فيسبوکي مينه / اجمل درمان

د هغوی لپاره چې په فيسبوک کې مين شوي دي

د مینې خبرې مې ډيرې خوښيدې، چيرته به چې چا د مينې کيسه کوله؛ خامخا به مې اوريدله، په فيسبوک به مې هم ټوله ورځ د مينې پوسټونه لوستل، خلک په جانان مينيږي خو زه په مينه مين وم.

کله به مې چې د چا د مينې د کاميابۍ خبره اوریده نو ويل به مې، کاش خدای ما هم يوه ورځ دې مقام ته ورسوي
يوه ورځ بلاخره داسې هم وشو، مين شوم، حالات مې بدل شول، خيالونه او فکرونه مې بدل شول، نړۍ ټوله راته د خپلې مينې په دوه سترګو کې ښکارېده.

د مينې خطونه و، هره لحظه به مې ليکل او لوستل، ورځ به دنده کې وم او شپې به فيسبوک کې،
هغې ته به مې داستانونه ليکل، د خيالي نړۍ د مينانو کيسې به مې ليکلې، خبر نه وم چې يوه ورځ به مې خپله مينه په داستان بدليږي.

زمونږ مينې د نورو له مینې سره توپير درلود، مونږ مينان و خو يو و بل مو لا ليدلي نه و، ډير به مې غوښتل چې ورسره ووينم، خو هغې به د درسونو او امتحانونو پلمه کوله، نن به يې په سبا او سبا په بله ورځ سپاره .

خو بلاخره د دملاقات ورځ هم راورسيده، ځای يې راته وټاکه، ويل يې سبا به پوهنتون کې وينو، ډير خوشحال وم، اوتر وم ، نه پوهیدم څه وکړم، کله به مې کتاب راواخيست چې ساعت مې تير کړم خو د کتاب هر توری راته ملاقات ياداوه، کله به مې فيسبوک خلاص کړ خو په دې هم زړه ته سکون نه راتله،
بلاخره شپه تيره شوه سبا شو، د نورو ورځو په نسبت نن وختي دفتر ته ولاړم، کار مې وختي خلاص کړ، په موټر کې کيناستم او د هدف په لور رهي شوم.

په لاره چې به مې کومه ښکلې نجلۍ لیده نو ما به ويل همدا به وي، څوک به چې موټر ته راپورته شوه؛ ویل به مې دا به وي، چا سره چې به مې فون په لاس وليد او منتظره به راته ښکاره شوه نو ويل به مې چې همدا به وي، خو هغسې نه و
پوهنتون ته ورسيدم، منتظر وم چې اوس به راځي، هرې نجلۍ ته به مې لکه د لیوني ځير ځیر کتل، څوک به چې زما په طرف راتله ما به ویل دا به وي، خو نه به وه،

له انتظاره ستړی ولاړ وم چې له شا راباندې غږ وشو «سلام زه دا یم» له سلام سره مې په سترګو تورتم شو، سر راباندې وګرځيد، زړه مې کششش وښويد،

ځان سره مې ویل؛ په بلا خو واوختي خو اوس دې ترې خدای خلاصوه، په لومړي ځل ليدو يې په خپلې مينې پښيمان کړم، ويل مې های فيسبوکه خدای دې کور وران کړه، دا په څه بلا دې واړولم،

په رپيدلي غږ مې ورته وويل؛ ته همدلته منتظره شه زه به ټيکسي ونيسم، ټيکسي مې ونيوله، ورپورته شوم، چې هغې ته نيږدې شوم له موټره مې ورغبرګه کړه، د فيسبوک دې کور وران شي، ما څه فکر کاوه او په څه واوختلم. ولاړم بيا په فيسبوک خبرې کوو، ببای.

چې کور ته راغلم د فيسبوک خلاصولو سره سم مې بيخي آيډي permanently delete يعنې د دایم لپاره بنده کړ

Categories: ژبه، فرهنګ، کلتور,لنډې کیسې