غرڅنۍ او بړیڅ

ژباړن: رڼاګل اریوبزی

0 42

د کوچنیانو له پاره لنډه کیسه

د ېوه لوی او ګن ځنګل په منځ ګې یو زوړ قصر ولاړ و، په دې قصرکې یوه زړه ښځه یوازې اوسیده، دا بوډۍ دټولو جادوګرانو مشره وه، دې به دورځی په مخ له ځانه پیشو یا شپنی کونګ جوړاوه،او دشپی له مخی به بیا دعادي ښڅی په څیر شوه. بوډۍ کولی شو چې الوتونکي اونور ژوې په ځان راټول کړې، بیا یې حلالول، پخول اویا به یې کباب کول. څوک به چې تر سلو ګامو پورې قصر ته ورنږدې شو، نو ځای پر ځای به ارام ودرید اوله ځایه خوځیدلی نشو، ترڅوبه چې بوډۍ ورناره کړه، چې ته ازاد یې. که یوه پاکه او ځوانه جلۍ به د ېخوا ته ورنږدې شوه، نو له هغې به یې الوتونکی جوړکړ، په قفس کې به یې ایساره کړه او په قصر کې به یې د زیرمې کوټی ته یوړه. بوډۍ په قصر کې دداسی بیساری الوتونکو اوه زره قفسونه درلودل.

پدې وخت کې یوه ځوانه جلۍ، چې تر تولو نورو جونو ښکلی وه او غرڅنۍ نومیده،او یو تردې لا ښکلی ځوان هلک چې بړیڅ نومیده، سره کوزده شوی وو. د کوزدې وخت یې و، دواړه یو پربل ګران او یو له بل سره خوشال اونیکمرغه وو. دواړه پخپلو کې درازاو ناز لپاره ګوښي ځنګل ته په چکر لاړل. بړیڅ غرڅنۍ ته وویل چې، «پام کوه، قصر ته ډیره ورنږدې نشې.» یو ښکلی مازدېګر و، دلمر وړانګی دشنه څنګل په تیاروکې دونو دڅانګو تر منځ ښکاریدې، او کوترو دونو په څوکو دسوز نغمی غږولې.

غرڅنۍ په ژړا شوه، دلمر دوړانګو لاندې کښیناسته او فریا دونه یې کول. بړیڅ هم په فریادو شو: دواړه داسی شلشوټ او حیران پاتې شول، لکه څوک چې دمرګ په حالت کې وی: دوی د ېخوا اوهغې خوا ته وکتل، ګنکس او پریشان ولاړوو، نه پوهیدل چې څرنګ به کور ته لاړشي. نیم لمر لویدلی واو نیم لا دغره  په سر ځلیده. پړیڅ دبوټو ترمنخ وکتل، اوکله یې چې دقصر زاړه دېوالونه، چې ور ته نږدې ول ولیدل، نو په مرګ وډارشو. غرڅنۍ سندری پیل کړی

«زما الوتونکي دسرې ګوتې سره

د غم سندرې وایې،غم ، غم،غم:

دې خپلې کوترې ته د مرګ سندرې وایې

دغم سندرې وایې، غه ـــ څیکوت، څیکوت، څیکوت.»

