لنډه کیسه – اوشپه د سپیو له غپاوو سره؟

خالق رشید

0 101

              

                          زه چې کله کورته را ننوتم، د ماما ناوې سترګې دتلویزیون پرپرده سمې دمې ورګنډلې وې ، سلام مې واچاوه ، له دیواله غږ راغئ خو له دې نه ،  ځان مې غلی ونیو، خپلې کوټې ته ننوتم ، کالې مې سره بدل کړل ، چې راووتم  ددې سترګې هلته چې وې لاهم وې ؟ ځان مې غلی ونیو، خوچې ما تی وي ته وکتل، هغه خبرچې دا په کې ډوبه وه تیرشو اوبل خبررا پیل… له هغه وروسته یې مخ راواړاوه اوله ستړي مه شئ سره یې داهم ترخوله راووتل :

ـ څومره نیکمرغه سپی … کاشکي دا خو زما وای …  وا دې وریده ؟

زه لا ولاړم چې دې دټول خبراوږده اولنډ راته تیرکړل ،پوه شوم چې دې د امریکا ولس مشر، دهغه میرمن اوهغه سپي چې له بغدادي  سره یې په رښتیا که دروغ ډغره وهلې وه په درنښت د رسنیومخې ته راویست اودهغه قدردانی یې وکړ…

ـ دا کنون دی …نوی له منځني ختیزه راغلی، لوی بری یې موږ ته را په برخه کړې اولویه اتلولي یې کړې ده…هو، لویه اتلولي…   زه لا سم نا ست نه وم چې ماما هم له تشنابه راووت، هغه اودس کړی و، سلام مې ور واچاوه، خو داسې ښکاریده چې د خپلې میرمنې غږ یې داوداسه په ترڅ کې اوریدلی و ځکه یې له علیکم وروسته په حیرانتیا سره وویل :

ـ بیا یی څه ولیدل،  څه غواړي ، چې افسوس یې کوي …

ما ورغبرګه کړه :

ـ دبغدای قاتل سپي یې ولید ، دهغه افسوس کوي چې کاشکي دا د دې وای …

ماما له خپله ږیږه په خپل دسمال نه وه وچه کړې چې ورغبرګه یی کړه …

ـ ولې سپی دلته لږ دې چې ته دهغه ارمان کوې ؟

مامۍ چې هسې هم له سینې خشکه وه دستي یي ځواب ورکړ :

ـ چپ ته خو مه غږیږه ، لمونځ دې کوه ، دا زموږ سپی دهغه سپی نوکران هم نه شي کیدای… دا پک پمن ، دا ډ نګرخدای وهلی لیونیان… چې له ګیدړانو ځان نه شي ساتلی …

ماما ماته وکتل ، موسکی شو:

ـ  بس دهم هغو سپیو د سردعاوې کوه، یوه ورځ به دلته هم راځي … هو راځي  را روان دي …

کیناستم خور مې یوه پیاله چای راکړ ، ما هغه څیښ ، ما ما لمونځ وکړ، خومامامۍ دخدای لري ، تراوسه یی هم ژبه د کنون  (امریکایی سپي) په ستاینه نه تڼاکې کیده … اوهمدایی ویل، دا سمه نه ده چې هرڅوک دیوچا په غاړه کې رسۍ واچوي، اونوم پرې کیږدي سپی …  سپي دې ته وایي چې دیوه ملک مشریې قدردانی کوي او ستایی …

مامۍ ته داهم پته وه چې دا دویم سپی دی چې د اصحاب کهف  د سپي ترمنزله ځان رسوي… زرګونه کلونه تیرشول… دهغوی دسپی نوم له دوی سره یوځای او په یوه تول یادیږي … دې ته وایې سپي ، اودې وایي دسپی خاوند…  نه لکه زموږ چې د دوی له بې ننګې ګیدړان زموږ پربامو را وختل اودوی ځانونه ترې پټوي …

ماما سلام وګرځاوه ، کلمه یي لا سمه پای ته نه وه رسولې چې بیایی ماته وکتل ، د دعا ترپای دمخه یې مخ زما پرخوا کړ:

