مین بوراګان – (لنډه کیسه)

شاه ولی آرین

0 65

کله چې هغه ښوونځی پیل کړ، پلار یې ګل مېراکا آن دوه کاله د مخه مړ شوي و.ایمل خپل ټولګي کې د وتلو زده کونکو نه و. د شعر او مطالعې سره یې خورا مینه درلوده. د پښتو ژبې ښوونکي صایب شاه به هره ورځ شعرونه پرې لوستل؛ خو هغه کله چې د ځوانۍ پر لومړیو سپرلیو پل کېښود، پر هغه چا مین شو چې خپله ده ته هم ډېره ګرانه برېښېده.

 

ایمل د بهادرخان په لور سنځلې باندې داسې مین شو چې نور هر څه ترې پاتې شول. دغه مینه به دواړو یوازې د بلییو د سر نه په اشارو او هندارو اچولو سره کوله، یا به کله چې ایمل پر کوڅه کې تېریده، سنځلې به د خپل بام له سره ورسره خبرې کولې او د ګلو پرغوټیو به یې سره د زړونو د غشو ګزارونه کول.

ایمل ان د کوچنیوالي نه زما ملګری و. په ټولګی کې څنګ پر څنګ سره کېناستو، هغه به له سنځلې سره د خپلې مینې کیسې ماته کولې او داسی به یې ویل:

«سنځله زما ژوند دی او له هغې نه لریوالی زما مرګ.»

رښتیا چې د ایمل او سنځلې د مینې ډنډورې نورې پټې پاتې کیدای نه شوې. له بله پلوه بهادرخان هم د خپل ضدیت پر آس داسې سپور و چې د ایمل ټولو جرګو ته یې منفي ځواب ورکاوه، ځکه چې د ایمل له پلار ګلمېراکا سره یې ډېره پخوانۍ بدی درلوده.

کله چې بهادرخان ښه په دې پوه شو، چې د ایمل مینه د سنځلی په رګونو او وینه کې ځای نیولی او د دې اور د وژلو بله لار یې نه لیدله، سم د لاسه یې سنځله خپل وراره جانو ته واده کړه.

ایمل د دې خبرې په اوریدو هر څه د لاسه ورکړل. ژبه یې بنده شوه روغ لیونی شو او تر یوې اونۍ وروسته له کلي نه تری تم شو.ځینو به ویل لکه چې بهادرخان و واژه خدای دې خیر کړی. رښتیا چې د هغه ورکېدل د کلي نه د کلیوالو او په خاص ډول زما لپاره د حیرانتیا وړ وه او خورا ډېر پرې وځوریدم.

کله ـ کله به مې هغه او د هغه خبرې را یادېدې.تر کلونو وروسته یوه ورځ سهار وختي هغه زموږ د ځمکې په درمند کې شلیدلې جامې، تور مخ، خېرن لاسونه، لوڅې پښې او ببره ږېره، چې هیڅ نه پیژندل کېده د سوالګر ملنګ په شان مې مخ ته ودریده، ښه یې راته وکتل، غلی و، هیڅ یې نه ویل، ملغلرې یې د سترګو راتویې شوې. شونډې یې ورپیدې، خدای شته زه هم دغه حالت هک پک کړم، خو بیا هم د ایمل راتګ او ژوندی لیدل یې زما لپاره تر هر څه ډېره خوشالتیا وه. له ډېرې خوشالۍ نه مې ژړا راغله. و مې غوښتل چې غېږ کې یې ټینګ ونیسم، مګر هغه ځان تر شا کړ، خوښه یې نه وه. یوازې یې د ګوتو څوکې راکړې. څو شیبې وروسته د هغه په حالت کې بدلون راته، ستونی او شونډې یې رپیدې، غوښتل یې چې څه ووایې، خو د ویلو توان یې نه درلود. بیا یو وار د ګلاب شانته سور شو تر خولې یې کوکه ووته. پورته شو او پر ځمکه راولوید.

