لنډه کیسه: خالق رشید-بیا سپـي، بیا جنـګونه … !!؟

0 123

  بیګا می ګډوډ خوبونه لیدل ، یوځل مې خوب لیده چې زه په دوبۍ کې اویاهم په کوم بل ځای کې یم، یوڅوک د یوه تابوت سرته ناست دی ، خلک یي لکه مداري، پرځان راټول کړي چې په شته تابوت کې دمړي مخ ور وښیی، خو ځان په یوه او بله غولوي اونه غواړي چې څوک دهغه مخ وګوري … پرده راټول شوي خلک ټول فکرکوي ، نه دا چې،د دوی کوم خپلوان په دې کې وي، خوډیربیا وایي نه، کوم بل ناویلی راز به وي… خلک چې هرڅومره ټینګارکوي، دتابوت څنګ ته ناست یارهمداورته وایي :

ـ زه پوهیږم … ترڅویی زه در ونه ښیم تاسو یي نه شئ لیدای … هو که زه دا درته خلاص هم کړم ، تاسې هغه نه شئ لیدای … چغې مه وهئ … بس څه چې زه وایم هغه منئ او له ما پرته نورڅه ته مه ګورئ … اومه یې اورئ ، زه یم چې  دنیا په هرڅه پوهیږم … په هرڅه … ځکه چې زه په دنیا کې …

له همدغه درانه خوب  سره وارخطا را ویښ شوم، پام مې شوچې دهندوستان په یوه روغتون کې یم اود ناروغانو له آهونواو زګیرویو، خرهار اوسرپهار پرته نورڅه نه اورم او نه راته ښکاري…  یوساعت مې لاس په سرونیول، ماما رایاد شو، دهغه زوی را یاد شو…  زما دا یاد نه و بلا وه، چې موبل مې شرنګ وهل، ورته ومې کتل چې دماما د مشرې لورزنګ دی ، زرمې د بلې پرځای یو اوږد هـــــــــــــلو ورته ووایه … خوهغې پرته له مقدمې وارد واره ځواب راکړ :

ـ هلو ملو پریږده ، غږونه اورې ، غږونه ؟  واوره … واوره… !!

غږونو ته مې غوږونه څک کړل، ورته ځیرشوم، دانسانانو او سپیوغږونه مې غبرګ په یوه وارترغوږو تیرشول،بل ډول غږونه دخلکو غږونه، زارۍ او :

  ـ دخدای له پاره … دخدای قهر دې درباندې نازل شي … اخ ويې خوړم … اخ دهغه لاس يې وخوړ… دهغه تور سپي له سترګوډاریږم … څوک شته ، څوک زموږ غږونه اورئ ؟

همداسې د خلکو د فریادونو له منځه د سپیو دربی او غړمبا هم په ګرمئ سره را خته …  داسې چې تا به فکرکاوه… دانس اوجنس د له منځه وړلو له پاره دوی ګمارل شوي او ژمنه یي کړې چې انساني نوغی باید د خدای دځمکې پرسر پاتې نه شي …د مامالور کمره هم راته چالانه کړه : سپیو بده ورځ جوړه کړې وه، په خپلو تورو، سپینو، سرو ، شنو رنګونو او وحشتناکو غپاوو او غړمباوو کې یې ځانونه له خپل ټول وحشت سره هرې خواته ښودل … اوداهغه څه وو چې اوس دماما لوردخپل موبل د کامرې له لارې په ژوندۍ بڼه را ښودل ‎…

زرمې دماما پرلورغږ وکړ:

ـ  دا ولې ؟  خبره څه ده ؟

هغې هم ژړل خبرې یې ترخولې نه راوتې پرته له یوه ټکي :

ـ  نه پوهیږم خپله یې درګوره …

خو زر یی راته کړه چې  دماما د زوی نازولي سپي وږي شوو، په کلي کې یۍ یوڅوک هم بې داړلو نه دي پریښې … ټول غم له همدغو امریکایی نازولو سپو را پیداشوی دی…

