له عسکر څه پاتې وو

توریالی ملیار

0 66

د جنازې صفونه ودریدل، لمونځ اداشو، ملا وغږیده او عسکر خاورو ته ټیټ کړای شو، فاتحه خلاصه او ستر غم یوې خړې جونګړې ته اړم شو، بله ورځ جومات کې دوکانداران سره وپسنېدل، یوه وې کورنۍ یې له ما مالګه وړې، بل وې د بوجۍ اوړو پیسې پرې پاتې شوې، بل وې درې میاشتې مخکې مې ټیم غوړي ورکړي و، درملتون والا وې د پلار د نسخو پیسې یې تر اخره را نه کړې، یوه بل دا وخت د کور د کرایې پیسې هم یادې کړې، وې د دریو میاشتو یې ګورته ورسره یو وړې، یوه پکې غږ وکړ وې ملامت نه و، نه وې ورسره که نه بد معامله نه و.

مجلس ګرم و، ناڅاپه د نعیم زوی په بیړه جومات ته را ننوت په وارخطایئ یې وویل بابا مې خوده څنګه شو، چې ورغلو د بابا پښې په جایماز وې اوږه او سر یې بالښت ته تکیه پور یې پرې کړی و، مخامخ د سړې کوټې په یخ دیواله یې د ځوانیمرګ نعیم عکس ځړېده، برګه دریشي او ګوته په ماشه ولاړ و، د وره پر سر په رپک څو سپارې او یو قرآنکریم ایښي و، په میخ یې یو جوړ تسبیح ځړېدلې، په غولي د سترنجي پر سر دوې پيتې توشکې هوارې وې، یوه کونج ته څو پيوند پیوند توشکې، کمپلې ا وبړستنې ټولې وې، ماشومه  لمسۍ یې د کوټې په منځ کې ولاړه او ژړل یې، نیا یې ورته وې بچکې مه ژاړه هوا یخه ده اوښکې دې مخ چاودې کوي… ما دغو ټولو ته نظر اچولی و چا غږ وکړ وې پورته یې کړئ چې تر اوبو یې وباسو په مړي ځنډ نه دی پکار، یوه بل د کفن پوښتنه وکړه، میرمنې یې په ریږدیدلي غږ وویل کفن نه لرو، وې ګرمې اوبه؟ وې لرګي نشته، وې د اوبو ګرمولو لپاره یو لوی دیګ؟ وې لوی دیګ مو پخوا هم نه لاره، وې کور کې که کوم مشکي سابون وې؟ وې د کالیو مینځلو لا نشته.

کونډې نږور یې غږ وکړ، د نعیم ټلفون پاتې دی خرڅ یې کړئ او په هغه کفن واخلئ، ټلفون یې په ریږدېدلو لاسونو خواښې ته ورکړ لا یې خواښې لاس نه و ور اوږد کړی چې موږ یو- یو په کفن، لرګیو، دیګ او …. پسې ووتلو.

Comments
Loading...