لنډه کیسه  – قفس د سپیوله پاره!؟

خالق رشید

0 49

               تیره شپه بیا خوب نه راته ، نارامه وم ، ړنګ وبنګ دکړکۍ خولې ته ودریدم ، ومې لیده چې سخته تیاره وه ، آسمان ته مي وکتل ، تورې وریځې خپله غیږه پرې اړولې وه،سړک ته مې وکتل، سپین ږیري سړی پرتیاره سړک راروان و ، فکرمې وکړچې کوم مالت وال دی،جومات ته ځې، له ځان سره کلمې وايی او دعاوې کوې، خوکله چې زموږ کړکۍ ته را ورسید،مایې وروستۍ خبرې واوریدې،هغه چې دتالندې له ټک سره یې ترخوله راووتې  :

 ـ وچه تیږه یې کړې … دا توره وریځ بې څه نه ده ، بې څه داسې  نه غړمییږي، خدای مودې ددې تورې وریځې له درنو ږلیو وساتي … هو ، ددې تورې له تورو درنو ږلیو…

زما دفکرلړۍ لاهم دسپین ږيرې په درنه جمله کې ډوبه وه چې موبل مې وشرنګیده، تڼي مې کیکښه ، زرمې سلام ورته ووایه، چې له هغې خوا غږ راغي:

 – دولت خان له امریکا نه خبرې کوم ، غږمې اورې ؟

– هو، هو، اورم یې ،څنګه یې ؟

ـ دالله فضل دی ، ټول جوړیو، لالا درغلی ، همدا نن سحر په شپږو بجو درسیږي، له دوستانوسره یي هرکلي ته ورشئ …  هو، ګوره یولوی موټرهم درسره بوځې چې کوم لوی شي یې اخیستې ، هغه په واړه موټرکې نه ځاییږي …

ما زر ورغبرګه کړه  چې دالوی شي ، به څومره لوی وي ؟ دابه څه شي وي ؟

خودده یوازې دومره غږ راغی :

ـ قفس ورسره دی ، قفس هغه هم ډیرلوی… لوی …

دولت خان دماما څلورم زوی دی، مشریې ورور یې چې څوڅوځلې پخواهم وطن ته راغلی و او دخپلوسپیوله امله ټولو پيژانده داځل بیا له امریکا را روان شوی و، خودغه ټکي یې زه په سوچ کې کړم چې دی داځل قفس څه کوي ، هغه هم له امریکې !؟

ترڅوچې پنځه بجې کیدې ما هم ټول خپلوان خبرکړل ، ټولوته مې وویل چې هرڅوک لوی موټرلري هغه دې هم له ځان سره راولي ، چې دماما زوی داځل بیا څه نوي نخره له ځان سره راوړې ده، ما داهم دټولو ترغوږو ورتیره کړه چې داځل له کوم لوی قفس سره له امریکا راځوځیدلی دی … هو ، له لوی قفس سره … خدای دې خیرکړې …

خوټولوبه زما په ځواب کې د قفس له اوریدوسره سم همدا یوغږ ترخوله رایوست :

ـ قفس

ـ قفس

ـ  قفس  … قفس … قفس …

الوتکه لاپه هوا کې وه چې موږ ټول دهوايی ډګر ترمینل ته ورسیدو، ورته ودریدو، سره دوه دوه شوو، هریوه له یوه اوبله هم دا یوه پوښتنه کوله :

ـ په دې قفس باندې به څه کوي ؟

بل به ځواب ورکړ:

ـ تا ته دماما دا پساتي زوی نه دی مالوم ؟ دهغه هرځل را تګ یوغم دی اویوه نخره … داځل یې هم داسې دربوله …

بل به ویل :

ـ په قفس کې به یې خامخا یوشي هم وي ؟

ـ څه به وې ، دهغه اوسپیو یارانه ده … اوس به یې ګورې چې یو دوه خوبه په کې چونګیږي …

ما زر ځواب ورکړ :