له ځایه را پورته شوم ، د روغتون دکوټۍ له کړکې مې یوې اوبلې خوا ته وکتل، ارامه آرامې وه ، تیاره ، زړه مې نرۍ نرۍ څیړیکي وهلې،  دتیارې زړه ته مې په ناروغو سترګو کتل، خو څه مې بیاهم نه ترسترګو کیدل، لږ شیبه وروسته مې دماما زوی ، ته هغه چې تل به وطن ته هم له خپلو سپیوسره را روان وو ، زموږ د کاکوجان اکا پروینا تار ورتیرکړ، له ډیره ځنډه مې دهغه د درانه غږ پرځان یونری غږ ترغوږ شو :

ـ ته څوک یی ؟

زرمې ځواب ورکړ :

–  شهاب الدین له هندوستانه …

نورمې دخپل غږ ځواب وانه ورید ، تلیفون یي غوڅ شو، ماهم بیرته سر په بالښت کیښود، موبایل مې هم څنګ ته کښود، غوښتل مې چې ویده شم ، چې دماما لورشمیر بیا دموبل پرپرده را و څرکیده، موبل مې غوږ ته کړ :

ـ وې لیدل ، وادې وریدل ؟

ـ هو، ومې لیدل ، ومې وریدل ، خو زر راته ووایه چې خبره څه ده ؟

هغې په لنډوکې راته وکړه :

ـ دماما زوی بیا له امریکا راغلی ، بیا یي خپل سپی ورسره راوستي ، دی یې خپله ډاړلی په روغتون کې پروت دی ، هیڅوک سپیوته ورنژدې کیدای نه شي … ټول کلیوال یی داړلی ، دده له ډاره یې څوک وژلای هم نه شي،ځکه چې دا خو امریکایی هغه دی…اوامریکایي سپي خو نن سبا د انسانانوپه بیه… ؟

زه پوه شوم چې خبره څه ده، دماما زوی خو هماغه څوک و چې اوس به زموږ ټولو کلیوالو دده له توسنه ان ماما ته هم ښیراوې کولې :

ـ دماما دې ګورپه لمبوکې شي ، په دې د سپي په زوي …  خدای دې د ماما ځای جهنم کړي … الله ماما، د دنیا او آخرت شرمنده دې وې په دې زوي …. له سپیو سره … !؟

په همدغه سوچ کې را باندې سهارشو، لمونځ مې دخپل کټ څنګ ته وکړ، پلارمې چې له ماسره بدرګه و، له لمانځه سره سم را ورسید، نن په روغتون کې زما وروستۍ شپه وه ، ډاکترانو را ته ویلي وو چې نورکه دخدای رضا وه هرڅه سم دي، کولای شئ بیرته ولاړشئ ، له لمرختو سره سم مې له پلارسره یوځای ځان دهوټل کوتي ته راورساوه ، تلویزون چالان و، پرپرده یې ترخبرونو دجنازو انځورونه ډیروو، ما مې پلار ته مخ ور واړاوه … هغه پوه شوچې زه غواړم دده له خولي یوڅه مخکې تردې زه خپل بیګانی خوب او له هغه وروسته حال ورته ووایم  واورم :

ـ نوره خبره تراوریدو اولیدو تیره ده … ښه خبره به داوي چې موږ ځانونه ړانده اوکاڼه کړو، ځکه چې نه به څه وینو او نه به یې اورو…  بیا سپی ، بیا جنګونه، راغاړوځي،  دماما زوی چې له امریکا راغی ما ورته وویل چې سپي له ځانه لیرې کوه،  خو هغه ،هغه مهال ونه منله … پرې ویاړل به یې … ترهرچا اوهرڅه هغه پرګران وو، ښه شو چې خپل یی له نورو سره یو ځای وخوړ… نوره نوخبره لاړه ډنډوره شوه … ما به ورته ویل چې په سپيو مانازیږه،سپی دهیچا نه وي، هغوی خاوند نه لري، هغوی یوازې پرهغه چا پسې ځي اوهغوی ته وفاداروي چې پړی یی په لاس کې وي …

ما ته نورد ویلو څه پاتې نه وو، د پلار سترګو ته مې کتل …  دهغه دسترګو دګاټوپه تاو راتاو کې  یوازې یوه جمله را ته ښکاریده  اوبس، چې :

بیا سپــــــــــــــي ، بیا جنـــــــــــــــــګونه !! ؟

نوی ډیلی

 د شل نولسم کال د اګست ۳۰

Comments
Loading...