لنډه کیسه : د سپیو تود بازار/ خالق رشید

0 114

پرون یوناڅاپه په کلي کې آوازه شوه چې دماما زوی بیا له امریکا کلي ته را روان دی ، له آوازې سره سم ، زموږ دکلیوالو تبصرې هم پیل شوې ، دټولو لویه اندیښنه داوه چې بیا به له خپلو سپیوسره چې پرده ترایمان هم ګران دي ، را  روان وي اود کلي ټول ماشومان به د خپلوسپیو په نازو اوننداروله کاروباراو ښوونځیو تلو پریوه خوا کړي …  یوه دوې ورځې لا نه وي تیرې چې دماما زوی له خپل کاوبای پتلانه سره کلي ته راورسید… دالله مهرباني وه چې له راتګ سره سم خو کوم سپي می ورسره نه و… کاکوماما چې زموږ په کلیوالو کې په زړه  زړورو له روغبړ وروسته په لنډو کې په ناز او نیاز سره وریاده کړه :

ـ  څنګه وشوه چې دا ځل یوازې بې نازدانه وو سپو وطن ته ….

دماما زوی چې عینکې یې پرسینه باندې لمر بریښولې ورغبرګه کړه :

ـ پلار را سره و ، داځل مې دهغو پرځای ، هغه له ځان سره راووست … په دوبۍ کې دی ، راځي …

–  ښه دې وکړل بالا، د پلارخدمت هم ضرور دی …

– د خدمت خبره نه ده ، دوستانو راته وویل چې کابل اوس په سپو ډک شوی ، دلته هم اوس ښه نامي سپي پیداکیږي …

–  هو، بالا ، اوس کابل هغه درش څلویښت کاله پخوانی کابل نه دی … دلته اوس د هرملک اوهرځای نامی سپي په مستۍ سره را رسیدلي … ښه دې وکړل، کابل هسې هم یوشمیر، چې خپله هم ترسپوکم نه دي دسپو په تاوده بازار باندې اړولی دی … دهرچا ، دهرلوري ، په هره کچه …

لایوه اوونۍ دماما د زوی له راتګه نه وه تیره چې الف خان ماما هم کلي ته ورپسې را ورسید ، موږ ټول اوس غوږ پرآواز وو چې ماما خوکله هم  بې څه وطن ته نه راخي ، خامخا څه خبره خو شته … هسې خویی کورنۍ هم له هغې ورځې چې ډالریې پیژندلي وو، دنه منلوکارونه کړي وو.. ځکه خو کلیوالوهم يخ پراوبو ورسره پورې کاوه …. اوګوزاره یې ورسره کوله …

په څو ورځوکې الف خان ماما خبره په ډاګه کړه اوهرچیرې به یې دا ویله چې زوی یې داځل ددې له پاره راوستې چې یایی وزیرکړي اوکه وزیروهم نه شي ، نو والي اوولسوال خو باید چې شي او شي …  په هغه ورځ چې ده داخبره په ډاګه ګړه کاکو ماما بیا ور په غوږ شوې و :

–  هلک څه شي لوستي ، فاکولته ما کولته یې ویلی که نه ؟

– بیخي ، نابغه دی ، نابغه …  د نابغه په مانا پوهیږې ؟ تر مفکر لږ راکښته ….

– ښه ، ښه ، هو مفکرخو مو وپيژاند چې چاته ویل کیږي خوزما هدف دادی چې څه کمال لري چې باید وزیر، والي او یا ولسوال شی ….

– هرڅه لري ، لپ ټا پ ، لري ، انګریزي ، لیکلای نه شی خو د ویلویی شین ټاکو دي …  امریکایي نجلۍ ملګرې لري …

ماما خو دخدای ماما دی ، لږنورهم ورنژدې شو، ورسره یې اوږده کړه اودا پوښتنه یې هم ترې کړې وه :

ـ په دین کې څنګه دی ، لمونځ مونځ هم بالا ورځي ، کلمه ، الحمدالله یې زده ده که نه ؟

–  په دین خو لا څه کوې چې ان په فلسفه پوهیږي … نجل یي عیسوئ ده ، هره یکشنبه یي په زور له ځانه سره کلیسا ته بیایی … دا دین نه دي نو څه دی … هسې خو په افغانستان کې ټول لویان د دین دعوه کوي ، خو چې د رښتیا میدان راشي ، په دې نه پوهیږي چې حسین  د پیغامبر لمسې دی که دخدای …. ؟؟؟   په دې خوبه پوهیږئ که نه ؟   

