لېږلى واى هڅي هم ماپښين ته د بورجان  جنازه راوړي؟
جومک:  زه به ورته ووايم چي ته ورځه کورته هر وخت چي د بورجان موبايل کار وکړ زه به زنګ ورته ووهمه.
دواړه سره راروان شول بيا جانک کاکا ته ودرېدل. جومک ورته په خبرو شو: جانک کاکا د بورجان موبايل کار نه کوي زه يې ګورم چي هر وخت يې موبايل کار وکړ ورته وبه وايم چي جانک کاکا ويل يوڅه روپۍ راولېږه د کور لپاره سامان باندي اخلم، ته اوس ورځه کورته نو څه کوې چي دلته هڅي ناست يې؟
جانک کاکا:  ته يې ګوره چي هر وخت يې کار وکړ حال به ورسره وکوې، زه به نو کور څه وکړم دلته به يو څه کښېنم بيا به ولاړ سم، خو ګوره چي خامخا حال ورسره وکړې هېر دي نشي.
سمه ده حال ورسره کوم.
زه نو بې غمه يم بل چاته نه وايم؟
وو! بې غمه اوسه زه حال ورسره کوم بيا تاته وايم.
خداىﷻ دي خير درکړي، خوشحاله اوسې.
دواړه سره روان شول، بادام ګل له ځانه سره ورو وويل جانک کاکا نو څه خبر دى چي بورجان يې ظالمانو ورته شهيد کړى دى.
ماپښين لمونځ قضا دوه موټره له لوى سړکه د کلي خواته راکاږه شول، ګڼي دوړې يې شاته پرېښودلې کلي ته راګډ شول، له جومات سره په يوه بريک ودرېدل په دوړو کي پټ شول او دوړه مخته تر تېره شوه. په شاته موټر کي خړ تابوت ښکاره شو يو ناولده کس يې يوې خواته او بل يې بلي خواته ناست وو. په دوهم موټر کي څلور کسان وو چي راکښته شول دوه کليوال جبار او منصور هم ورسره وو، کليوال د جنازې په موټر شاوخوا راوګرځيدل حيران يې ورته کتل په وارخطايي پوښتنه کوله څوک دى؟ چي د منصور ورته ږغ شو بورجان دى.
خلکو حيران سره کتل نو څه باندي وشو؟
منصور:  نامالوم خلکو په کراچۍ ښار کي په ډزو ووښت او شهيد يې کړ.
تابوت يې له موټره راکښته کړ د جومات مخته يې کېښود، څو دوى د بورجان کورنۍ خبره کړي. خو يوه ماشوم له مخه لا ځان رسولى وو او جانک کاکا ته يې د بورجان د شهادت خبر ورکړى وو. هغه او مېرمن يې دواړه سرتور سر له کوره راووتل دوو وړو ماشومانو يې هم ترڅنګ منډې راوهلې جانک کاکا له هر ځل ولاړېدو وروسته بيا بيا پرځېده، په چيغو يې لومړى مېرمني او بيا ده ځان د بورجان مړي ته راورساوو، له رارسېدو سره سم په تابوت ورونړېدو. يواځي خړ تابوت پروت وو او دننه پکښې داسي څوک بې روح پروت وو چي شاته يې څو ژوندي جسدونه پاتې وو او هغوى دده له ژونده خپل ژوند ته دوام ورکاوو. وړو ماشومانو حيران کتل په هيڅ هم نه پوهېدل چي څه شوي، خو د دواړو داسي تريخ ژوند په برخه شو چي لومړى بې مور شول او اوس بيا د پلاره له خوږې غېږي هم بې برخې شول. د بورجان پلار جانک کاکا او مور ببو يې ښه تر ډيرو تابوت ته وژړل اخر يې د ژړلو وس هم له لاسه ورکړ بې سيکه په مځكه يو يو واوښت بې هوشه شول، ماشومانو د نيکه او آنا بدحال ته په کتو سره دوى هم په ژړا کړل. کليوال ژر تر جانک کاکا، ببو او ماشومان لاندي شول کور ته يې يوړل. کور ته يې د کلي يوڅو زړې ښځي د تسلۍ لپاره پسې ورغلې.
خو د کليوالو همدا يوه خبره په خوله وه، بورجان په کراچۍ کي نامالومه خلکو  ويښتى ده.

Comments
Loading...