ـ نه ، نه داځل یې د سپیو څه ونه ویل …

یو، یونیم ساعت وروسته دماما مشرزوی په امریکایي کاوبای کې  خرامان خرامان  را ښکاره شوه ، موږ ټول ور وړاندې شو، هڅه مو کوله چې په غیږ روغبړ ورسره وکړو، خوده یوازې دسرپه ښورولو موږ ټولو ته دهرکلي ځواب راکاوه ، سردارخان اکا غوښتل چې غیږه ورکړي اوټینګ یې په غیږ کې ونیسي ، زر یی په لوړآواز غږ پرې وکړ :

ـ اکا رانږدي کیږې به نه … ځان در ونیسه …  تاسې خبر نه یاست چې کرونا مرض  راغلی …

اکا دده په خبره پوه نه شو ، سخته غوسه ورغله :

ـ … زویه موږ دې مړی ژاړو او ته مو په خوله خاندې …

همداسې یې په قهراوغونګ غونګ سره موږ پریښودو او دماما امریکایی زوی …

موږ ټولو په ګډه دماما د زوی پیټی له پټۍ  راواخیست ، لوی قفس هم په کې و، خو داسې نه ښکاریده چې دا به قفس وي ، ځکه چې  هغه یې په توره پرده کې ښه  نغښتی و…  ځکه خو شریف الله خان له ما پوښتنه وکړه :

ـ تاخو ویل چې قفس ورسره دي ..: چیرې دي ؟

ما زر ور غبرګه کړه :

ـ شریف جانه ، لږ صروکړه ، دماما زوی هم دامریکایانو خوی اوبوی اخیستي ، هغوی وایي یو څه اوکوي بل څه … قفس به خامخا وي …

موږ را روان شو، زه هم دماما له زوی سره په یوه موټرکې کورته پرلارشوم ، په لاره کې یې له ما دوطن په باره کې لنډه مالومات واوریدل ، دخپلو هغه پخوانیو سپیو پوښتنه یې وکړه چې څنګه دي  ؟  له ده تیرځل یوڅوهغه په کلي کې پاتې شوي وو، خو ماته په هغه باره کې څه مالومات نه ول … ځکه مې ځان غلی ونیو…

دماما زوی داځل ډیرخوشاله ښکاریده، خو موږ یې دخوشالۍ په دغه چل باندې نه پوهیدو… کله چې کور ته ورسیدو، نورپیټي خو مو کورته ننه ایستل ، خو دا یولوی پیټي زموږ تر دوازه دننوتو نه و، ځکه مو هم هلته تر دروازه دباندې پریښود، دماما د زوی هم دا خوښه وه ، ځکه یې یوځل ترخوله راووتل :

ـ  هو، همدلته یې پریږدئ ، دې ته لا وخت شته ، اوس هسې هم نه دي په کار…

موږ کورته نتوتو ، چای مو سره وڅیښ ، چې دکور په مخه کې دمالت والو هلکانو او نجوني انډخرجوړشو … اوهریوپوښتنه کوله :

ـ تردې تورپوښ لاندې به څه شي وي ؟

یوه به ویل :

ـ بم دی ..

بل به ویل :

ـ توپ اویا کومه بله خطرناکه وسله ده …

خو ترانه ترور چې څنګه خبره شوه ، سمدلاسه  راورسیده او توره پردې یې له یوه کونجه پورته کړه :

ـ قفس  … قفس … دومره لوی قفس … د دومره لوی قفس له پاره خو ما دومره لوی مرغه هم کله نه دی لیدلی …

ترانه ترور زموږ دکلي بي بی سې وه ، ځکه چې په هرڅه یې ترنورو دمخه ځان خبراوه … دهغې له پاره اوس دا اړینه وه چې باید دقفس ، هغه هم ددومره لوی قفس په رمز باندې ځان پوه کړي … ځکه خویې دروازه را و ټکوله …

