!مبایل ورک شو، خو

مطیع الله سحر

0 43

    ماښام ناوخته له پوهنتون څخه را ووتم او د پوهنتون مخې ته د موټرو په انتظار ولاړ وم، موټرې ډيرې وې کوم یوه ته به مې چې لاس ورکړ، موټر به یا له سوارلۍ ډګ و او یا به ښار ته نه تلو.

تر ډیره د سرک په غاړه موټرو ته ودریدم، خو اخیر یو کورلا ډوله موټر راغی او لاس مې ورکړ.

زه : ماما ښار ته ځې!؟

موټروان : هو، راځه کینه.

په موټر کې څلور کسان نور هم ناست و، خدای شته څیرې یې ښې راباندې ونه لګیدې ظاهرآ راته ښه ښکاره نه شول ، جامې د جامو او ویښتو سټایل او حالت یې ښه راباندې ونه لګید، خو مجبوره وم ، ځکه چې ډیره ناوخته شوې وه او ما باید کور ته ځان رسولی وای.

موټر کې کیناستم او د ښار په لور مو حرکت وکړ.

یادو څلورو کسانو خپلو کې خبرې کولې داسې ښکاریدل چې له پخوا سره ملګري وي، خپلو منځو کې یې کیسې، ټوکې او مسخرې کولې د اخلاقو نه هم ډير ټیټ و، ډير په کړس کړس به یې خندل  زه غلی ناست وم، خو ډير ترې په تنګ شوم  ده افغانانو ته نا رسیده لاره هم بنده شوه، موټروان ته مې شل افغانۍ ورکړې او له موټره ښکته شوم.

پلی روان شوم، لږ مزل مې لا نه و، کړی چې یو فکر راته پیدا شو ما ویل چې نن خو له کوره هم زنګ رانغی، باید چې زه ورته زنګ وکړم، نو جیب ته مې لاس کړ، لاس مې له جیبه ښوی ووت.

زړه مې و لوید، ژر مې نور جیبونه وکتل، خو مبایل نه و.

مبایل مې له لاسه ورکړی و، خو په مبایل دومره نه وم خپه لکه څومره چې زما په مبایل کې زما په شخصي موادو، او تر ټولو هغه سیمکارت ته یې خپه وم، په مبایل کې مې فسیبوک، واټاساپ،وایبر او نور ډير څه رانه خلاص پاتې و، سیمکارت کې مې په سل ګونو شمیرې وې، خو تر ټولو مهمه هغه زما د مینې نمبر وه، یو بل سره به هر وخت په اړیکه کې و، د هغې له ماسره ډیره مینه وه او زما هم له هغې سره!

دا مینه مو له کلونو روانه وه، خو له نږدې به مو ډير نه سره لیدل ځکه پښتني کلتور دا نه ایجابوله چې یو بل سره له نږدې وګورو خو د مبایل له لارې به مو تل یو د بل احوال اخیسته

خو دا ورستیو کې مې له هغې سره مینه یو څه پیکه شوې وه، ما داسې فکر کړی و، چې د هغې به هم له ما سره مینه کمه شوي وي، کله مې چې مبایل ورک شو، زما زړه هم نور صبر شو، نو فکر مې وکړ چې زموږ مینه تر همدې ځایه وه، نوره لاړه.

ما هم خپل ژوند ته ادامه ورکړه او خپل کارونه مې لکه د پخوا په شان په خوښیو کول، خو تر څو مې چې بیا خپل پخوانۍ نمبر فعال کولو پنځه ورځې وتلې وې او په پنځمه ورځ مې چې نمبر فعال کړ، څو شیبې لا نه وې وتلې چې زنګ راغی.

چې نمبر ته مې وکتل نو زما د مینې نمبر و.

ټکان مې وخوړ راغلم په چوکۍ کیناستم، ځان سره مې وویل: ما خو فکر کړئ و چې، نور مو مینه پای ته رسیدلې، خو ولې یې راته زنګ وکړ؟

ما هم ځواب ورنه کړ او د کور په لور مې حرکت وکړ.

د شپې مې ډوډی وخوړه او لاړم د مطالعې خونې ته له ځان سره مې چای او یو څه میوه هم راواخیسته، راغلم کمپیوټر مې ګول (خاموش) کړ، ورغلم د کتابونو له المارۍ څخه مې یو کتاب د مطالعې لپاره راواخیسته راغلم بسترې ته مې ډډه ولګوله ، تر ډيره مې مطالعه وکړه.

د شپې لس بجې وې چې بیا زنګ راغی د هغې  نمبر و، خو ځواب مې ورنه کړ، درېیم زنګ یې راغی، خو دا ځل مې ځواب ورکړ او که مې درېیم زنګ ته ځواب نه وای ورکړی په دې باوري وم چې ټوله شپه به خوب ونه کړي او تر سبا به زنګونه راته وهي.

زنګ مې اوکې کړ.

هغې په ډیره مینه او خوږ اواز راته وویل: هلو جان مې!

ما هم په غوصه او لنډ ځواب ورکړ: الیکم سلام.

هغې راته وویل: دا پنځه ورځې کیږي زنګ درته کوم خو مبایل دې ګول (خاموش) وي.

ما هم لنډه لڼده او په غوصه ټوله کیسه  ورته وکړه.

هغې راته وویل: جان مې پوهیږې! دا پنځه ورځې مې هره دقیقه زنګ درته کاوه او په پنځمه  ورځ مې چې کله زنګ وکړ او خاموش نه و، داسې وم لکه مړه چې ژوندۍ شوې یم او ډير مې د خدای ج شکر ادا کړ چې بیا خدای زما جان راکړ.

په دې خبر یې زه ډير ودردیدم ځکه ما د هغې په اړه څه فکر کړی و، او هغې بیا زما لپاره د پخوا په شان هره دقیقه شمارله.

هغې راته په ژړغوني غږ  وويل: ته مې جان یې، ته مې ژوند یې  ته مې هر څه یې او زه خو بې تا هیڅ یم بې له تا هېڅکله ژوند نشم کولی، ته چې نه یې زه هم نه یم اوس مې  ژوند تا پورې تړلی دې… .

Comments
Loading...