ـ هو ، پوهیږم ، پوهیږم ، خو زما هدف بالا دادی چې مسلماني یې څنګه ده ؟

–  بس ږیره به پریږدي ، لونګۍ به دکاوبای پرځای ور وتړو … هسې خو اوس د دین پوله دږیرې پر توهین اود دافغانیت دپګړۍ پرسپکاوي باندې دریدلې ده … نور نو څه غواړې ؟ څه ؟ څه …  ؟؟؟

اوماما نوره خوله خلاصه نه شوای کړای …

 څو ورځې وروسته الف خان ماما له خپل امریکایی پاسپورت سره کابل ته ولاړ، هلته یې یوڅوورځې له خپلوخپلوانوسره تیرې کړې ، خو چې بیرته کلي ته راغی ، هرځای به یې داخبره کوله چې د امریکا سفیر دی ورغوښتی و،  زوی به یې ډیر زر په خیر په یوه وزارت ، ولایت باندې وټاکل شي …   ماما په همدغه ښوروا کې وړوله چې یوناڅاپه ناروغه شو، دهغه ناروغي هم عجیبه وه ،  نه ده او نه یې زوی دهغې په باره کې چا ته څه ویل، پوهیدل چې ناروغي نه وه ، ناسورو، زریي همدا سره جوړه کړه چې باید بیرته ځان امریکا ته ورسوي … لا یې یوه اوونۍ تګ ته پاتې وه ، ماما نارغه و، باید زوی یې هم ورسره تللی وای …  خودهغه ترټولو لویه تلوسه دې ته وه چې باید داځل له ځان سره یوسپی ، یوکابلي سپی … هم خامخا بوځي ، که ماما ده ته د وزارت او ولایت خوبونه لیدل ، خوهغه ټول دده له ناروغۍ سره هیڅ شول ، دماما زوی هم دچا خبره په بله کې و،  ځکه خو یې ټولو کلیوالو، دوستانو اوان عاموخلکو ته د تلیفون اوایمیلونو له لارې پیغامونه واستول چې ده ته باید یوښکلي سپي ، یوښکلي کابلې سپي هم ورپیداکړي، ده دا اعلان هم ورکړی و چې : هرڅوک چې خپل سپی خرڅوي ، هغوی د هم له خپلو سپوسره زموږ کلي ته راشي …  که څه هم ماما ناروغه ورته پروت و خو ده بیاهم ویل چې دا دده پلان دی … ځکه خو دا ځل په همدغه هیله اوله همدغه پلان سره  راغلی و، اودوستانو یې هم ورته ویلي وو چې : په کابل کې خواوس د سپیوبازارسخت تود دی … ځکه خو ده هم دا پلان درلود چې له دغه تاوده بازاره بې برخې تش لاس بیرته امریکا ته ولاړنه شي …

د یکشنبې ورځ وه ، چې زموږ دکلي په لویه دروازه کې د خلکو ګڼه ګوڼه دومره زیاته شوه ، چې زموږ ټول کلیوال یې حیران کړي وو، په هغه ورځ به چې زموږ له کلي لیرې زیاترو خلکو فکرکاوه په الف خان ماما باندې خدای مه کړې څه شوي دي ….  خوچې کله به نږدې کلي ته راغلل ، نو بیا به یې په دروازه کې تر سړیو سپي ډیرلیدل ، دومره سپي چې موږ په دومره  شمیر ، په دومره رنګارنګۍ ، سپي کله هم په خپله دروازه کې نه وو لیدلی . د ماما زوی او یاران یي د سپیو په منځ کې سخت سره بوخت شوي وو، سپي وو چې سپي وو ، هرچا له هرې خوا یو ترغاړه را نیولي و،  بیه بقاله داسې ګرمه روانه وه چې یوازې به دې همدا یوڅوغږونه اوریدل :

ـ  دا په څو ؟

–  په دوه زره ډالره …

ـ داد ې له کومه کړې ؟ 

–  له یوه چینایی انجنیز سره مزدور وم ، هغه کورته ولاړ دا یي ماته راکړ …

– روزل شوی ؟

ـ بالکل ، زه په چینایی ژبه ورسره خبرې کوم … چون ، پون ، سن ، ټونګ  ، ټانګ ، کون  …  اودسپي غوږونه به څک شول …

بل به له بلې خوا پربل باندې غږ وکړ :

ـ دا په څو ؟

ـ په لس زره کلدارې  …

ـ څه کمال لري ؟

ـ پلاریی انګریز او موریي پنجابي وه …  موریي هم راسره وه ، خو په اټک کې ملیشه وو رانه کښته کړه ویل یې یوازې دیوه سپي حق لرې چې بویي ځې … په څو ژبو هم پوهیږي … انګریزي .. پنجابي او ….

