مجبوري- لنډه کیسه

محمد نور شاهین

0 51

ښایسته هوا وه، د ځمکې مخ په شین بخمل پوښ و، هره خوا رنګارنګ ګلان غوړیدلي و، داسې بریښېده لکه هر ګل چې د بل ګل سره د ښه بوی او ښه رنګ په وړاندې کولو کې سیالي کوي.

زه له خپل هغه ملګري سره چې تل به چوپ، غمګین، له دنیا نه زړه توری او له هیچا سره یې ملګرتیا نه کوله، د خپلې پوهنځۍ مخې ته په شین چمن باندې ناست وم.

نن پوهنتون ته لږ د وخته راغلي وو، ما غوښتل د هغه د غمونو پېټی لږ څه سپک کړم، نو بار بار مې ور څخه د هغه د چوپتیا او غمګینی پوښتنه کوله؟؟

خو دی داسې چوپ ناست و، لکه چا چې د نه خبرو کولو قسم ورکړی وي.

بهیر د چمن سرونه په ګوتو کې ونیول، له لګ ښورولو وروسته یې، راکش کړل،  په خپلو لاسونو کې یې، د چمن پرې شوو ټوټو ته وکتل، لاس یې را ټول کړ او ښه په زوره یې ځمکه پرې ووهله.

سر یې ټیت کړ او په ژورو سوچونو کې ‌ډوب شو.

له ښه ځنډ وروسته یې سر را پورته کړ، له وارخطایی مې خوله خلاصه شوه، شونډې یې رپیدلې، له سترګو یې دوه روڼ څاڅکي په ګریوانه پریوتل.

په لړزیدلي غږ یې وویل:هغه واده کېږي، هغه زما نه شوه، ما ورسره له ځانه زیاته مینه درلوده؛ خو هغه لاړه او د بل شوه، هغه لاړه، هغه لاړه!!

 او له دې سره سم په ژړا شو.

په ذهن کې مې بیلابیلو سوچونو منډې وهلې، لاس مې ور اوږد کړ، له مټې څخه مې ونیوه، ټکان مې ورکړ:

 څه شوي، زر راته ووایه، څه شوي؟؟؟

 په غریو نیولي غږ یې وویل: ما له هغې سره ډیره مینه وکړه، خو پلار یې بل چاته ورکړه، راتلونکې شپه به یې واده وي، سره له دې چې هغه اوس د بل چا امانت ده؛ خو دا غواړي چې له ما سره وتښتي او نور ټول ژوند له ما سره یو ځای تېر کړي، زه د دې د آرامولو کوښښ کوم؛ خو دا ماته پیغورونه راکوي.

له جیب څخه یې دسمال را وویست، اوښکې یې پرې پاکې کړې، په داسې حال کې چې ما ته یې په هیله‌مند نظر کتل، زیاته یې کړه؛ ایا مرسته راسره کولای شې؟

دا چې زه په پوره کیسه پوه هم نه وم، خو د ملګرتیا په خاطر مې ورته ډاډ ورکړ:

چې خیر یو څه به وشي.

زما له دې خبرې سره یې ناڅاپه لکه ماشوم، ځان زما غېږې ته را واچاوه او په سلګو یې پیل وکړ.

د بهیر سر مې په ټټر پورې ونیوه، ډاډ مې ورته ورکړ، وروسته مې پدې پوه کړ چې دا کارونه بغیر له پلانه نه کیږي، باید په ښه تدبیر سره پلان ورته جوړ کړو، په همدې خبرو بوخت وو چې یو ټولګیوال مو زمونږ په طرف راغی او ویې ویل:

ـــ راځئ، ښوونکی ټولګي ته راغلی دی او  درس یې پیل کړی دی!!!

نری باد را والوت او د ونو په ښاخونو کې یې شنې پاڼې له خوبه پاڅولې، مونږ هم را ولاړ شولو،  په لاره کې بهیر وویل:

وروره دا نری باد ډیر خوږ ولګیده، لکه چې بریالي کیږو او څنګه دې خوښه ده چې وروسته له مسکا سره خبرې وکړم چې هغه په دې اړه څه وایي؟

زما فکر ګډوډ شوی و، هیڅ نه پوهیدم چې له کوم ځای څخه یې پيل وکړو، درس خوند نه راکاوه، له ښوونکي څخه مې اجازه واخیسته، له ټولګې څخه ووتم، مخ مې په څو لپو اوبو سره ښه یخ کړ.

