محصله (لنډه کیسه) / امیرشاه یاد

 

په کابل کې هوا ډېره سړه وه. یوه ورځ له ټولګي نه د باندې راووتم او په بهر د لرګنې چترۍ لاندې کېناستم. پښې مې لوڅې کړې او مخامخ مې وکتل. هغه هم زما په لور راروانه وه. د تورو زلفو بار یې پر اوږو پروت و او د ژمي تاوده او ګرم کالي یې پر تن و. د سر په اشاره يې د ناستې اجازه وغوښتله. کېناسته؛ یو وار یې مخامخ لارې ته وکتل، بیا یې پوښتنه وکړه:

ولې؟  ایا پښې دې ژوبلې شوي؟

ما ویل: نا، دومره نه؛ خو د شپې مهال درد کوي؛ نو لمر ورته ښه دی.

– هو! لمر هر څه ته ښه دی او بیا د کابل لمر.

بیا مې ترې د ځان  پېژندنې غوښتنه وکړه.

هغې هم په مغرورانه انداز لکه په قلم جوړې شوې شونډې پرانستې، د لاسونو په اشارو سره یې د ځان معرفت پېل کړ:

نوم مې سنبل دی.

دحقوقو په پوهنځي کې زده کړې کوم. له کندهاره راغلې یم او دلته په لیلیه کې اوسېږم.

– سنبل!؟

– هو! سنبل ولې هېران شوې؟ لکه چې خوښ دې نشو؟

– اممم، نه! داسې نه ده؛ خورا ښکلی نوم دی.

بیا مې ترې د واده پوښتنه وکړه:  واده دې کړی؟

– اممممم څه!؟  واده!؟ د واده په اورېدو یې په سپین مخ او نریو شونډو د موسکا څپې خورې شوې.

– نه! واده مې نه دی کړی.

له نه سره چوپتیا شوه.

د ځان  مشغولولو لپاره یې موبایل له بکس نه راوویسته، نرۍ ګوتې او اوږده نوکونه یې ورباندې تېر کړل.

بیا یې د پام بدلولو لپاره په مخامخ لوري سترګې وګنډلې. دوه درې کسه د چمن په څنډه راروان وو. یوې بلې جوړې هم په خپلو کې خبرې کولو او د چمن په غاړو یې دورې وهلې. بیا یې ساعت ته وکتل او له ځایه پاڅېده، د فضا چوپتیا یې ماته کړه؛ دومره یې وویل: بیا به ګورو.

له څو قدمونو وروسته ټولګي ته ننوته.

له هغه وخت نه ډېرې شپې او ورځې تېرې شوې.

د مازیګر او ماښام تر منځ مهال و. بهر تورتم لګېدلی و. په یو دهلېز کې ناست وم. کتاب مې لوسته. دا هم راغله. خوا کې مې کېناسته. مبایل یې روښانه کړـ  لکه د ماشومانو په څېر یې د ناز خبرې پېل کړې. دا وار یې په خبرو کې ساه ډوبه ډوبه کېده او یوه لویه تلوسه یې په زړه کې وه:

هو ریښتیا! تا واده کړی؟

– غلی شوم. امممممم، یو څه چوپ شوم.

د ځواب په تمه وه. د مبایل شیشه یې لمده کړه بیا یې په قاغذي دسمال پاکه کړه.

په خبرو مې چوپتیا ماته کړه. هو واده مې کړی.

– څه؟  واده دې کړی!!!!؟

نور یې د خبرو مجال له لاسه ورکړ، سلګۍ یې کړې او د نا امېدۍ تودې اوښکې یې  په سینه کې سړې کړې.

ومې پوښتله ولې؟ خیر خو به وي؟

له ځایه پاڅېده او د لیلیې پر لوري یې قدمونه لنډ کړل.

شپه تېره شوه او سهار اته بجې شوې. په هماغه ځای کې مې  ورته بیا د انتظار شېبې تېرولې، چې ګورم دا ځل ورسره د کالیو بکس په لاس او د خپلو ملګرو سره د لیلیې له دروازې راووتله.  د ګاډو تمځای په لوري روانه شوه. په موټر کې سپره شوه او د دنګو  ماڼیو  په منځ کې له سترګو پنا شوه.

د چاپ منبع: سپین غر مهالنۍ، لومړی کال ، لومړی ګڼه،سه شنبه، ۱۳۹۶د لړم ۲۳مه

 

Categories: ارباز خان ساپی,لنډې کیسې