رښتیا چې خورا وخورید، ورپید، تا به ویل چې د ارواح فرښته ترې روح اخلی. له سترګو نه یې ګلۍ و اوریدې او په بنده ـ بنده ژبه یې له ځان سره داسی ویل:

«مورجانې، مورجانې څه شوې، څه درباندې وشول، لکه چې یوازې وې، یوازې پاتې کېږې، په سره اور کې سوځې؟» بیا غلی شو او څو شیبې وروسته بیا«سنځله، زما ښکلې سنځله او مورجانې زه به ښه شم، پور به دې ادا کړم، سنځله مې ولیده، هغه به زما شی»

بیا پر خپل ځای لکه بسمل واوښت را واوښت نور کرار او ځای پر ځای بیده شو.

زه کور ته ولاړم چې خواړه ورته راوړم، مګر کله چې په ډېره بېړه بېرته راغلم هغه نه و او چېرې کوم خوا تللی و.

هغه بیا ډېر مهال ورک شو، ډېرې هڅې مې وکړې چې پیدا یې کړم، خو د انځر د ګل په شان یې پته ونه لګېده.

میاشت لا نه وه تېره شوې، چې یوه شپه زموږ د کلا دروازه وټکول شوه، ورور مې په بېړه مخ پر دروازه ودانګل، تپوس یې وکړ:

«څوک یاست؟»

هیڅ غږ نه راته زه ډېر ورو د تبرګي سره د بلۍ سر ته ورجګ شوم، ګورم چې ایمل غلی د وره تر څنګ ولاړ دی. ورور ته مې غږ کړ چې دروازه ورته پرانیزه، هغه دا کار وکړ، مګر ایمل بیا هم هلته ولاړ و.

زه ژر د بلۍ له سره راکوز شوم او غږ مې پرې وکړ. کله چې یې زما غږ واورید د واره را دننه شو. غوښتل مې چې روغبړ ورسره وکړم، مګر هغه بیا د پخوا په شان ونه غوښتل، د حجرې ور مې خلاص کړ، خو هغه په برنډه کې ولاړ و او د حجری د ننوتلو تکل یې نه درلود. ما چای او ډوډی ژر ـ ژر راوړل، خو ده ګوتې هم ورنوړې، یوازې یې د ویالې د روانو اوبو نه په خپل لاس څو لپې وڅکلې او بس.

کتل یې او نور څه یې نه ویل، ما ورته ځای جوړ کړ چې بیده شې، مګر د هغه سترګې د برنډې په بر کنج کې پر یو مات او شلیدلي کټ ولګیدې، ورمنډه یې کړه او ډډه یې پری واچوله. زه ورته ولاړ وم، دی همالته د سوچونو ډک خوب یوړو. ما هم دغه ټوله شپه د ایمل په سوچونو کې تېره کړه. سهار چې وختی پاڅیدم، راغلم چې ایمل وګورم هغه بیا چېری تللی و پته یې نه وه.

څومره ځوریدونکې وه. ډېر مې ارمان شو چې ولې داسی پیښیـږی، بیا به څومره وروسته ایمل ګورم، د سوچونو سره ـ سره د پټی په لور روان شوم. کله چې درمند ته ورسیدم ګورم چې ایمل په درمند کې د شولو غوبل کوي، خوشاله و او په خوله یې بند ـ بند شپیلي وهل. خو کله چې یې سترګې په ما ولګیدې غلی شو او څو شیبې وروسته یې د واره راته داسی وویل:

«پېرجانه! سنځله مې د کلونو وروسته ولیده هو! هغې راته وخندل او لکه غوټۍ مسکۍ شوه، زه به نور هم ښه شم. دا دی همدا اوس لږ، لږ خبرې کوم، یوازی د هغې سره او څه هم دا دی له تا سره»

دا لومړی ځل و چې ایمل ماته د مکتب تر دورې وروسته، بیا په همغه پخوانی خوند پېرجان وویل. هغه غوبل پریښود را روان شو او زما تر څنګ کېناست. خوشاله و او راته یې وویل:

«پېرجانه! راځه چې ولاړ شو، نن غواړم د خپلو یارانو او ملګرو سره ستا پیژندګلوي وکړم.هغوی لېرې نه دي. زه خو یوازې له هغوی سره ژوندی وم.»

