لنډه کیسه- بي نومه، اتل سپي؟

خالق رشید

0 41

                    تیرماښام و، ډوډۍ  موخوړلې وه چې بیا د سپیوغپاوو زموږ کوڅه په سرواخیسته، موږ چې ماشومان وو کله به چې د شپې د کلي سپیوهمداسې یوپه یوغپا پیل کړه نوورسره سمه به مې اناهم راوتوریده او یوپه یوبه یي ترخوله همدایوه جمله څووارې راووته :

ـ خدایه خیر، خدایه خیر… لکه چې لیوان او پړانګان پرکلي راګډ شوي، تاسې وګورۍ چې هغه زموږ سپین خرخوبه دباندې نه وي پاتې شوې … د سپیو دایوپه یو غپا خوبې څه نه وي …

موږ به هم آرام پاتې شوواوترهغو چې به ویده کیدو د سپیوغپا ته به مې غوږ نیولی وو…  خواوس چې په ښارکې، هغه هم د کابل په ښارکې اوسو … نور نوهرڅه بل ډول شوي، کوڅې له کړکیو له لرې لرې په نیمه شپه کې هم راته ښکاري …او تردې هم مهمه داچې اوس هرڅه د تلویزیوني کمرواوپردو پرمخ  لیدای شوواودومره بیواکه یوچې اوس غله له چا نه پټیږي اونه هم په پټه له چا غلا کوي، هرڅه غلا او وژنه دا ټول په رڼا ورځ د خلکو په مخ کې په داسې حال کې چې د لسګونو هیوادو پوځیان هم دلته پراته دي  ترسره کوي… ما په همدغه سوچ کې تلویزیون ته کتل چې کوم یوه یوناڅاپه غږ کړ:

ـ چپ چپ چې مهم خبردې…

له خبرسره سم ناڅاپه دتلویزیوان پرمخ  دوه انځورونه هم غبرګ را وپړکیدل …  دامریکاولس د مشر او په څنګ کې یې د په تورکې نسواري رنګه سپي، دواړه په یوه وخت  اویوه پرده باندې، داسې چې مشرموسکی و او سپي ترهغه لږ په  مغروره څیره دکامرې مخې ته خپله ژبه رایستلي وه  اویوه بدوږمه غږ ههه ههه ههه هه هه …  یی دتلویزیون پرده لړزله چې د نطاق ترخوله راووتل :

ـ دغه سپي چې نوم یې دویلو وړنه دی لویه قرباني ورکړې اولویه اتلولی یې امریکا ته ورپه برخه کړې ده …

  کله چې ما داخبرواورید، پرخدای باوروکړئ ، پرما ګنهګاریي مه کوئ چې هغه دماما د زوی د امریکایی سپیو چې روسي ځنځرونه یی په غاړوکې وو خبره رایاده شوه چې ویل به یی « داسپي پردغوځنخیرو ارزي … » هو، همدغه خبره مې سترګو ته تیکه ودریده، اوپردې مې باوروشو چې دسپیو په باره کې که دماما زوی ولي نه و نوخالي هم نه و،ځکه چې دسپیو، هغه هم د امریکایی هغو په باره کې هوایي نه غږیده، په دغه سپي کې هم چې اوس یې  د دومره لوی ملک له مشرسره عکس څنګ په څنګ ښودل کیږي څه کمال او جمال خامخا شته ….

ویندوی هم  ترموږ بدترلانه پوهیده چې سپي څه اتلولي کړې ده ؟ خودرګرده دا وایي چې په دغه اړه به نن ناوخته  مشروینا کوي، هغه تردې زیات نورڅه ونه ویل چې ګواکي سپي دا کړې اویا یي انځورترمشرپه دغه اویا هغه لامل دومره  هم لوړوښودل کیږي ؟…  خبرتیرشو، عکسونه هم له پردې پربله لاړل خو زموږ په کورکې خو تاسې پوهیږئ چې زما له انا رانیولې بیا زما ترکوچنۍ خور پورې هریوه خپلې خپلې تبصرې راپیل اووډنګولې، خبرونه لا نه ول خلاص چې په هسکه مینه بل خبرراپیل شو، پرهغه سیمه چې هلته د زماني غمیزې ژړیده او په لسګونو خالي قبرونوخپلې خولې شهیدو جنازوته خلاصې نیولې وې او دبی ګناه بندګانود مړود ټوټو نغاړولو ته یی سترګې څلورشوې وې، خوزموږ دغه لوی غم ته هیڅ فکرنه و اویوازې مو د هغه لوی اوظالم ملک دمشر اونسواري رنګه توربخن سپي  پرعکسونو باندې تبصرې اوتحلیلونه پیل کړل :