کله چې رخصت شولو، زه او بهیر له خپل مسیر څخه په بله لار روان شولو، ده خپل موبایل له جېب څخه را ووېست اوبې له ځنډه یې مسکا سره اړیکه ونیوله.

د مبایل د مقابل لوري څخه ځواب رانغی، خو بهیر بیا هم خوښ و، ځکه چې هغه ډیری وخت په یوازې‌والي کې تیر کړی و او اوس زه ورسره وم.

دچینایی ادبیاتو په پارک کې یو ځای کیناستو، اود یو نوی پلان په لټه کې شولو، زمونږ شاوخوا ډیر کسان ول، چې ځای ځای ناست و او هر یوه یې خپل ملګري ته خوله ښوروله، له ډیرو خبرو او پلانونو څخه وروسته مو په دې سلا وشوه؛ چې باید بهیر زموږ له جوړ شوي پلان څخه مسکا خبره کړي؛ خو ستونزه دا وه چې مونږ سره وخت کم و او یوازې یوه شپه وخت مو درلوده، ځکه ټاکل شوې وه چې سبا شپه به د واده شپه وي.

دا چې زه او بهیر ډېر کلک ملګري وو او یو بل ته له خپل سر څخه هم تېر وو؛ خو اوس دا داسې مسله وه چې ما، بهیر او اصلي کس یعنې مسکا ته پکې مشکل جوړېده.

له جوړ شوي پلان سره سم، زه له بهیر سره د هغه کور ته لاړم، تر ډېره مو د خبرو موضوع همدا وه، د شپې تر ډیرې ناوخته پورې مسکا خپل موبایل ته ځواب نه ورکاوه، چې دې کار مونږ دواړه ډیر اندیښمن کړي وو.

بهیر چوپ و، لکه تش کالبوت دیوال ته یې تکیه کړې وه، ساعت ته مې وکتل، له (۱۰:۴۵)وې، پاڅېدم، د ماسختن لمونځ مې ادا کړ، په پای کې مې خدای(ج) ته د سوال لاسونه پورته کړل او د بهیر په مسله کې مې له هغه لوی ذات څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
بهیر ته مې وکتل، د موبایل سپینه رڼا یې پر مخ پرته وه، یو دم را کښیناسته، ماته یې سر په خوشحالۍ وښوراوه، د موبایل له مقابل لوري څخه غږ راغی، بهیر یې په اوریدو له خپل ځای څخه پاڅیده، خبرې یې تر مینځ  پیل شوې، په لومړیو کې په آرامه غږیدل وروسته دواړه ډیر جدي شول، بهیر له هرې خبرې سره خپل لاسونه خوزول، کله به د کوټې یو طرف ته لاړ کله بل طرف ته، بلاخره په یوه خبر سره رضا شول او اړیکه پرې شوه.

په ذهن کې مې رنګارنګ پوښتنې وې، د بهیر په اوږه مې لاس کیښوده او پرې ور چغه مې کړه:

ـــ څه شوي دي؟

بهیر خپلې شونډې بوڅې کړې، بیا مې ټکان ورکړ، وروسته یې وویل:

 هغه مې له ټول پلان څخه خبره کړه؛ خو ویل یې چې اوس ډېره ناوخته ده او دا هر څه نا شوني دي.

له ډېر اسرار وروسته مې دې ته راضي کړه چې هغه به نیم ساعت وروسته په څلور لارې کې زما انتظار کوي.

په دې وخت کې بهیر له کوټې ووت، لږ ځنډ وروسته بیرته په داسې حال کې راغی چې دوه دانې تفنګچې یې په لاس کې وې، یوه یې خپله واخیسته او بله یې ما ته راکړه.

له کوټې څخه را ووتو، هوا ډېره نرمه چلېده او دغه نرمې هوا د یوې لویې پېښې راتګ ته شېبې شمارلې.

 بهیر خپل موټر را وویست، زه هم په تیزی وپورته شوم، د موټر مخ یې د څلور‌لارې په لوري کوږ کړ.

بهیر په ژورو فکرونو کې ډوب و او موټر د ډېر سرعت له امله له هوا سره خبرې کولې.

په موټر کې بهیر د کامیابۍ دعاوې کولې، په څنګ کې مې ولاړو ونو او دکانونو ته فکر شو چې په ډیرې تیزۍ شاته پاتې کیدل.