زه هم سم د لاسه ور سره روان شوم، ځکه چې د ایمل خبرې کول، خوشالتیا او بیا د هغه د یارانو لیدل زما لپاره د بل هرڅه نه خورا په زړه پوري و.

دواړه روان وو، پر لار یې څه نه ویل. څه مهال وروسته د شاقون باغ ته ورسیدو. دغه باغ زموږ د کلې لویدیز لور ته پروت ډېر پخوانی باغ دی. څنګ ته یې ځنګل او د پخوانۍ زړې کلا زاړه دیوالونه او برجونه لیدل کېـږي په تیاره او شپه کې ډېري کسان د وېرې ورتلی نه شی.

په دغه باغ کې د ګلانو څو ښکلي پټي چې د پټیو په منځ کې دوې غټې ډبرې ایښول شوې وې. دواړه پری کېناستو. په داسې حال کې چې د باغ د شاو خوا او ځنګل نه د راز، راز ګلانو عطر، د شاتو د مچیو، بوراګانو او نورو الوتونکو ګډا د دغو ګلانو پر څانګو د بلبلو چیغو او نارو ټولو طبعي ښکلاوو دغه چاپریال دومره ښکلی کړی و، تا به ویل چې هرڅه خبرې کوی.

ایمل هم د ځانه سره هسې لګیا و، او په بنده، بنده ژبه یې د مقابلو لورو سره روغبړ کاوه. او زه یې هم مقابلو لورو ته ور پیژندم. ما هم د زړه له کومې هغه څاره چې څه کوي.

څو شیبې وروسته هغه خپلې خبرې داسې پیل کړې:

«پېرجانه!

داټول زما یاران دي،  دا اوس زما کور او کلی دی، ډېر وخت مې له دوی سره تېر کړی دی، د دوی په خبرو سم پوهېـږم او دوی زما په خبرو پوهېـږی. دلته هم داسی یو نظام شته لکه زموږ چې دی. د دوی نظام هم ډېر ظالم او جابر دی لکه زموږ هغه بوراګان چې ډلي، ډلي مخامخ غواړي و ناڅي او تل خوښ او هوسا ژوند وکړي او د هغه آسماني ګل په چوپړ کې و اوسي، چې دوی ورسره د خپل د ژوند په بیه مینه لري او کلونه، کلونه دا ارمان لري، مګر هغه بد رنګه حیله ګر پردي مزدور کرغیړن بورا، چې د څو نورو د ده په شان خرڅ شوو غلو بوراګانو سره یې لاس یو کړی او د دې بڼ او ګلشن د بربادۍ لپاره د هغو نورو ناولده، سرو، شین سترګو او تورمخو غوماشو سره د دې بې وزلو میلیونونو مینو بوراګانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی. لکه چې وینم یې د همدې نظام واکداران او پردي ملګري یې هم راته څو ګوني بریښي، نو ځکه مې ترې ډېر بد راځي.

د دغه بڼ او ګلشن اوسیدونکي ځان هوسا نه ګڼي او ډېر نفرت ترې لري، ځکه چې پردي ورته ښکاري او د پردیو په مرسته ناست دي.

اوس نو ته راته ووایه پیر جانه!

چې زما د عشق ناکامي خو د سنځلې سره زما بې وسي او د سنځلې د پلار بې عدالتي وه، نو زه خو د عشق ناکامیو لیونی کړی نه یم، بلکې دغه د پردیو ظالم او مزدور نظام او دومره بربنډ ظلم او جبر سره، سره بیا هم د دومره ملیونونو بوراګانو نه یوالي او همغږي داسې لیونی کړی یم.

پای

Comments
Loading...