له بلې خوا به واوریدل شول :

ـ دا په څو ؟

ـ په  دوولس زره روبله …

ـ څومره ډالرکیږي ؟

ـ نه پوهیږم …

ـ څه کمال لري او څو کلن دی ؟

ـ بس روسی دی ،  آرام پروت وي ، که روسي دې زده وي ، ورسره وغږیږه ، خپله ځان درښیي …

له بلې خوا به بل پوښتنه وکړه :

ـ دا په څو ؟

ـ  په پنځوس ملیونه تومنه ….

ـ تومن یې لاڅه شي دی … ،

ـ ولی نه پوهیږې ، ایراني روپي ده ،

ـ  دایراني سپي کمال دې راته وایه ،

ـ  بس ډیروفادار دی ، ما په ایران کې پریښود ، له هغه ځایه راپسې راغی ، په چیجوری ، مال کجایی ؟ نون میل داری … افغاني پدرستوخته را نگذاري …  باندې ښه پوهیږي …. هرچیرې یې چې بیایې هلته خوشاله وي …

دماما د زوی وروستئ بیه بقاله وه :‌

ـ دا په څو ؟

ـ  دا زما له خوا ډالۍ ده ، تا او الف خان ماما ته …

ـ کمال اوجمال یي څه دې ؟

ـ وطنی دی ، یوازې مور یې امریکایئ ده …

دامریکایي په اوریدو دماما د زوی  ډډه ورته ونه لګیده ځکه یې زر ورغبرګه کړه :

ـ یاره ماما دا دې بیرته پرتامبارک وي، له دغه نسله دښوتمه نه کیږي … بس درسره ساته یې …ما ته ځان معلوم دی …( په خندا ) خپه کیږه مه درنیسه یې …

       ترناوخته پورې همدا بیه بقاله روانه وه ، خو دماما زوی یوپه زړه جوړ سپي په کې ونه موند ، دما ښام له آ ذان سره سم موږ په کلي کې یوڅه  دآرامۍ احساس وکړ،  لامو سمه دمه نه وه نیولې چې په کلي شورماشورشو،  ټولو له یوې او بلې خوا ، خدایه خیر… ځدایه خیر … نارې را پورته کړې ، ځکه نه پوهیدل چې څه شوې اوڅه خبره ده …  ټول کلیوال بیا دکلي لویي دروازې ته راووتل ، کاکو ما لا دوخته خبرو چې الف خان ماما په حق رسیدلې و… هرچا به چې دهغه دمرګ خبر واورید  ترخوله به یې را ووتل : دټولو دخدای پرلور ورمخه ده … خدای یې دې وبښي … هو، خدای یې دې وبښې … ښه سړی و…

او الف خان ماما مړشو ، نژدې یوه اوونۍ زموږ په کلي کې دغم ټغر وغوړید ، خو لا اوونۍ نه پوره شوې چې دماما زوی ، دماما اسناد بیرته په بکس کې واچول او مخ په امریکا روان شو، یارانو دوستانویی بیاهم ورته وویل چې یوڅه موده پاته شه ، کیدای شي د امریکا سفیر دې ور وغواړي ، که وزیر نه شوې والي او ولسوال خو شې …  خو ده ته ځان او الف خان ماما دواړه معلوم وو چې داهسې لاپې وې چې کلیوال یې پرې غولول …  په هغه ورځ چې بیرته ښارته روانیده ، کاکوماما یې خداپامانی ته ورغلی و، دهغه یي هم نه وه منلي ، ځکه خو یې په وروستۍ کې ورته ویلي وو :

ـ خالي لاس مه ځه ، سږ دې له امریکا د سپي پرځای پلار راووست ، داځل دهغه پرځای وګوره کوم سپي درسره بوځه … له کابله خالي لاس مه ځه …  نوم به دې پرې لوړ وي …

دماما زوی چې زړه یې د کابل له ارجلو سپيو تور شوی و ، پرته له دې چې کاکوماما د خبرې په نازکۍ پوه شوې وي ورته ویلي وو:

نه ، نه ، کاکو ماما ، دکابل سپي دکابل له پاره… همدغه بازاردې پر دوی توود وي … دوی خپله دنورو دي … نورو ته لکۍ ښوروي اود خپلو وینې تویوي … که زما منې پنځه وخته خدای ته لاس په دعا شئ چې خدای مو ترې وساتي …

دماما زوی ولاړ ، دا څلورم کال دی چې بیا یې مخ دوطن پرلور نه شو… خوپه کابل کې د پردیود سپو بازارلاهم تود دي!! ؟؟

پای

د  دوه زره اتلسم کال د دسامبر شلمه

Comments
Loading...