بړیڅ غرڅنۍ ته وکتل. دغرڅنۍ نه بلبله جوړه شوی وه، دې څیکوت،څیکوت، نغمی غږولی. یود شپی کونګ، دانګار په شان له سرو سترګو سره، د دوی په شاوخوا درې ځله والوت، او درې ځله یې چېغه کړه چې، شو، هو، هو. بړیڅ ځان نشو خوځولی:هلته د ډبرې په څیر ولاړ و، ژړا یې نشوه کولی، خبرې یې نشوی کولی، لاس او پښه یې نشو خوځولی.اوس نو لمر ولوید: کونګ یوه بوټی ته ور والوت، او ور سره سم یوه زړه، په ملا کږه بوډۍ ترې راووته، په ځان خواره اومخ یې زیړو، سترګی یې سرې او غټې وې، پوزه یې دومره کږه وه چې سر یې ترزنې پورې رسیده. دې یوڅه زمزمه کوله، بلبله یې را ونیوله، او په لاس کې یې له دې ځایه یوړه. بړیڅ هیڅ نشو ویلی، له ځایه نشو خوځیدلی، اوبوډۍ بلبله یې یوړه. بالاخره دا بوډۍ بیرته راغله، اوپه بند اواز یې وویل، «سلام، فرښتې، که په ګل کې ملغلره ښکاره شي، فرښتې، دښې راتلونکې په هیله یې ازاد کړه: بړیڅ دښځې په پښو کې ولوید او هیله یې ترې وکړه چې، غرڅنۍ یې بیر ته ورکړي، خو بوډۍ ورته وویل چې بیا به یې په سترګو ونه ویني. ده نارې سورې کړې، په ژړا شو، په زاریو شو، خو هیڅ ګټه یې ونه کړه.« آه، ماته به څه راپیښ شي؟»

دا یې وویل او ولاړ، او یوه پردي کلي ته ورغی: هلته یې دډیر وخت لپاره دپسونورمه څروله، ډیر ځله دقصر په شاوخوا راګرځیده، خو ورنږدې کېدای نشو، بالاخره یې یوه شپه خوب ولید چې داسی ګلاب ګل یې موندلی دی چې په منځ کې یې غټه او ښکلی ملغلره پرته ده، ګل یې را وشکاوه، اوله ګل سره قصر ته ورغی اوهر شي ته به یې چې ګل ورنږدې کړ، له جادو ازادېده، په خوب یې دا هم ولیدل، چې په دې توګه به خپله غر څنۍ هم تر لاسه کړی. په سبا یې، کله چې دخوبه رابیدار شو، په غرو اودرویې د دې ګل د میند لو په هیله ګرځیدل پیل کړل. نه ورځی ورپسې وګرځیده، او دورځی په سهار یې داښکلی سور ګل بیا موند، د ګل په منځ کې سهارنۍ پرخه پرته وه، چې د ملغلرې په شاه غټه اوښا یسته وه. ګل یې له ځان سر ه واخیست، شپه او ورځ روان و، ترڅو چې قصر ته ورسید. کله چې قصر ته سل ګامه ورنږدې شو، په ځمکه ونه نښت، مخ په وړاندې تر دروازی پوری ورسید. بړیڅ ډیر خوښ شو، ګل یې په دروازې ومښه، دروازه خلاصه شوه. دی قصرته ورننوت، هلته یې غوږکړ، ترڅو دالوتونکو اواز واوري، اواز یې واورید، ولاړاو هغه سالون یې پیدا کړ، چې الوتونکي پکې وو، د لته جادو ګره هم وه، او په دې اوه زره قفسونو کې یې الوتونکو ته دانه ورکوله. دا د بړیڅ په لیدو ډیره، اوزښته ډیره په قار شوه، زهر یې په وروښندل، ځوده ور ونه رسیدل. دې ترې را ونه ګرځید، وړاندې لاړاو دالوتونکو قفسونه یې ولیدل؛ خو په سلګونو بلبلې پکې وې، اوس دې ته حیران و چې څنګه خپله غر څنۍ پکې پیداکړی؟

قفسونو ته د کتو په وخت یې بوډۍ ته پام شو چې یو قفس یې دېوه الوتونکي سره په لاس کې واخیشت او ددروازې په لور روانه شوه. بړیڅ په ورودانګل، لومړی یې په قفس او ور پسی یې په بوډۍ پوری ګل ومښه. تر دې وروسته بوډۍ نور جادو نشو کولی.غرڅنۍ را پاځیده او له بړیڅ سره غاړه تر غاړه شوه، دپخواني وخت خوشالي بیرته راوګر ځیده. بړیڅ بیا ټول الوتونکې بیرته په ځوانو جونو واړولی، او ور پسی د خپلی غر څنۍ سره کورته لاړاو ډیر اوږ عمر یې په نیکمرغی کې یو ځای سره تیر کړ.

Comments
Loading...