لنډه کیسه، امریکایي سپي، روسي ځنځیرونه؟!

0 184

-خالق رشید

                  پوره دوه ساعت مو په هوايي ډګر کې لارڅار وکړ، په ښارکې ټولو درګرده همدا ویل چې ناوخته نه شي ،ځکه چې بیا به د ماما زوی خپه وي او یا به وایي چې زما درناوی یې ، ترهغه مهال چې ماما ژوندی و، لږوکړ…  رښتیا دا څووم کال و چې د الف خان له مرګه وروسته د ده دریم زوی وطن ته راته، زموږ مشرانو هم په دی خاطرچې د ده درناوی یې کړي وي ، ټول  د ده هرکلي ته ور روان شول ځکه خو به ټولو سره ویل :

ـ هو، بیا به وایي چې پلارمې ژوندی و ټول به سلامۍ  ته راتلل ، خو اوس چې هغه نشته نو …

ـ ماما ښه سړی و، چې دهغه روح خپه نه شي، باید ورشو …

له دوو ساعتو انتظاره وروسته ، دهوایي ډګر دروازې ته مخامخ یو ناڅاپه له هرې خوا غږونه پورته شول :

ـ پام ، پام ، د سپیو له مخې ځانونه پریوه خوا کړئ … ځانونه پر یوه خوا کړئ …  سپیي نه دي تیار لیوان دي ، تیارلیوان … او خلکو ، اوخلکو ځانونه پریوه خوا کړئ …

له هغې خوا پولیسانو هم ، همدا چغې وهلې :

  – له سپیو سره غرض مه کوئ ، ځانونه ترې وساتئ … له لیرې ځایه راغلي ، ستړي شوي دي …

موږ ټول هیښ پیښ ولاړوو، یوه اوبل ته مو سره وکتل چې ګواکي دومره مهم ځای اودلته بیا د سپوداسې یوه د حیرانتیا ننداره … په رښتیاهم ځانونه موسره راټول کړل او ټول په دې لټه کې شوو، چې له دغو سپیو کوم یو راباندې ونه بلوسي …  خو دخدای مهرباني وه  چې دسپیوپه غاړو کې اوږده اوږده ځنځیرونه وو، موږ نه لیده ، خو ښکاریده چې  د دوی د پړو سرونه د کوم چا په لاس کې دي …  خولاهم دهوایي ډګر مخې ته ددغه غږ انګازې خورې وې  … سپیي نه دي تیار لیوان دي ، تیارلیوان … او خلکو ، اوخلکو ځانونه پریوه خوا کړئ …

حاجي کاکو، هم له موږ راغلی و، زموږ په مشرانو کې دی یوازنۍ څوک و چې دسپیو شوقي و،  هغه چې سپي ولیدل، ټول فکراو ذکریې دهغو پر خوا شو،اوږده شیبه په فکرکې ورته ډوب شوی و، داسې چې تا به ویل له ځان سره وایي :

 ـ  واه ، واه څه نامي سپیان دي ، آخ چې هغه ځواني او دهغې شوقونه  خواوس هم ورته وای ….

موږ لا په همدغه سوچو او فکروکې وو چې ګواکي دا به د پولیسانوسپي وي ، هغوی ته به څه روزنه او تریننګ ورکوي ، ځکه خو دومره چغي پغې ورته روانې دي … موږ په همدغه سوچ کې وو چې له دروازې یو دنګ ځوان چې د سپیو پړي یې په لاس کې وو، راووت ، له سپیوسره یې کش او ګیرو، ځکه  چې هغوی به یوې او بلې خوا ته زورونه ترې وهل ، زموږ له منځه چا غږ وکړ :

– همدا د سپیو خاوند خو د ماما زوی دی ، همدغه دی ، همدغه خپله دی  دئ ….  هغه بل ورور یي  بکسونه ور پسې را نیولې … موږ ټول بیا حیران شو، یوه اوبل ته موسره وکتل، د ډیرو خو باور نه راته چې دابه دماما زوی وي… خو ځوانانو یي عکسونه په انترنیت کې هم لیدلي وو، د پاینده خان ماما زوی په موږ ټولو کې جراره او په دغو نویو خبرو باندې پوه ځوان و، هغه هم ومنله چې، همدغه خپله دی دئ  ،ځکه یې ټولو ته په ډاډ سره وویل :

– هو، درځئ  ، درځئ ، دغه دی ، خو له سپیو یې لږ ځانونه درساتئ …

زموږ مشران ټول ور وړاندې شول ، ټول په یوه کرښه ورته ودریدو، دپاینده خان ماما زوی ګل عباس خان ترټولو وردمخه شو، هغه په داسې حال کې چې سپیویې نارامي کوله تود روغبړ ورسره وکړ او ورته ویې ویل چې مشران ټول هلته ستاسې هرکلي ته راغلي دي …

دماما زوی وړاندې راغئ ، خو موږ په عین حال کې چې ده ته به مولاس ورکاوه ترده مو زیات پام دده له سپیو سره و چې خدای مه کړه خوله را وانه چوي … کله چې حیات خان کاکا د ماما له زوی سره په غیږ روغبړکاوه ، یوه سپي پرې راغروهل، ترڅادر یې ونیو… خو زر د ماما بل زوی په سپي غږ وکړاود کاکا د پټو پیڅکه یې پریښوده ، د ماما زوی په خندا شو :

–  زما سپي فکر کوي، تاسو له ماسره جنګ کوئ … ها ها ها …

روغبړ خلاص شو، موږ فکرکاوه چې اوس به ټول کډ د کورونو پرخوا ځو، په همدغه سوچ کې ووچې د ماما زوی زموږ له ټولو مشرانو هیله وکړه چې دوی ته باید خپل نازولي سپي یویو وروپیژني، هم هغسې چې ګل عباس خان زموږ کلیوال یویو ده ته وروپیژندل … ده هم د خپلو سپيو په پيژندګلوي باندې پیل وکړ : شاکو خان ، با کو خان ، شړومبو خان ، مستوخان ، شرم الدین ، بازو الدین ، شراب الدین نواب ګل، شربت ګل …