 شل دقیقې وروسته موږ ټاکل شوي ځای ته ورسېدو.
چې ګورو مسکا له ځان سره یوه بله نجلۍ هم راوستلې ده، بهیر د مسکا په لوري روان شو او زه لږ څه لرې یو لوري ته ودرېدم.

د بهیر او مسکا تر منځ خبرو دوام درلود، کله کله به د دوی تر منځ خبرې ډیرې جدي شوې.

بهیر ورته زارۍ پیل کړې، چې ما یوازې څه نشو کولی او اوس مې دغه ملګري زما سره د هر ډول مرستې ژمنه کړې.

مسکا د دغو خبرو په اوریدو سره په ژړا شوه او په غټو غټو اوښکو یې وژړل.

زه هم لږ څه ور نېږدي شوم او ورته ومې ویل: خورې اوس ډېره نا وخته ده او د خبرو وخت نه دی، ځئ چې لاړ شو او دغه مهلت له لاسه ورنکړو.

 زما د خبرو سره هم‌مهاله مسکا په ټوخي پیل وکړ او بهیر چیغې کړې:

 دا ولې؟؟؟؟

زه چې کله متوجه شوم، ګورم چې د مسکا له خولې وینې روانې وې.

مسکا په چیغو پیل وکړ، ما نه درته ویل چې اوس ډېره نا وخته ده، ما له خپل ژوند څخه لا مخکې لاس اخیستی او نیمه پیاله زهر مې خوړلي، ځکه زه په دې باوري وم چې زه ستا نشم کیدای، نو ځکه مې نه غوښتل چې نور ژوند وکړم.

بهیر چېغې کړې؛ هله ونېسه چې روغتون ته یې ورسوو!!!

خو مسکا په لړزیدلي غږ وویل:

 نه تاسو نور زما د ژوند د خوندي کولو لپاره کوښښ مه کوئ، ځکه اوس ډېره نا وخته ده.

بهیر په غېږه کې ونېوه او موټر ته مو پورته کړه.

موټر ته له پورته کېدو سره سم مو موټر په ډېرې تیزۍ سره روان کړ، نو دا چې شپه وه او په سرکونو باندې ډېر بېرو بار نه و، د مسکا له خولې وینې روانې وې او ټوخل یې، بهیر ورته د فکرونو په نړۍ کې ډوب و.

روغتون ته له رسېدو سره سم مې چېغې کړې، بېړنی ناروغ دی، بېړنی!!!

نرسانو له را رسېدو سره سم غوښتل مسکا پورته کړي خو بهیر پرېښنودل او مسکا یې په خپله غېږه کې را اوچته کړه او د بېړنۍ خونې په لوري یې منډې کړې.

په بستر له څملولو سره سم ډاکټراڼو بهیر ته وویل: نور ته بهر وتلی شې.

په داسې حال کې چې مسکا په نېم ژواندي حالت کې پرته وه؛ چیغې کړې: بهیره، بببههیییره،!!!! مه م، ځ، ځه، مه ځه!!!

له دې خبرو سره یې له پزې هم وینې راغلې او په سلګیو کې یې وویل؛ مینه درسره، مینه….مینه درسره لرم، مینه درسره لرم!!!

له یوې ژورې ساه څخه وروسته یې خوله خلاصه پاتې شوه، نور یې د تل لپاره خدای په اماني وکړه.

ډاکټرانو هم سرونه ځوړند ونیول، یوه یې خپل پوزکۍ کښته کړ او په خواشینۍ یې وویل:

 په تآسف سره چې ناروغ مو وبایلود.

له دې خبرې سره بهیر د مسکا د کټ په طرف ورغئ او چغې یې کړې، مسکا مسکا!!!

له دې سره یې په زړه لاس کیښود، د ډیر درد له امله یې خوله خلاصه کړه او د غټې چغې په کولو سره یو ناڅاپه د مسکا په کټ ورپریووت او بیا یې له خولې آواز اوچت نشو.

زما هم نوره په پښو کې سېکه نه وه، او د خونې په غولې د ځنګنو په سر کیناستم له سترګو مې په داسې حال کې اوښکې تلې چې د بببهههیییرر، بهیر نامه مې تکراروله.

زه هم پوه شوم چې بهیر په بل جهان کې د یو ځای‌والي په موخه په مسکا پسې لاړ او نور به هېڅکله له ما سره خبرې ونه کړې.

Comments
Loading...