لنډکی داستان – ستا نرخ څو دئ؟

ژباړن: نذیر احمد رښتینی

0 62

وايي چي د یوه سوادګره څخه چي په نړۍ واله سطحه د زنځیرانو د خرڅ مشوره کمپنۍ هم لري پوښتنه وسوه:
– (ستاسي د بریالیتوب او ښې سرمايې راز په څه کي دئ؟)
– (زه د انګستان په یوه فقیره کورنۍ کي پیدا سوی یم. ما ځان په واقعي بڼه فقیر لیدئ، خو د فقر کولو هیڅ لار و لیکه نه رامالومېده!…
د تل په څېر یوه ورځ یوه هوشیار سړي ته ورغلم، خپله قیافه مي د یوه غریب او مظلوم انسان په ډول جوړه کړه او د هغه څخه مي په فقر څو روپۍ وغوښتې.
هغه زما سر، پښو او ټول وجود ته وکتل او وې ویل: د فقر پر ځای راسه زه و ته یوه معامله سره وکو.
– څنګه معامله!؟
– اسانه ده. ستا د ګوتي یو بند په لس پونډه درڅخه رانیسم!
– ومي ویل: ښاغلې اجبه خبري کوې، زه د خپلي ګوتي یو بند ولي په لس پونډه خرڅ کړم!؟
– نو په شل پونډه يې هم نه خرڅوې؟
– شوخي مه کوه؟!
– یا مسخرې نه کوم، زه رښتیا درته وایم.
– ګوره ښاغلې، زه ګدا یم خو بې عقل نه یم.
هغه په مسلسل ډول قیمت لوړوئ چي اخر ئې د زز پونډه وړاندیز راته وکئ.
ورته ومي ویل: که لس زره پونډه هم راته راکړې، زه به دا د بې عقلۍ معامله درسره ونه کړم.

ده راته وویل: اممم ښه نو که ستا د ګوتي د یوه بند نرخ لس زره پونډه دئ، نو د زړه نرخ دي څو دئ، د سترګو، غوږنو، مغزو، لاسو او پښو په اړه هم راته ووایه!
زه فکر کوم چي که دي ټول په څو ملیارده پونډه وغواړم هم به ئې راباندي خرڅ نه کړې؟!
ومي ویل: هو، سهي خبره کوې.
وې ویل: نو تو خو یو ډېر سرمایه داره انسان يې، خو خیر ټولوې …؟! ته له خپله ځانه نه شرمېږې!؟

زما له پاره دا اجبه خبري وې، ما يې ته تکان راکئ، زه او زما ذهن ئې له یوه اوږده خوبه راویښ کړو!!
زه ناګهانه رابیداره سوم، فکرمي وکړ چي زه نوی خو ډېر سرمایه داره پیدا سوی یم، چي دا سرمایه زما په خلقت کي وه.
له هغه ساعته مي نور د فقر کولو کسب او فکر وغورځول او د نوي تصمیم سره مي نوی ژوند راپیل کړ.))

زموږ دا کیسه کۍ د ويښتوب له پاره کښه سوې وه، خو موږ ټول عمر له دې څخه د خوب استفاده کوو، لږ فکر وکړئ!!

Comments
Loading...