ـ دروازه خلاصه کړئ ، ټول عمرمو دروازه نه تړله نن ، څه خبره ده چې …

زرمو دروازه ورخلاصه کړه ، او مخامخ دماما دزوی مخې ته کیناسته …  د وړو او زړو ټولو دحال احوال پوښتنه یې ترې وکړه … دماما زوی هم څه ډالۍ چې درلوده هغه یې ترور ته ورکړه … هغه یی لا په لاس کې وه چې ورنږدې شوه :

ـ زویه دا قفس دې د څه له پاره راوړی دی … دومره لوی قفس … اوله امریکي تردغه ځایه دهغه راوړل… یوازې پردې مې پوه کړه بس،  نور نو آرام وکړه … پوهیږم چې ستړی ستومانه یې …

دماما زوی ورته وخندل :

ـ ترورې دا څه لویه خبره نه ده ، سبا بله ورځ به یې درته ووایم …

ـ نه زویه ، اندیښنه مې ده … همدا اوس یې راته ووایه ، قفس … هغه هم دومره لوی …. ؟

ـ ترورې ، مرض راغلی …  دنیا وارخطا ده …

ـ نوچه دنیا وارخطا ده ته دمرض مخه په قفس نیسې ؟  لږمې ملا کړه ، زویه ، نه پوهیږم سرمې نه پرخلاصیږي …

دماما زوی یې رښتیا لارورکې کړی و، ځکه خويی ورته وویل :

ـ ترورې دا مرض،له سپیوپیداشوې … سپي خطرناک دي …

ـ دمرض چاره خوپه دوا کیږي ، تانوڅنګه قفس پسې راوړی …

رښتیا، دماما زوی هم ستړی ستومانه ښکاریده، خو دتراني ترور پوښتنو هم ترستونی راووست ځکه یې ورغبرګه کړه :

ـ ترورې سپیو ډیره خرابي کړې ده ، هو، ډیره خرابي … دوی دومره … شول چې خبره یې مرض ته ورسیده …

ـ پخوا خو به تا له سپیو ننګه کوله او ویل به دې چې په امریکا کې سپي پرخلکو ډیرګران وي … هغه ګراني څه شوه ؟

دماما د زوی اوترانې ترور خبره اوږده شوه، خو دا ترې په ډاګه شوه چې دماما زوی داځل دومره لوی قفس د سپیو له پاره دامریکایی یارانوپه سلا راوړی و، خوپردې یې موږ هم نه پوهیدو چې دی څه ډول سپي په دغه قفس کې چیرې وړي ؟ ، کله یې وړې اوڅنګه یې یې وړي  ؟

مازدیګر شو،چې ترانه ترور پورته شوه خو داسې ښکاریده چې پوښتنې یې ځواب شوې نه دي ، په تلو تلو کې یې یوازې دماما زوی ته وویل :

ـ خدای دې توفیق درکړي چې د سپیو له غمه زموږ کلي کورخلاص کړې ، خو، زویه داهم درته وایم چې زما باورنه شي  …  !

دغې اوږدې مرکې نورموږ ته هم حوصله نه وه  را پریښې ، زموږ لمانځه ته تلوارو، همدامو غوښتل چې ترور زر له دغه ځایه لاړه شي … خو هغې به چې یو ګام پورته کړ، بیا به بله وریاده شوه …  په پای کې موهغه ترلایه ونیوه چې دماما زوی خپل وروستی اوخپله وروستۍ خبره وروکړه :

 ـ ترورې ، ما خو قفس پسې راوړی ، دعاکوه ، دعا … دا ځل مو ترې بې غمه کوم ، خو دا اندیښنه مه کوئ چې چیرې او څنګه ؟  داقفس یوازې د مرضی ، ګوډو ، پکو اوپمنوسپیو له پاره دی …موږ باید انسانان دهغو له شره وژغورو  … ځه چې تیاره کیږي …   په خدای د سپارم …  !!؟

پای

د شل شل کال  دفبروری ۲۸

Comments
Loading...