 دماما زوی د خپلو نازولیو سپیو ښه معرفي موږ ټولو ته وکړه ، موږ ټول حیران وو… خودده څرګندونې لا نه وې خلاصۍ …  حیات خان ماماته یې مخ کړ :

ـ بیا ونه وایاست چې له وطن سره مینه نه لرئ ،ما په خپلو سپیوهم خپل نومونه ایښې ، داهریو یوکما ل لري ، ساده سپیان نه دي، روزنه اوپالنه یې په امریکا کې له ماسره شوې ، دا توقونه او ځنځیرونه یې ټول روسي او عربي دي ، ان چې سږ مې ټولو ته روسی غاښونه هم کینول …  زهر نه لري خو زخم یې کاري وي …

دما زوی په ټینګارسره خپله خبره بیا تکرارکړه :

–  سپي امریکایی ، نومونه افغاني –  عربی غاښونه اوځنځیرونه روسي هه هه ، هه  …خدای د خیرکړي …  سرله نوي کاله به  …

نژدې یوه ګړۍ زموږ د سپیوپه پیژندګلوئ اومعرفۍ سره تیره شوه، زموږ مشران چوپه خوله وو، اوس یې نه ماما په یاد و اونه یې دهغه د زوی په اړه څه سره ویل … آرامه آرامي وه ، حاجي کاکولاهم سپیو ته کتل ، اوسترګې یې دهغو په ځنځیرو کې خښې وې … ځکه چې د ده دماما د زوی د اخبره عجیبه ایسدلې وه :

–  سپي امریکایی ، نومونه افغاني –  عربی غاښونه اوځنځیرونه روسي … هه هه ، هه …

لایې همدغه خبره سره ګزوله چې یوناڅاپه له ځنځیرو سره اړوند دخپل روسي ګاونډي هغه چې ښایسته میرمن یې درلوده اوله ده سره یې هم څه تا رک مارک غزولی و ، سپي اودهغه ځنځیر چې دماما د زوی د سپیو له ځنځیرونو سره یو شان و  وریاد شو، په ځای کې سره پورته شو او چغه یې کړه :

ـ هو، رښتیا داهم شان ځنځیردی ، هم هغه … چې الکسي هم خپل افغاني تازي ته  په کابل کې وردغاړې کاوه او وروسته به یې ویل:  ترسپي یې ځنځیر ګران ورته تمام شوی دی… وو ، وو … پوه شوم ، پوه شوم … والله چې هماغه ځنځیردي … وو ، وو، هماغه … هماغه …

ددغې خبرې په اوریدو سره موږ ټول حیران شوو ، کوم چا پوښتنه ترې وکړه چې څوکاله وروسته بیا همداسې سپي اوهمداسې ځنځیر دریاد شو ؟

خپل ګوتې یې سره کارته پورته کړې …  سره ویې شمیرلې را ویې شمیرلې … شپیږدیرش … اووه دیرش … اته دیرش …

  سر یې را پورته کړ ، موږ ته یې وکتل اوترخوله یې راووتل :

ـ پوره دوه کم  څلویښت کاله …

موږ ترناوخته ورته انتظارشوو، خود ماما زوی له خپلو سپیو سره اخته و، خدای شته چې موږ هم ډیر ورپسې نه شوو، ځکه چې موږ د سپیو، هغه هم د امریکایی هغو پر خوی او عادت نه پوهیدو، اونه موپه دغه باره کې څه مرسته ورسره کولای شوای ، ځکه چې دی یې په هرڅه پوهیده ….

    ما ښام تیارو چې موږ د کورونو پرخوا په ستړو قدمو را  روان شوو… ګل عباس خان ، ځان ته بد ویل چې ولې دامریکایی سپیو هرکلي ته راغلی و … حاجي کاکو لاهم د روسي  ځنځیرونو په فکرکې و…   نازکمیرماما تر دوی هم حیران و چې د ماما زوی سپي راوستي ، راتلونکي کال به زموږ ټول کلیوال له هغو سره په غم کې پاتې وي …

په همدغو همدغو کې کلي ته را  ورسیدو ، کلیوال مو مخې ته راغلل ، له هریوه به یې پوښتنه کوله :

ـ په خیر خویاست ؟    څنګه ناوخته شوئ ؟  ښه شو چې په خیر جوړ را غلئ …

په پیل کې موږ حیران شوو چې دا څه خبره ده ، خو وروسته یې راته وویل چې دوی زموږ تر راتګ دمخه پرتلویزیون باندې زموږ او سپیو خطرناک انځورونه لیدلي وو …  دوی له موږ سره د ماما د زوی خبرې هم  اوریدلې وې چې د سپیو د پیژندګلوئ په ترڅ کې کړې وې …

موږ دماما د زوی په هرڅه پوه شوو خو دایوه نیم کله جمله نه د مامازوی پوره وکړه اونه موږ تراوسه پورې سم پرې پوهیږو… ځکه خو، چې هرڅوک له موږ پوښتنه وکړي، چې په هغه ورځ مو څه واوریدل ؟  موږ یوازې هم هغه دماما د زوی جمله ورته تکراروو چې :

–  سپي امریکایي … ځنځیرونه  او غاښونه یې روسي  …  خدای دې خیرکړې …  سره له نوي کاله …  ؟؟؟ !

پای

د ۲۰۱۹ کال د مارچ   څلورمه

Comments
Loading...