 ـ ګل ببوانا :  له عکسه خو معلومیږي چې لکه چې سپي دلوی ملک مشر داړلی وي …

 ـ ګلوخان آکا:یاره ماته خوترکومه چې خونکار معلوم دي،دکومې خونکارۍ نښې ددغه سپي په سترګوکې هم ښکاري   …

ـ  لیونی لالا :هرڅه چې وي ، دترمپ عکس ورسره دی، تاوان نه لري …درناوی د دواړو پرما حق دي …

  ـ  ګلمرجان ماما : نه چې، له دغه سپي سره خوبه چا واده نه وي کړي، سپي خو لکه ما فیشني ښکاري …

 اویوازې شیرخان ماما وچې چپنه یی ترځان را تاوکړې وه څه یې نه ویل ځکه خوزه آرام ورنيژدې شوم اوغږمې پر وکړ چې ګواکي یوڅه خو ته هم ووایه … را ته موسکي شو، ځان یی سره وښوراوه، یوه لنډه جمله یي د زړه له تله راویسته :

ـ خدای لوی دی اودهسکې مینې شهیدان زورور !

زموږ ددغواوتو بوتو لړۍ دومره اوږده شوه چې خبره نژدې ماښام ته ورسیده ، د ترمپ او سپي عکسونو هرڅه را نه هیرکړي وو،ځدای،  لمونځ ، دعا او پرقربانیانوخواشیني … نن ټوله ورځ په هرخبرې سرویس کې تود خبرهمداوچې : دامریکایی الوتکو په هوایی برید کې د ملکی بی ګناه وژل شویو شمیر، په کندهارکې شل تنه ، په فاریاب کې پنځوس تنه …. په کندزکی اویا تنه ، په ارزګان څلویښت تنه ، په غورکې د لسوماشومانواو ښځوپه کډون دیرش تنه … خوموږ داسې ورته بی احساسه شوي ووچې فکرموکاوه داد انسانانو شمیرنه دی، چرګان دي اویاهم دهوا مرغان …ان چې دیوې ساده دعا احساس موهم ددغوتلپاتې شهیدانوپه وړاندې چې دنړۍ له یوه ظالم ځواک سره یې دغرې وهلې له یاده وتلي و… اوموږ لاهم انتظاریوست چې دترمپ اوسپي له عکسونو څه راوزي … په موږ ټولوکې یوازې شیرخا ن ماما وچې خپله چپنه به یې وڅنډله،خپل لمونځ  به یی وکړ، بیرته به په خپل ځای کیناست اوخپله خبره به یی کله په زوره اوکله په آرامه را تکرارکړه :

ـ خدای لوی دی اودهسکې مینې شهیدان زورور !

ما ښام ناوخته و، مورمې د ماښامني تا بیاکوله، ماته یې راغږکړ چې راځه، اوس خو به په هوایي خبروستړی شوي یاست، دا ملک خو دغو هوایی خبرو وران وران کړ، ډوډۍ تیاره ده درواړه … ور پورته شوم، دمورمې هسې هم دازموږهوایی خبرې ښې نه ایسیدې، ډاریدم چې نورو ته یې زور نه رسیږي زړه پرما تش نه کړي اوبیا چغه راپسې ونه کړي …  په همدغه کې وم چې دتلویزون پرمخ بیا سورسرې سړي اوسپي دواړه راوپړکیدل ، نظاق داځل ترسپي دمخه د سړي عکس ته کتل اودهغه په باره کې یي معلومات ورکول، سپي هم هغسې د پردې پرمخ سونګیده اود هه هه هه هه … غږیی د تلویزیون پرده لړزوله… خو نطاق خپلو ویلو ته دوام ورکړ:

ـ دا سپی چې نوم یي نه په ډاګه کیږي ، ډیرنامي اواتل سپی دی …  لویه اتلولي یی کړې … سره له دې چې ټپی شوی هم دی، اوتردرملنه لاندې دي خو بیا هم خپل کارکوي، اوآرام نه دی ناست، لوی نامي دی اولوی اتل، ده امریکا ته لوی ویاړ ورپه برخه کړ … هو ، لوی ویاړ… تاریخی ویاړ… اوده سپیو ته هم تاریخ جوړکړ…