ـ ته اوالله ، ته ووایه چې که دا زموږ سپي هم داسې وروزل شي، لکه هغه  نو توپیربه یې څه وي ؟

ما ځواب ورکړ :

ـ  هیڅ ، توپیرنه لري …

زما له ځواب سره سم ، مامې بیا پرماما را برګه شوه :

ـ چپ ، ته خو مه غږیږه ، دعا دې کوه … ولې هغه زموږ د الف خان ماما اودهغه د زوي سپی په امریکا کې نه دي روزل شوي ؟  هغه امریکایی سپي چې په روسي ځنځرانو به یې تړلي وو، هغه دې هیرشول …

ما ما په ږیږه لاس ورته را تیرکړ :

ـ ښه مې په یاد دې ، هغه د الف خان ماما زوی خپله روزلي وو، ودې نه لیده چې اول یې دی وډاره اوهمداسې داړلې خیټه ترامریکا تیرشو؟ هغه سپیان چې په امریکا کې روزل شوي وي اوهغه چې امریکايې حکومت یې روزي ، دادواړه توپیرسره لري… لږ په خبره ځان پوه کړه … ووښځې ! …

زموږ خبرې ډنډورې ته وختې، ما ما یوې خواته په دوو دوو کیده او مامامۍ بلې خواته ، زه یې په منځ کې حیران ناست وم ، نه مې دهغه ملاتړلای شوه اونه هم دهغې ، که رښتیا ووایم ،دواړه حق په جانب وو، دمامې ټول ټینګار پردې و چې سپي ورک کړه ، رنګ یې ورک کړه، خو که څوک یې ساتي نو بیا دې داسې یوشي وساتي چې لږترلږه پړۍ په  کې واچوې ، پرې وخو نه شرمیږې … همداسې ماما بیا پردې زور اچاوه چې خیر، وبه شي ، یوه ورځ به موږ ته هم داسې یوغیرتي سپي راولیږي لکه چې  په بغدادي پسې یې ولیږه … ځکه خبره دیوه بغدادي نه ده …  پردې پسې نورې هم را روانې دي… نورې بانې مانې هم شته …غږیې راځې، راځي :   بانه به سیل دګلو کړم څه نور به وګورم …

پرمامۍ خو لمونځ هم قضاشو،خو تراوسه یې هم د (کنون ) ستاینه له خولې نه لویده :

ـ  څوک چې سپي ساتي باید همداسې یې وساتي …

 په دغه ترڅ کې وار بیا ماما ته ورسیده، داځل یي بله نوې وکړه :

ـ بغدادي سپي نه دې نیولي ، خوریه،  زه داپوښتنه داځل له تا کوم چې  سپي زور ور دی که بی پیلوټه الوتکه  ؟

   ماما خپل موبایل له جیبه را ویوست ، بیا یې په لږ جدي ژبه د خپلوخبرولړۍ وغزوله :

ـ دا دګوره زامن ترموږ ډیرهوښیار دي، دوی صدام هم په تکنالوژي پیداکړ، دوی اسامه هم په دغه چل ونیو، هلته سپي چیرې و ؟

زه د ماما منطق لږ سوچي کړم، خو زر را یاده شوه چې ماما خوعادي سړی نه دی، هسې مامې ځان پرده جراره جراره ښیي،هغه یومهال په پوځ کې دنده درلوده، دده په وینا چې ښه تکړه منصبدارو، دجلال آباد په جګړه کې هم ده په اشرارو اوپاکستاني ملیشوباندې پرتوګونه زیړکړي وو…

شپه ناوخته وه چې مورمې دسترخوان وغوړاوه ، خودماما اومامۍ دعوه د دسترخوان ترسره پرسپي باندې را روانه وه ، لایی هم یوه اوبل ته د سترګو ترکنجو کنجو کتل چې مورمې غږ وکړ :

ـ هیله ده چې ډوډۍ به مو دسپیو له ستاینوپرته وخورئ … که سپی دومره ښه وای ملایکې به نه ترې تښتیدې … سپي د شراوفساد استازي دي… له هغې ورځې چې دا پرموږ تپل شوي،موږ دخوشالۍ ورځ نه ده لیدلې … خدای مو له شراوفساده خوندي وساته …

 ډوډۍ مو وخوړه ، شپه هم وار په وار را تیاره کیده، دمامۍ زړه خپل کورته ختلي و، ماشومان یې یوازې وو، خو دماما زړه بیا لوی و، هغه دتیارې ډیره پروا نه کوله…هغه یوه خبره زما دمورپه ځواب کې په لنډو سره وکړه :

ـ خورې !  ګوره ګان ، هغه هم امریکایی ډیرهوښیاردي…ستا پام نه و، امریکایی مشر، داخبره ونه کړه چې بغداي ما مړکړ… ولې ؟  په دې کې یولوی رمزو، ډیرلوی، زموږ  مسلمانانوعقل خو وروسته راځي … هو، وروسته ، ددې مانا داوه چې هغوی موږ ته د انسان په سترګه نه ګوري ، هغوی زموږپه وژلو ځان اتلان نه بولې ، پرموږيې خیال نه راځي، بلکې زموږ د مرګ اووژنې اتلولي خپلو سپیو ته ورکوي … هو، موږ باید په دغه رمزځانونه پوه کړو؟؟

موږ دماما خبرې لږ نورهم سوچې کړي وو چې زما خور هم زموږ ټولو خبرې یوه یوه اوریدلې وې او دمامادخبرې په دوام یې مامۍ ته یوه عجبه وکړه :

ـ زموږ ښوونکي درخانۍ هم عجیبه ښوونکې ده ، یوه هلک په ټولګي کې شیطانې کوله، ډیره یې په عذاب کړه، ویې کانځه …له ډیرې نا چارې یې له ځان سره چې هلک وانه وریدل ورته وویل : د سپي زویه …  درس یي پیل کړ، له یوه بل هلکه یې پوښتنه وکړه هغه په ډیره ښه توګه  ددې دسوال ځواب ووایه ، دې هم په ځواب کې په خوشالۍ ورته وویل : شاباس د زمري زویه !  وروسته ما هغه هلک ته چغلی وکړه اوورته ومې ویل چې ښوونکې پټ درته وویل د سپی زویه، هغه په دغه خبره نه یوازچی خواشیني شو بلکه ويې ژړل، خوهغه بل بیا له خوشاله په جامو کې نه ځاییده…  زه نه پوهیږم چې په دغه حال کې حق د چا پرلوردئ ؟

ما مې چې دا خبره واوریده ، زر په ماما ور برګه شوه :

ـ چې دومره لوی نابغه یې اوس ددې ځواب هم  ووایه کنه !

ما ما په خندا شو، په کړیس کړیۍ یې وخندل، د مامۍ په اوږه یې لاس کیښود :

ـ د سپي ارمان ته کوې اودماشومانو ځوابونه پرما وایې ؟

خومامۍ داځل ورته غلې شوه، رښتیا دانو یوه ماشومانه پوښتنه وه ، ساده وه ، خو ژوره ، درنه وه او عقلمنه … موږ ټولو یوه اوبل ته سره کتل، خوداسې راته ښکاریده چې دماشومانو ځوابونه باید بابا ګان او مشران ووایي … ټولو ماما ته حیران حیران کتل …

 ماماهم دهغې خبرې حیران کړی و،هغه یې غیږکې ونیوه ، پریوه اوبله خوایې مچې کړه مخ یې موږ ته راواړاوه اوپه ځواب کې یې یوازې دومره  وویل :

ـ هرچا چې دسپیو ستاینه کوله اوپرسپیویې فخرکاوه ، همدغه پوښتنه ترې کوئ  کیدای شي خواب درته ونه وايي !!

ماما دوی دکورپرلور وخوځیدل ،

 او شپه د سپیو له غپاوو سره وار په وار راتیاره کیده ؟؟؟؟

نوی ډیلی

د شل نولسم کال د نوامبر ۲۶

Comments
Loading...