په کوټه کې ارامه آرامي وه ،یوازې له د باندې مې د مورغږ درګرده راته چې اوس خو به په هوایی خبرو …خوموږ دهغې دخبرې پرځای د تلویزیون پرمخ د سپي ننداره کوله، د ګلوخان آکا زړه آرام ونه کړ،ځکه یی غږ را پورته شو :

ـ دا احمقان ولی دهغه نوم نه اخلي … په دې کې څه خبره ده چې وایي نوم یی نه په ډاګه کیږي …  نه په ډاګه کیږي ….

شیرخان ماما په ځیرځیرورته وکتل خپله چپنه یې بیا سره راټوله کړه اوورته موسکی شو :

ـ نوم دې غټ دی خو ساده ګی دي لاهم هغه زړه ده… هرڅوک چې ښه سپي ساتي، پرهغو ښه نومونه ږدي اوهغه بیا له ځان سره ساتي ،ښه سپي خپله خپل نوم پيژني اوپه ځای یې پیژنی …یوازې دی پوهیږي اوخاوند یي چې نوم یي څه دی ؟  که دهغه په نامه هرڅوک پوه شي،نوبیا خوبه هرڅوک هغه پیژني اوچغی به پسې وهې …ساده کیږه مه … د ښو اومهموسپيو نومونه تل له بادارانوسره خوندي وي … !؟

داصلي کیسې په اړه دمشروینا پیل شوه ، عکسونه یوپربل پسې د تلویزیون پرپرده باندې د سورسري مشرله وینا سره تلل او راتلل ، وژل ، بمباري، اوتوره لوخړه دا ټول سره یوځای شوي وو، یوځاي یوتصویر داسې هم را وپړکید چې همدغه سپی دانسان دبدن ټوټه په خوله کې نیولې راکشوله اوګوډ ګوډ ورسره خوځیده …وینا لا روانه وه چې په تکرارسره یي ویل، په غارکې پټ و، مړموکړ، مړمو کړ…  نورنوهغه د تل له پاره موږ دوزخ ته واستاوه …

ټول آرام ناست وو، زه را پورته شوم ، شیرخان ماما ته مې وکتل، دهغه په څیره کې هیڅ ډول بدلون نه لیدل کیده… هغه د انسان هغې ټوټې ته چې دسپي په خوله کې وه هم  په حیرانۍ سره نه کتل، داسې ښکاریده چې ګواکي هیڅ هم نه دي شوي … دا چې وینا کونکي په ویاړسره ویل چې مړموکړ… د ګلوخان آکا سترګې له اوښکو ورته را ډکي شوې ، ګلمرجان ماما کم پاتې و چې په کوټه کې اټن پیل کړي … اوخبر پای ته ورسید ، زه بیا شیرخان ماما ته ورنژدې شوم :

– ما ما تا هیڅ عکس العمل ونه ښود ؟

ـ د څه او چا له پاره ؟

ـ هغه انسان نه و چې سپي را کشاوه ؟

ـ نه !

ـ ولي ؟

ـ دهسکې مینې شهیدان انسانان نه وو، مسلمان نه وو ؟

له دغې خبرې سره سم ماما راته په قهرشو، مانا دا چې  دده درد دومره ژورو چې نوریی خپل بوټونه په پښوکړل اوپرته له دې چې ماښامنۍ له موږ سره وخوري له کوره روان شو، ډیرپه قهر و، بې خدای پامانی ووت ، ورپسې ووتم … نه راته ښکاریده، خوغږیی د کورپه زینوکې په غړمبا سره پورته راته :

ـ ده پرموږ رحم وکړ؟

ـ پرانسان یې رحم و کړ ؟  چې اوس موږ له سپي ، هغه هم له بې نومه ظالم سپي ده ته د رحم هیله ولرو ؟

ـ نه نه ، زما اوس سم باوروشو چې دادهم هغو بې ګناه شهیدانوانتقام و، انتقام…  هغه چې له یوې اوونۍ را په دیخوا زما پرخوله راته :

 ـ خدای لوی دی اودهسکې مینې شهیدان زورور !!!

پای

د شل نولس کال  د اکتوبر  ۲۸

Comments
Loading...